۱۱
ګرانو لوستونکو،
د فقهی مسألو په ارتباط د دغو لاندینو لیکنو سلسله په دی توګه مطرح سوی. لمړی «د رسالت د تعدیل مسأله» تر عنوان لاندی مضمون د ښاغلی عبدالقدیر مهمند صاحب د یوی لیکنی په ځواب کی ځپور سو. ورپسی محترم زبیح الله مجاهد صاحب د مهمند صاحب د موقف په دفاع کی په موضوع رڼایی واچلوله. د مجاهد صاحب ددغی لیکنی په ځواب د «نننی اسلام د آیت او روایت تر مینځ» تر عنوان لاندی مضمون خپرېږی چی په عمومی توګه د مرتد د قتل د تحریم یا جواز پر مسأله جامع بحث مطرح کوی. هیله ده دغه درېواړه لیکنی په همدغه ترتیب ولولی.
۱۱
ډاکتر زمان ستانیزی
نننی اسلام د آیت او روایت تر مینځ
مقدمه:
دغه مضمون د محترم ورور زبیح الله مجاهد د هغه لیک په ځواب کی لیکل کېږی چی زما «د رسالت د تعدیل د مسألی» د سرخلاصی لیک په اړوند یی را استولی و. له مجاهدصاحب نه ډېره مننه کوم چی د فقهی مسأیلو بحث یی په مطبوعاتی ډګر کی مطرح کړ او مطمئین یم چی له دغی مقالی او مقابلی څخه به لوستونکی ګټه واخلی. زما توضیحات او تحلیل د موضوع د عام فهمی په غرض لزوماً مشرح لیکل کېږی؛ هیله ده چی څوک داسی انتبا وا نخلی چی ګڼی زه د مجاهد صاحب په شان د درایت، پوهی، او علم خاوند ته ښوونه کوم.
(له لوستونکو نه هیله کېږی چی د مطلب د ښه پوهېدلو په غرض لمړی د عبدالقدیر مهمند د لیکنی په ځواب کی زما در «د رسالت د تعدیل مسأله» نومی مضمون او په همدغه هلکه د مجاهد صاحب توضیحات، چی دواړه ددغی لیکنی تر څنګ نشر سوی، ولونی.)
زمونږ فکری مقابله په دی محور څرخی چی مجاهد صاحب د ردة په ارتباط د روایاتو او «احادیثو» له مخی د مرتد قتل روا ګڼی، خو زه په اسلام کی د د قران پر استناد د مرتد وژنه روا نګڼم، او د منطقی، فلسفی، تاریخی، فقهی، او روانی روحیاتی دلایلو پر بنا ددغی موضع دفاع کوم:
لمړی برخه - منطقی استدلال: د مجاهد صاحب لیکنی ته یو اجمالی نظر:
۱- د مجاهد صاحب په لیک کی د ردة د حکم په هکله د معتبرو فقهاو موافق، مترادف، او متضاد نظریات ندی را ټول سوی چی د هغو ګټی او نواقص د شرعی برهان او منطفی استدلال له مخی څېړل سوی وی، بلکه نژدی په اوه سوه متمادی پېړیو کی د هر هغه چا نظریات او فتواګانی را ټولی سوی، چی د ردة په مورد کی یی د قتل مجازات لازم ګڼلی. ددغو استثنایی منتخباتو پر نبا استناد ځکه علمی چی استنتاج یی پر عالمشموله، قطعی، او کامل حکم دلالت نکوی او پر استثنی اتکاکول عینی قضاوت متأثرکوی.
۲- مجاهد صاحب د علی ابن ابی طالب، ابوحنیفه، الشافعی او نورو معتبرو فقهاو په نظریاتو استناد کوی چی پر مرتد باندی د نکاح او میراث او نورو شرعی امورو تحریماتو وضع کوی. خو په هیڅ ځای کی دغو لویو علماو او حکماو د مرتد د قتل حکم ندی ورکړی، احتمالاً په دی دلیل چی هغه د خدای حق ګڼی، نه د بنده.
۳- بالعکس کله چی د مرتد د قتل مسأله مطرح کېږی نو د مجاهد صاحب په لیک کی د داسی علماو او فقهاو په نظریاتو استناد سوی چی ستوری یی د اسلامی فقهی په پراخ او ګڼ آسمان کی د چا نظر ته نه ورځی. برسېره پر دی، دغو کسانو د فقهی مکتبونو په نمایندګی فتواوی ندی ورکړی چی څوک داسی استنتاج ور څخه وکړی چی ګڼی د اسلام ټول مذاهب متفقاً په دغه نظر دی. دا هم د توجه وړ ده چی له یوی خوا د مرتد د قتل د تحریم په ارتباط د عباسی دوری د اختناق رعایت سوی او جعفری، الشوکانی او نور فقهی مکتبونه له یاد او شمیر نه ایستل سوی، له بلی خوا د مرتد د قتل د حکم د جواز په خاطر د عباسی دوری د اجتهاد د دروازی تړلو ته وقع نده ورکړسوی او هان تر دیرلسمی پېړی پوری نسبتاً معاصر نظریات د قتل د جواز په طرفداری په استناد کی شامل سوی.
۴- دغه د دوهم یا دریم ردیف فقها لکه الکاسانی، الشربینی، البهوتی، او الصاوی چی په ترتیب سره په ۵۸۷، ۹۷۷، ۱۰۵۰ او ۱۲۴۱ هجری کلونو کی وفات سوی، د نژدی اوه سوه کلونو زمانی فاصله احتوا کوی. ددی احتمال سته چی د اوه پېړیو په موده کی یو څو محدود کسان پیداسی چی د یو خاص نظر پلویان وی. خو دغه محدود تعداد استثنی ته نژدی دی، نه عمومیاتو ته.
۵- مجاهد صاحب په خپل لیک کی د مرتد د کافر کېدو د دلایلو په برخه کی څه نا څه لس آیتونه راوړی چی د ردة ګناه شرح کوی، خو په یوه کی هم، صریح یا د استنتاج له مخی، د مرتد وژلو ته اشاره نده سوی. بالعکس په هرهغه ځای کی چی د مرتد د قتل د جواز لپاره دلایل ارایه سوی، هغه ټول پر روایاتو استناد کوی، نه پر آیاتو.
دغه مکرر تفاوت پخپله ښی چی یوازی د «اهل حدیث» په فقه کی چی احکام یی له تنګ نظرانه ذهنی محدودیت نه متأثر دی د مرتد قتل جایز ګڼل سوی، خو د اهل سنت په فقه کی چی احکام یی جامع او کثیرالابعاده کړنلاره تعقیبوی او تر هرڅه دمخه پر قران استناد کوی د مرتد قتل جایز ندی. د پورتنیو دلایلو له مخی وییلای سو چی دغه روایات او احادیث پخپل ذات کی معتبر ندی، ځکه چی حکم یی د قران له حکم سره په تضاد کی واقع سوی.
دوهمه برخه - د ردة فلسفی ابعاد
د حکمت یا اسلامی فلسفی له نظره د ردة یا ارتداد مسأله دحرمت حیات او توحید په دوه ابعادو کی د څېړنی مستلزمه ده.
الف - د حرمت حیات اصل:
لوی خدای انسان ته کرامت ور بخښلی او ماهیتاً د انسان روح ددغه کرامت مظهر دی. روح چی له خدایه راغلی « قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي» (اسرا: ۸۵ آیت) او بیرته خدای ته ورګرځی «وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ» (البقره: ۱۵۶ آیت) د تن په ضرف کی ځای لری نو ځکه د ځان ساتنه په تن کی د روح د تداوم په خاطر فرض ګڼل سوی. قران د المائدی د سوری په ۳۲ آیت کی د حرمت حیات اصل داسی بیان کړی، «أَنَّهُ مَن قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا وَلَقَدْ جَاء تْهُمْ رُسُلُنَا بِالبَيِّنَاتِ ثُمَّ إِنَّ كَثِيرًا مِّنْهُم بَعْدَ ذَلِكَ فِي الأَرْضِ لَمُسْرِفُونَ» یعنی (ماهیتاً) د یوه انسان وژنه داسی ده لکه چی څوک ټول بشریت ووژنی، او د یوه نفس ساتنه داسی ده لکه چی څوک د ټول بشریت ژوند وساتی.
څنګه چی ژوند د خدای لوی نعمت او تحفه ده، ددغی تحفی مستردول یا محو کول د نعمت کفران دی. او انسان نه یوازی د بل د ژوند له انقطاع نه منع شوی، بلکه د خپل ژوند د له مینځه وړلو حق هم نه لری او انتحار مرتکبین د رسول اکرم (ص) په قول په عذاب محکوم دی: «من قتل نفسه بشيء في الدنیا عذب به في الآخره».
د حرمت حیات اصل په زمانی او مکانی لحاظ عالمشمول دی او د تاریخ په اوږدو کی خدای د ژوند د ساتنی سپارښتنه کړی، لکه د تورات د بابلی تلمود په مشنا کی چی خدای بنی اسرائیلو ته د قرانی آیت په صراحت او شباهت د حرمت حیات یادونه او سپارښتنه کړی.
