قران او «اسلامی امارت»
د دکتور زمان ستانیزی لیکنه
د امریکا د متحده ایالاتو د پاسِفیکا د لوړو تحصیلاتو د پوهنتون د الهیاتو او عرفان استاد
هغه څوک چې د ملا روایت منی او د قران آیت نه منی په واقعیت کې یې په ملا ایمان راوړی، نه په قران. دا چې په قران کې د سیاسی حاکمیت حکم نشته، نه د اسلام پر ضد خبره ده او نه د طالبانو د حکومت پر ضد تبلیغات دی. دا د قران تفسیر دی نو ځکه یې د وضاحت لپاره دغه لیکنه یوازی په قران اتکا او استناد کوی چې د شریعت تر ټولو معتبره منبع ګڼل کېږی. چېرته چې د خدای د کلام روښانه او صریح حکم وی، پر بله منبع اتکا کول قران ته سپکاوی دی.
په تېرو پېړیو کې په مسیحی ټولنوکې استبدادګرو واکمنانو دین او دولت اصول سره ګډول او د دین په نامه یې ولسونه استثمارول او اروپایی ټولنی یې د اعتقادی رسومو او روایاتو له مخې له ستم لاندی وروسته ساتلی و. دغه شیطانی عمل اوسنیو اسلامی ټولنو ته سرایت کړی او غربی استعمار در دغو ولسون له خرافاتو نه ډېره ګته اخلی. په نتیجه کې په لکونو مسلمان افغانان د طالبانو له «اسلامی امارت» نه د تېښتی په حال کې دی، په لسونو زره شیعه مسلمانان د اوسنی ایران له «اسلامی جمهوریت» له قلمرو نه وتلی، په زرهاو مسلمانان د اردوغان د ترکیې له «اسلامی عدالت» نه خپل هیواد پرېیښی دی. د اسلامګرایی استبداد تر قبضې لاندی نورو اسلامی ټولنو کې وضعه چندان توپیر نلری. د یادونې وړ دی چې د افغانستان مخکیني په نامه «اسلامی جمهوریت» کې هم اداری او اخلاقی فساد و بیلابیل نور تعصبات د اسلام تر نامه لاندی پټ ساتل کېدل.
کېدای شی چې یو علت یې دا وی چې له پېړیو راهسی د سوره النسا د «أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ» آیت عامه اذهان داسی تلقین کړی و چې د یو حاکم اطاعت د خدای او رسول له اطاعت سره یوشان وګنل شی. د دغه نادرست تفسیر په موجب د هر مستبد حکومت د جمعې د لمانځه د خطبې د «اولی الامر» د قرائت په سبب یو کاذب مشروعیت پیدا کاوه.
په دې برخه کې ځینی فقهاو د خدای د حکمیت پر ځای د حاکمانو خدمت ته سر ټیټ کړ او د «سُلطةُ اولی الاَمر» په شان حجیم کتابونه یې ولیکل څو د اولی الامر د اطاعت فرض ګڼل توجیه کړی. د زمانې په تېرېدو سره دغه غیرقرانی عُرف د شریعت په نامه قانونی اعتبار پیدا کړ او روایتی اسلام له آیتی اسلام نه نوره فاصله واخیستله.
که قرانی آیات په دقت ولوستل شې لیدل کېږی چې د خدای او رسول اطاعت په مومنینو فرض دی. خو د اولی الامر اطاعت د «مِنْكُمْ» په کلمه کې مشروط پاته دی. او «مِنْكُمْ» په دې دلالت کوی چې اولی الامر د خلکو له مینځه تعین یا انتخاب شوی وی. په واقعیت کې یو سیاسی انتخاب د رای او بیعت په تعهد کې مشروعیت پیدا کوی چې په هغه صورت کې رای ورکونکی د رای اخیستونکی اطاعت ته مکلف کېږی.
برسېره پر دې د «أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ» آیت ښیی چې یو انسان د اعتقاد له مخی په ځانګړی توګه د خدای او رسول په اطاعت مکلف دی، ځکه چې اعتقادی مکلفیت آسمانی/وحیانی صبغه لری او مسؤلیت یې فردی دی. خو بشری ټولنه په مجموع کې د مدنی قوانیونو په اطاعت مکلفه ده چې مسؤلیت یې جمعی دی او د یو سیاسی نظام د استقرار په منظور د دولت ټول اتباع د هغو په رعایت کولو مکلف دی.
