طالبان افغانستان دارالحرب ګڼی
دوکتور زمان ستانیزي
د طالبانو له خوا د هیواد د خاوری د اتیا په سلو کې اشغال ادعا په داسی ذهنیت ولاړه ده چې افغانستان دارالحرب یا د جنګ میدان ګڼی او د خاوری د «فتح» کولو له لاری دارالاسلام ور نه جوړوی. د طالبانو له یاده وتلی چې ممکن دوی به اتیا په سلو کې خاوره موقتاً اشغال کړی وی، خو د خلکو په زړونو کې یو په سلو کې ځای هم نلری. ځکه چې طالبان اصلاً در افغانستان خلک مسلمان نګڼی او په دی هڅه کې دی چې له دیوبندی/وهابی لاری یې له سره مسلمانان کړی.
څو کاله د مخه د پاکستان افراطی ملا فضل الرحمن افغانستان دارالحرب وګاڼه څو د افغانستان پر مظلوم مسلمان ولس باندی د طالبانو انتحاری بریدونو ته «شرعی» توجیه ورکړی. که څه هم طالبانو د دارالحرب د ادعا له توضیح نه سرغړوی، خو هسی چې عمل تر وینا د نیت بهتره مصداق دی، طالبان د افغانستان له دولت، یعنی حکومت، ولس، او خاوری سره د دارالحرب چالچلند کوی.
دا چې طالبانو له امریکائیانو سره سوله کوی، خو د افغانستان له حکومت او ولس سره سوله نه کوی ثابتوی چې طالبان د افغانستان حکومت د سولی لایق نه ګڼی. که د امریکائیانو د حضور په وخت کې افغانستان دارالحرب ګڼل کېده او په مقابل کې یې جهاد روا و، له هغه رووسته طالبانو خپل نظامی عملیات نور هم سخت کړل څو ثابته کړی چې د افغانستان د دارالحرب ادعا په عمل کې پر خپل ځای پاته ده او طالبان د افغانستان حکومت او ولس په خپل زعم او ګُمان له کافر نه هم کافرتر بولی. د تکفیر اتهام د دارالحرب د فتوا لمړی قدم دی ځکه یو له بل سره لازم او ملزوم دی. دا چې طالبان حکومتی او ولسی اهداف د خپلو حملو قربانی کوی او خپل عمل جهاد بولی، ثابتوی چې دوی ولسی خلک کافر ګڼی، که نه، نو د مسلمان په مقابل کی خو جهاد روا ندی.
د دارالحرب معنا د جګړی قلمرو دی چې د دارالاسلام یا سولی د ټاټوبی په مقابل کې استعمالېږی. په تاریخی لحاظ د دارالاسلام، دارالصلح، او دارالحرب اصطلاحات هغه وخت را مینځ ته شول چې په ټولنه کې د شرعی احکامو لکه زکات، ګزیه (جزیه)، باج، او وقف د تطبیق مسأله له یوی خوا او د ټولنی د امنیت، هوسایی، او مصؤنیت په هکله د حکومت مسؤلیت له بلی خوا مطرح و.
زمونږ په منطقه کې د دارالحرب د اصطلاح ریښې له هند نه راځی. د هند مغولی شهزاده اورنګزیب خپل روحانی مشر ورور دارا شکوه ته چې ولیعهد او د سلطنت وارث و په جګړه کې ماته ورکړه او و یې واژه او د هغه سر یې خپل پلار شاه جهان ته یې په زری لوښی کې ور واستاوه. اورنګزیب وروسته خپل ناروغ پلار په زندان کې واچاوه او خپله د عالمګیر په لقب د دهلی پر تخت کښیناست. اورنګزیب چې سیاسی قدرت تر لاسه کړ افراطی مسلمان عالمان یې پر ځان را ټول کړل او د دارا شکوه د اعتدال، ولس پالنی، او درایت پر ضد یی د هندوستان خاوره دارالاسلام اعلان کړه. د د خپل غورنیکه جلال الدین اکبر د «دین الهی» د دیانتی جمع ګرایی اصول تر پښو لاندی کړل او پر هندوانو یی جزیه وضع کړه. دغه کار سبب شو چی ځینی هندوان په دهلی کې د انګریزانو راتګ ته سترګی په لار و اوسی. له اخلاقی نظره اورنګزیب په دربار کې د اسلامګرایی د افراطیت ښه تمثال دی.