ددغو دلایلو پر بنا په اسلام کی د دفاعی جنګ نه پرته د انسان قتل جواز نلری په استثنی د دوه موردو چی په پورتنی آیت کی ذکر سوی یعنی «بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الأَرْضِ».
د لمړی استثنا په مورد کی د نفس په مقابل کی د نفس اخیستل یا قصاص چی قانوناً تثبیت سوی حق دی او حکم یی مکرراً نازل سوی په شمول د البقری د سوری ۱۷۸ آیت: « يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِصَاصُ فِي الْقَتْلَى ...» خو بلا فاصله او پرله پسی آیت کی د قصاص د حق له تضمین سره سره د ژوند په ساتنه اسرار سوی چی ۱۷۹ آیت ددغه حق مستحقین د ژوند د ساتنی یا د حرمت حیات د مراعت کولو له لاری تقوی ته را بلل سوی: «وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَاْ أُولِيْ الأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُون»9)
دوهم استثنایی مورد د فَسَادٍ فِي الأَرْضِ استثنی ده چی وقایوی اهداف په کی نغښتلی دی. خدای هر انسان د خپل ژوند په امورو کی مخیر ګرځولی. ددغه اختیار په سبب او د موضوع د بحث په ارتباط، یو انسان پوره اختیار لری چی هر دین چی وغواړی هغه اختیار کړی. خو له همدغه اصل سره موازی د جبر او اکراه د تحریم له مخی څوک د زور له لاری د بل چا د ژوند او عقیدی د تعین یا تغیر حق نه لری. نو که څوک پخپله له یوه دین نه اوړی، دا یی حق دی، نه جرم. خو که د نورو انسانانو په عقیدتی ژوند کی داسی مداخله کوی چی د هغو اختیار متأثر کوی او انتخاب یی متضرر کېږی، دا تېری، تجاوز، او ظلم دی چی په ټولنه کی فساد یا فساد فی الرض را مینځ ته کوی چی ټولنه یی باید مخنیوی وکړی.
نتیجتاً وییلای سو چی له حقوقی نظره له ځان نه د دفاع له مورد نه پرته خدای هیڅ جرم د قتل سزاوار نه دی ګنلی او د قران د صریح امر له مخی د هیڅ یوه انسان د ژوند په اخیستلو باندی شرعی حکم صادر ېدی نشی مګر دا چی هغه جرم د قصاص یا د فساد فی الرض د شرط واجد واقع سوی وی. پر دغو دوه استثناو باندی د نورو استثناو اضافه کول د خدای په امر کی تصرف او د قران له حدودو نه تېری دی.
ب - د توحید اصل
د ردة په ارتباط د توحید د اصل مراعت هم مهم دی. د خدای پېژندنی او خدای لمانځنی تر ټولو منظوره او مقبوله لار د توحید لاره ده. په توحید کی تر ټولو لوړه لمانځنه د تسبیح رمز دی چی د یس د سوری د ۴۰ آیت په استناد «وَكُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ» ټول کائینات د خدای په تسبیح بوخت دی. همدغه راز د ځمکی مخلوقات په بیلابل ډول د خدای د وحدانیت لمانځنه کوی. نو ځکه د توحید حلقی ته ورننوتل یوازی د محمدی مسلمانانو په انحصار کی ندی. قران د البقری د سوری په ۶۲ آیت کی د انسانانو بیلګونو ډلو ته د خدای له خوا د بخښنی او ډاډګېرنی زېری ورکوی: «مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَعَمِلَ صَالِحاً فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ». یعنی هرهغه څوک چی په خدای او د آخرت په روځ ایمان ولری او د نیک عمل خاوندان وی د هغوی اجر له خدای سره دی او د بېری او غم تشویش د ورسره نه وی.
له دغه آیت څخه داسی ښکاری چی هرهغه څوک چی خالق او مخلوق ته یی مسوءلیت ادا کړی وی او د هستی د عالم پر ابدیت معتقد وی، یعنی په یوه خدای او د آخرت په میعاد ایمان ولری او انسانانو ته یی خیر ورسېږی، د توحید د امن په دایره کی د خدای د رحمت نور پری اوری.
له لغوی نظره کافر هغه څوک دی چی د خدای پر حقیقت سترګی پټوی، له وحدانیت نه منکر وی او په خپل انکار باندی له تهدید یا تشویق نه پرته د زړه له صدقه اقرار وکړی. په داسی شرایطو کی کیدای سی چی یو څوک د یوه دین له حلقی نه ووزی او بل دین ته واوړی خو د توحید په اعتقادی دایره کی پاته سی. په داسی مورد کی به دغه انسان د یوه خاص دین مرتد وی، خو د خدای مرتد به نه وی.
نو که څوک له اسلام نه یهودیت (منظور جهودیت او کلیمیت نه دی) یا نصرانیت (نه مسیحیت) ته واوړی یا بالعکس، په دغه عمل کی د پورتنی آیت دری اصلونه نه نقض کېږی. نو کله چی خدای پخپله د توحید په دایره کی د یو معتقد د امن تضمین کړی وی، دا کار بیا ولی کفر وګڼل سی. همدغه راز په نړی کی په سلګونه نور توحیدی ادیان سته چه پیروان یی د ابراهیمی ادیانو تر څنګه د یوه خدای ستاینه او لمانځنه کوی او د پورتنی آیت د حکم له مخی خدای بخښلی.
دریمه برخه - په تاریخی روایاتو کی د نقل او عقل ونډه:
د واقعیتونو په بیان کی د تاریخی لیکنو اعتبار ځکه متفاوت دی چی اکثراً نسخه نویسان او راویان مجرب مورخین نه و. د تحقیق د موثقو اسنادو، شواهدو، او وسایلو نشتوالی، د تحقیقی اصولو عدم رعایت، د احساساتی آوازو، تعصباتو، او افواهاتو له مخی د پېښو تعریف او تحریف،... پر بنا اکثراً د صحت او سقم ادعاوی په یوه تله تلل سوی.
مجاهد صاحب د مرتد د قتل د جواز لپاره په یوه روایت استناد کوی او لیکی: «د نبی کریم صلی الله علیه وسلم په زمانه کې هم [د مرتد قتل] شوي حتی تر دې چی یو مرتد چی بیرته کافر شوي وو او مکې مکرمې ته تللی وو د مکې د فتحې په ورځ په حرم کې دننه قتل کړل شو.»
که دغه روایت ریښتیا وګڼو، نو حضرت رسول اکرم (ص) باید څلور اصول نقض کړی وی.
۱- د حرم کلمه په حرم شریف کی د قتل د تحریم معنی ورکوی. حتی د جاهلیت په دوره کی هم د کال په څلورو میاشتو کی د حرم په محوطه کی له قتل او وژلو نه امتناع کېده. په همدغه دلیل د قتل د تحریم د میاشتو له نومونو سره د حرام کلمه متصله استعمالېده: رجب، ذو القعدة، ذو الحجّة، او محرم (الحرام). حضرت رسول اکرم (ص) په دغه اصل ښه پوهېده او د کفارو د بېځایه قتلونو د دوامداره تحریم په خاطر یی په اسلامی تقویم کی د «نسی» د دیرلسمی میاشتی له منلو نه ډډه کوله (ددی موضوع مفصله شرحه زما په انګریزی ژبی مضمون کی د Stanizai.org په ویبپاڼه کی لوستلای سی). اوس هم کله چی په حرم کی احرام تړل کېږی د حرمت حیات حکم جاری کېږی او خلک لوڅی پښی (یا څپلیو کی) ګرځی چی حتی یو مېږی یی هم تر پښو لاندی له ژوند نه محروم نسی.
۲- مکه په جنګ نه، بلکه په سوله فتحه سوه. کله چی د مسلمانانو لښکری ښار ته ننوتلی، یو تن چی د مسلمانانو بیرغ یی په لاس کی نیولی و ویی ویل «الیوم، یوم ثار» یعنی نن د انتقام ورځ ده. حضرت رسول اکرم (ص) د هغه سړی له لاسه بیرغ ژر واخیسته او ویی فرمایل « الیوم، یوم الرحمة» او د عمومی عفوی اعلان یی وکړ چی د بلال حبشی او نورو په لوړو آوازو کی مکیانو ته ورسېد او ورسره جوخت د اسلام د سرسختو دښمنانو د سر او مال د تضمین اعلان وسو. یوازینی شخړه هغه وخت وسوه چی د مکی په جنوبی دروازه کی د عفوی له اعلان څخه ناخبره محافظینو د خالد بن ولید پر لښکریانو حمله وکړه چی په نتیجه کی د شپږو محافظینو له جملی څخه یو دوه کسه ووژل سول او نور یی و تښتېدل. احتمال لری چی د وژل سویو په جمله کی به کوم مرتد هم و، خو هغه د ارتداد په جرم نه، بلکه د یوی شخړی په ترځ کی وژل سوی.
۳- د حدیبیی سوله چی د حضرت رسول اکرم (ص) او د قریشو د نماینده سهیل ابن عمر تر مینځ امضا سوه یو شرط یی دا وه چی که د مدینی مسلمانان قریشو ته ور اوړی، قریش به هغه سړی بیرته مسلمانانو ته نه ورکوی. چی په دی مورد کی د ردة احتمال هم شامل کېدای سی او دا دلالت پر دی کوی چی قتل یی روا نه و.
