پښتانه څنګه خپله پښتو پردۍ کوي

(له سره لیکل شوی)


د ډاکتر زمان ستانیزی لیکنه

د کلیفورنیا د دولتي پوهنتون د سیاسي علومو استاد

د واشنګټن د پوهنتون د ژبپوهنی د څانګې فارغ 


سریزه

یو پښتو مضمون مې لوست. متن یې په نامانوسو او مصنوعي کلماتو کې داسی پېچلی و چې هرې جملې سره باید لاس او ګریوان شوی وی چې معنا می ورنه واخیستی وی. د کلونو تعلیم او تحصیل سره سره د یو پښتانه ژبپوه په صفت خپله پښتو راته پردۍ وه؟

دوې خاطرې را په یاد شوی. په امریکا کې زما په کتابخانه کې د یو بخارایي استاد سترګې د بلخي مولانا د مثنوي معنوي په یوه خاصه نسخه ولګېدلی. کتاب مې ورکړ خو ویې ویل: «لوستلی یې نشم ځکه مونږ تاجیکان یوازی په سیرلیک (روسي) الفبا بلد یو او عربي رسم الخط نشو لوستلی.» د نی نامې څو بیتونه چې مې ورته ولوستل، سترګې یې له اوښکو ډکی شوې... ویل یې: «دا ښکلی شعرونه مو له پلرونو نه اورېدلی وه خو اوس مونږ تر تاجیکی په روسي ښه پوهېږو.»

بل وخت یوې پېښورۍ محصلی د امریکا په یو پوهنتون کې له ما نه د پښتو د شعر نمونه وغوښتله. د خوشحال خټک یو شعر مې پیدا کړ او ور مې کړ. ویل یې: «ته یې راته ولوله. زه یې نشم لوستلی.» ما ورته وویل: «با سواده او با تعلیمه پښتنه یې، په پښتو هم پوهېږی او خپله ژبه نشی لوستلی؟» دی وویل: «جي، ما په انګلیش سکول کړی پوختو راله راځی، خو ریډینګ کولی نشم.» هک پک پاته شوم.

افسوس مې وکړ چې څنګه روسانو تاجیکانو ته خپله ژبه پردۍ کړی او انګریزانو پوختنو ته. سیاسي استعمار له منطقې تللی، خو د فرهنګی استعمار اثرات یې هسی پر ځای پاته دی. وروسته چې مې د تېرو تللی خیال را خپل کړ، دی ته مې پام شو چی پر هغو به پردیو خپلی ژبې پردۍ کړی وی، خو پر مونږ پښتنو خپله ژبه پردۍ کړی. د علت په لټه له قلم سره وخوځېدلم:


۱ - د ژبی طبیعي تحول او بدلون

د طبیعت د بلی هری پدیدې په شان ژبه په تنوع، تراکم، او تبادله کې وده کوی، له یوبل نه ژغونه، ترکیبونه، او کلمات په عاریت اخلی څو د یوې منطقې د بیلابیل ژبو د ویونکو تر مینځ افهام او تفهیم زیات شی. د یوې ژبې پیاوړتیا د هغی ژبې د خلکو په علم، فرهنګ، ادب، رحانیت، خلاقیت، او نورو خصلتونو پوری تړلی. که څه هم هره ژبه ولسي (فلکلوري) سرودونه، سندری، او شفاهي ستاینی او داستانونه لری، خو حتمی نده چې هره ژبه دی علمي، فلسفي، تمدني، او د لوړ ادب او شعر ژبه وګڼل شی.

په نړۍ کې یوازی څو محدودی ژبی د علم، فلسفي، او ساینس ژبی پېژندل شوی چی اکثره علمي اصطلاحات له هغو نه نورو ژبو ته انتقالېږی. دا ژبی چیني، سانسکریټ، عربي، او یوناني/لاتین دی. د ختیځی آسیا ژبی خپل علمي صطلاحات له چیني نه اخلی، د هند د نیمی وچې ژبی یې له سانسکریت نه، د اسلامي نړۍ ژبی یې له عربي نه اخلی، او اروپایي ژبی خپل علمي اصطلاحات معمولاً له یوناني/لاتین نه اخلی. معاصر علمی اصطلاحات لکه فلسفه، دموکراسی، اسطرلاب، کیمیا، الجبر، کارما، حج، تیلسکوپ، کمپیوتر، ویبسایت، قرنطین، کرونا او نور له همدغو ژبو راغلی چې په نورو ژبو کې معمولاً له ترجمې پرته استعمالېږی. د تاریخ په اوږدو کې خاصی ژبی تمدني پېژندل شوی لکه لاتین، عربي، یا انګریزي او ځینی مذهبی ژبی ګڼل شوی لکه عبري، عربي، سانسکریت، زړه اوستا او یوناني.

