روڼکی جام یم د شرابو د بادی په رنګ رنګېږم
له صفا نه یی صافېږم، له هستی نه یی هستېږم
دا د زړه شیشه می ګوره روښنایی نه هسی برېښی
د هستی په آیینی کی ښه له ورایه څرګندېږم
چی له طینه را پیدا زما طینت شو په سکوت کی
د نفخی (۱) په شور ژوندی شوم په حیرت کی پری نازېږم
زما جام (۲) یی خالی ولید چی رقیب را نه منکر شو
یو د خاورو کنډولی یم ستا شرابو ته کړنګېږم
کله نغښتی د یوسف د افسون پټه محموله کی
کله سپین لاس د موسی (۳) یم له ټټره یی راخېږم
د سبحی په شان روښان زړه می د ذکر توان وموند
د پییلی تار په ټال کی له دلدار سره ګړېږم
سور غټول نیولی جام یم د راڼه څاڅکی په تمه
بیا د تالندی نغمی ته له وږمی سره نڅېږم
د فلک د څرخی ګرد کی په سر مست په زړه خراب شوم
لویه پیره را رسېږه لاس می نیسه چی ورکېږم
د خپل زړه پر لوحه وینم ستا د مخ جلوه روښانه
په حضور کی دی فنا یم هسی خیال کی د ډوبېږم
ستانیزیه» هډو نشته هیڅ بقا خاورین خاطر کی»
زه د لنډ ژوند په لمحو کی ابدیت ته حیرانېږم
۱
اشاره شوی ونَفَخَ فیهِ مِن روُحِه الخ - د السجده (۳۲) د سورئی ۹ آیت
۲
اشاره شوی د خلقت داستان ته چی ابلیس د آدم ځان یوازی خاوری وینی او په کی د خدای د روح له شتوالی نه منکرېږی چی مولوی د مثنوی معنوی په دریم دفتر کی (۳۴ - ۱۸۸) داسی اشاره ورته کوی:
آنکه آدم را بدن دید او رمید وآنکه نور مؤ تمن دید او خمید۳
اشاره شوی و نَزَعَ یَده فاِِذَاهِیَ بَیضأُ لِلنَظرین د الشعرأ (۲۶) د سورئی ۳۳ آیت
۱۰۰۶۰۳ - ۱۲۰۷۲۷
روڼکی جام