په نتیجه کی د مجاهد صاحب روایت یوازی په هغه صورت کی د منلو وړ دی چی مونږ حضرت رسول اکرم (ص) د پورتنیو دریو تحریماتو او د قران د صریح امر نه په سرغړونی ملزم کړو. یعنی دا چی نه یی د حرم تحریماتو ته احترام کاوه، نه یی د مکی د فتحی عفوه په صدق اعلان کړی وه، نه یی د حدیبیی د سولی په تعهداتو وفا کوله، او نه یی د قران له مخی د حرمت حیات اصل ته وقع کښېښوده. نو آیا دغه خصلتونه له هسی یو چا سره ښایی چی امت یی «سرور کائینات» بولی او خدای «رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ» ګڼلی وی؟ که دغه راز جعلی روایاتو او احادیثو ته د سالم نقد او دقت په سترګه و نګورو، په غیرشعوری توګه په هغه چا چی ماموریت یی بُعِث ِلاُتَمِمَ مَکارِمَ الاخلاق و د ناوړه اعمالو د اتهام تور لګوو.
د حضرت ابوبکر صدیق (ر) د خلافت د وخت شخړی که څه هم د عوامو په اصطلاح «حروب الردة» بلل سوی، خو په واقعیت کی هغه جګړی د فساد فی الرض د شرط واجده مسألی وی. د حضرت رسول اکرم (ص) له رحلت نه وروسته د ځینو عربی قبیلو مشرانو د مسيلمة (کذاب)، طليحة، الأسود، اوسجاح په شمول اعلان وکړ چی د دوی د سولی تعهد یوازی له رسول اکرم (ص) سره وه او مکلف ندی چی له ابوبکر صدیق (ر) سره دغو تعهداتو ته ادامه ورکړی. دوی برسېره پر دی ادعا کوله چی که چېری محمد د پیغمبری ادعا کولای سوای، مونږ هم پیغمبران یوو. په دی ډول هغوی د رسول اکرم (ص) رسالت په تمسخر نیوه او د میثاق المدینه او صلح حدیبیه له تعهداتو نه یی سر غړاوه کومو چی په جزیرة العرب کی یی د جاهلیت د دوری متداومو خونړیو جګړو او ملوک الطوایفی استثمار ته خاتمه ورکړی وه او په مدینه کی یی د دارلاسلام یا د سولی د قلمرو له لاری د مدنیت تهداب ایښی و. نو ځکه ددغو ډلو بغاوت سیاسی او جګړه ماری اړخونه درلودل او خلک یی د خپلو شومو اعمال د تعمیل په خاطر د اسلام پر ضد پر ځان را ټولول. له دی کبله چی دغه تهدیدونه په هره معنی او هر تعبیر فساد فی الرض ګڼل کېدل، مسلمانانو د حضرت ابوبکر صدیق (ر) په قیادت د المائدی د سوری د ۳۳ آیت له مخی د جنګ حکم صادر کړ چی وایی: إِنَّمَا جَزَاء الَّذِينَ يُحَارِبُونَ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الأَرْضِ فَسَادًا أَن يُقَتَّلُواْ... دا ځکه چی په دغه آیت کی صریحاً د وَيَسْعَوْنَ فِي الأَرْضِ فَسَادًا مسألی ته اشاره سوی.
دغه وقایع په مجموع کی د رسالت د ادعا او سولی ته د تهدید معضله وه، نه د ردة، خو څنګه چی په متداول عرف کی دغه جګړی د «حروب الردة» په نامه بلل شوی، ځینی د کلمی له دغه غلط استعمال نه غلط استنتاج کوی او هغه د ارتداد لپاره د قتل د حکم د قضیی د مثال په توګه مطرح کوی. که دقت وکړو له لغوی نظره هم د «حرب» کلمه لکه د حروب الردة په عبارت کی د یو لښکر په مقابل کی اعلانېږی، نه د یوه فرد په مقابل کی. دغه لغوی وضاحت د شخصی اختیار او جمعی فساد توپیر څرګندوی، چی په لمړی کی یی فرد مخیّر دی او په وروستی مورد کی جامعه د امن په ساتنی مکلفه ده.
څلرمه برخه - د مرتد د قتل د تحریم یا جواز فقهی او حقوقی ابعاد
که د مجاهد صاحب د لیک مندرج اسناد معیار وګڼو، ویلای سو چی د خدای په کلام (قرانی آیاتو) کی د قتل حکم نسته، خو د بنده ګانو په ځینو روایاتو او احادیثو کی په استثنایی ډول د مرتد قتل جواز ګڼل سوی. په دی ارتباط مجاهد صاحب اضافه کړی چی د مرتد د قتل د جواز حدیث «امام بخاری روایت کړي او صحيح مرفوع حديث ده ترې انکار کول خطرناک کار ده،…» زه وایم د مرتد په قتل اسرار تر هغه هم خطرناکتر کار دی ځکه که دغه احادیث بی له کره کتنی او نتقادی نظره د حضرت رسول اکرم (ص) وینا وګڼو، وینو چی نعوذبالله خدای او رسول په یوه ژبه خبری نه کوی. او د حضرت سرور کائینات رسالت مورد د سوءال واقع کېږی.
په علم الحدیث کی د «مرفوع» کلمه یوازی د عنعنوی مبدی په لحاظ نسبی اعتبار لری. د مرفوعو احادیثو اعتبار د پنځو نورو درجو له مخی تعین کېږی چی هغه عبارت دی له مُسند، مرسل، مقطوع، مُعدِل، او معلق. برسیره پر دی د آحاد او متواتر معیارونه هم د حدیث اعتبار متأثر کوی. نو ځکه د مرفوع صفت په تنهایی سره د یوه حدیث د صحت اعتبار نه سی ثابتولی. له دغو تعاملاتی درجه بندی نه (د امام بخاری) اصولی معیارونه ډېر مهم دی چی په هغو کی د قران د محکماتو له صریح امر سره موافقت د یو حدیت د اعتبار لمړی شرط ګڼل سوی او له هغه سره متضاد موقف یو حدیث کاملاً نقض کوی.
کیداسی چی یو حدیث په فرع کی مرفوع او موجّه وی، خو په شرع کی مشروع نه وی. نو که له تخنیکی نظره یی د مرفوع حدیث شرایط پوره کړی وی، خو له اصولی نظره د قران د حکم مخالف وی، صحیح حدیث یی نسو بللی. پورتنی «مرفوع» ګڼل سوی حدیث د قران له دوه صریحو آیاتو سره چی محکمات دی په کامل تضاد کی واقع کېږی.
لمړی د شوری د سوری ۴۸ آیت چی فرمائی:«فَإِنْ أَعْرَضُوا فَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا إِنْ عَلَيْكَ إِلَّا الْبَلَاغُ». لوی خدای حضرت رسول اکرم (ص) ته مستقیماً وایی چی که هغوی ستا (له لاری) نه وګرځی، پوه سه چی مونږ ته ددی لپاره نی استولی چی (په دغه لاره) د هغوی ساتندوی و اوسی، ستا وظیفه پرته له تبلیغ نه بل څه نده.
دوهم مورد د النسا د سوری ۱۳۷ آیت دی چی معنی او استدلال یی له دغه «مرفوع» ګڼل سوی حدیث سره ټکر خوری: «إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ ثُمَّ كَفَرُواْ ثُمَّ آمَنُواْ ثُمَّ كَفَرُواْ ثُمَّ ازْدَادُواْ كُفْرًا لَّمْ يَكُنِ اللّهُ لِيَغْفِرَ لَهُمْ وَلاَ لِيَهْدِيَهُمْ سَبِيلاً». ددغه آیت د مطلب خلاصه دا ده چی که یو څوک یوځل ایمان راوړی او بیا له دین نه واوړی او بل ځلی بیا ایمان راوړی ورپسی بیا مرتد شی او له هغه روسته د دین په ردولو کی ځېل وکړی، خدای به یی نه وبخښی او نه به یی بلی لاری ته را وبولی.
۱- که چېری د مرتد قتل روا وای، چی یوځلی له دینه اوښتلی وای بیا به وژل سوی و او نور به تکرار مسلمان کېدلو او مکرر کافر کېدلو ته لکه چی دغه آیت اشاره ورته کوی ضرورت نه و. دغه قرانی آیت پخپله ثابتوی چی په مرتد د قتل حکم نسته او هرڅو ځلی چی وغواړی خپل دین ته تغیر ورکولای سی.
۲- دا چی خدای به مرتد نه بخښی او لار به نه ورښیی هغه بیله مسأله ده او د قتل په حکم دلالت نه کوی بلکه رد کوی یی، ځکه هغه جزا کېداسی چی په آخرت کی وی.
۳- له حقوقی نظره د یوه جرم ارتکاب د یوه جزایی حکم مستلزم دی یعنی یو څوک د یوه جرم په سبب دوه ځلی مجازات کېدای نسی. او تر ټولو عادل خدای په دی پوهېږی. که یو مرتد ووژل سی، د خپل عمل په جزا رسېږی، نو بیا د خدای د جزا ورکولو موجبات له مینځه ځی. نو که د خدای د جزا حکم د بنده د جزا تر حکم نه مقدم وی، او خدای د پورتنی آیت په ذریعه د خپل حکم تقدم اعلان کړی وی، نو بیا د بنده له خوا جزا ورکولو ته چی موأخر دی ضرورت نسته.
