آیا اسلامی امارت د وقت اقتضا ده؟

د دکتور زمان ستانیزی لیکنه

په کلیفورنیا کې د پسِفیکا د لوړو مطالعاتو د پوهنتون د الهیاتو او عرفان استاد


دیني او ثقافي اصطلاحات معمولاً د تقلید او عادت له مخی استعمالېږی، خو سیاسي ارزښتونو، لغوي مفاهیمو، تاریخي قرینو، جغرافیایي لزوم، او زماني اقتضا ته یې کمه پاملرنه کېږی.


امارت یعنی څه؟

د اسلام په تاریخ کې د امارت مساله هغه وخت مطرح شوه چې په یثرب (مدینه) کې د یهودانو او نصاراو په نسبت مسلمانانو په شمېرکې د پام وړ زیاتوالی راغی. د هغه وقت په سیاسي نظام کې د یهودانو، او نصرانیانو ډلو خپل مذهبی امیران در لودل چې د خلافت تر سیوری لاندی یې صلاحیتونه تنظیم شوی و، خو د مسلمانانو نوظهوره ټولنی د هغو معادل مذهبی مشر نه درلود. نو ځکه حضرت عمر (ض) چې د دوهم خلیفه په صفت یې د ټول دولت د مشرتوب مسؤلیت په غاړه و،‌ برسېره پر هغه یې د مسلمانانو د مذهبی مشرتابه مسؤلیت هم و مانه او امیرالمومنین وبلل شو. په بل عبارت، حضرت عمر د امیرالمومنین په توګه د یو محدود تعداد مسلمانانو مشر و، خو د خلیفه په صفت تقریباً د ټولی جزیرة العرب، شاماتو، مصر، بین النهرین، او قبرس مشر و. هغه وخت د امت کلمه د خلافت د قلمرو ټولو اوسېدونکو ته اطلاق کېدله. د امت د کلمی اختصاص یوازی مسلمانانو ته وروسته اتخاذ شو.


د عربو د تعامل له مخی د «امیر» لقب یا د یوې قبیلی مشر یا د جنګ یو سالار ته ورکول کېده، نه د یو دولت مشر ته، لکه امیر حمزه. له دې چې د جګړی د مشر نقش کله کله د امیرانو زامنو ته هم ورکول کېده، نو په تدریج د «امیر زاده» معادل لقب ورنه جوړ شو. هسې چې امیر زاده ګان معمولاً له علم، پوهی، او سواد نه برخورداره و، نو نوروسته بیا د امیرزاده اصطلاح په ټولنه کې باسوادانو ته هم اطلاق کېدله چی د وخت په تېریدو سره «امیرزاده» په «میرزاده» او «میرزا» مختصر شو چې په اوسنی غلطه املا «مرزا» هم لیکل کېږی. میرزا/مرزا هغو باسوادانو ته ویل کېدل چې «میرزایي خط» به یې زده و.


هسی چې پادشاهانو لیک لوست خپل شان ته کسرت ګانه، نو په دربار کې به یو اعتمادی باسواده ددی کار لپاره استخدامېده چې د پادشاه د اسرارو په لیکلو او ساتلو به مؤظف و. اروپایانو د اسلامی ټولنی دغه رسم تقلید کړ او د اسرارو کلمه یې په secret/secretary واړوله او د میرزایي او کتابت لقب یې په scribe واړاوه چې تر اوسه په اداری تشکیلاتو کې د private secretary/secretary general له القابو استفاده کېږی.‌


د اسلامی زمامدارانو په دربار کې هغو باسوادانو ته چې میرزایي به یې زده وه کله کله د امیر لقب ورکول کېده لکه امیرخسرو دهلوي، امیرعلی شیر نوایي. د امیر لقب د وقت په تېریدو سره نورهم مختصر کړای شوی او د «امیر» پر ځای د «میر» لقب مروج او میراثی شو چې ټوله کورنی یا قوم حتی د ځینی صوفیه طریقو منطقوی نمایندګان به د میرانو په نامه یادېدل لکه د غزنی میران.


د افغانستان په تاریخ کې کله چې د درانی سلطنت برم او قدرت له مینځه ولاړ او نور داسی مشر نه و چې د احمدشاه او زمان شاه په قلمرو سلطه ولری، د پاینده خان زامنو خپلو مینځو کې د قدرت د لاس ته راوړلو جګړې پییل کړی. له دې چې سردار پاینده خان یوازی د سرداري لقب درلود، نه د پادشاهۍ، زامنو یې ځانونه یوازی امیران بللی شول، نه پادشاهان څو خپل سیاسی قدرت ته مشروعیت وروبښی. هغه و چې دوست محمدخان افغانستان له تجزیې نه وژغوره او ځان یې د پادشاه یا امیر پرځای امیرکبیر وباله. 


