لمر په دوه ګوتو نه پټېږی

دکتور زمان ستانیزی

د پسِفیکا د لوړو تحصیلاتو پوهنتون کې د الهیاتو او عرفان استاد


هو، لمر په دوه ګوتو نه پټېږی، که څه هم ځینې دا کوشش کوی. ځینې زیار باسی چې قران هم په دوه ټکو کې پټ کړی - هغه دوه ټکې چې کولای شی د افغانستان ډېر لوی مشکلات حل کړی.

د افغانستان د ولسی دود او دستور یوه وجیزه وایی «کنز خو هرڅه وایی، خو که ملا فاروق یې ومنی.» له هر ډول توهین یا سپکاوی نه پرته د افغانستان  د اوسنۍ اوضاع په مورد کې ویلی شو چې، «قران خو هرڅه وایی، خو که ملا هیبت الله یې ومنی.»

د لمر له دوه ګوتو پټولو نه به د قران د دوه ټکو پټولو ته راسو چې د قران صریح احکام په کې بیان سوی، خو سترګې پری پټې سوی. که د طالبانو امارت د قران یوازی پر دغو دوه ټکو عمل وکړی، چې هم د قران صریح احکام دی، هم د افغان اولس حق دی او هم د نړیوالی ټولنی غوښتنه ده، ویلی شو چې د افغانستان عمده او لوی مشکلات به حل شی. هغه دوه قرانی ټکي دا دی:

لمړی ټکی: «بَيْنَهُمْ» لکه د شورا د سوری په ۳۸ آیت کې: وَأَمْرُهُمْ شُورَىٰ بَيْنَهُمْ

دوهم ټکی: «مِنكُمْ» لکه د نسا د سوری په ۵۹ آیت کې: أَطِيعُوا۟ ٱللَّهَ وَأَطِيعُوا۟ ٱلرَّسُولَ وَأُو۟لِى ٱلْأَمْرِ مِنكُمْ

د بَيْنَهُمْ کلمه/حکم خلک په خپل مینځ کې خبرو اترو او مشوری ته رابولی او اشاره کوی چې په سیاسی لحاظ د دولت په چوکاټ کې د یوې حاکمې ډلې قدرت ته د شورا له لاری د مشروعیت ورکولو لاره آواروی. د دغه قراني ټکي د امر رعایت کولی سی د طالبانو اداره له دینی استبداد نه اسلامی دموکراسی ته ولېږدوی او مشروعیت ورکړی.

د مِنكُمْ کلمه د خدای او پیغمبر په اطاعت پوری اړه نلری ځکه هغه عمدتاً اعتقادی جنبې لری، خو د اولی الامر اطاعت په خلکو مربوط دی نو ځکه قران انسانانو ته بلنه ورکوی چې هغه اولی الامر چې خلکو له خپل مینځه تعین کړی وی باید اطاعت یې وسی. د مِنكُمْ  کلمه په دې سبب ډېره مهمه ده چې ټولې دنیایي چارې لزوماً اعتقادی جنبې نلری او کېدی سی چې سیاسی، ټولنیز، یا اقتصادی/تجارتی یا زراعتی اړخونه ولری او خلک کولی سي د خپلو چارو د پرمختګ لپاره د مِنكُمْ د کلمې د رعایت کولو له مخې یو اولی الامر و ټاکې او بیا د سیاسی/ټولنیزی نظام د استقرار په منظور او هم د خپل تعهد له مخې د هغه اطاعت وکړی. که طالبان د رای او بیعت په متقابل تړون کې د مِنكُمْ کلمې ته چې په هغه کې  در رای او بیعت غبرګ مکلفیتونه خوندی دی مراجعه وکړی، د دوی اداره به قانونی صلاحیت ترلاسه کړی او په افغانستان کې به د سیاسی استقرار په لار کې یو مؤثر ګام واخیستل سي.

که د مشروعیت او قانونی صلاحیت دغه دوه ټکی د قران د دوه کلمو په اختصار کې تطبیق سی، هیڅ دلیل نسته چې نړیواله ټولنه دی د افغانستان دولت په رسمیت و نه پېژنی او تعزیرات دی لرې نکړی، یا ورپسې افغانی کډوال بیرته هیواد ته را ستانه نسی، او بهرني شرکتونو د هیواد په پروژو کې پانګه وانچوي... چې دغه ټول په افغانستان کې هراړخیزه پرمختګونه را مینځ ته کولی سی... 

کله چې طالبان خپل مسؤلیت پر ځای کړی، بیا ملت ته د مرستې په خاطر مخ ور اړولی سی. هغه وخت بیا مونږ او تاسی پر یو بل غږ کوو چې: خویندو وروڼو! راځی د وطن د آبادۍ لپاره د خپل اوسني نسل میندې او د راتلونکی نسل لوڼې په زده کړه او پوهنه داسی سمبال کړو، چې زمونږ د ټولنې راتلونکی نسلونه د باتعلیمه میندو له خوا وروزل سی، ځکه: «هغه لاس چې زانګو زنګوی، جهان زنګوی». هغه وخت به مو یوازی افغانستان نه وی آباد کړی، بلکه افغاني ټولنه به مو پاللی وی، خپل ملی کورکهول ته به مو خدمت کړی وي او خپله ملی او اخلاقی دنده به مو پر ځای کړی وی.