۴ـ له شرعی نظره که مرتد د خدای له دین نه اوړی، خدای به جزا ورکوی، ځکه دا مسأله د حق الله ده، نه د حق العبد. نو بیا دغه د جزا ورکولو صلاحیت په کوم روایت او کوم صلاحیت نعوذبالله له خدای نه واخیستل سو او بنده ته منتقل سو، په داسی حال کی چی د قران په شهادت د مرتد د جزا صلاحیت خدای ځان ته ورکړی، نه بل چا ته.
۵-د علم الکلام له مخی تحریم یعنی د یو امر حرام ګرځول یوازی د لوی خدای انحصاری حق دی. د تحریم د سوری لمړی آیت (چی شأن نزول یی ددی مضمون له حوصلی وتلی) لوی خدای حضرت رسول اکرم (ص) ته یادونه کوی چی «يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ لِمَ تُحَرِّمُ مَا أَحَلَّ اللَّهُ…» یعنی ای زما آستازی! هغه څه چی خدای حلال ګرځولی ته یی نسی حرامولی. ددغی مسألی د اهمیت په خاطر دغه سوره د «تحریم» په نامه نومول سوی چی په حلال یا حرام ګرځولو کی د لوی خدای په مطلق صلاحیت باندی تاکید وسی. موکداً خدای د تحریم حق حتی خپل حبیب او آستازی محمد مصطفی (ص) ته ندی ورکړی، نو څه رسی دی ته چی د دوهم یا دریم ردیف یو فقهه یا «عالم» د موهومو روایاتو له مخی ددغه صلاحیت ادعا وکړی او د خدای پر حلالو د حرامو حکم وکړی یا بالعکس.
نتیجتاً ویلای سو چی لوی خدای چی عالم الغیب دی په بنده ګانو کی ددغه شان فقهی بغاوت پیشبین و، ځکه په قران کی په تأکید او تکرار سره هرهغه څوک چی د خدای د صریح امر پر خلاف فتوا ورکوی غندل سوی: د المائدی د سوری په ۴۴، ۴۵، او ۴۷ پرله پسی آیاتونو کی ددغه حکم سرغړونکی په ترتیب سره کافران، ظالمان، او فاسقان بلل سوی: «وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ» ۴۴ آیت، « وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ» ۴۵ آیت، او «وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ» ۴۷ آیت. برسیره پر دی د الانعام د سوری ۱۴۴ آیت فرمائی: «فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللّهِ كَذِبًا لِيُضِلَّ النَّاسَ بِغَيْرِ عِلْمٍ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ». یعنی تر هغه چا چی له علمه پرته پر خدای باندی درواغ تړي او خلک گمراهی ته سوق کوی نور ظالم نسته. بيشكه چی خدای ظالمو قومونو ته هدايت نه كوي.
پنځمه برخه - روانی روحیاتی دلایل:
په اسلامی روانی او روحیاتی عرفان کی د نفس وژنه په دی معنی ده چی انسان له ځان محوری نه خدای محوری ته واړوی، خپل نفسانی دیدګاه د خدای پر قدسیت را وڅرخوی او خدای د عقلانیت له محدودی او د ذهنی تصور نه په آخوا وپېژنی-هسی چی له عظمت سره یی ښایی. خو که نفس مهار نسی، هر انسان به د ځان محوری په تکلیف اخته وی او خپل ځان به د نړی او حتی د کائیناتو مرکز ګڼی. یعنی «زه چی نه یم دنیا دی نه وی». په دغه ځان محوری ذهنیت کی مونږ د خدای عظمت په خپل ذهنی محدوده کی داسی کوچنی کوو چی په خوله آلله اکبر وایوو خو په عمل کی اکبر په اصغر تبدیل سوی وی. ځکه مونږ خدای دومره کوچنی کړو چی یوازی زمونږ د شخصی، قومی، فرقه يي، او مذهبی ذهنیت په ابعادو کی ځایېږی. زمونږ د ذهن د محدودی خدای چی د رب العالمین صفت نه ورسره ښایی په حقیقت کی زمونږ یاغی او سرکش نفس دی چی د شرک نقاب یی اغوستی او ادعا کوی چی یوازی مونږ خدای په صحیح توګه پېژنو او پرته له مونږ نه نور ټول کافران دی.
انسان په خپل حیوانی خصلت کی غریضتاً ځان د ځان د بقا په خاطر ته هرڅه او هرچا ښه بولی او هرهغه څه چی یی ځان ته نژدی وی او په ځان پوری یی مربوط وی هغه ورته منظور وی. نو هسی چی خپل ځان تر نورو لوړ ګڼی، طبعاً خپل پېژندل سوی خدای هم د نورو له پېژندل سوی خدای نه لوړ ګڼی. په همدغه مقطع کی که څوک د دوی د ذهن د پېژندل سوی خدای له لاری څخه د بل چا د ذهن پېژندل سوی خدای ته رجوع کوی، نو هسی بد یی ګڼی چی که یی لاس پری بر سی، قتل یی د مرتد په نامه روا ګڼی.
په پورتنی استدلال کی له ځان نه مطلب نفس دی او له نفس سره مبارزه دا معنی لری چی ځان تر هر اصغر لا هم اصغر و ګڼل سی او خدای تر بل هرڅه اکبر وګڼل سی. نو ښایی چی نفس له هغو ذهنیتونو نه چی د ذهنی«مونږ والی» پالنه کوی، تذکیه سی. تر هغو چی مونږ د خپل منیت او انانیت په لومو کی ایسار یوو، خدای ته نه رسېږو.
له روانی نظره د افغانستان پنځه دېرش کلنو جګړو د خلکو ذهنیت له جګړه ماری او دهشت سره داسی عیار کړی لکه وږی سړی چی ۲ + ۲ څلور ډوډۍ شمېری. احتمالاً په همدغه سبب ځینی مسلمانان په غیر شعوری توګه ددغه جګړه ماری ذهنیت د تسلط له امله د خدای د حبیب او سرور کائینات حضرت رسول اکرم (ص) په خصلت کی پرته له قتل او قتال نه بل هیڅ صفت نه وینی. د مثال په توګه، زما د څو وروستیو ورځو شخصی تجربی له مخی یوه ورځ د اسلمیار صاحب په ویدیو کی په یوه «حدیث» استناد کېږی چی «من بدل دینه فقتلوه»، څوک چی له دین نه واوړی ویی وژنی، بله ورځ عبدالقدیر مهمند لیکی چی: أمرت أن أقاتل الناس حتى یشهدوا أن لا إله إلا الله، بله ورځ زبیح الله مجاهد لیکی چی: «د نبی کریم صلی الله علیه وسلم په زمانه کې هم [د مرتد قتل] شوي حتی تر دې چې یو مرتد... د مکې د فتحې په ورځ په حرم کې دننه قتل کړل شو»، بله ورځ عبدالرحیم ثاقب لیکی:«عن أبي سعيد ، قال : قال رسول الله (صلى الله عليه وسلم) : إذا بويع لخليفتين فاقتلوا الآخر منهما ، رواه مسلم في الصحيح ،» یعنی کله چی دوه خلیفه ګانو ته بیعت وسی، نو دوهم خلیفه یی ووژنی.
دغه وروستی حدیث مشروع او منطقی سوالونه را مینخ ته کوی.
۱- کله چی خلیفه د وژلو مستحق وی نو بیا ولی بیعت ورته وسی؟
۲- له لغوی نظره خلیفه هغه څوک دی چی له چا وروسته راځی. دا حدیث په داسی صورت کی معتبر ګڼلی سو چی حضرت رسول اکرم (ص) ته د خدای د عالم الغیب صفت اطلاق کړو. (له عقیدتی نظره بنده ته په تعریف توګه د خدای د صفت اطلاق خفی شرک ګڼل کېږی.) او ووایوو چی حضرت رسول اکرم (ص) پوهېده چی تر ده وروسته به بیا خلافت وی او حضرت علی ابن ابی طالب او معاویه به دواړه د خلافت اعلان کوی او دی به لا دمخه د خپل غیب علم په اساس فیصله کوی چی هغه دوم خلیفه یعنی معاویه دی ووژل سی. له منطقی نظره د څومره پېښو احتمال باید قاطعیت پیدا کړی څو ددغی فرضیی حقیقت ثابت سی؟
۳- حضرت رسول اکرم (ص) د معتبرو معاصرو لوېدیزو او ختیزو ټولنپوهانو او عالمانو له خوا د خپل درایت، تعقل، استدلال، نبوغ، او روحانیت له مخی د بشریت په تاریخ کی موفقترین او موءثرترین رهبر پېژندل سوی. دا چی اسلام د سولی او سلم دین پېژندل سوی علت یی دا دی چی رسول یی د سولی طرفدار و او د امکان تر وروستی حده یی له جنګ نه پرهیز کاوه، مګر دا چی په دفاعی حالت کی به ورباندی تحمیل سو. نو بیا څنګه د جعلی احادیثو له مخی چی بلا استثنی ټول «صحیح» ګڼل کېږی، دده نوم له قتل او وژنی سره مترادف استعمالېږی، او ددغه راز غیر مسوءلانه عمل له لاری داسی ذهنیت خلق کېږی چی ګڼی حضرت رسول اکرم (ص) د هر مشکل د حل لپاره پرته د قتل له حکم نه بله لاره نه لیدله؟
هسی چی د اسلام دښمنان د مترادف استعمال له لاری عمداً د اسلام او دهشت او ترور تر مینځ ذهنی تعادل پیداکوی، ځینی مسلمانان د مترادف او مکرر استعمال له لاری د حضرت رسول اکرم (ص) او قتل او قتال تر مینخ په غیر شعوری توګه ذهنی تعادل خلق کوی. دغه کار نه یوازی دا چی د اسلام د دښمنانو کار آسانوی، بلکه قتل د هر مشکل حلال ګڼل داسی منفی ذهنیت ترویج او ترغیب کوی چی ځینی د اسلام تر بیرق لاندی، د تکبیر په ویلو سره د عقیدتی تفاوت په لحاظ په وحشتناکه بی تفاوتی کی د خلکو سرونه غوڅوی او ددغه عمل پر بنا نړی ته اسلام د سولی دین معرفی کوی. په دی توګه پردی پر ځان خندوی، او خپل پر ځان ژړوی: «کم عقل هغومره پر بل نکوی، لکه پر ځان چی یی کوی.»
