د شینکی آسمان / نیلگون کمان ویبپاڼه 

د زمان ستانیزی د عرفانی اندېښنو د انعکاس هنداره ده 

۱۱

پر لوړو غرو 

زما د کوچنیوالی د کوچنی چاپېریال کوچنی دنیا او د طبیعت په ښایستونو او رنګونو کی لمبېدلی دنیا له خلاقه خیالونو نه ډکه وه. زما د کوچنی ذهن تنګنا، زما د تصور رسام، او زما د نظر د مزل لنډ واټن د کائیناتو ټوله هستی زما د سترګو د نندارتون په ابعادو کی محدوده کړی وه.

  

د ژوند سبا می په سباکی خیلو کی پیل شوی. په دوه میاشتنی کی، لمړی ځل خپل پلار د لوګر تر ټولو لوړ غره ته  د سلطان صاحب زیارت ته بیولی وم چی زما د زېږندی نذر یی په غاړه اخیستی و څو چی پر ژوند می برکت شی. ځکه می د غرونو له لوړو څوکو سره له کوچنیوالی راهیسی مینه اخیستی. د غرونو څوکی خدای ته د تقرب په رسم د آسمان لمنی ښکلوی نو ځکه د غرونو له څوکو نه  ننداره  کوچنی دنیا پراخه وی، د سترګو د نظر وسعت ازمېی، او د زړه بصیرت روښانوی.


ما په کوچنیوالی کی د غرونو د لوړو څوکو د ننداری په تمه د ژمی د رخصتی ورځی د خپل کور پر لوړ بام تېرولی، او هلته می د ښونځی د کتابونو برسېره د طبیعت د کتاب پاڼی اړولی. ما لېدل چی د شینکی آسمان کیږدی څنګه زموږ د کلی د شاوخوا غرونو پر څوکو رانسکوره شوی وه. ما ښکلو منظرو به لیدو کی د زرغون ښار او سرخ آباد، د سپید سنګ او توری غونډۍ په رنګونو کی د خیال د ابهام مزی سپڼلی. ما د رحمت آباد او ظلم آباد د کلیو د نومونو په تضاد کی معناوی لټولی، او څرخ او دورانخیلو په نومونو کی می د افلاکو د څرخنده هستی رمز لیدلی. ما د ګمران او  شیراوګان، اوپران او ملا امان د کلاګانو په نومو کی د شعر د ردیف وزن تللی، او د بېدک او پورک، عینک او دښتک  د کلیو له نومونو نه می د نه لیکل شویو شعرونو قافیه اوبدلی دی.


ما د خپل کلی په افق کی د اشراق دپلوشو لمرڅک لېدلی چی به سبب یی هغه کوچنی کلی ما ته د کعبی حیثیت درلود. ځکه ما هلته لمړی ځل خدای پېژندلی چی په ټول عظمت سره زما د کوچنیوالی د معصومیت د تصور په پردو کی حضور شوی. ما ته د کلی د مینځ ویالی د ژوند بهیر را ته په سترګو کړی. په اوړی کی د کوڅو د خاورو دوړو ما ته خپل خاورین اصل را پېژاندلی، د منی زېړو پاڼو یی د بقا او فنا د تسلسل رسم شرحه کړی، او د ژمی د واورو خرقی په خپل سپینوالی د نفس د تزکیی لار را ښودلی. هو، ما د لوګر په معطره باغونو او سمسورو کروندو کی د پسرلی د خُلد سینګار لیدلی.

 

که څه هم زموږ د کلی شینکی آسمان د ورځی له خوا زما د تصور هنداره وه، خو په واقعیت کی د شپی آسمان و چی د تورو تروږمیو پر توره تخته باندی یی زما د پلار په ژبه د نجوم الفبا لیکل کېدله او ما ته یی د ستورو نومونه را زده کول: یوی خوا ته د میزان ستوری د طبیعت رنګ او موسم آړاوه، بلی خوا ته د شمال ستوری آسمان په نښه کړی و چی له ځایه و نښوری، او هغی بلی خوا ته د سبا ستوری د سباوون لاره څارله. هلته لری بیا لوی کټ (کواکب النجوم) خپل وزرونه خپاره کړی و او د دُب غبرګولی (دُب الاکبر او دُب الصغر) د آسمان له متقابلو خواو نه د ساعت د عقربونو په شان لاسونه سره ورکړی وه چی شېبی وشمېری. له هغه پر آخوا بیا د آسمان په پراخه فضا کی نور ستوری هسی په مټ کی څرګندېدل چی لیندۍ، نغری، او پېرونی نومېدل. لیندۍ غښی په غېږ کی نیولی و او په نغری کی د ستورو د سرو سکروټو مړاوی خوګلن اور بل و. پېرونو د آسمان په بایللو ابعاد و کی خوبلنی سترګی رپولی.

 

اوږده  یادونه په لنډ ژوند کی نه ځایېږی. د ژوند لنډوالی عبرت دی او امر کوی چی هره هغه لحظه چی زموږ هستی ته معنی وربخښی باید غنیمت و ګڼل شی. په دغه راز غفلت کی نننی عقل پر پرونی پوهه خاندی. زما ژوند په دی تېر شو چی له هر سبا نه می پرون جوړاوه. هسی سبا نه وه چی مایی مستقبل د خپلو مالګینو اوښکو په څاڅکو کی نوی څکلی. په ُآخر کی ټولی سباوی له پرونونو سره ولاړی او زه له نن سره یوازی پاته شوم. هغه نن چی د موسم د هری پاڼی په اړولو کی یی د خلقت د آیاتو د ذکر انګازی اورم. هغه نن چی د سر سترګی می په کی د طبیعت د ښایست ستاینه کوی او د زړه بصیرت می د ښایستونو د خالق لمانځنه. هغه نن نن دی چی سبا نلری او تقدیر یی زما له تداوم سره په یوه کرښه لیکلی. زه ورسره یم او زما له رضا نه پرته به د خدای په اراده او امر له ما سر یو ځای عدم ته درومی او حال به مقام ته رسوی.


د ژوند په کږو وږو کوڅو، ژورو درو او لوړو بانډو کی می مزلونه کړی. خو زما د کوچنیوالی د پوښتنو پلټنو لړیو تل زما د ژوند عقلانی اندېښنو ته فلسفی رنګ ور بخښلی. د عمر د وروستی پړاو په درشل کی د تېرو یادونو تسلسل د ډېرو پرونونو نه نن جوړ کړی چی ننی اندېښنی په پرونیو خاطرو کی لمبوی. زه اوس یوازی د خیال د هوس پر وزرونو ورالوزم چی پور یی ادا کړم.  

۱۳۰۲۰۷ - ۱۳۰۲۱۶