«سوچه» اسلامي حکومت که د مدینې جمهوریت  


د دکتور زمان ستانیزی لیکنه

په کلیفورنیا کې د پسِفیکا د لوړو مطالعاتو د پوهنتون د الهیاتو اوعرفان استاد


بنی آدم د خدای خلیفه دی او د خدای حاکمیت د استخلاف د اصل له مخی انسان ته منتقل شوی. ددغه استخلاف د مسؤلیت د ادا کولو لپاره انسان ذاتاً  آزاد خلق شوی او آزاد فکر کوی. له دغی آزادی او اختیار نه پرته د خپلو اعمالو مسؤلیت نشی قبلولی. څنګه چې د انسان اراده حاکمیت لری او اراده له آزادی پرته معنا نلری، نو ځکه د انسان په د آزادی تحریم وضع کول د انسان کرامت ته سپکاوی دی- وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ.


خدای انسان آزاد پیدا کړی څو په خپله خوښه او اختیار خدای ولمانځی ځکه یې د دین په امورو کې جبراو اکراه حرام ګرځولی (قران ۲:۲۵۶). د قران ددغه صریح حکم د اطاعت په سبب څوک باید د قمچینو په زور عباداتو ته مجبور نشی، د خلکو پر مدني آزادیو تحریمات و نه لګول شی، نارینه او ښځی په عام محضر کې د «شرعیت» په نامه بی حرمته او بی عزته نشی، او د «امت وسط» (قران ۲:۱۴۳) تعریف باید افراط ته و نه لېږدول شی.


په ابراهیمي ادیانو کې د محمدي اسلام یو امتیاز دا و چې د خدای او بنده تر مینځه هیڅ راهب، پاپ، اسقف، کشیش، او ربای ته ځای نه دی ورکړ شوی. خو اوس زموږ دیانت مداریان سیاست مداریان شوی او د مسحیت د پاپ په څېر یې د خدای او بنده تر مینځ ځای پیدا کړی. حال دا چې په قران کی په هیڅ آیت استناد نشو کولی چې خدای دې د دیانتي نظام پر جوړولو حکم کړی وی. داسی تاریخي اسناد هم نشته چې حضرت محمد (ص) دې په مدینه کې دیانتي نظام جوړ کړی وی.


دیانتي نظام

د دین او دولت اصطلاح معمولاً هغه سیاسي نظام ته اطلاق کېږی چې دیانت له سیاست سره ممتزج او یوځای شوی وی. په داسی یو سیاسي نظام کې قضایي، تقنیني، او اجرایي قواوې د خاصو اعتقاداتو او تعابیرو پر بنا تنظیم کېږی، د حکومت سیاسي کړنلار، قانوني ضوابط او احکام د یو آسماني کتاب په اساس عیارېږی او متعهد اعتقادی کدرونه په اجرایي دستګاه کې د دغو عقائدو د تحمیل له پاره استخدامېږی. په دیانتي نظام کې د خدای حق او د بنده د اطاعت اصل ته سیاسي رنګ ورکول کېږی او داسی توجیه کېږی چې حکومت حق لری او خلک یوازی مسؤلیت.


سیاسي اسلام، لکه سیاسي مسیحیت یا سیاسي هندویزم یو خاص دیانتي کړنلار په سیاست کې پلی کوی. د بل هر حکومت په څېر د قدرت د تصاحب انحصار په یو ډول توجیه کوی- دلته د دین په نامه. د «وَلاَ تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى» (انعام ۱۶۴) اصل چې قران څو ځله د هغه په واسطه مسؤلیت انفرادی ګڼلی، نه جمعی، نور مورد نلری.  په یو افراطی اعتقادی ذهنیت سمبال د قدرت خاوندان د خلکو ورځنی کړه وړه، اعمال او عبادات په خپل معیار تنظیموی او تحمیلوی. د خدای د آستازی د نمایندګۍ اصل چې علما یې به دینی امورو کې خپل نمایندګان ګڼلی و، دلته د دیانت له قلمرو نه د سیاست دنیا ته را کشول کېږی.