حسن ختام
د حسن ختام په توګه مطلب داسی خلاصه کوو چی په اوسنی اسلامی ذهنیت کی عرفی او شرعی سرحدونه مختلط سوی. ډېر رسوم او عادات چی د یهودی او نصرانی عرف بناوی لری او د ډله ایزو او جمعی مسلمان کېدو په وخت کی د اسلامی ثقافت قلمرو ته راوړل سوی، د اجتماعی رسومو له مخی له شرعی احکامو سره ګډ سوی چی د وخت په تېرېدو سره خلکو په غلطه قرانی منزلت ور بخښلی. د مثال په توګه د جزا د قانون په اړوند مسلمانان د ردة او سنګسار په دوه مورده کی په غیرشعوری ډول د قران د حکم خلاف د کلیمیانو او مسیحیانو خصلتونه غوره کړی. د کلیمیانو جزایی قوانیونو کی د سنګسار حکم مروج دی او مسیحی اروپا د تیاری او ظلمت په دوره کی غیر مسیحی خلک په صلیب تړل او سوځول یی، په داسی حال کی چی له پېړیو را هیسی د اسلام په متمدنه نړی کی په میلیونو غیرمسلمانانو په امن کی ژوند کاوه.
په اسلامی ټولنه کی نه یوازی عادی خلک د دیانت د تعصب له قید نه آزاد و، بلکه مشهور پوهان لکه د اسلامی فلسفی نابغه محمد ابن ذکریا الرازی دده د فی النبوه او فی المتنابعین آثارو له مخی ځینو مرتد ګاڼه. خو مسلمانانو پر د دقتل حکم نکاوه، بلکه دده رسالی او کتابونه یی په پراخه سطحه لوستل، ژباړل، او تدریس کول. هغه وخت چا ځکه د اسلام دفاع نه کوله چی اسلامی تمدن غښتلی و او د نظر د تفاوت او اختلاف تحمل یی درلود.
خو اوس حالت معکوس سوی. داسی خلک چی په اصطلاح الف یی په ځیګر کی نسته د اسلام مدافعین ګرځېدلی. په واقعیت کی دوی خپل ذهنی انجماد د اسلامی تفکر له تحرک، ترقی، استقلال او خلاقیت سره په تضاد کی وینی، د زمانی د سیر، د بشری تکامل، او په عمل کی د قران د کاملاً عیار او نه زړېدونی رسالت نه منکر دی.
که پاکی جز د ایمان وګڼو، هسی چی د تن طهارت د عبادت لپاره ضرور دی، د نفس تذکیه د الهیاتو او معنوی قرب لپاره شرط دی. که خلک د «اسلام د دفاع» پر ځای له خپل اماره نفس سره مبارزه وکړی، او په اعتقادی مسأیلو کی له خرافاتو، عرفیاتو، عنعناتو، جعلی احادیثو او روایاتو نه مخ واړوی، د توبی د لغوی معنی پر بنا خدای ته ور واوړی، او ذاتی قدسیت یی د قرانی آیاتو په رڼا کی ولټوی، دوی به روحاً آرام وی، او اسلام به غښتلی او پیاوړی وی.
خدای تر هرڅه لوی دی.
۱۱
سرخلاصئ لیک
د رسالت د تعدیل مسأله
ښاغلی مومند صاحبه،
د جهاد د پخوانی قوماندان په حیث ستاسو سرښندنی د قدر وړ دی او اوسنی سیاسی هلی ځلی مو د یادونی وړ دی. ستاسو سیاسی دریځ د افغانستان د مملکتی منابعو د ساتنی او ملی منافعو د دفاع په برخه کی د تقدیر وړ دی. خدای د نور هم توان او بری په نصیب کړه.
ستاسو څو لیکو نه او ورسره مل ویدیوی کلیپونه راورسیدل، له ځینو نه یی مننه کوم او له نورو نه یی د ګیلی یادونه کوم چی دغه لیکنه ستاسو د وروستی برېښنالیک په اړه دی. هیله ده زما دغی کره کتنی او نقد ته د ښېګڼی او ورورګلوی په سترګه وګوری.
۱- تاسو د افغانستان د سیاست په اړوند د ځینو اشخاصو پرضد سیاسی موضع نیولی. دا ستاسو مسلم حق دی خو ښه به دا وی چی د دوی اعمال وغندی، خو په شخصیاتو یی تعرض و نکړی. ددوی پر کړو وړ انتقاد وکړی، خو په کورنی او خپلوانو یی تورونه و نه لګوی. ځکه له یوی خوا دغه شان شعار بازیانی د جهاد د پخوانی قوماندان له حیثیت سره نه ښایی او له بلی خوا له خپل نفس سره د جهاد په سنګر کی ماتی دی او هم د قران له صریح امر نه تېری چی په تاکید سره یی څه ناڅه اوه ځلی هر څوک د خپلو اعمال مسوءل ګڼلی دی، نه د نورو د اعمالو. سوره الانعام: آیت ۱۶۴: وَلاَ تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى.
۲- ستاسو وروستی برېښنالیک کی د یوه ویدویی کلیپ د لیدلو تجویز شوی. په دغه ویدیو کی زما په زعم د لوی خدای پر استازی حضرت محمد (ص) باندی لوی تهمت لګول شوی. له تدبر او تفکر نه پرته ددغی ویدیو ویشل په سلهاو مسلمانانو باندی مسوءلانه نه برېښی:
لطفاً دغه ویدیو یوځل بیا وګوری. په ۳۹ دقیقه کی هغه وخت چی اسلمیار صاحب غواړی د خپل غلط استدلال لپاره پر قران آستناد وکړی متوجه کېږی چی قرانی استناد نشته نو بی درنګه او په غیر مسوءلانه توګه پر داسی یو جعلی حدیث اتکا کوی چی د قران د صریح امر لاَ إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ قَد تَّبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ (سوره البقره: آیت ۲۵۶) پر ضد او د حضرت رسول اکرم (ص) د اخلاقو و سیاسی او دینی کړنلاری سره سل په سلو کی تضاد واقع کېږی او وایی چی ګڼی د خدای آستازی ویلی دی چی «من بدل دینه فقتلوه» او له دغه عربی عبارت نه د اورېدونکی په ذهن کی داسی انتباه خلق کوی چی ګڼی هرهغه څوک چی مسلمان نشی، باید ووژل شی.(په دغه ویدیو کی ډېر نور مطالب هم شته چی په هغو کی دموکراسی د غرب میراث ګنل شوی نه د اسلام میراث او د حضرت رسول اکرم سنت او په دغو نیمګړیو تعریفاتو کی د الهی حاکمیت، سیاسی مشروعیت، اداری صلاحیت مربوط مطالب سره قلع و قمع شوی چی زه نه غواړم پر هغو دلته بحث وکړم.)
خبره دلته ده چی تاسو هم په خپله لیکنه کی د اسلمیار صاحب د تعریف پلوی او تاید کړی او لیکی چی
«همچنان رسول الله صل الله علیه وسلم میفرماید:
أمرت أن أقاتل الناس حتى یشهدوا أن لا إله إلا الله وأن محمداً رسول الله ویقیموا الصلاة ویؤتوا الزكاة فإذا فعلوا ذلك عصموا منى دماءهم وأموالهم إلا بحق الإسلام وحسابهم على الله
"مأمور شدم تا زمانی با مردم بجنگم که شهادت لا اله الا الله محمد رسول الله را بگویند و نماز را برپا دارند و زکات را بپردازند، هرگاه چنین کردند، خون ها و اموال شان را محفوظ ساختند مگر به حق اسلام و حساب شان بر الله است."»
