د لمر زرینو وړانګو د طبیعت د تجلی د نندارتون ددغی ورځی وروستی شېبی په ښایست سمبالولی. په لوېدیز افق کی د نیلی رنګه توربخوندو غرونو د لوړو څوکو شا ته د لمر وړانګینی پلوشی د افق په ټوله انتها کی خپری وی او د ورېځو څپانده لړۍ یی د سپینو روښانه، ژړو، نارنجی، سوربخوندو، او الوانی تورچکو رنګونو په ښایست رنګینی کړی وی چی د جنوب د لری افق په لوری غزېدلی وی. ور څېرمه د لمر ځلانده او برېښانده وړانګی د تورو ورېځو له مینځه د بنفشی پلوشو په وزرونو الوتلی او د غره د لوړی څوکی یوه نیغه پرښه یی د تېر مازدیګر په تېریدونکو وړانګو روښانه کړی وه.
نری باران په خپلو روښانه اوښکو او د ملایم شمال په مرسته او ملتیا دی خواته را روان و. د آسمان په هسکه لوړه کی ځلانده ستورو د طبیعت د ښایست په ننداره کی د حیرت سترګی رپولی او ځانونه یی د شپی ننداری ته جوړول. زهری د عادت له مخی خپله خوښی په نیولی مسکا کی نیولی وه او د لمر د سرو وړانګو په رڼا کی یی سینګار کاوه.
ختیز افق د شپی هرکلی ته سترګی په لاره وه. هلته د پسرلی نری باران د غرو څوکی ښکلولی. سپوږمۍ چی کرۍ ورځ د لمر په پلوشو کی لمبیدلی وه د آسمان په لوړو کی ولاړه وه او د باران له څاڅکو نه یی د ملغلرو امییل پېیه. د سپوږمۍ شا ته د ختیز افق په لری لمن کی شپی تور سالو خپراوه او د لمرلوېدلو ښکلا ته په حیرت کی کښېوتلی وه.