 

عُرفي نظام

د تشکیلاتو له مخي په یو عرفي نظام کې د قواو تفکیک، د قضایه قویې استقلال، د زعامت کفایت، د صلاحیتونو محدودیت، د خلکو د مدني حقوق، آزادی، او مساوات تضمین شوی وی. قوانین او لوایح د ټولنی له اعتقاداتو سره په توافق کې مدني حقوق او آزادی تضمین کوې او مسؤلیتونه تعینوی. د ټولنی غړی په انفرادي یا ډله ایزه توګه خپل عبادات او رسوم په خپله اراده او اختیار پرځای کوی. حکومت په دې مواردو کې تسهیلات برابروی، خو د هغو تطبیق د حکومت کار نه وی. د هغه پر ځای حکومت د سیاسي استقرار، اقتصادي پرمختیا، اجتماعي سوکالۍ، او د ټولنی د هوسایۍ او آرامۍ د نورو ضرورتونو د رفع کولو مسؤلیت په غاړه اخلی. په عرفي نظام کې خلک حق لری او حکومت  مسؤلیت لری، پرته له دې چې حکومت د خدای او بنده تر مینځ د مداخلی حق ولری.


سیاست مداریان د دیانت مداریانو په شان خپلی ګټې د خلکو د ګټو په ډول توجیه کوی او د تعقل او استدلال پر ځای هسی د شعارونو له لاری د خلکو پر احساساتو لوبی کوی. خو دا چې ددوی سیاسی کړنلار تقدس نلری، خلکه ازادانه پر هغو اعتراض کولی شی.


په افغانستان کې خلک له دموکراسي او سکولریزم سره په ماهیت کې مخالف ندی، خو د دغو سیاسي اصطلاحاتو د پردیتوب او غربیتوب په سبب حساسیت ورسره ښیی. حال دا چې د مدني حکومتداری دغه خصلتونه د اسلامي ثقافت او فرهنګ میراث دی چې غربیانو د ولسمې پېړۍ د تنویر په عصر کې له مسلمانانو نه تقلید کړل او آسمانونو ته وختل. مقابلتاً مستولي دیانتي ذهنیت د «اسلام» کلمې ته یو ډول تقدس قایل دی او فکر کوی چې هرشی چې اسلامي وی هرومرو باید ښه وی او د خدای او رسول رضا په کې حاصله وی. آیا دغه نظر د «اسلامي حکومت» په مورد کې هم صدق کوی؟


د دیانتي حکومتونو تاریخ

د دیانتي حکومتونو تشکیلول د اروپایانو رسم و. کله چې د بیزانس قیصر کونستانتین مسیحي شو، فرمان یې صادرکړ چې د بیزانس یا شرقی روم ټول رعایا باید مسیحیت ومنی. وروسته په غربی روم کې پاپ د رقابت له مخی عین کار وکړ. ‌ په دې سبب په اروپا کې غیرمسیحي خلک یا جبراً مسیحي کړی شول یا له اروپا نه وایستل شول. غیرمسیحي خلکو ګاونډیو اسلامي ټولنو ته پناه یوړه ځکه هلته د رسول اکرم (ص) د سنت له مخی عرفي/مدني حکومتونه یا د خلافت په نامه یا د سلطنت په نامه مسلط و چې اوسېدونکو یې مذهبي آزادی درلوده او مذهبي اقلیتونو لکه یهودانو، ارمنیانو، یزیدیانو، آشوریانو، مسیحیانو، دروزیانو، قبطیانو.… او نورو آزاد ژوند کاوه.


