سیاسی آزادۍ ته کره کتنه
آزادۍ د انسان ذاتي او طبیعي حق دی چې د انسان کرامت په کې تعریف شوی. د انسان د «اشرف مخلوقات» ځانګړیتوب یعنی تفکر، تدبُر، او تعقل له آزادۍ پرته ممکن ندی. د «آزاد تفکر» په عبارت کې د آزاد کلمه زایده او تکرار مکرر ده، ځکه چې د تفکر په کلمه کې د آزادۍ معنا نغښتې ده. تاسې کولی شی یو څوک جسماً په زندان کې واچوی، خو نشی کولی فکر ته یې زولنې ور واچوئ.
فکر ته د زولنو اچول ستاسې خپل کار دی نه د بل چا، وایاست څنګه؟
کله چې تاسې د آزاد تفکر فرصت د خرافي باورونو په لومو کې را ایسار کړی او د عقل، منطق، حکمت او تدبیر لارې پرې وتړی. هغه وخت حق ویلو او حقیقت پالنې ته زولنې اچوی چې د نعمت کفران دی.
یو انسان باید پر خپله آزادۍ وویاړي. یو افغان باید پر خپل تل آزاد افغانستان وویاړي. افغانستان تل یو آزاد هیواد و او تل آزاد پاتې شوی. دا خبره د ملت پالنې د احساساتو له مخې نده، بلکه د تاریخ په شهادت د سیاسي علومو د منل شویو اصولو پر بنا ولاړه ده او د افغانستان د هغه لوړ امتیاز بیان دی چې افتخار یې د نړۍ د ډېرو لږو هیوادنو نصیب شوی.
د سیاست په علم کې یو هیواد هغه وخت آزاد ګڼل کېږي چې عمدتاً څلور معیارونه پوره کړي: ولس یې آزاد وي، حکومت یې آزاد وي، جغرافیایي قلمرو یې آزاد وي، او آزاد منل شوی او پېژندل شوی وي.
افغانستان د تأسیس له ورځې تر ننه پورې دغه معیارونه تر ډېره حده پوره ساتلي دي:
۱- د افغانستان په خاوره تیری، یرغل او تهاجم شوی؛ قلمرو یې اشغال شوی، د خپلی خاورې یوه یا بله برخه یې له لاسه ورکړې، خو د افغانستان جغرافیایي تمامیت هیڅ وخت د بل هیواد مستعمره، مستملکه، یا محروسه نده ګڼل شوې. په تېرو دری پېړیو کې هیڅ کتبي سند یا نقشه نشته چې دا خبره نقض کړي.
۲- افغان ولس د اروپایي مستعمراتو د ولسونو په شان خپلې مدني او فردي آزادیګانې له لاسه ندی ورکړی او د پردیو غلامي او مریتوب ته یې سر نه دی ټیټ کړی.
۳- افغانستان همیشه خپل پاچاهان او واکمنان درلودل. حتی هغو «کم واکه» او «بیواکه» واکمنانو چې د سیاسي مضیقو په وخت کې یې معاهدې أمضا کړي د افغانستان د پاچا یا امیر تر القابو لاندې یې أمضا کړي دي، نه د یو بهرني نایب السلطنه یا وایسرا تر سیوري لاندې.
۴- افغانستان همیشه د یو آزاد او مستقل هیواد په صفت پېژندل شوی، حتی په اوسنیو شرایطو کی هم افغانستان ټوله نړۍ په رسمیت پېژني، خو د طالبانو حاکمیت د افغانستان د یو مشروع حکومت په صفت څوک په رسمیت نه پېژني.
د پورتنیو دلایلو له مخې باید افغانستان د یو تل آزاده هیواد په صفت ومنل شي او ددغې آزادۍ ډېر درناوۍ وشي.
دغه توپیر ته باید په زغرده وکتل شي. مونږ په آزادۍ ویاړو او باید پرې وویاړو، خو دغې آزادۍ ته باید د یو متعالي لوړ امتیاز په سترګه وګورو، نه د یو غلط مصطلح استثنا په توګه.
تاریخ سره باید د تجزیې او تحلیل او منطقي استدلال له مخې تعامل وکړو، نه د احساساتي شعارونو له مخې. د آزادۍ د بیرته اخیستلو یا د «استرداد استقلال» عبارات د یو همیشه آزاد هیواد د آزادۍ له ادعا سره د لاندې دلایلو له مخې په تناقض کې دی:
۱- یو څوک (یا هیواد) هغه وخت یو شی د استرداد په معنی بیرته لاس ته راوړي چې له لاسه یې ورکړی وي. که د افغان او انګلیس په دریمه جګړه کې افغانانو آزادۍ بیرته تر لاسه کړې وي، نو په کوم جنګ کې یې آزادي له لاسه ورکړې وه؟
۲- که افغانانو د وړو شخړو برسېره د افغان او انګلیس په درې لویو جګړو کې آنګریزانو ته ماته ورکړې، نو بیا ثابته ده چې افغانستان همیشه آزاد و.