زر کاله پخوا اسلامي تمدن د همرنګۍ، همنوعۍ، او همکارۍ په فضا کې مختلف ملتونه په یوه ټغر را ټول کړل او ټولو ولسونو د اسلامي تمدن د انسجام، اتحاد، او پراختیا په سبب کوښښ کاوه چې عربي کلمات په عاریتي توګه په خپلو ژبو کې استعمال کړی څو د ټولو ولسونو ترمینځ تفاهم زیات شی. خو زر کار وروسته ذهنیتونه کاملاً معکوس شوی او هر ملت غواړی له خپلی ژبی نه د عربي او نورو ژبو کلمات وباسی. دغه کار د اسلامي ټولنو تر مینځ تفاهم او همکاری لږ کړی.

پښتو له پاړسي سره ګډ اریایي میراث او مشترک کلمات لری. خو د دغو دواړو ژبو تاریخ له متفاوتو پړاونو نه تېر شوی. د بحث د وضاحت لپاره پاړسي په دریو برخو وېشو:

الف - تمدني پاړسي (د اسلامي تمدن دوهمه ژبه)

ب - ملي پاړسي (د ملی هویت ژبه لکه دری، تاجیکی، فارسی)

ج - محلي پاړسي (د منطقوي لهجو ژبه)


تمدني پاړسي هغه ژبه ده چې د الحمیادو، السواحلي، او اردو ژبو تر څنګ د اسلامي تمدن له څلورو عمده ژبو ګڼل کېږی چې د اسلامی تمدن په پراختیا کې یې مؤثره ونډه درلوده. د عربي تر څنګ تمدني پاړسي په نسبي توګه د پښتنو د دیانت ژبه هم ده ځکه پښتنو ته اسلام او دیني اصطلاحات د پارس له لاری راغلی او د عربي/پاړسي رنګ یې اخیستی لکه اودس (آب دست)، (ن)ماز دیگر، روزه او نور.

پښتنو، له کوم حساسیت نه پرته، د عربي او تمدني پاړسي کلمات خپل ګڼلی. دغه کار د پښتو ژبی د لغاتو ذخیره زیاته کړی او په علمي، فلسفي، فقهي، شعر، ادب او د ژبی په نورو برخو کی یې آسانتیاوی را مینځ ته کړی.

په دی سبب د منطقی ډېرو ولسونو د تمدني پاړسي په وده کی برخه اخیستی: سامانی تاجیکو د بلخ په دربار کې پاړسي ژبه وروزله، ترکانو په غزنی کي، غوري، لودي، خلجي، او سوري پښتنو په دهلي کې، مغلو په هند کې، هوتکو، ابدالیو، او محمدزیو پادشاهانو په پارس او افغانستان کې پاړسي د دربار د ژبې په توګه پاللې.


۲ - ژبپالنه، نژادپالنه، او ملتپالنه

سل کاله دمخه د نازی المانانو نژدی سیاسي اړیکی له ترکې، اوسنی ایران، او افغانستان سره  ددې سبب شوې چې د نازیانو د نژادپالنی ذهنیت په غیرشعوري توګه د غربیت او ترقي تر نقاب لاندی په دغو اسلامي هیوادو کې پلی شی او د ملي غرور د پیاوړتيا تر سیوری لاندی هر ترک، ایرانی، او افغان د خپلی نژادي برتري د اثبات په غرض خپله ژبه له تاریخی نظره تر نورو زړه او مقدمه وګڼی او له لغوي نظره یې د نورو ژبو له تأثیر نه آزاده او «پاکه» کړی.


اتاترک له عربانو سره د دښمنی په سبب د مدني اصلاحاتو په بهانه اسلامي خلافت، عربي رسم الخط، دیني القاب او رسوم لغو کړل او د عثماني ترکیې په اته سوه کلن لرغونی تاریخ یې خاوری واړولی. خلک یې سمدلاسه له خپل تاریخ، ژبی، او سیاسي فرهنګ سره پردی کړل.

شوروي روسیې هم د اتاترک له سیاست نه په تقلید، یا د هغه په بهانه، د فرهنګي تجدد په نامه د منځنۍ آسیا ولسونه له خپلو دیني، ثقافتي، او د ژبی د ادب له تاریخي میراثونو څخه پردی کړل، او د دوی اړیکی یې له ګاونډیو هیوادونو سره وشلولی. تاجیکي ژبی ته یې سیاسی هویت ورکړ او الفبا یې له عربي نه لاتین ته، او بیا سیریلیک ته واړوله او تاجیکان یې په مکرره توګه عمداً کم سواده وساتل.