برسیره پر دې اسلامي حکما او فقهاو چې متعقد و په اسلامي سیاسي تفکر کې د انسان اراده حاکمه ده، د سیاسيونو په مقابل کې یې مقاومت وکړ او د دین او دولت له ادغام نه یې مخنیوی وکړ. امام ابوحنیفه د عباسی خلیفه منصور زندان او شکنجی و منلی، خو د خلیفه هغه غوښتنه چې حنفی فقه دې د عباسی خلافت په ټول قلمرو کې د یوازنۍ رسمي فقهی په توګه ومنل شی، رد کړه. البته د دغو غښتلو فقهاو تر څنګ ځینې «عالمان» و چې د سیاست په ډګر کې استعمال شول، خو په مجموع کې په اسلامي نړی کې د اروپا په شکل د دیانتي استبدادي او اختناقي حکومتونو د را مینځ ته کېدلو مخنیوی وشو.


د نولسمې پېړۍ په نیمایي کې اسلام د یو منسجم ضد استعماری مقاومت په توګه د سیدجمال الدین افغانی، سیداحمدخان سرهندی، محمد عبدالوهاب او نورو اسلام پالونکو مشرانو له خوا د سیاست میدان ته را وایستل شو او د یوې سیاسي اصطلاح په توګه د «پان اسلاميزم» په نامه و پېژاندل شو. د ضد استعماري پاڅون دغه غږ وروسته په غیرشعوري تقلید کې د اروپایانو د قرون وسطی د دیانتی ذهنیت بڼه پیدا کړه.


د زاړه استعمار له دورې وروسته حکومتونو او سیاسي جریانونو د «اسلام» اصطلاح د سیاسي مشروعیت په خاطر له خپلو رسمي نومونه سره ضمیمه کړه څو د یو شعار په توګه عامه اذهان تر تأثیرلاندی راولی. د اسلامي جمعیت، اسلامي حزب، اسلامي جمهوریت، اسلامي دولت، اسلامي حکومت… اصطلاحات داسی ذهن نشین شوی چې په مستولي سیاسي فضا کې حتا فاسدترین حکومتونه هم د «اسلامي» نومېدلو په سبب مشروع ګڼل کېږی. 


د دنیایي دیانت د اعتیاد په دغه ډول فضا کې د تعجب ځای ندی چې ځینو ته مشکل برېښی تصور وکړی چې ګڼی حضرت محمد (ص) دې په مدینه کې یو مدني حکومت  تشکیل کړی وی. حتی د دغه سؤال مطرح کول خپلو اعتقاداتو ته سپکاوی ګڼی. ځکه دوی اسلام له ایمان سره مترادف ګڼی او د تېرو دوه پېړیو په سیاست کې د مذهبی قشر د فعالی ونډې په سبب د اسلامي حکومت نه پرته د کوم بل ډول حکومت تصور نشی کولای.


اسلام، ایمان، او امت

د اسلام د ظهور له وخته تر اوسه د اسلام، ایمان، او امت د اصطلاحاتو د مفاهیمو په استعمال کې د پام وړ تغیرات را مینځ ته شوی.


اسلام د سَلَمَ له مصدر نه اخیستل شوی چې په لغت کې د سولی او تسلیم معنا ورکوی خو په اعتقادی صبغه کې د خدای اردای ته د تسلیمېدلو مفهوم افاده کوی. که څه هم  د حضرت محمد (ص) د رسالت په وخت کې معمولاً اسلام او ایمان په مترادفه توګه استعمالېدل، خو له سیاسی نظره په دقیقه معنا او استعمال کې مسلمان هغه چا ته ویل کېده چې د مدیني د نظام په مقابل کې تسلیم شوی و او «اسلام یې راوړی» و. هغه چا چې په اعتقادی لحاظ  د حضرت رسول اکرم رسالت منلی و «ایمان راوړی» و او مؤمن ګڼل کېده. د «اسلام راوړلو» او «ایمان راوړلو» اصطلاحات هسې د تاریخ لیکونکو  قلمی سلیقه نه بیانوله، بلکه د کلام د متفاوتې قرینې مفاهیم افاده کوی. د مثال په توګه ابوسفیان مدیني ته راغی، توره یې د پیغمبر مخې ته کېښوده، له دښمنی یې لاس واخیست او«اسلام یې راوړ» یعنې مسلمان شو. خو ډېره موده وروسته کله چې یې ذهن اعتقادی تحول وکړ، د مکې د فتحې په روځ یې «ایمان راوړ» او هغه وخت مؤمن شو. په بل عبارت، ټول هغه خلک چې د مدینې نظام ته په سوله کې تسلیم شوی و مسلمان بلل کېدل، خو ضرورتاً په دې معنا نه چې هغو په قران ایمان درلود. په همدی ډول د «امت» اصطلاح اعتقادی اختصاص نه درلود او ټولو هغو خلکو ته اطلاق کېده چې ددغه نوی نظام پلویان و.


