۱۱

ډاکتر زمان ستانیزی

د نظرمحمد مطمئن پر لیکنه تبصره

د ښځی د آواز اورېدل نامحرم ته  حرام دی؟



اعتقاد پر علم استوار وی، او علم پر اعتقاد ولاړ وی. ایمان د یقین نهایی پړاوی دی، خو دیانتی ذهنیت ددغو ټولو پدیدو له مجموعی نه د یو راز خوی او خصلت رنګ اخیستل دی چی د فردی او اجتماعی ارزشتونو له لاری د یو فرد په مخیله او اجتماعی رویه کی څرګندېږی. کله کله انسانان د دین او دیانتی ذهنیت توپیر ته متوجه نه وی او دواړه معناً او ماهیتاً مترادف ګڼی.  په دغسی مواردو کی احتمالاً له اعتقادی پوهی نه پرته د دیانتی ذهنیت د احساساتو له مخی له حقوقی مسأیلو سره ډېر سرسری برخورد کېږی، چی په نتیجه کی یی د غیرمسووءلانه ادعاګانو، فتواګانو، او د تکفیر د الزامونو د لګولو له لاری مسلمانان په غیرشعوری توګه پخپله له اسلام سره دښمنی کوی. یعنی یو مترقی، ځلانده، روښانه او مبین دین چی اسلام دی د خرافاتو په کرغېړنه جامه کی خلکو ته ورپېژندل کېږی.

ښاغلی ورور نظر محمد مطمئن «د مسجدونو اړوند ځينې خبرې او ستونزې» تر عنوان لاندی مضمون ‌په اومه فقره کی لیکلی: « د ښځی آواز اوریدل د نامحرم له پاره پرته له ضرورت څخه  حرام دی». د نظر درلودل په سطحی او عامیانه توګه د هرچا حق دی، خو د علمی نظریی آرایه کول یا د فقهی فتوا صادرول د علمی صلاحیت مستلزم دی چی په کی غور او څېړنه په کار ده.

په فقهی او حقوقی اصولو کی د جرم ارتکاب یوازی په عمل نه، بلکه د علت او معلول د مستقیم ارتباط له اثبات نه وروسته په عمل کی د ارادی او نیت په تثبیت پوری اړه لری. په بل عبارت، کله چی د یوه عمل او دهغه د نتیجی تر مینځ د سبب او مسبب رابطه ثابته شی، د پاداش یا مجازاتو تعینول یی په عمل کی د ارادی پر بنا او په اراده کی د نیت د درلودلو په اساس تعین کېږی: انمالاعمالو بالنیات.

په بل عبارت یو عمل له ارادی نه پرته د پاداش یا مجازات سزاوار نه ګڼل کېږی.  یعنی مخ کی له دی چی له فقهی نظره یو عمل حرام یا حلال و ګڼل شی، باید د عمل اراده او د ارادی نیت په کی تثبیت شی. مثلاً که د چا له لاسه سهواً توره یا چاړه ولوېږی او هغه د یوبل چا د مړینی سبب شی، دغه عمل د حقوقی دفاع د اثبات په صورت کی قتل نه ګڼل کېږی ځکه د قتل او وژنی آراده او نیت په کی نه و. د ارادی له مخی عمل «ارتکاب» ګڼل کېږی، خو له ارادی نه پرته عمل «وقوع» ګڼل کېږی. نو ځکه د عمل په ارتکاب کی جرم یا ثواب شته او مرتکب د مجازات یا مکافات وړ وی، خو د عمل په وقوع کی مجازات یا مکافات نشته، ځکه اراده او نیت په کی برخه نلری. 

همدغه راز په غوږ نیولو کی اراده شته، خو په اورېدلو کی نیت او اراده نشته، ځکه اورېدل یو طبعی امر دی او خدای د انسان سامعه قوه داسی عیاره کړی چی د انسان له ارادی پرته غږ او آواز اوری. مونږ غوږ د آواز له اورېدلو نه نشو منع کولی، ځکه چی اورېدل یو طبعی امر دی او طبعی امر جرم نشو ګڼلای ځکه د خدای د امر خلاف واقع کېږی. 

د شرعی تر ټولو لوړه او معتبره مبده او منبع قران دی. په قران کی په کراتو خدای (ج) په مشابهو عباراتو کی فرمایلی چی: إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ  او  إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ. (د الرعد سوره: ۱۳ او ۱۴ پرله پسی آیتونه).  په دغو رمزونو کی نښی او (قرانی) آیات د هغه قوم (یا ټولنی) له پاره نازل شوی چی له تفکر، تعقل او استدلال نه کار اخلی.  نوځکه هیڅ یو عمل، په تېره بیا له فقهی لحاظه نشی کېدی چی د عقل او منطق پر خلاف حکم وکړی، ځکه چی په هغه صورت کی د قران د آیاتو نقض واقع کېږی. 

نو که دغه ادعا چی « د ښځی آواز اوریدل د نامحرم له پاره پرته له ضرورت څخه  حرام دی» د منطقی استدلال په تله و تلو دغه لاندنی تناقضات را مینځ ته کوی چی ددغی فتوا د ردولو موجبات په کی ثابت کېږی: 

۱- تر هغه پوری چی چا د یو بل نارینه یا ښځینه آواز نه وی اورېدلی، له څه پوه شی چی هغه څوک محرم دی که نا محرم؟

۲- وروسته له دی چی څوک پوه شی چی آواز د نامحرم دی، نو بیا خو ددغی فتوا له مخی لا د وخته د حرام عمل مرتکب شوی، ځکه اورېدلی آواز یو انجام شوی عمل دی چی بیرته نه راګرځی.

