با آبم یاب یا رب اندر دریاب
تا دُر یابم نایاب در ورطهٔ آب
چون آب روانم در دریای روان
از آب روانم بخش بس خیر و ثواب
زمان ستانیزی
لویه خدایه عقل، پوهه، او پندار را
چی پری تا شم پېژاندی هغه اسرار را
تورکوګل می ته په خپل حسن روښان کړه
چی ښایست دی پری ستایم ژبه اقرار را
زمان ستانیزی
د پسرلی درشل
د پسرلی درشل په واقعیت د پسرلی د راتګ زیری دی چی طبیعت په کی غرونه او رغونه سینګاروی څو پسرلی ته هرکلی ووایی. په دغه پسرلنی شعر کی د خدای ستاینه او د طبیعت کارنامی یوازی د ګل د ښایست په ستاینه کی ندی محدودی سوی. ریښتیا دا چی حتی د ګل نوم هیڅ په کی اخیستل سوی ندی. په دغه شعر کی د لیدلو او اورېدلو حس ته درنه برخه ورکړل سوی څو لوستونکی یی له اورېدو خوند واخلی او اورېدونوکی یی په لوستلو کی دی ته متوجه سی چی بلبل دی هرڅه وایی، خو شاعر ته هر موسم پسرلی دی. څنګه چی په یوه ګل نه پسرلی کېږی، هسی د پسرلی ستاینه هم په یوه ګل نه کېږی.
مخمس ترکیب
تروږمۍ کی توری لړی دی پری ډک زړه د آسمان دی
د غره سر کی ګردله ده، غلغله ده، لوی طغیان دی
هم ناری دی د سېلۍ هم په شېبو د شرنګ باران دی
کارنامی د طبیعت دی دا موسم دا یی دوران دی
بیا روغبړ د سباوون ته د افق څیری ګریوان دی
دا شهپر د جبریل دی که په هسک کی کړنګهار سو
که په سمڅه د حیرا کی ګونګوسی د استغفار سو