د تاریخ په اوږدو کې ددغو اصطلاحاتو د متفاوت استعمال په نتیجه کې عامه ذهنیت په دې باور شوی چې د مدینې د اسلامي حکومت تأسیس د یو دیانتي حکومت په مفهوم  د حضرت محمد (ص) ابتکار او یو محمدی سنت دی. تاریخ ددغه ذهنیت مغایر شهادت ورکوی چې د وضاحت لپاره یې د صدر اسلام سیاسي تاریخ ته یو کره کتنه ضرور ده.


حضرت رسول اکرم (ص) په داسی شرایطو کې یثرب ته هجرت وکړ چې هلته د اَوس او خزرج د رقیبو پرګنو او د نصرانی او یهودی قبایلو تر مینځ سیاسي کړکیچ روان و. ددغو سیاسي، قبیلوي، او مذهبي، متخاصمو ډلو د مشکلاتو د حل، د یوی سالمې هراړخیزې مصالحې، او د یو مدني دولت د جوړولو په مقصد رسول اکرم له مختلفو پرګنو سره «ميثاق المدينة» یا (دستور المدينة، صحيفة المدينة) طرح او توشیح یې کړ. دغه حکومت دیانتي حکومت نه و، بلکه یو مدني حکومت و نو ځکه د خپل مدني تشکیلاتي جوړښت په سبب مدینه و نومول شو.


۱- د خدای پیغمبر له ۷۶ پیروانو سره یثرب ته هجرت وکړ او د هغو جګړو د تلفاتو په نتیجه کې چې قریشو په هغو باندی تحمیل کړل د نفوس له نظره مؤمنان تر ډېره په اقلیت کې پاته و. دا چې ددغی کوچنی، بی وزلی، مهاجری ډلی اعتقادی اصول دې پر یو لوی سیاسي نظام حاکم شی لږ څه له امکان نه لری ښکاری.‌


۲- د بدر او اُحُد په جګړو کې د قریشو دعوا په اعتقادی لحاظ یوازی له مؤمنانو سره وه، د مدینې د میثاق له مخې د نورو ادیانو د پیروان ددغې مقابلی مکلفیت نه درلود. نو ځکه یوازی مؤمن مسلمانان د مدیني له ښار نه ووتل او له قریشو سره و جنګېدل. که چېری په مدینه کې په اعتقادی معنا اسلامي حکومت وای، نو یوازی مؤمنان نه، بلکه ټول ښاریان به یې په دفاع مکلف و.

 

۳- که چېری د مدینې حکومت له ابتدا نه په دیانتي معنا اسلامي وی، نو لازم و چې اجراات یې د قرانی احکامو په استناد شوی وی. خو هغه وخت د قران مدني آیات لا نه و نازل شوی، نو ځکه هغه نظام دیانتي نشو ګڼلی. د همدغه ضرورت له مخی د مدینې په میثاق اتکا کېده چې آسمانی کتاب نه و، بلکه یو سیاسي تړون و.