د پارس دولت د خپل هیواد نوم ایران کړ او د ترکانو په څېر یې خپل ضد عربي سیاسي کړنلار غوره کړه او له پاړسي ژبی نه یې د عربي کلماتو او اصطلاحاتو «پاکسازي» پییل کړه او پر ځای یې اروپایې عاریتی او نور مصنوعی کلمات وکارول.

په افغانستان کې د پښتو ملي ژبی ته د رسمي ژبی جامه ور واغوستل شوه. خو د پښتو ژبی د پراختیا کوښښونه په غیر شعوري توګه د منطقې د ژبنیو شوئونستی حساسیتونو سره چې له اوسني ایران نه یې اور ته لمن وهل کېده مخامخ شوه چې د پښتو د پیاوړتیا له مثبتو ابعادو سره سره د متنازع سیاسي شعور د راپارېدلو سبب شوه.

د هغو غلطو انتباهاتو له مخی چې په غیرشعوري توګه له نازي المان نه او بیا په تقلیدي توګه له ترکیی او پارس نه واخیستل شول، د پښتو او پاړسی رابطه د اسلامی تمدن له محور نه وایستل شوه، او د اوسنی ایران او افغانستان د کورني سیاست پر محور را وڅرخول شوه. زمونږ ګاونډی هیواد چې لا هسی د ایران/پارس د سیاسي هویت په بحران کې کښېوتلی و خپل نژادي هویت یې ایرانی و باله خو خپل ژبنی هویت یې پاړسی وساته. ځکه یې پاړسي خپله ملي ژبه اعلان کړه. د تاجیکستان او افغانستان دولتونو د ملي ګرایی له مخې د خپلو متمایزو ژبنیو هویتونو د ساتنی په منظور خپلی پاړسي لهجې په رسمی توګه په ترتیب سره تاجیکي او دري و نومولی.

د اوسنی ایران او افغانستان د ملي ژبو د رسمي کولو یو عمده توپیر دا و چې ایران یوه مسلطه تمدني او درباری ژبه ملي او رسمي اعلان کړه او د هغه له مخی یې د پاړسی ژبی د ټول اسلامي تمدن د میراث ادعا وکړه.

په افغانستان کې پښتو یوازی په نسبي ډول د دربار او بازار ژبه وه. کله چې حکومت وغوښتل چې پښتو رسمي ژبه کړی، ددغه کار لپاره یې نه علمي پانګه درلوده او نه یې د عملي کېدلو لپاره د تعلیمي اصولو په معیار سمبال تدریسی کدرونه درلودل. د راپارول شویو حساسیتونو له مخی د پښتو ژبی تشویقي زده کړه د جبري زده کړی په ذهنیت کې وپېژندل شوه.

په دی ډول پښتو د یوی قومي/ملي ژبی په توګه له اسلامي تمدني پاړسي ژبی سره د یو نابرابره رقابت په ډګر کې ودرول شوه. د دغه رقابت په نتیجه کې له یوې خوا د افغانستان تاجیکانو (د ایرانیانو په تقلید یا لمسون) د تمدني پاړسي ژبی ټول تاریخي او ادبي افتخارات د ځان و ګڼل، او له بلی خوا یی د پښتو او پاړسی تر مینځ مشترک اریایي کلمات د پاړسي انحصاري حق وګاڼه. ځینی پښتنو هم پرته له دې چې د اریایی ژبو مشترک کلمات د پښتو او پاړسي ګډ میراث و ګڼی، د تاجیکانو د انحصاري مالکیت ادعا ته تسلیم شول او پر ځای یې د پښتو ژبی لپاره د نویو مصنوعي کلماتو په جوړولو پییل وکړ.


۳ - له عاریتی کلماتو سره حساسیت

آیا په یوه ژبه کې د عاریتي کلماتو شتون عیب دی؟ د ژبو تر مینځ د عاریتي کلماتو تبادله یو طبیعي امر دی. په نړۍ کې هیڅ ژبه نشته چې عاریتي کلمات په کې نه وی. حتی قراني عربي کې د پاړسي (پهلوي)، حبشي، یوناني، هندي، سریاني، عبري، نبطي، قبطي، ترکي، زنګي، تمازیغت یا بربري ژبو کلمات شته. همدغه راز په نړۍ کې تر ټولو پر مخ تللی بین المللي ژبی هغه دی چې له نورو ژبو یې ډېر کلمات په عاریت اخیستی وی لکه انګریزي چې یوازی ۲۶٪ کلمات یې جرمنیک یا انګریزي الاصله دی، پاته یې ۲۹٪ فرانسوي، ۲۹٪ لاتین، ۶٪ یوناني، او پاته یې له نژدی شپېتو نورو ژبو نه پور کړی.