تر کومه ځایه چی ما قران لوستلی در حضرت رسول اکرم (ص) رسالت مغایر او متضاد د هغه څه دی چی تاسو د حدیث په نامه وړاندی کړی ځکه په قران کی څه نا څه ۴۳ ځله په تکرار سره راغلی چی حضرت رسول (ص) ته در لارښوونکی او خبر ورکونکی رسالت ورکړ شوی دی، نه د وژونکی او قتل کونکی. مثلاً د سوره البقره په ۱۱۹ آیت کی: إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ بِالْحَقِّ بَشِيرًا وَنَذِيرًا وَلاَ تُسْأَلُ عَنْ أَصْحَابِ الْجَحِيمِ همدغه شان د سوره الفرقان په ۵۶ آیت کی: وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا مُبَشِّرًا وَنَذِيرًا خو د حضرت رسول اکرم (ص) تر ټولو لوی رسالت چی د خدای له ډېر معتبر صفت نه یی لغوی ریښه اخیستی د سوره الانبیا په ۱۰۷ آیت کی بیان شوی:
وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ
ددغو قرانی آیاتو او ستاسو د «حدیث» د مطلب تر مینځ صریح تضاد واقع کېږی. نو دا چی تاسو ادعا کوی چی حضرت رسول اکرم (ص) د غیر مسلمانانو په قتل مامور شوی دا معنی لری چی یا خو یی په ماموریت او رسالت کی تغیر راغلی، یا دا چی په قران کی به نعوذ بالله اشتباه وی او که دغه دوه امره صحیح نه وی نو امکان لری چی ستاسو او د اسلمیار صاحب دغه احادیث چی در قران له امر سره تضاد واقع شوی جعلی دی. محض دا چی یو عبارت په عربی بیان شی د حدیث حیثیت نشی درلودلی په تېره بیا چی د دین په مورد کی د قران د صریح امر سره تضاد واقع کېږی. له بلی خوا ستاسو ادعا له انسان نه د اختیار اصل په تحریم دلالت کوی. او د اختیار په غیاب کی نه یوازی عبادت خپله معنی له لاسه ورکوی بلکه د اختیار تحریم په اسلام کی د عقیدتی تعهد یا میثاق الست عمده اصل نفی کوی چی توجیه یی په قران کی د خلقت او د جنت د داستانونو په متونو کی توضیح شوی.
بر عکس که ستاسی حدیث تر قران نه معتبر وګڼل شی، نو مسلمانان د سنت په داسی یو امر مکلف کېږی چی اجرا یی ناممکنه ده او مسلمانان باید وخت له لاسه ور نه کوی ځکه په دنیا کی شپږ زره میلیونه غیر مسلمانان شته چی لمونځ نه کوی، زکات نه ورکی او ستاسی د حدیث له مخی یی وینه او مال محفوظ ندی، نو ددغو ټولو وژنه ډېر وخت غواړی چی باید ژر تر ژره یی وژنی ته اقدام وشی. په تېره بیا چی دغه کار په تېرو څورلس سوه کاله کی پخوانیو مسلمانانو نه دی پر ځای کړی ګڼی چی هغوی په اسلام، سنت، او حدیث ښه نه پوهېدل.
۳- بل دا چی تاسو په بی لګامه توګه د هرچا او هرڅه په مقابل کی د تکفیر فتواګانی صادری کړی. د مثال په توګه: « کسانیکه اولادهای شان در پوهنتون های خارج تحصیل میکنند مسلمان نیستند!!؟؟» (آیا اولادونه یی کافر ګڼل کېږی او که مور او پلار یی هم؟ او د اسلمیار صاحب د حدیت له مخی باید دغه ټول ووژل شی؟)
تاسو مهربانی وکړی او خپلو لوستونکو ته توضیح کړی چی تاسو په کوم علمی صلاحیت، د قران د کوم آیت پر استناد، د حضرت رسول اکرم (ص) د کوم سنت په پیروی، د شریعت د اصولو پر کومه بنا، د فقی مکتبونو د کومو مندرجاتو په لحاظ، یا اقلاً د کوم منطقی استدلال د مسبباتو له مخی د تکفیر دغه فتوا صادره کړی؟ او که په دغه مورد کی قرانی استناد، محمدی سنت، علمی صلاحیت، فقی استعداد، او تحقیقی استناد نلری، نو لطفاً خپل اخلاقی مسوءلیت پر ځای کړی، د تکفیر پر ځای د تفکر لاره غوره کړی او ټولو هغو کسانو ته چی دغه لیک مو وراستولی خپل موقف ورښانه کړی.
د یو ورو په حیث زما پوښتنه دا ده چی آیا تاسو د خپل ایمان په قدر او ارزښت نه پوهېږی چی داسی یی په ټیټه بیعه د تهمت لګولو له لاری مفته بایلی؟ پر یو چا د خیانت تور لګول که څه هم اثبات ته ضرورت لری د یو چا د اعمالو د شهود له مخی مطرح کېدای شی. خو تکفیر پخپله کفر دی ځکه چی ایمان په زړه کی دی او یو انسان د بل انسان د زړه پر حال شهادت نشی ورکولای. نو هسی چی دغه قدرت یوازی د خدای په انحصار کی دی او هیڅ بنده یی د ادعا حق نه لری، په اسلام کی د «تصدیق بالقلب و اقرار بالسان» اصل مراعت کېږی او تکفیر او ارتداد جایز ندی. خو ځینی یی له اروپایی مسیحیت نه په تقلید سره په کار اچوی.
بیا می هم له تاسو نه هیله دا ده چی تاسو د سنګر د یوه مجاهد په توګه ډېر زحمتونه ګاللی چی خدای به یی اجر او ثواب در په نصیب کړی، خو د قلم او کتاب په جهاد کی مهم دادی چی د نقلانی شریعت پر ځای د عقلانی شریعت لاره غوره کړی او د احساساتو تر څنګ تعقل او سنجش په کار واچوی او هر عبارت محض دا چی په عربی لیکل شوی حتماً فقی اعتبار ورنکړی. عبارت د معنی تابع وی که د یوه عبارت معنی د قران د معنی پر ضد واقع کېږی، معتبر ندی صرف نظر له دی چی څوک یی په څه نوم یادوی یا نوموی.
ستاسو د ورور په توګه ستاسو د علمی توضیحاتو په هیله،
زمان ستانیزی
محترمه وروره عبدالقدیر مهمند صاحبه،
زه د افغانستان د سیاسی کړکیچ په هکله ستاسو د احساس درک کولای شم او ستاسی سیاسی هلی ځلی د قدر وړ ګڼمه. زما د تېر لیک مطلب یوه یادونه وه چی کله کله ستاسو د زړه احساس د قلم په ژبه طغیان کوی او د مسائلو په تحلیل او توضیح کی دقت او سنجش د تأمل د غیبت قربانی کېږی.
که تاسی د عینی شواهدو پر بنا په سیاسی اشخاصو او حکومتی مامورینو د خیانت او بېغوری اتهام لګوی، خپل ملی او انسانی مکلفیت پر ځای کوی. خو که د دوی پر اعتقاداتو د تکفیر حکم کوی، یوڅه تأمل په کار دی.
زه ستاسو د لیکل شویو آیاتونو په معنی، مطلب، او حقیقت پوهېږم او ایمان پری لرم ځکه د قران په استناد خدای «عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ» او «عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ» ګڼم چی د انسان پر عقلانی، روحی، او حسی اسرارو پوهېږی. په دی لحاظ د ایمان، اسلام، کفر، یا رده په اړوند د اعتقادی افکارو او اندېښنو حقیقت چی د انسان په ذهن او زړه کی پټ ساتلی دی، پوهېدل یی یوازی د خدای د قدرت په قلمرو کی دی. څوک چی ددغو اسرارو د پوهېدو ادعا کوی او د هغو پر بنا، د یو چا د ژبی له اقرار نه پرته، پر هغو د کفر او ارتداد الزام لګوی په غیر شعوری توګه ځان عالم الغیب ګنی او د خدای په منحصر صفت کی اشتراک کوی. شرک کفر دی. هر هغه صفت چی د خدای انحصاری حق وی او بل څوک یی د تصاحب ادعا وکړی، مدعی مشرک ګڼل کېږی. ابلیس چی د خدای پر یو منحصر صفت یعنی د کبریایی ذات په تکبر ادعا وکړه، لعنت شو.
خدای هم قادر دی او هم قدیر یعنی هم د هرڅه قدرت لری او هم نورو ته قدرت وربخښی. تاسی قدیر نه یاست، بلکه عبدالقدیر یاست. نو که پر عبدیت او عبودیت اسرار وکړی او د قدیر صلاحیت قادر خدای ته پرېږدی، ښه بنده ګی به مو کړی وی او خدای به مو د اجر سزاوار وګرځوی.
هیله ده چی زما له یادونی او زغردو ویلو نه مو خاطر نه وی رنځېدلی.