انګریزانو د دوست محمد خان د «امارت» لقب په ډېره خوشحالی سره ومانه، ځکه د یو امیر د صلاحیت ساحه د یو پادشاه یا سلطان د صلاحیت له ساحی نه لږ وی. او انګریزانو په آسانۍ سره د درانی سلطنت په مختلفو منطقوی تجاوز او د مالکیت ادعا کولی شوه. انګریزان له دې لا هم یو قدم پر مخ ولاړل او دوست محمد خان یې د افغانستان د امیر په توګه نه، بلکه د «کابل د امیر» په صفت و پېژاند څو د افغانستان په خاوره تجاوز کې لا نور هم آزاد لاس ولری.


خو کله چې یی خپل ګوډاګۍ شجاع قدرت ته ورساوه، د دوی سیاست ۱۸۰ درجې تغیر وکړ. نه یوازی یې د درانیو د سلطنت د شاهی لقب، بلکه د هغه د قلمرو ساحه یې له کابل نه ټول افغانستان ته، او له افغانستان نه سراسر خراسان ته خپره کړه او شاه شجاع یې د خراسان پادشاه وباله څو د خپل لاسپوڅی له القابو نه په استفاده په منځنی آسیا کې په پراخو منطقو تسلط پیدا کړی. 


د ډېری عمیقی توجه وړ خبره داده چې زموږ ځینی «افغانستانی» هیوادوال پر دغو تاریخی وقایعو د نیمګړی تحلیل او غلط استناد پر بنا او د انګریزانو د اصلی انګیزی له پوهېدلو نه پرته غلطه نتیجه ګیری کوی. د سیاسی تاریخ دغه بیسوادان له یوې خوا افغانستان د انګریزانو د لاس جوړ شوی هیواد ګڼی، له بلی خوا پخپله په هغه سیاسی اصطلاح اتکا کوی کوم چې انګریزانو د خپلی استعماری سلطی د پراخولو په مقصد د یو لاسپوڅی دولت تر نامه لاندی پلی کاوه او جغرافیایی خراسان ته یې سیاسی بڼه ورکړه. حال دا چې تاریخ یواز د یوه خراسان پر حکومت شهادت ورکوی، کوم چې احمدشاه بابا د شاه رخ د تسکین او تسلا لپاره د مشهد په یو لوېدیزه محدوده کې جوړ کړی و.


له امیرکبیرنه وروسته ټولو محمدزیو زمامدارانو د امیر لقب وساته. کله چې امیر امان الله خان د اروپا د سفر عزم وکړ او ورته توضیح شول چې د دپلوماسی د تعامل له مخی د «امیر» مقام د «پادشاه» له مقام نه ټیټ دی او د تشریفاتو په وخت کې ددغه توپیر رعایت کېږی. نو په ۱۹۲۶ کال کې د اروپا له خپل سفر نه دمخه تصمیم ونیول شو چې د افغانستان د تاریخ د برم د بیرته اعاده کېدلو په غرض دې د امیر لقب بیرته (پاد) شاه ته واړول شی او امیر امان الله خان  شاه امان الله شو. له شاه امان الله نه د اروپا په سفر کې د یو پادشاه په صفت  د اروپا د پادشاهانو په سطحه مجلل، شانداره، او شاهانه استقبال او هرکلی وشو.


کله چې افغانستان د روسانو له وتلو نه وروسته له تجزیی او متلاشی کېدو سره مخامخ و تاریخ یوځل بیا تکرار شو. دا ځلی د امارت اصطلاح د جمهوریت په مقابل کې ودرول شوه. په هغه مهارت چې انګریزانو په ډېره خوشحالۍ د افغانستان جغرافیایي محدودیت د امیر دوست محمد خان د امارت په اصطلاح کې تعریف کړ، یونیم سل کاله وروسته د انګریزی استعمار میراث خورو پاکستانیانو د افغانستان د امارت اصطلاح بیرته را ژوندی کړه او د اسلام د کلمی په اضافه کولو یې د احتمالی حساسیت مخه ونیوله څو په دې توګه په نهایت کې افغانستان د امارت په نامه د پاکستان د جمهوریت په مقابل کې کوچنی او ذلیل کړی شی.


د اوسنۍ زمانې د سیاسي حقیقت له مخې د امارت اصطلاح یو ډېر کوچنی دولت ته ویل کېږی لکه د خلیج د شیخ نشینانو چې دوې لوېشتی ځمکه نلری او په خلیج کې خاوری اچوی چی خپل قلمرو پراخه کړی. خو هسی هیوادونه چې له افغانستان سره د تاریخ، جغرافیې، مساحت، یا قدرت له نظره هم ردیفه ګڼل کېدای شی یا د مصر، ایران، او عراق په شان جمهوریتونه دی، یا د یوې کورنۍ په نامه نومول شوی پادشاهۍ دی لکه سعودي عربستان یا هاشمي اردون.   


اوس نو د افغانستان ولس پوری اړه لری چې آیا غواړی د بحرین په توګه امارت شی، که د ایران او پاکستان په توګه جمهوریت. دا چې داسی یو دولت دې اسلامي و نومول شی، مشرح لیکنې ته ضرورت لری چې تر هغه پوری زما د انګریزي ژبې رسالی ته مراجعه کولی شی:

https://www.cambridge.org/engage/coe/author-dashboard

د دعوت میډیا ۲۴ نه اقتباس
د سپتمبر ۱۳، ۲۰۲۰