همدغه راز د اسلامي تمدن په پییل کې د پاړسي ژبې د محبوبیت یو سبب دا و چې د نورو ژبو عاریتی کلمات یی په پراخه پیمانه اخیستی و. د دري پاړسي ۸۶٪ کې کلمات عربي دی. ددغو عاریتي کلماتو د زیاتې ونډې په سبب دري پاړسي له استانبول نه تر بنګاله پوری د دربار او بازار د ژبی په توګه خپره شوه.

د ژبی د طبیعي بدلون له مخی د نویو کلماتو او اصطلاحاتو جوړول او معیاري کول یو مسلم امر دی. دغه کار ته په ژبپوهنه کې «نیولوجیزم» وایي چې کله کله ادبي سطحي ته د محلي اصطلاحاتو د لوړولو له لیاری حاصلېږی.  په پښتو کې ځینې عربي یا پاړسي اصطلاحات ترجمه کېږی او د پښتنو د دود او دستور رنګ ورته ورکول کېږی. د زمانی له تقاضا سره برابر دغه راز نوښتونه د یوی ژبی په لغوی پانګه او ادبیاتو مثبته اغیزه کوی او د پښتو ژبې په مورد کې یې د ادبی اصطلاحاتو ذخیره پیاوړی کړی.

خو کله کله نیولوجیزم سیاسی او یوې تعصبی انګېزې پر بنا ولاړ وی او هدف یې پر نورو ژبو د خپلی ژبی برتري ثابتول وی. دغه ډول نیولوجیزم د اوسني ایران د «پاکسازي» کوښښ په جامه کې له ټولی عربستیزی سره افغانستان ته سرایت کړی هان تر دې چې عربستیزي یې د تاجیکانو د سیاسي غوښتنو په ترځ کې د پشتوستیزي رنګ اخیستی. زمونږ غولېدلی تاجیک ورونه هڅی کوی چې د پښتو ژبی، فرهنګ، تاریخ، او ادبیاتو ته سپکاوی وکړی. ځینی پښتانه لیکوال تعصب ته په تعصب ځواب ورکوی او د پاړسي کلماتو له استعمالو نه ډډه کوی. د پښتنو او تاجیکانو تر مینځ د تشنج او سیاسي رقابت په مکدره فضا کې د پاړسي ژبی عاریتي کلماتو سره ضدیت د سیاسي رقابت رنګ اخیستی او په هیواد کی متنازع ذهنیت ته شدت ورکوی.


په دغه «له نورو زار له خپلو بیزار» ذهنیت کې اوسني ایرانیان او د افغانستان ایرانی مشربان په عربستیزي کې د غرب خواته منډی وهی مثلاً د عربي «تشکر» پر ځای د فرانسوي «مرسي» وایي یا شفاخانې ته بیمارستان وایي، ځینی پښتانه بیا له عربي/ پاړسي سره د حساسیت له مخی د شرق خوا ته د هندي/ اردو لمنی ته ځان اچوی مثلاً فیل ته هاتي وایی یا خدمت ته چوپړ وایی. تاجیکان او پښتانه په غفلت کې د تعصبي نیولوجیزم فاشیستي ریښو ته متوجه نه دی او په غیرشعوری ډول له خپلو هیوادوالو خویندو وروڼو سره خدای مکړه د نازي المانانو د نفرت چالچلند کوی.


ځینې باسواده پښتانه لیکوال په پښتو کې د عربي/ پاړسي کلماتو شتون لوی عیب ګڼی او په دې باور دی چې پښتو باید له پردیو کلماتو پرته ولیکل شی. خو کله چې د پښتو ژبی د لغاتو ذخیره محدوده وینی د مصنوعي کلماتو په جوړولو پییل وکړی. ځینی نور ځان مجبور احساسوی چې باید د پاړسي ژبی د هری کلمې لپاره هرومرو یوه معادله یا مترادفه پښتو کلمه پیدا کړی یا یې په مصنوعي توګه جوړه کړی.  

ددغو مصنوعي کلماتو د جوړولو په سبب د اوستایي ژبو یوازنی میراث ساتونکی ژبه د یوې مصنوعي پښتو ژبی څېره غوره کوی، د سلهاو او زرهاو مانوسو او منل شویو عربي/پاړسي کلماتو تحریمول د عربي/پاړسي/پښتو د مشترکو کلماتو سرشاره ذخیره  له فقر سره مخامخ کوی، او د موثقو کلماتو معنا او د املا انسجام له مینځه وړی.   