په وروګلوی کی مو درناوی کوم،
زمان ستانیزی
د زبیح الله مجاهد لیکنه
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته! د مرتد قتل یوه اتفاقی موضوع ده، ټول فقهاء په دې خبره متفق دي چې که څوک له اسلام څخه بیرته وګرځيد قتل يي واجب ده، او دا د مرتد لپاره حد ده، خو البته درې ورځې وخت به ورکول کيږي چې بیرته توبه وکړي، او دلايل به ورته ویلي کيږي چې اسلام بیرته ومني او که بیا بیا يي انکار وکړ بیا د ردة حد پرې جاري کيږي دا کار خلفاء راشدينو کړي او د نبی کریم صلی الله علیه وسلم په زمانه کې هم شوي حتی تر دې چې یو مرتد چې بیرته کافر شوي وو او مکې مکرمې ته تللی وو د مکې د فتحې په ورځ په حرم کې دننه قتل کړل شو. دا حديث چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم ويلي (من بدل دینه فقتلوه) امام بخاری روایت کړي او صحيح مرفوع حديث ده ترې انکار کول خطرناک کار ده، بايد ډير احتیاط وشي او دخپل مزاج سره سم د شريعت څخه تعبیر سم کار نه ده، دا موضوع چون یوه خطرناکه او خورا حساسه موضوع ده نو باید په دې اړه د فقهاؤو تشريحاتو او تصريحاتو ته مراجعه وشي او لکه نور سیاسی مسائل او تحلیلونه له ځانه په کې قيل اوقال ونه کړل شي، د ابوبکر صديق رضي الله تعالی عنه په زمانه کې مانعين د زکات د ارتداد او د دين له يوه حکم (زکات) څخه د ګرخيدو په جرم قتل کړل شول او لویه جګړه ورسره وشوه ټولو صحابه وو په کې برخه واخیسته . نو که څوک له ټول دين څخه بیرته انکار کوي او نه يي منی بیا يي ولي قتل نه ده جايز؟ په داسې حال کې چې خلفاء راشدینو د مرتد قتل جایز بللی وی او د صحابه وو په مجمع کې يي د هغو په ګډون قتل کړي وي ، نو آيا موږ ويلي شو چې خلفاء راشدين او صحابه کرام په قران نه پوهیدل ځکه يي داسې کړي وو؟ البته دا قتل هم عام خلک نشي کولای باید د علماؤ او قضاتو لخوا حکم ورکړل شي. البته یوه زیاتونه باید بله هم وکړو چې د مرتد حکم په هرچا باندي کول خورا خطرناکه مسئله ده . په دې اړه که وخت وي او له عربي ژبې سره ممارست وي نو لاندي عربي څيړنه کې هم ډير څه شته البته د ۴ مذاهبو د علماؤو اقوال را اخيستل شوي دي چې د مرتد په اړه يې فيصله د قتل ده. د مرتد تعريف د فقهاؤو له اقوالوسره: تعريف الردة الرِّدَّة هي الرجوع عن الإسلام كلياً أوجزئياً بإنكار ما هو معلوم من الدين ضرورة، بنفي ما أثبته الله ورسوله، أوإثبات ما نفاه الله ورسوله، وتكون بالفعل، والترك، والنطق، والاعتقاد، والشك، جاداً كان المرتد أم هازلاً. وبلفظ آخر أن يرتكب الإنسان ناقضاً من نواقض الإسلام. قال الكاساني الحنفي المتوفي 587هـ في بدائع الصنائع4: (أما ركن الردة فهو إجراء كلمة الكفر على اللسان بعد وجود الإيمان، إذ الردة عبارة عن الرجوع عن الإيمان). وقال الصاوي المالكي المتوفى 1241هـ في "الشرح الصغير"5: (الردة كفر مسلم بصريح من القول، أوقول يقتضي الكفر، أوفعل يتضمن الكفر). وقال الشربيني الشافعي المتوفى 977هـ في "مغني المحتاج"6: (الردة هي قطع الإسلام بنية أوفعل، سواء قاله استهزاءً أوعناداً أواعتقاداً). وقال البهوتي الحنبلي المتوفى 1050هـ في "كشَّاف القناع"7: (المرتد شرعاً الذي يكفر بعد إسلامه نطقاً، أواعتقاداً، أوشكاً، أوفعلاً). دمرتد د کافرکيدو دلايل: أدلة كفر المرتد كثيرة جداً، منها: • قوله تعالى: "ومن يرتدد منكم عن دينه فيمت وهو كافر فأولئك حبطت أعمالهم في الدنيا والآخرة وأولئك أصحاب النار هم فيها خالدون".8 قوله تعالى: "ولئن سألتهم ليقولن إنما كنا نخوض ونلعب قل أبالله وآياته ورسوله كنتم تستهزئون لا تعتذروا قد كفرتم بعد إيمانكم".9 وقوله: "إن الله لا يغفر أن يُشرَك به ويغفر ما دون ذلك لمن يشاء".10 وقوله: "إن الذين آمنوا ثم كفروا ثم آمنوا ثم كفروا ثم ازدادوا كفراً لم يكن الله ليغفر لهم ولا ليهديهم سبيلاً".11 وقوله: "ولا ترتدوا على أدباركم فتنقلبوا خاسرين".12 وقوله: "من كفر بالله من بعد إيمانه إلا من أكره وقلبه مطمئن بالإيمان ولكن من شرح بالكفر صدراً فعليهم غضب من الله ولهم عذاب عظيم. ذلك بأنهم استحبوا الحياة الدنيا على الآخرة وأن الله لا يهدي القوم الكافرين"13، فلم يستثن إلا المكره من الكفر. وقال عن كفر المنافقين الذين يتظاهرون بالإسلام ويبطنون الكفر: "ولا تصلِّ على أحد منهم مات أبداً ولا تقم على قبره إنهم كفروا بالله ورسوله وماتوا وهم فاسقون".14 وقال مميزاً المنافقين على إخوانهم الكافرين لعظيم ضررهم على الإسلام والمسلمين: "إن المنافقين في الدرك الأسفل من النار ولن تجد لهم نصيراً".15 وقوله تعالى: "كيف يهدي الله قوماً كفروا بعد إيمانهم وشهدوا أن الرسول حق.. أولئك جزاؤهم أن عليهم لعنة الله والملائكة والناس أجمعين".16 وقال عن كفر تاركي الصلاة: "ما سلككم في سقر. قالوا لم نك من المصلين. ولم نك17 نطعم المسكين. وكنا نخوض مع الخائضين18. وكنا نكذب بيوم الدين".19 • وقال عن المنافقين: "ذلك بأنهم آمنوا ثم كفروا فطبع على قلوبهم فهم لا يفقهون".20 د مرتدحکم په شريعت کې: حكم المرتد (أ) في الدنيا 1. يُفرَّق بينه وبين زوجته، فإن تاب قبل انقضاء عدتها رجعت إليه، وإن انقضت عدتها قبل أن يتوب تبيَّن فسخ النكاح منذ ارتداده، سواء كانت ردته قبل الدخول بها أوبعد الدخول. 2. يُمنع من التصرف في ماله، وينفق منه على عياله، وتقضى ديونه. 3. لا يرث، ولا يورث، لقوله صلى الله عليه وسلم: "لا يرث المسلمُ الكافرَ ولا الكافرُ المسلمَ"21، ويكون ما تركه فيئاً لبيت مال المسلمين، ومن أهل العلم من قال لورثته. قال القرطبي عن ميراث المرتد: (قال علي بن أبي طالب، والحسن، والشعبي، والحَكَم، والليث، وأبوحنيفة، وإسحاق بن رَاهَوَيْه: ميراث المرتد لورثته من المسلمين، وقال مالك، وربيعة، وابن أبي ليلى، والشافعي، وأبو ثور: ميراثه في بيت المال).22 والراجح ما ذهب إليه مالك والشافعي ومن وافقهما أن ميراثه لبيت مال المسلمين، للحديث: "لا يرث المسلمُ الكافرَ.."، وينفق على عياله من بيت مال المسلمين. 4. يُقتل المرتد من غير استتابة إن قُدِر عليه، إذا كانت ردته مغلظة، لأن الردة تنقسم إلى قسمين: • مغلظة، وهي ما تكون مصحوبة بمحاربة الله، ورسوله، وأوليائه من العلماء العاملين، وعداوتهم، والمبالغة في الطعن في الدين، والتشكيك في الثوابت. • ومجردة، وهي التي لم تصحب بمحاربة ولا عداوة ولا طعن وتشكيك في الدين، وكل الآثار التي وردت في استتابة المرتد متعلقة بالردة المجردة. قال شيخ الإسلام ابن تيمية رحمه الله: (إن الردة على قسمين: ردة مجردة، وردة مغلظة شرع القتل على خصوصها، وكلاهما قد قام الدليل على وجوب قتل صاحبها، والأدلة الدالة على سقوط القتل بالتوبة لا تعمُّ القسمين، بل إنما تدل على القسم الأول ـ الردة المجردة ـ كما يظهر ذلك لمن تأمل الأدلة على قبول توبة المرتد، فيبقى القسم الثاني ـ الردة المغلظة ـ وقد قام الدليل على وجوب قتل صاحبها، ولم يأت نص ولا إجماع على سقوط القتل عنه، والقياس متعذر مع وجود الفرق الجلي، فانقطع الإلحاق، والذي يحقق هذه الطريقة أنه لم يأت في كتاب ولا سنة ولا إجماع أن كل من ارتد بأي قول أوبأي فعل كان فإنه يسقط عنه القتل إذا تاب بعد القدرة عليه، بل الكتاب والسنة والإجماع قد فرَّق بين أنواع المرتدين).23 قال في "نيل المآرب في تهذيب عمدة الطالب"24: (ولا تقبل في الدنيا توبة من سبَّ الله تعالى، أورسوله، سباً صريحاً، أوتنقصه، ولا توبة من تكررت ردته، بل يقتل بكل حال، لأن هذه الأشياء تدل على فساد عقيدته). 