۳- آیا د«پرته له ضرورت څخه» په عبارت کی، ضرورت ښځینه تعین کوی، که نارینه؟ مثلاً یوه ښځه کولای شی خپل لمونځ د ساعت یا لمر د حرکت له مخی ادا کړی چی په هغه صورت کی د آذان اورېدلو ته ضرورت نشته. نو د ضرورت د نشتوالی په صورت کی د نامحرم موذن د آواز آورېدل باید حرام وګڼل شی؟

۴-د قران د قرائت اورېدل ضرورت ندی، خو ثواب لری. ددغی فتوا د استنتاج له مخی باید د قران د قرائت اورېدل حرام و ګڼل شی ځکه د قرائت د اورېدونکو مطلق اکثریت نارینه او ښځینه د متقابل جنس قاریانو ته نامحرم دی.

۵-د رسول اکرم (ص) او راشدینو خلفاو په وخت کی چی «نامحرمو» مسلمانو (او په ځینو مواردو کی نامسلمانو) ښځو له دوی نه مستقیمی پوښتنی کولی، او د پوښتنی کولو تر وحلی پوری د سووءال د ضرورت مسأله هم ثابته نه وه، نو آیا ددغی فتوا له مخی په حضرت سرور کائینات او راشدینو خلفاو باندی د حرام عمل د ارتکاب تور نه لوګول کېږی؟ او که صحابه دی اخلاقی حساسیت یا شریعی اصل ته متوجه نه و، نو بیا ولی قران په صراحت سره د محکمو آیاتو له لاری ددغه تحریم حکم نه دی صادر کړی؟

۶-داسی حدس هم وهلی شو چی ددغی فتوا د ذهنی پسمنظر له مخی د مسألی «ضرورت» هم باید نارینه تعین کړی. نو که داسی وی، نو ښځی په څه ډول د نامحرم په آواز کی د ځواب د اورېدلو په خاطر د ویلو او اورېدلو «ضرورت» ثابت کړی؟

له ټولو وروڼو او خویندو نه هیله کېږی چی د فقهی اصولو اصطلاحات لکه حرام یا حلال د قران د صریح احکامو له ذکر نه پرته استعمال نکړی؛ او له فقهی صلاحیت نه پرته یی د فتوا په بڼه کی صادر نکړی؛ څو د تکفیریانو په شان د تعصباتو او خرافاتو خاوری او خټی د شریعت په نامه په اسلام و نه تپی. او د زمانی د ایجاباتو سره سم د دینی سلوک په لار کی د عمل خلاقیت او ابتکار د «بدعت» په اتهام د عقلانی معادلی له استدلال نه و نه باسی.  په تېره بیا چی دغه کار په قران کی د نارینه او ښځینه د حقوقو د تساوی د صریحو احکامو سره مخالفت او د جاهلیت له نرسالاریوو سره د حضرت سرور کائینات د مبارزو نقض کوی او په نهایت کی د حجت الوداع په خطابه کی د ښځینه د حقوقو د ساتنی او مراعت په مورد کی د رسول اکرم (ص) په ټینګار او تاکید باندی سترګی پټول دی. مونږ ته نه ښایی چی د عصر او زمان د مقتضیاتو خلاف شریعی او حقوقی مسائل یوازی د نارینه ذهنیت په چوکاټ کی تعریف کړو؛ بلکه په ټولنه کی د حقوقو د تساوی د اصل پر بنا د اسلام د مترقی نصب العین له مخی معناً او ماهیتاً د خدای د کلام، د خدای د آستازی د سننو پابندی، او د هغه د ویناو او سپارښتنو درناوی وکړو.

Comments on the Comment

I am profoundly disappointed by Mr. Nazar's point of view, which does not reflect the ideals of Islam.

Dr. Rahmany

Dear Dr. Stanizai;

I am not a religious scholar or Islamic historian, but throughout the

history the religious or political and social voices of women have been heard by the groups and public gatherings and have never been condemned by the Islamic known authorities. With the present knowledge developments and technological connections which is the results of human logic commanded by the Creator, how could we control this human ability and God given dignity. You with your knowledge and theological background can pass your profound message to these.

Regards,

E.Tokhi

Dear Stanizai Saheb,

If hearing the voice of a woman by those who are not part of her immediate family were really Harraam, then we have to draw a "Khat-e-Butlaan" over all the Hadeeth (traditions) that have come to us from Bibi Ayesha Bent-e-Hazrat Abubakr who was the wife of the Prophet (PBUH), Um Hani sister of Ali (PBUH) and others.

One brief look at a Hadeeth book will reveal that these Traditions did not come to us through close relatives of those women but through total strangers.

My own suggestion is that Mr. Mutma`en puts some cotton in his years.

Regards,

Daood Moosa

 

Respond to one and all individuals who live in darkness of self-saturated ignorance!

I ask you,

“Who has given you the permission to alter and falsify God’s will and issue rules of life for others?”

You, who in the name of non-Islamic Islam have given yourself permission to speak of mindless and base-less rules in regards to women’s rights, must be aware of millions of women who can teach you about Faith and God's Truth, and the world hear their clear voices! However, you must know that their purity (in its true meaning) is so authentic that shall put you and your kind to shame. If I was not worried that your ignorance and violent nature is not isolated, and that there are ignorant schools teaching such nonsense, I would have ignored your comments, and based on my opinion I would have suggested that you visit a psychiatric office for treatment.

From: A woman who knows her God-given rights!