برسیره پر دی، د دقیقو او مشخصو مترادفو عربي کلماتو پر ځای داسی مصنوعي او مبهم کلمات استعمالېږی چې نه معنا په کې روښانه وی، او نه د ترادف او تعادل رنګ په کې لیدل کېږی. مثلاً «لمانځل» په ځانګړی توګه د بیلابیلو مترادفو عربي کلماتو پر ځای استعمالېږی لکه: صلات، عبادت، مناجات، تجلیل، احتفال، تمجید، تقریظ، تمدیح، تعظیم او نور. په نتیجه کې هم خدای لمانځل کېږی، هم د استقلال جشن لمانځل کېږی، او هم د یو شاعر د تلین ورځ لمانځل کېږی. یا مثلاً معلومه نده چې د «ویی» مصنوعي کلمه د کومی عربي کلمې مترادف وګڼو: کلمه، لغت، لفظ، اصطلاح، معجم، الالقا‌ٰٔء، یا قاموس؟ په همدی توګه «نیوکه» د اعتراض، تعرض، انتقاد، (ادبي) نقد، ایراد، احتجاج... پر ځای استعمالېږی. دغه عربي کلمات دقیقې، مشخصې، او متناسباً متفاوتی معناوی لری چې «نیوکه» د هغو ټولی معناګانی نشی افاده کولی. په پښتو باندی ددغه راز تعصبی نیولوجیزم تحمیلول د معاوضه شویو کلماتو د معناګانو د مختلفو ابعادو ظرافتونه او لطافتونه له مینځه وړی.

۴ - معیاری پښتو د عامیانه لهجو سطحی ته ټیټول  

د ژبو تر مینځ د عاریتي کلماتو د املایي طرزالعمل له مخی عاریتي کلمات په دوهمه ژبه کې د امکان تر حده د خپلی اصلي ژبی املایي شکل او تلفظ ساتی که څه هم د دوهمی ژبې د دستوری جوړښت او صوتي قوانینو رعایت په کې کېږی. البته ځینی داسی عربي کلمات شته چې د صوتي، املایي، او تر یو حده معنایي ابدالونو په نتیجه کې د وخت په تېریدل سره عربي/پاړسي کلماتو سره خپل ورته والی بایللی لکه قراضه > غرازه > کړزه، عوره > عورت > اورته، کنار آبی > کنار اوی > کڼاوی، فوج > پوځ، تفحص > تپوس.


عامیانه تلفظ د ولسي او فلکلوریک هنر، ادب، او نکلونو د ساتلو لپاره ضرور دی، خو یوه ټولنه د خپلو لوړو ادبیاتو، شعر، طنز، لنډو قصو، اوږدو ادبي داستانونو، حماسو او کارنامو د لیکلو لپاره رسمي، معیاري او ادبي لیکدود ته ضرورت لری. په هغه صورت کې د محلي لهجو تفاوتونه د یو معیاري لیک دود په املایي شکل کې ساتل کېږی چې د هغه له مخی د یوې ژبی تاریخ، ادب، شعر، او نور علمي آثار خوندي پاته کېږی. تعامل دا دی چې عامیانه تلفظ د کلماتو د معیاري املا تابع وی. یعنی عوام او کم سوادان د پوهانو تابعیت کوی، نه برعکس.

اوستایي پښتو او له فُرس قدیم نه زېږیدلی پاړسي ګډې لغوی ریښې لری چې د پښتو ژبی د معادلو او مترادفو کلماتو د املا په معیاري کولو کې ډېره مرسته کولی شی. مثلاً د «ځ» او «ز» املایي مناسبت. معمولاً هغه کلمات چې په پاړسي کې په «ج» لیکل کېږی په پښتو کې په «ځ» لیکل کېږی لکه ځای، ځوان ځنګل، ځلا، ځورول، ځېل... هغه کلمات چې په پاړسي کې په «ز» لیکل کېږی په پښتو کې معمولاً په «ز» یا «ژ» لیکل کېږی لکه زمکه، زنګون، زنه، زمی/ژمی، زوند/ ژوند... او هغه کلمات چې په پاړسي کې په «چ» لیکل کېږی په پښتو کې په «څ» لیکل کېږی لکه څه، څا، څو، څادر، کوڅه، څکل، څلور، څرب، څنګه... ددغو صوتي ابدالونو له مخی د پښتو ژبی د لیکدود په برخه کې د پاړسي د عاریتي کلماتو وجود ډېره مرسته کوی.

د عربي ژبی د کلماتو اشتقاقي ترکیب د یو مصدر ټول ۲۸ ممکن شکلونه خپلی مرتبطی معناوی ساتی. په دی توګه د عربي ژبی ریښه وی انسجام د لغاتو په زده کولو، پېژندلو، او د لغوي زخیری په زیاتولو کې ډېره مرسته کوی.