5. يتولى قتله الإمامُ أومن ينوب عنه. 6. لا يغسل، ولا يكفن، ولا يصلى عليه، ولا يدفن في مقابر المسلمين. 7. يبطل عمله، نحو حجة الإسلام، وهذا مذهب مالك ومن وافقه، لقوله تعالى: "لئن أشركتَ ليحبطنَّ عملك ولتكونن من الخاسرين"25، وذهب الشافعي وأحمد إلى أن: (من ارتد ثم عاد إلى الإسلام لم يحبط عمله ولا حجه الذي فرغ منه، بل إن مات على الردة فحينئذ تحبط أعماله، وقال مالك: تحبط بنفس الردة، ويظهر الخلاف في المسلم إذا حجَّ ثم ارتد ثم أسلم، فقال مالك: يلزمه الحج لأن الأول قد حبط بالردة).26 د مرتد دقتل نور دلايل: أدلة قتل المرتد حد المرتد ثبت بالسنة القولية، والفعلية، والتقريرية، وبما صحَّ عن الخلفاء الراشدين وحكام المسلمين، وإليك الأدلة: (أ) من السنة القولية، والفعلية، والتقريرية 1. خرَّج البخاري في صحيحه بسنده إلى أنس بن مالك رضي الله عنه: "أن النبي صلى الله عليه وسلم دخل مكة يوم الفتح، وعلى رأسه المغفر، فلما نزعه جاءه رجل فقال: ابن أخطل متعلق بأستار الكعبة؛ فقال: اقتله".27 وفي رواية للدارقطني كما قال الحافظ في الفتح28: "من رأى منكم ابن أخطل فليقتله"، ومن رواية زيد بن الحباب عن مالك بهذا الإسناد: "وكان ابن أخطل يهجو رسول الله صلى الله عليه وسلم بالشعر". وقال الحافظ ابن حجر: (وأخرج عمر بن شبة في "كتاب مكة" من حديث السائب بن يزيد قال: "رأيت رسول الله صلى الله عليه وسلم استخرج من تحت أستار الكعبة عبد الله بن أخطل فضربت عنقه صبراً بين زمزم ومقام إبراهيم، وقال: "لا يقتلن قرشي بعد هذا صبراً"، ورجاله ثقات، إلا أن في أبي معشر مقالاً، والله أعلم. وقال29: وروى الطبراني من حديث ابن عباس ..وقد كان رسول الله صلى الله عليه وسلم أمر أمراءه أن لا يقتلوا إلا من قاتلهم، غير أنه أهدر دم نفر سمَّاهم، وقد جمعت أسماءهم من مفرقات الأخبار، وهم: عبدالعزى بن أخطل، وعبد الله بن أبي السرح، وعكرمة بن أبي جهل، والحويرث بن نُقَيد بنون وقاف مصغَّر، ومقيس بن صَبَابة بمهملة مضمومة وموحدتين الأولى خفيفة، وهبار بن الأسود، وقينتان كانتا لابن أخطل كانتا تغنيان بهجو النبي صلى الله عليه وسلم، وسارة مولاة بني عبد المطلب وهي التي وُجِدَ معها كتاب حاطب، فأما ابن أبي السرح فكان أسلم ثم ارتد فشفع فيه عثمان يوم الفتح إلى النبي صلى الله عليه وسلم فحقن دمه وقبل إسلامه.. وأما مقيس بن صَبَابة فكان أسلم ثم عدا على رجل من الأنصار فقتله، وكان الأنصاري قتل أخاه هشاماً خطأ، فجاء مقيس فأخذ الدية ثم قتل الأنصاري ثم ارتد، فقتله نميلة بن عبد الله يوم الفتح). وشاهدنا من هؤلاء في إهدار دم وقتل من أسلم ثم ارتد وهم: عبد الله بن أبي السرح، ومقيس بن صبابة، وسارة. 2. ما صحَّ عن ابن عباس رضي الله عنهما يرفعه إلى الرسول صلى الله عليه وسلم بأنه قال: "من بدَّل دينه فاقتلوه".30 3. وما صح عنه صلى الله عليه وسلم أنه قال: "لا يحلُّ دمُ امرئ مسلم إلا بإحدى ثلاث"، وذكر منهم: "التارك لدينه المفارق للجماعة".31 (ب) قتل الخلفاء الراشدين والصحابة المهديين للمرتدين قتل أبي موسى ومعاذ رضي الله عنهما ليهودي أسلم ثم تهوَّد خرَّج البخاري في صحيحه بسنده إلى أبي موسى عندما بعثه رسول الله صلى الله عليه وسلم إلى اليمن ثم أتبعه بمعاذ، فلما قدم معاذ على أبي موسى ألقى له وسادة، قال: انزل، فإذا رجل عنده موثق، قال: ما هذا؟ قال: كان يهودياً فأسلم ثم تهود؛ قال: اجلس؛ قال: لا أجلس حتى يُقتل قضاء الله ورسوله، ثلاث مرات؛ فأمر به فقتل".32 إقناع أبي بكر لعمر وغيره بقتال المترتدين، وإجماع الصحابة على قتلهم بعدُ عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: "لما توفي النبي صلى الله عليه وسلم واستخلف أبو بكر، وكفر من كفر من العرب، قال عمر: يا أبا بكر، كيف تقاتل الناس وقد قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: أمرت أن أقاتل الناس حتى يقولوا لا إله إلا الله، فمن قال لا إله إلا الله عصم مني ماله ونفسه إلا بحقه، وحسابه على الله؛ قال أبو بكر: والله لأقاتلن من فرَّق بين الصلاة والزكاة، فإن الزكاة حق المال، والله لو منعوني عناقاً كانوا يؤدونها إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم لقاتلتهم على منعها؛ قال عمر: فوالله ما هو إلا أن رأيتُ أن قد شرح الله صدر أبي بكر للقتال فعرفتُ أنه الحق".33 الذين قاتلهم الصديقُ ثلاث طوائف كما قال ابن حزم رحمه الله في الملل والنحل: • طائفة أعلنت الكفر وارتدت، واتبعت المتنبئين مسيلمة، وطليحة، والأسود، وسجاح. • وطائفة بقيت على إسلامها ولكن منعوا الزكاة. • وطائفة تربصت حتى ترى لمن الغلبة. فقُتل الأسود العنسي، ومسيلمة، وعاد طليحة إلى الإسلام وكذا سجاح، ورجع غالب من كان ارتد إلى الإسلام، ولم يحل الحول إلا والجميع قد راجعوا دين الإسلام ولله الحمد كما قال الحافظ ابن حجر34، وذلك بفضل الله، ثم عزيمة وشجاعة أبي بكر وإقامة هذا الحد على المرتدين، الذي لولاه لضاع الدين ولتهدمت أركانه. قتل عليّ وحرقه لجماعة من الرافضة ألَّهوه وعبدوه خرَّج البخاري في صحيحه عن عكرمة قال: أتي علي رضي الله عنه بزنادقة فأحرقهم، فبلغ ذلك ابن عباس، فقال: لو كنتُ أنا لم أحرقهم لنهي رسول الله صلى الله عليه وسلم: "لا تعذبوا بعذاب الله"، ولقتلتهم لقول رسول الله صلى الله عليه وسلم: "من بدَّل دينه فاقتلوه".35 خرج علي يوماً من المسجد بالكوفة بباب كندة فإذا جماعة من الرافضة المخذولين سجدوا له، فقال لهم: ما هذا؟ قالوا له: أنت خالقنا ورازقنا؛ فقال لهم: سبحان الله إنما أنا بشر مثلكم إن شاء رحمني، وإن شاء عذبني؛ فاستتابهم عليٌّ ثلاثة أيام، وتهددهم إن لم يتوبوا بالإحراق بالنار، فلم يفد، فأمر بحفر الأخاديد وملأها بالحطب وأشعلها ناراً، ثم ألقاهم فيها، وقال مرتجزاً: لما رأيتُ الأمر أمراً منكراً أججت ناري ودعوتُ قنبرا36 فهؤلاء الزنادقة لم يقاتلوا ولم يحاربوا علياً، بل عبدوه، ومع ذلك قتلهم ثم حرقهم بالنار بعد قتلهم تعزيراً، مما يدل على أنه لا فرق بين الردة الفكرية أوالمصحوبة بمحاربة في العقوبة، بل كانت عقوبة هؤلاء الزنادقة أشد، لاتخاذهم علياً رضي الله عنه إلهاً. قتل أمير المؤمنين علي رضي الله عنه لشيخ نصراني أسلم ثم ارتد عن الإسلام فقال له علي: لعلك إنما ارتددت لأن تصيب ميراثاً37 ثم ترجع إلى الإسلام؟ قال: لا؛ قال: فلعلك خطبت امرأة فأبوا أن يزوجوكها، فأردت أن يزوجوكها ثم تعود إلى الإسلام؟ قال: لا؛ قال: فارجع إلى الإسلام؛ قال: لا، حتى ألقى المسيح؛ قال: فأمر به عليّ فضربت عنقه، ودفع ميراثه إلى ولده من المسلمين.38