۳- که په مخکینیو جګړو یا معاهدو کې د هیواد ځینې جغرافیایي برخې له لاسه تللي وی، نو د افغان او انګلیس د دریم جنګ په پای کې کومې سیمې آزادې او د افغانستان په جغرافیایي قلمرو علاوه شوي دي یا به بریتانوي هند سره زمونږ پوله د اټک او آباسین څنډو ته ولېږدول شوه؟
د تاریخ د تحلیل په برخه کې باید ووایو چې د «ناتو»، «وارسا» او «آسیان» په شان سیاسي، نظامي یا اقتصادي تړونونو کې غړیتوب د یو هیواد د آزادۍ پر نقض دلالت نکوي. د استعمار په دوره کې د همدغه شان تړونونو معادل د یو یا بل استعماري زبرځواک له سیمه ایزو نظامی پیمانونو سره جوړښت یا سازش یو منل شوی تعامل و.
په هغو شرایطو کې افغانستان باید یا د روسې مقیم سفارت په کابل کې منلی وئ او د انګلیس سفارت ته یې اجازه نه وای ورکړې، یا برعکس. اما په هر صورت کې په دی معنا نه چې د افغانستان آزادي دې تر سؤال لاندې راولي. امیر عبدالرحمن خان د مالي او نظامي مرستو په مقابل کې په کابل کې د انګلیس سفارت ومانه، څو په کابل کې د روسانو سفارت ته اجازه ورنکړي. امیر امان الله خان دغه تړون تمدید نکړ، خپله بې طرفي یې اعلان کړه او د روسانو سفارت ته یې هم په کابل کې اجازه ورکړه. انګریزانو مقابلتاً خپلې مالي مرستې بندې کړې.
ویاړلی او مترقي هیوادپال ټولواک امیر امان الله خان یو سل او پنځه کاله دمخه افغانستان د شوروي روسې او بریتانیوي هند د خپل مینځي رقابتونو له ډګر نه آزاد کړ.
د آزادۍ کلمه په همدې مفهوم د امیر امان الله خان د ۱۹۱۹ ز. کال د اپریل د۱۳نیټې په وینا کې په صراحت سره د «غیروابسته» اصطلاح له مخې تصریح شوې، «من خود و کشور خود را از لحاظ امور داخلي و خارجي به صورت کلی آزاد، مستقل و غیر وابسته اعلام میدارم.»
روښانه ده چې افغانستان په داخلي چارو کې آزاد و. حتی په خارجي چارو کې هم د هند د وایسرا هاردینګ او د بریتانیي د پاچا جورج له احتجاجونو سره سره امیرحبیب الله خان د عثماني خلافت سفیر کاظم بای، د هند د آزادي غوښتونکو نماینده مولوی برکت الله او د آلمان سفیر نیدر مایر په ۱۹۱۵ او ۱۹۱۶کلونو کې د دوامداره مذاکراتو لپاره په خپل دربار کې ومنل. کابل ته ددغو سفارتونو راتګ او د امیرحبیب الله خان دغه مستقله موضعګیري د افغانستان په بشپړه آزادۍ دلالت کوي.
نو ځکه، له افغانستان سره د انګریزانو د تړون یوازینۍ هدف هند ته نږدې کابل کې د روسانو د سفارت د موجودیت مخنیوی و، نه د افغانستان د کورنیو یا بهرنیو چارو او اړیکو متأثر کول. امیر امان الله خان د دغه تړون د له مینځه وړلو هدف د خپلې بیانې په «غیر وابسته» عبارت او متعاقب عمل کې واضح کړ، چې هم یې د روسې سفارت ته اجازه وکړه، هم د انګیزانو سفارت په خپل حال پاتې شو او هم یې د ځینو نورو هیوادونو سفارتونه له «سفري سفارت» نه «مقیم سفارت» ته لوړ کړل.
د تعامل له مخې هغه هیوادونه د آزادۍ تر لاسه کول تجلیل کوي چې غصب شوي آزادي یې د مبارزو او جګړو له لارې بیرته ترلاسه کړی وي. مثلاً د امریکا متحده ایالتونه، الجزایر، هند او نور.
افغان ولس له روسانو، پارسیانو او انګریزانو سره ددی لپاره جګړې کري او بریالی ورنه راوتلی چې خپله آزادي وساتي.
په هغو هیوادونو کې چې خپله آزادي یې هیڅ وخت له لاسه نه وي ورکړې، معمولاً د آزادۍ ورځ نه تجلیل کېږي، ځکه د هغه هیواد د ماقبل دورې په اسارت دلالت کوي. ښه به دا وي چې د افغانستان د همیشه آزاد هیواد د غوره او ممتاز حیثیت درناوي وکړو او یوه ملي ورځ تجلیل کړو. که هغه ورځ د آزادۍ د ورځې په نامه تجلیل کېږی، نو د «بیرته اخیستلو» یا «استرداد» عبارات دې ورنه حذف شي، ځکه افغانستان په خپل ټول تاریخ کې آزاد و او آزاد به وي.
د تل آزاد افغانستان د آزادۍ ورځ دې مبارکه وي!