نو ځکه که د پاړسي او عربي ژبو عاریتي کلمات د معیاري املا پر ځای د عامیانه تلفظ په املا ولیکل شی، د بی شمیره عامیانه لهجو په سبب د صحیح لیکنی معیار له مینځه ځی. ددغی انارشي یا خپل سري په سبب هرڅوک کولای شی هره کلمه په خپل سر د هری لهجې په تلفظ او په هره املا چې یې زړه غواړی ولیکی. په نتیجه کې د پښتو ژبی د املا معیاري کول چې له کلونو راهیسی کار پری شوی له مینځه ځی. 


په ډېر تأسف باید ووایو چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د «پښتو - دري لنډ قاموس» ددغو اصولو رعایت ندی کړی. مثلاً د «معنی/معنا» کلمه په کې د «مانا» په شکل لیکل شوی چې د ریښې او مفهوم ارتباط یې د نورو مشتقاتو لکه یعنی، معین، تَعْین، تَعَیّن، عین، عیناً، عینیت، اعیان... سره له مینځه تللی. څنګه چې عربي د علم، طب، نجوم، فلسفی، روحیاتو، الهیاتو، او عرفان ژبه ده، د «مانا» شکل ددغو علومو له ورته اصطلاحاتو سره کاملاً بی مفهومه او بی ارتباطه شوی.

همدغه راز کله چې د «معلومات» کلمه د «مالومات» په شکل لیکل کېږی، نه یوازی مضحکه او نامانوسه ښکاری، بلکه د لیکوال پر بی بیسوادي دلالت کوی. که هدف د عربي کلماتو او عبارتي ترکیبونو له استعمال نه ډډه کول وی، نو «معلومات» چې د «معلوم» جمع ده باید جمع یې د پښتو د جمعې د قانون له مخی «مالومونه» ولیکل شی او د «معلوم» نور مشتقات لکه علم، معلوم، معلم، تعلیم، عالِم، عالم هم باید د ایلم، مالوم، مالیم، تالیم، آلیم، آلَم... په شکلونو ولیکل شی. دا خلک پر ځان خندول دی. که د پښتنو یو نسل په دی مزخرفه عمدی بی سوادی کې وروزل شی، ټول تاریخی او ادبی آثار به ورته پردی وی او لوستلی به یې نشی. د تعصب له مخی د عربي او پاړسي کلماتو له استعمال نه د ډډه کولو په نتیجه کې ذکر شوی پښتو قاموس هسی د محلي عامیانه لهجو د تلفظ یوه ټولګه بللی شو، نه یو لغوی موخذ.


ځینی پښتانه لیکوال چې په غیرشعوری توګه د دغه تعصبی نیولوجیزم په مرض مبتلا شوی هسی «پښتو» متنونه لیکی چې پښتنو ته له پردی ژبی لا پردی ښکاری. د مثال په توګه یو پښتانه لیکوال دغه مطلب د «نغوتنومځري» په هکله لیکی: 

«هغه نومځري دي چې وګړيو يا څيزونو ته نغوته کوي او هغو د نومونو ځای نيسي او يا  ورسره لکه لنډ ستاينوم د مخټاکي په توګه ملګرتيا کوي. نغوتنومځري د ځيزونو، پديدو او ژويو لپاره د ځانګړو نومځرو پرځای هم راځي. په بله وينا، ځانګړي نومځري يوازې په وګړو پورې اړه لري. نغوتنومځري د نوږي، ګڼې، پېر او يوازې درېيم وګړي او واټن له مخې اوړون لري.»


ددغو جملو د مصنوعي کلماتو ثقلت ذهن د عبارت په هر بند کې را ایساروی او د نامانوسو کلماتو د معنا په برخه کې حتی حدس او تخمین له ځنډ او خنډ سره مخامخ کوی او په نهایت کې د مطلب افاد صفر ته نژدې کوی. د همدی مضمون پاړسي متن ښیی چې د بحث موضع اشاري ضمیرونه دی. دا سؤال را مینځ ته کېږی چې که په پاړسي، ترکي، ارود، سندي، او د اسلامي نړی په نورو ژبو کې اشاري ضمیرونه عربي ته په ورته اصطلاح «اشاری ضمیرونه» یادېږی، ولی د پښتو په دغه متن کې هیڅ داسی کلمه نشته چې اشاري ضمیر ته ورته والی ولری؟


متأسفانه دغه تعصبی نیولوجیزم رسمی نشراتو او انترنیتی خپرونو ته هم سرایت کړی. د مثال په توګه کله چې د ویکیپیدیا یا ګوګل پښتو متن لولی کلمات مو تر سترګو تیرېږی، خو د جملی په آخر کې معنا د نامنوسو کلماتو په ګرو کې پاته وی. د مقایسی په توګه که یو پاړسی متن د ګوګل ترجمی ته ورکړی ۹۵٪ روان، سلیس، او د افهام وړ ترجمه کوی. خو که ورته پښتو متن ورکړی داسی ترجمه شوی عبارات درکوی چې د ثقیلو مصنوعی کلماتو په سبب د فکاهیاتو او مزخرفاتو تر مینځ ځای لری. لوستونکی نه پوهېږی چی ورته وخاندی که وژاړی. ددغه تعصب په سبب پښتانه حتی د یوی عصری تکنالوژی له ښې او مناسبې استفادې نه محروم پاته کېږی.