۴- د مدینې د میثاق په لمړی ماده کې د مؤمنانو نوم د مسلمانانو له نامه نه په تفاوت کې جلا ذکر شوی. دغه واقعیت وروسته په قرانی آیاتو کې په همدی توګه منعکس شوی او د مسلمان او مؤمن اصطلاحات په  تفکیک کې په ځانګړی توګه نازل شوی مثلاً «إِنَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمَاتِ وَالْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ» (احزاب ۳۵). قران په ډېر صراحت سره دغه تفاوت توضیح کوی: «قَالَتِ الْأَعْرَابُ آمَنَّا قُل لَّمْ تُؤْمِنُوا وَلَكِن قُولُوا أَسْلَمْنَا…»(حجرات ۱۴). «اعراب وایی: «مونږ ایمان راوړی.» (ای محمده) ورته ووایه چې تاسو تر اوسه ایمان ندی راوړی، خو داسی ووایاست چې مسلمان (یعنی تسلیم) شوی یاست.»


۵- هسی چې د ټول یثرب اوسېدونکی د مدینې د میثاق د تعهداتو پر بنا مسلمان ګڼل کېدل مګر دا چې د هغوی دیانتي هویت مطرح و، او ټولو د یو مدني قانون اطاعت کاوه، نو په معاصره اصطلاح مدینه یو جمهوریت ګڼلی شو. د میثاق دوهمه ماده هم دغه واقعیت تائید کوی چې د مدیني ټول اوسېدونکی (له اعتقادی هویت نه پرته) یو«امت» پېژنی، احتمالاً ددې په خاطر چې هغه وخت د ټولو ابراهیمی ادیانو قبله یوه وه. 


۶- د دغه نظام په مدني چارو کې ټول اوسېدونکی د مدینې د میثاق تابع و، خو په دیني امورو کې یې خپلو آسماني کتابونو او دیني رهبرانو ته مراجعه کوله. په همدی سبب قران، پرته له هغو مواردو چې ټول بشریت د "يَا أَيُّهَا النَّاسُ" په عبارت توحید ته رابللی، په مدني آیاتو کې د مدینې مؤمنان عمدتاً د «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا…» په عبارت مخاطب کړی. (قران -۳:۱۳۰، ۵:۹۴، ۸:۲۴، ۸:۲۷،  ۹:۳۴، ۲۴:۲۱، ۲۴:۵۸،  ۲۲:۷۷، ۴۵:۳۰،  ۳۳:۹، ۴۹:۱۱…) ددغې ادعا د اثبات  لپاره تر ټولو معتبر دلیل همدا دی چې قران مسلمانان ندی مخاطب کړی. ځکه قرانی احکام یوازی مؤمنانو ته نازل شوی و. نو که د مدینې حکومت په دیانتي مفهوم اسلامی وای نو قرانی احکام به د مدینې ټولو اوسېدونکو ته نازل شوی و او پر هغو به تطبیق شوی و. نو ځکه د مدینې «اسلامي حکومت» د کلمې په معاصره دیانتي معنا اسلامي نه و.


کلونه وروسته د «امت» سیاسي اصطلاح د اعتقادی هویت رنګ واخیست او د «اسلام» او«ایمان» اصطلاحات له معرفت نه د اعتقادی هویت خواته و لېږدېدل او له یو بل سره په ترادف کې یې د دیانت معنا پیدا کړه. دغه معنایی انطباق او تعمیم باعث شو چې ځینې د تاریخ په اوږدو کې  د دغو اصطلاحاتو د معنا تغیر ته له پاملرنې پرته، د مدینې «اسلامي حکومت» په معاصره معنا یو دیانتي حکومت وپېژنی.


که څه هم د دغه نظام په مورد کې د «اسلامي حکومت» له اصطلاح نه کار اخیستل کېږی، خو په هغه وخت کې «اسلامي» اصطلاح ضرورتاً د اعتقادي هویت څرګندونه کوله. په همدې لحاظ د حضرت رسول اکرم (ص) له قیادت لاندی د مدیني حکومت یو دیانتي حکومت نه و، بلکه هسی چې د مدینې په مناسبه اسم با مسمی نومول شوی و یو مدني نظام و چې په معاصره معادله اصطلاح یې جمهوریت ګڼلی شو.

د تاند له نشریې نه اقتباس
د سپتمبر ۳۰، ۲۰۲۰