کله چې ددغی افراطګرایې په نتیجه کې په ۱۸۰۳ کال کې انګریزانو دهلی تصرف کړ او د مغولو امپراتوری یې د شرق الهند د کمپنی له نظارت او سلطې لاندی راوستله، د شاه ولی الله زوی شاه عبدالعزیز په یوه قاطعانه فتوا کی هندوستان دارالحرب اعلان کړ. په دی توګه د انګریزانو پر ضد مبارزو کې د دارالحرب اصطلاح د سیاست ډګر ته ووتله.
له هغه وروسته چې د اروپایئ هیوادونو استعماری او استثماری سیوری د اسلامی ټولنو پر قلمرو خپور شو، ځینی علماو ټول اروپائی هیوادونه دارالحرب اعلان کړل. کلونه وروسته چې دغه هیوادونه خپلی کاذبی سیاسی آزادی ته ورسېدل د دارالحرب او دارالاسلام اصطلاحات یې له یاده ووتل.
د یوویشتمې پېړۍ د افراطی اسلامګرایی غورځنګونو له راتک سره د دارالاسلام او دارالحرب اصطلاحات بیرته را ژوندی شول او د تکفیر د اتهام تر څنګه یې استعمال دود شو چې له دارالحرب سره د لازم او ملزوم په توګه کارېده. د دارالحرب اصطلاح اصولاً هغه وخت مورد پیدا کوی چې د یو چا ثابت شوی کفر او د هغو شراو فساد د جګړی (حرب) له لاری ګاونډی مسلمانان تهدید کړی.
له دغه تمایل سره د تکفیر اتهام هم ساری شو او په دی ډول د افراطیانو په افراط کی هم افراط پیدا شو. دغه کار په تېره بیا په هغو ټولنو کې چې فقهی او فرقه ای امتزاج په کې ډېر و را مینځ ته شو او هرچا خپلی رقیبی ډلی او اشخاص د «کافر»، «ملحد»، «رافضی»، «ناصبی»... په نامه تورن کول چې د ټولنی سوکالی، نظم، او آرامی یې له خطر سره مخامخ کړی وه.
له اعتقادی نظره د بل چا تکفیر کول پخپله د تکفیر کونکی په کفر دلالت کوی. که معیار «الإيمان تصديق بالقلب، وإقرار باللسان، وعمل بالأركان» وی، نو د تصدیق بالقلب برخه یې یوازی په خدای پوری اړه لری چې د زړونو پر حال خبر دی. نو کله چې یو څوک د بل شخص د زړه د حال د پوهېدلو ادعا کوی، د خدای د انحصاری صفاتو یعنی د «عالم الغیب و الشهاده» په حریم کې ځان شریک کوی چې شرک خفی ګڼل کېږی. که څه هم د تکفیر په اړوند دغه منطقی استنباط روښانه و، خو افراطیانو په پوره بی پروایی په خلکو د تکفیر تورونه لګول او لګوی یې.
ددغی دیانتی او فرقه ای انارشی او خپل سری د مخنیوی په خاطر د ۲۰۰۵ کال په دوبی کې د اردن په پلازمینه عمان کې د اسلام د ټولو اته ګونو دینی فرقو لکه حنفی، مالکی، شافعی، حنبلی، جعفری، زیدی، عبادی، ظاهری، سلفی، او وهابی فقهی مکتبونو د معتبرو فقهاو او علماو یوه غښتلی غونډه جوړه شوه چې څه د پاسه ۱۷۰ لوړمقامه فقها او پوهان د دغو لاندنیو دینی مشرانو په ګدون په کې را ټول شول: له مصر نه شیخ الازهر محمد سید تنتاوی، له عراق نه آیت الله سید علی السیستانی، د مصر مفتی علی جمعه، د عمان د هیواد مفتی احمد بن حماد الخلیلی، د هاشمی اردن د پادشاهی مفتی شیخ عِزالدین الخطیب التمیمی، د مصر او قطر د هیواد په نمایندګی الشیخ الدکتور یوسف القرضاوي. ددغی ټولنی په پای کې یوه اعلامیه خپره شوه چې د تعادل، متقابلی عفوی، ترحم، او د افکارو پر تبادله او تفاهم ټینګار په کې وشو او یوه معتبره تاریخی فتوا صادره شوه چې اصلی ټکی یې په ډېر صراحت سره وایی: «پر هیڅ یو مؤمن چی پر خدای، رسول، او د ایمان پر بناو اعتقاد ولری څوک د تکفیر د فتوا د صادرېدلو حق نلری.»