۵ - ادبي آثارو کې لاس وهنه

د ژبني تعصب تور ښامار منګونی د پښتو لرغونو ادبی آثارو ته هم رسېدلی. د پښتو د شعر او ادب د پلار خوشحال خان خټک نوی چاپ شوی کلیات نه یوازی په غلطه املا د «خوشال» په نامه لیکل شوی بلکه په پوره ګستاخي او بیشرمي یو بیسواد پری لیکلی «له نویو زیاتونو او سمونو سره».

بیا یې د خوشحال نوم د کتاب په متن او دده د ټولو غزلو، بوللو، او قصیدو په مقطع کې په قصدي او عمدي توګه په غلطه املا «نا سم» لیکلی. دا کار نه یوازی د یو لوی شاعر په اشعارو کې بی ځایه تصرف دی، بلکه د پښتو د ادب پلار ته خورا لوی توهین او سپکاوی دی. یو څوک څنګه په پوره سپین سترګتوب جرأت کوی او د خوشحال نوم «تصحیح» کوی؟؟؟ ګڼی خوشحال خان خټک داسی بیسواده و چې نه یې خپل نوم درست لیکلی شو او نه د خپل نوم په معنا پوهېده؟ د پښتو د ادب پلار ته د دغو سپکو سپورو سپکاوی پښتنی دود او دستور ته لوی شرم دی.


د یونان د تاریخ د پلار هیرودت نوم په دوه زره کاله کې چا په غلطه املا ندی لیکلی. د شیکسپیر نوم دا پنځه سوه کاله په هغه املا لیکل کېږی چې په انګریزي ژبه کې هغه وخت مروجه وه. نور ولسونه د خپلو ادبي میراثونو درناوی کوی، د خپلو ادیبانو او شاعرانو حرمت ساتی، او آثار یې له تصرف نه خوندی ساتی. خو زمونږ ناپوهه پښتانه د خوشحال خان خټک په سلګونو شعرونو کې د تعصب له مخی عمدي تصرف کوی او دده ښکلی نوم په غلطه املا لیکی او د خوشحال د «خوش + حال» په ښکلی اسم با مسمی نوم باندی خپل جهالت تحمیلوی. هسی نوم چې معنا یې په خوښ حال کې تقدس ته تقرب پیدا کوی. هغه روحاني حال چې یوازی د عارفانو نصیب کېږی او د خیال په دنیا کې د خوشحال غوندی یو شاعر لپاره مناسبترین نوم دی.

د پښتو د شعر پلار د اندېښنی او تبحر خاوند و، خوشحال خان نه په تعصب کې زېږیدلی و او نه په تعصب کې روزل شوی و. خوشحال خان خټک نه یوازی د پښتو د ادب پلار دی، بلکه د پاړسي ژبی شاعر هم دی او په لسګونو غزلی، رباعیات او شیر وشکر شعرونه یې په ډېر ژور تخیل او د ډېر لوړ شعری صنعت په قالب کې په پاړسي ژبه کښلی. یوه کوچنی نمونه یی دا ده:


از او دل برگرفتن کار من نیست

که از جان سیرگشتن کار تن نیست

چمن را گرچه گُلها بس شگرفست

ولی همچون رخت گل در چمن نیست

مرا گویی بگو وصف دهانم

چه گویم، چون در او جای سخن نیست

من و سودای رویت، تا که هستم

اگر چه خود ترا پروای من نیست

غمت تا در دل و جانم وطن کرد

مرا در کوچهٔ شادی وطن نیست

چرا خوشحال را پرسی که چونی

مگر از چهرهٔ او مُبرَهَن نیست؟


(د خوشحال خان خټک د نوم په هکله د مشرح لیکنی انتظار و اوسی)

۶ - له پښتو لیکوالو نه هیله:

پښتانه لیکوال په غیرشعوری توګه له پاړسی سره په داسی بی لزومه رقابت کې کښېوتلی چې د لغوی اختراعاتو په سبب پښتو له تاریخي ادبي آثارو نه فاصله پیدا کوی. په اوسني ایران کې د ژبې د«پاکسازي» له امله هغه پاړسي چې له دجلی تر کاشغره خبری پرې کېدی، اوس له مشهده تر هراته د پوره پوهېدلو وړ نده، هان تر دې چې که سعدي یا حافظ له ګوره را پاڅی د اوسنیو ایرانیانو په ژبه نه پوهېږی. په ورته ډول د معاصرو پښتنو لیکوالو په پټو سترګو تقلید هم سبب شوی چې که پیر روښان یا رحمن بابا له قبره را پاڅی، د نننی کابل د نیولوجیستانو په پښتو نه پوهېږی. «خوشال» خو به د خپل نوم د غلطی املا په لیدلو لا په قبر کې مخ واړوی.