په اوسنیو شرایطو کې د «اسلامی امارت» واکمنانو ددغو اصول خلاف زمونږ هیوادوال په مطلق صلاحیت خلک دغو درېګونو مکلفیتونو ته مجبوروی. یعنی هم د «اولی الامر» اختیار لری، هم د خدای د رسول د واک ادعا کوی، او هم ځانونه د خدای نمایندګان ګڼې.
ځینې د قران د «فَاحْكُمْ» عبارت د سیاسی حاکمیت جواز ګڼی او په اشتباه سره د حکمیت امر د حاکمیت په مفهوم تعبیر کوی. که څه هم حکمیت او حاکمیت مشترک مصدر لری، خو په تطبیقی برخه کې حکمیت د دوه یا څو تنو یا ډلو تر مینځ د حکمیت یا قضاوت کولو معنا ورکوی او نهایی هدف یې په ټولنه کې د عدل او انصاف ټینګول دی، خو حاکمیت د حکم یا سلطی معنا لری چې یو شخص یا ډله پر نورو باندی خپله سلطه حاکمه او ټینګه کړی او نهایی هدف یې د حاکم یا سلطان د سلطې ټینګول دی. د افغانستان په سیاسی نظام کې ارګ د حاکمیت ځای دی چې د قدرت تمثیل په کې کېږی او محکمه د حکمیت ځای دی چې د عدالت تمثیل په کې کېږی. په قران کې د ارګ د سیاسی قدرت د نیولو لپاره حکم نشته، خو په محاکمو کې د عدل د تضمین او تأمین او د احسان د پېرزوینې په مورد کې ډېراحکام نازل شوی:
په قران کې څه نا څه شپږ ځایه د «فَاحْكُمْ» امر شوی چې ټول یې بې له استثنی د حکمیت یا قضاوت مفهوم افاده کوی ددغه مطلب د صراحت په مقصد د فَاحْكُمْ له هر تذکار سره جوخت د بَيْنَ، بَيْنَهُمْ، بَيْنَكُمْ، یا بَيْنَنَا کلمات راوړی. هسې چې د «وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ» امر خلک خپلمینځی مشوری ته را بولی، د «فَاحْكُمْ بَيْنَهُمْ» امرهم خلک په خپل مینځ کې حکمیت او قضاوت ته را بولی. هیڅ یو دغه دوه امرونه نه په سیاست منحصر دی، نه د سلطې یا سیاسی حاکمیت جواز په کې شته، او نه د دیانتی حکومت د جوړولو امر په کې شته.
د «صٓ» په سوره کې حضرت داود دوه ځلی حکمیت ته را بلل کېږی. یوځلی د دوه مدعیانو له خوا ورته ویل کېږی: «فاحْكُمْ بَيْنَنَا بِالْحَقِّ وَلَا تُشْطِطْ » «په حق قضاوت وکړه او بېره مکوه» (د ۳۸ سورې ۲۲ آیت) او دوهم ځل لوی خدای حضرت داود د خلیفه په صفت د خلکو ترمینځ حکمیت او د حق قضاوت ته را بولی:«یا دَاوُودُ إِنَّا جَعَلْنَاكَ خَلِيفَةً فِي الْأَرْضِ فَاحْكُمْ بَيْنَ النَّاسِ بِالْحَقِّ (د ۳۸ سورې ۲۶ آیت). د دقت وړ خبره دا ده چې حتی د خلیفه په توګه هم خدای حضرت داود ته یوازی د حکمیت حق ورکوی، نه د حاکمیت حق.
د آل عمران په سوره کې خدای عیسی علیه سلام ته د قیامت د ورځې وعده ورکوی «فَأَحْكُمُ بَيْنَكُمْ فِيمَا كُنْتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ» څ څو د قیامت په ورځ د هغو خلکو ترمینځ چې دده په مورد کې یې د نظر اختلاف درلود، حکمیت وکړی (د ۳ سورې ۵۵ آیت).