له هغه وروسته په یو بل علمی کنفرانس کې د لویدېزی نړۍ په مورد کې د دارالحرب د ادعا د لغوه کولو فتوا صادره شوه. څنګه چې په میلیونونه مسلمانان په لوېدیزه نړۍ کې په أمن او سوکالی کې ژوند کوی، مسجدونه جوړوی، او خپل اسلامی شئون، دینی رسوم، اوعبادات په پوره آزادی او خپل اختیار پر ځای کوی، نو د لوېدیزی نړۍ لپاره د دارالحرب اصطلاح بی مورده او بیځایه وګڼل شوه. په تېره بیا چې د لوېدیزی نړۍ ژوند دود د أمن، ټولنیزی رفا، سوکالی، فردی آزادی، او مدنی حقوقو له لحاظه په معنا کې او د دیانتی او عبادتی آزادیو د تضمین او خوندی ساتلو له لحاظه په اعتقادی سطحه له «دارالاسلام» سره ډېر مطابقت لری - په تېره بیا د ډېرو تش په نامه اسلامی هیوادنو د غم ځپلی وضعی په پرتله. نو ځکه د دارالاسلام او دارالحرب اصطلاحګانو نوره خپله معنا، مفهوم، او مورد له لاسه ورکړی.
را به شو دی پوښتنې ته چی آیا د یوه هیواد په مورد کې د دارالحرب د فتوا صادرېدل لزوماً د هغه حکومت او ولس کفر ثابت وی؟ په واقعیت کې دارالحرب باید داسی یو هیواد وی چې د حرب دار وی او د جنګ آلات او وسایل او جګړه ماران خپلو بی ګناه مسلمانو ګاونډیانو ته صادروی او نه پرېږدی چې ګاونډیان یې په دارِ اسلام کې ژوند وکړی. د کفر دغه معیار د دارالحرب له صفاتو سره د افغانستان په نسبت د پاکستان په مورد کې صدق کوی.
دا چی د ټول افغانستان د علماو شورا د پاکستان مولوی فضل الرحمان باطلی فتوا ته ځواب وکړی ځان ته خبره ده، خو دلته د طالبانو د عمل او ادعا د تناقض مسأله مطرح ده چې دوی د خپل انسانی، ایمانی، اسلامی، او افغانی هویت د مکلفیت پر بنا وظیفه لری چې د افغانستان غم ځپلی ولس ته په خاصه توګه او د نړۍ مسلمانانو او بشری ټولنی ته په عامه توګه ددغه لاندی تناقض ځواب ورکړی:
۱- که د نظامی عملیاتو او انتحاری بریدونو له مخی طالبان د افغانستان له دولت - یعنی حکومت، ولس، او جغرافیایی قلمرو سره د دارالحرب چالچلند کوی، نو هرومرو به د افغانستان حکومت او ولس کافر ګڼی، ځکه هغه «جهاد» ته چې دوی اوس هم ادامه ورکوی د مسلمان په مقابل کې جایز ندی.
۲- د هغو دلایلو پر بنا چې دمخه ذکر شول چې «د بل چا تکفیر کول پخپله د تکفیر کونکی په کفر دلالت کوی»، نو آیا په ملی سطحه اوس هم طالبان د افغانستان حکومت او ملت کافر ګڼی؟ دا چې په دوحه کې د خبرو په هلکه د دواړو خوا پر ګډون موافقه شوی د کومی خوا د مسلمان کېدلو علامه ده؟
۳- که د طالبانو قِبله په اسلام آباد یا دیوبند کې وی، مسأله حل ده. خو که د نړۍ د ټولو نورو فرقو د مسلمانانو په شان چې اشاره ورته وشوه، قبله یې د مکې مکرمې په کعبه کې وی، نو د طالبانو «جهاد» باطل دی او نظامی عملیات یې د مسلمانانو له قتل عام نه پرته بل څه نه دی.
هر څوک چې یو نفس (انسان) له قصاص یا د ځمکې پر مخ د فساد له جرم نه پرته ووژنی، داسی ده لکه چې ټول بشریت یی وژلی وی: «أَنَّهُ مَن قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا» (قران: المائده: ۳۲ آیت).