پښتانه لیکوال باید د ابهام له تیارو نه د واقعیت روښنایي ته را ووځی او دغه حقیقت ومنی چې په یوه ژبه کې د عاریتي کلماتو شتون عیب ندی، بلکه صفت او ضرورت دی. د عاریتي کلماتو کارول پردی را خپلوی، خو د مصنوعي کلماتو کارول خپل پردی کوی. د نویو کلماتو او علمي اصطلاحاتو جوړول د هرچا کار ندی، بلکه د پښتو ټولنی په شان د یوې باصلاحیته علمي ټولنې مسولیت دی. په نورو ژبو کې که څوک یوه منل شوی کلمه په متفاوته املا ولیکی، غلط ګڼل کېږی. خو په دی ګډه وډه آنارشي کې اصلاً د پښتو په املا کې غلط او صحیح نشته. هرڅوک هره کلمه په هره املا چې زړه یې غواړی، لیکی یې.


په غیرشعوري توګه تعصبي نیولوجیزم د پښتنو په بی سواده ساتلو کې ونډه لری. یو پښتون باید دری ځلې با سواده شی: لمړی په مسجد کې د قران لوستلو په خاطر په عربي رسم الخط کې، دوهم ځلې په ښونځی کې د پښتو د لیک لوست په خاطر، او دریم ځلې، د نویو نامانوسو مصنوعی کلماتو او اصطلاحاتو سره د آشنایی په خاطر.

هر څومره چې په یوه ژبه کې، مصنوعي او نامانوس کلمات ډیریږی، د ویونکو تر مینځ یې د افهام او تفهیم او پوهې او مراودې اړیکی له مینځه ځی. که په یو عبارت باندی ډېری مصنوعي کلمی بار شی، متن منحصر په فرد کېږی او د ژبی اجتماعی خاصیت له مینځه ځی. په بل عبارت یوازی هغه څوک په متن پوهېږی چې لیکلی یې وی.


د افغانستان غیرپښتانه ولسونه که په پښتو خبری نشی کولای، اقلاً د عربي/پاړسي د عاریتي او مشترکو کلماتو له برکته د مطلب افاده کولای شی. د تعصبي نیولوجیزم په نتیجه کې دغه عربي/پاړسي مشترک کلمات چې د دغو ژبو تر مینځ د ارتباط مزی دی، شلېږی او پر ځای یې ثقیل او نامانوسه کلمات د خپل مینځی او تفاهم په لار کې خنډونه جوړوی. که پښتو دومره سخته کړی چې پښتانه لا نه پرې پوهېږی، نو بیا له اوزبیګ، هزاره، تاجیک، او ترکمن نه څه توقع لری چې پښتو زده کړی؟


پښتانه لیکوال د بی لزومه تعصبي نیولوجیزم د ورځنیو اختراعاتو په سبب هم ځان د وجدان په عذاب اخته کوی او هم د متن لوستونکی. له یوی خوا د پښتنو د سواد سطحه ټیټه پاته کېږی، له بلی خوا پښتانه په متنازعه او متشنجه فضا کې ایسار پاته کېږی چې هم د پښتو لرغونی میراث او ژبنی هویت د پردیو متعصبینو له تهدید لاندی راځی، او هم د پښتنو لیکوالو خلاقیت د سیاسي او نژادي رقابتونو په شخړو بند پاته کېږی. پښتنو لیکوالو ته لازمه ده چې د مصنوعي کلماتو د جوړولو پر ځای خپل کوښښ د پښتو شعر، طنز، ادبي لیکنو، ادبي نقد، نمایشنامو، لنډو قصو، او د اوږدو داستانونو، حماسو او د کارنامو لیکلو ته وقف کړی، څو د پشتو ژبی د ادبي آثارو لمن پراخه شی.


د هغی ورځ په هیله چې د پښتو بیاض په نامانوسه کلماتو تور نشی څو د پلار نیکه ژبه رانه پردۍ نشی.

د لمر په وړانګینه مجله کې له تعدیلات او تغیراتو سره چاپ شوی
لمر - څلرمه ګڼه 
اکتوبر ۲۰۲۱