پاس په هسک کی سپوږمۍ ناڅی بی حجابه (۱)
سپینو وړانګو شپول یی خپور دی پر سحابه
سینګار کړی د آسمان په غېږ کی خاندی
له حیا نه یی مخ سور لکه عنابه
د ښکلا په سرو جامو کی ده نغښتلی
سور یی رنګ، سور رنګ یی شپول، سور یی نقابه
لکه پیغله چی سکوت کی التماس کړی
په نیولی مسکا ګوری بی ځوابه
چارچاپېره د چوپتیا فرمان چلېږی
هر موجود کړی د خدای ذکر بی حسابه
دا تور بحر دی آرام له ورېځو لاندی
بی غورځنګه، بی بهیره، بی سیلابه
انعکاس چی د سپوږمی په کی لمبېږی
سمندر دی واړه جام د می نابه
په سپېدو کی د اشراق آستازی راغی
تیاری تیتی شوی هر خواته په شتابه
سور رنګ والوت د سپوږمۍ سپینی بشری نه
سباوون کی زېری راغی له آفتابه
په لمرڅرک کی چی د لمر وړانګی خپری شوی
د سپوږمۍ دوعا شوه هاله مستجابه
الوتل می د پولادو په وزرو دی
دا نه خوب دی، نه خیال دی، نه سرابه
۱ دغه غزله د ۲۰۰۰ کال د سپتمبر په ۱۵ شمال قطب ته څېرمه له ځمکی نه په ۱۰۰۰۰ متره ارتفاع کی ویله شوی.
۰۰۰۹۱۵ - ۱۰۰۸۱۸
دسپوږمۍ شپول