د تاریخ په هنداره کې وینو چې د اسلام پیغمبر ته درېوو ښځو په خپله روزنه کې د پیغمبری لیاقت ور په برخه کړ. آمنې د محمد نطفه په خپل رحم کې وروزله او د هغه وجود یې په خپله لمن کې وزېږاوه. حلیمې د هغه د کوچني والی په حساسو کلونو کې د هغه پالنه او ساتنه وکړه. خدیجې د یو یتیم محمد د جهانبینی سترګې په تجارت کې خلاصی کړی او کله چې  د جبل الرحمه د حیرا د سمڅې د حیرت په ګواښ کې مغشوش پاتی و، خدیجې د نبوت زېری پرې ورکړ، رسول الله یې وباله او د لمړۍ مسلمانې په صفت یې ایمان پری راوړ.

په ابراهیمی دستوراتو کې، د هیڅ نارینه ونډه د سارا، هاجرې، مریمې، آمنې، حلیمې، خدیجې، عایشې او فاطمې له نقش نه لوړ ارزښت او پورته مقام نلری. که دغه ښځې نه وی، د ځمکې د مخ  ٪۶۰ دیانتی پیروان به بی پیغمبره پاته و.

اوس د افغانستان څلویښت میلونه مسلمانانو ته د «دیوبندی اسلام» نوی احکام داسی بیانېږی چې: ښځه سر ترپایه ګناه ده ا باید پېچلی وساتل سی، ښځه شیطنت ده او لار باید ورنه چپه سی، ښځه د ایمان زوال ده، ښځه د کور شرم ده، ښځه ناقص العقله ده، ښځه باید د نقاب ترشا، تر چادری لاندی، د پردې ترشا، د کور د دروازی ترشا د څلورو دیوالونو له زندان نه را ونوزی، څو د نارینه متزلزل ایمان ته خطر پېښ نه سی. ګڼه دا چې دنیا خدای یوازی د نارینه لپاره پیدا کړی وی، ځکه پوهنه او تعلیم پر ښځه فرض ندی. ښځه د کار، کسب، د اولادونو د نفقې د پیدا کولو حق نلری. او که له ډېر مجبوریت نه له کوره وزی باید یوازی په یوه سترګه لاری ته وګوری څو د دغو ړندو افراطیانو تنګنظري په کې منعکسه سی - د دوی په زعم ښځې ته دوی سترګې لا ډېری دی.

دغه «دیوبندی اسلام» له مکي/مدني اسلام سره تفاوت نه، بلکه اختلاف او تناقض لری او دا پوښتنی را مینځ ته کېږی چې: مګر دا هغه اسلام ندی چې علم یې پر ښځه او نارینه فرض کړی؟ آیا دا هغه اسلام ندی چې د قران مصحف یې بی بی حفصی ساتلی و؟ آیا دا هغه اسلام ندی چې معتبرترین احادیث یې بی بی عایشی ټول کړی دی؟ مګر دا هغه اسلام ندی چې بی بی غزالې د کوفی په مسجد کې د جماعت امامت وکړ؟ آیا دا هغه اسلام ندی چې د هغه په رڼا کې د بشر په تاریخ کې لمړنی پوهنتون فاطمة الفهریې پرانیست؟ آیا دا هغه اسلام ندی چې د نړۍ دوهم پوهنتون د فاطمة الزهرا په نامه «الازهر» نومول سوی دی؟...

که مقصد د مشکل حل وی، ځواب یې په همدی دوټکو کی نغښتی. بَيْنَهُمْ او مِنكُمْ چې دواړه د جمعی په صیغه بشری ټولنه د امت، ملت او ولس په جامه کې مخاطبه کوی. د دولت په چوکاټ کې د قران د صریح احکامو له مخې د یو مشروع حکومت او یوې شورا شتون حکومت او ملت ته دغه فرصت ورکوی چې لاس په لاس د هیواد او د ټولنې په آبادی کې غبرګ ګامونه واخلی. دغو دوه اصطلاحاتو ته په دقت سره کتنه، دموکراسی (د قواو د تفکیک، مشروقیت قانونی صلاحیت وظیفه او مسؤلیت...) له مخې د اسلامی تمدن میراث ثابتوی، نه د لوېدیزی نړۍ.

پرمختیایی پروژې، اقتصاد، تجارت، زراعت او کرنه، د لارو، سړکونو، بندونو او لویو ویالو جوړول د افغانستان اقتصادی زیربنا آبادوی، خو افغانی ټولنه نه آبادوی. د ټولنی آبادی او جوړښت له کورنۍ او مورنۍ نه پییل کېږی. هسې چې د یوې کورنۍ مِحور ښځه ده، لازمه ده چې د یوې افغاني ماشومې نجلۍ په سواد، پوهنه، تعلیم، تربیه او تحصیل کې دومره زیار وایستل سی، لکه د ملت د کور په آبادولو کې چې هره ډبره او هره خښته یې باید  په ډېر پام او احتیاط انتخاب سی او د افغاني ټولنې دیوال او ماڼۍ پری بنا سی.

دا ځکه چې د یوې ټولنې هسته کورنۍ ده او د کورنۍ مِحور ښځه ده. په هغه کور کې چې ښځه نه وی، رڼا نه وی - بې ښځې کور، نه کور دی نه کورنۍ. ښځه د کور ډېوه ده، د کور رڼا ده. دغه رڼا چې هرڅومره پر پوهنې، علم او ذکاوت سمباله وي د کور او کورنۍ نورانیت په کې لا روښانه برېښی: ٱللَّهُ نُورُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ 

د لمر د وړانګینې مجلې نه اقتباس شوی
د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر میاشت