ژور فکر او څېړنه متفکرانسان  خوځوی،

خو ژورخیال یوازی اندېښمن ځنګوی.  

له خپل یوازیتوب سره په لویه پرښه ناست یم.

زما شاوخوا ته تیاری او رڼا په متناوب حضور کی 

یو د بل په نفی کی خپل اثبات کوی.

فکر د خیال په فکر کی ندی 

او خیال د فکر په خیال کی ندی

دا ځکه چی فکر د استدلال په پښو ولاړ دی 

او خیال د تصور په وزرو الوزی.

خیال درېدلو ته ضرورت نه لری، خو فکر الوتلی نشی.

فکر او خیال دواړو زما له پام سره لوبی کوی.  

د فکری تردد لړی می نه له خیال سره پرېږدی، 

او نه یی را باندی د تنهایی پېرزوینه شته.

فکر فکر کوی چی زه ورسره یم، 

خو خیال چی یوازی پاته دی 

زما نظر  د آسمانونو خواته وړی. 

پرته له دی چی می پام شی، 

د خیال د الوتونکی نیلی پر وزرو 

له دی حسی دنیا نه الوتلی یم 

او د لویی دنیا په ننداره یم 

هسی لویه دنیا 

چی لویی یی په لویی کی نه ځایېږی 

او دنیا یی په دنیا کی.

هسی دنیا چی په سترګو نه لیدل کېږی 

خو د ژور خیال په هنداره کی له ورایه برېښی.  

هلته چی د فکر قد نه رسېږی 

خو د خیال پر وزرو یی خواته الوتلی شو. 

هلته  معنی مسلطه ده خو مادی ته ځای نشته 

هلته ځای ته هم ځای نشته ځکه چی 

هرڅه د مکان او زمان له ابعادو نه وتلی دی.

سترګی لا هسی د ورېځو نه آخوا 

د لوړو او لری آسمانونو  په پراخه فضا کی 

د عدم د تور رنګ په ننداره کی

د سپینی رڼا په هیله ګوری.

نشو وییلای چی څوک د چا

په ننداره  دی.