د المائدی په سوره کې د خدای رسول ته په یوه آیت کې دوه ځلی حکم شوی چې د خلکو تر مینځ قضاوت وکړی: فَاحْكُمْ بَيْنَهُمْ ...فَاحْكُمْ بَيْنَهُمْ بِالْقِسْطِ (د ۵ سورې ۴۲ آیت). د همدغی سوری په ۴۸ آیت کې د حکمیت له موضوع برسېره څو مرتبطو ټکو ته اشاره شوی: «وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ الْكِتَابِ وَمُهَيْمِنًا عَلَيْهِ فَاحْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ عَمَّا جَاءَكَ مِنَ الْحَقِّ لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنْكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَجَعَلَكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَلَكِنْ لِيَبْلُوَكُمْ فِي مَا آتَاكُمْ فَاسْتَبِقُوا الْخَيْرَاتِ...» (د ۵ سورې ۴۸ آیت). ترجمه: «مونږ دغه کتاب [قران] په حق تاسو ته در استولی. په داسی حال کې چې دغه کتاب د پخوانیو نازل شویو کتابونو تصدیق کوی، پرهغو کتابونو حاکم دی. نو ځکه [ای محمده] د خلکو ترمینځ د هغه څه له مخې چې نازل شوی قضاوت وکړه. او د هغوی په هیلو او هوسونو پسی مځه. تاسو هر یو [امت] ته مو د شریعت بیلی روښنایی لاری غوره کړی. که خدای غوښتلی وی تاسی ټول به یې یو امت ګرځولی وی، خو [خدای] وغوښتل چې تاسی د هغه څه چې پر تاسی یې [جلا] نازل کړی و ازمیې. نو زیار وباسی چې په ښو کارو کې یو له بل نه ځان د مخه کړی...»
له وروستې آیت نه دغه لاندې استنتاج او استنباط کولی شو:
الف - د خدای رسول د مختلفو ادیانو د پیروانو تر مینځ په حکمیت (قضاوت) مامور شوی.
ب - قران د وحدانیت په چوکاټ کې د خدای پالنی په منظور بیلابیل دینی اعتقادات منې. د معاصرو ټولنو په اوسنیو شرایطو کې دغه آیت د مذهب د آزادی حکم لری.
ج - د حکمیت مفهوم د «فَاحْكُمْ » په عبارت کې او د حاکمیت مطلب د «مُهَيْمِنًا عَلَيْهِ» په عبارت کې داسی توضیح شوی چې د «عَلَيْهِ» کلمه پر نورو آسمانی کتابونو د قران حاکمیت (فضیلت) روښانه کوی.
د - د حاکمیت لپاره د خدای د اسما الحسنی د «مُهَيْمِنً» د کلمې استعمال ثابتوی چې حاکمیت او سلطه یوازی د خدای انحصار دی او انسان ته یې په دین او دولت کې د حاکمیت حق ندی ورکړی. نو ځکه باید د دین امور پر چا تحمیل نشی، بلکه خلک باید په خپل اختیار یو دین ومنې او له ارکانو نه یې پیروی و کړې ځکه چی دیانت یو شخصی مکلفیت دی، خو سیاست د یو اجتماعی قرارداد له مخې ټولنیز مکلفیت دی.
قران د خدای په انحصاری حاکمیت او تسلط ټینګارکوی او حضرت رسول اکرم ته وایی: «فَذَكِّرْ إِنَّمَا أَنْتَ مُذَكِّرٌ O لَسْتَ عَلَيْهِمْ بِمُصَيْطِرٍ (الغاشية، ۲۱ او ۲۲ آیتونه) یعنی «[ای محمده] ته خلکو ته لارښوونه کوه چې لارښود یې، خو پرهغو مسلط نه یې [چې د ایمان قبلولو ته یې مجبور کړی]». چې خدای خپل حبیب سرور کائینات ته د سلطې یا سیاسی حاکمیت حق ندی ورکړی، نو طالبانو د «اسلامی امارت» د جوړولو جواز او صلاحیت د قران له کوم ټکی نه اخیستی؟ آیا پر دوی بله وحیه نازله شوی؟