توری تمی  تروږمۍ ‌کی هسی  ډک زړه د آسمان  دی

د غره سر کی  ګردله ده، غلغله ده، لوی  طغیان دی

هم ناری دی د سېلۍ هم په شېبو د شرنګ باران دی 

کارنامی د طبیعت دی  دا موسم دا یی دوران دی

بیا روغبړ د سباوون ته د افق څیری ګریوان دی

دا شهپر د جبریل دی که  په هسک کی کړنګهار سو

که په سمڅه د حیرا  کی ګونګوسی د استغفار سو


د غرو څوکو نه سوی پورته غلبلی د طوفانونو

بیا د ورېځو نیلي ځغلی دسېلیو پر وزرونو

تازیانی لږوی  تالندی  د غرونو پر سرونو

یا د شپی زلفو اور واخیست د کوڅۍ له تنابونو

که د طور د زړه له آهه لمبی خېږی د اورونو

په وړانګیونو پلوشو کی  تجمل د کردګار سو

د برېښنا برېښانده څرک کی راښکاره صورت د یار سو


دا لښکری د غبار دی که آسمان کی جوړ  نیرنګ دی

یا د ورېځو اړ و دوړ کی د ږلی او باران  جنګ دی

د برېښنا د غاښچچی اور د آسمان د رڼا رنګ دی

که د تالندی و سېلۍ د یرغلونو  شور و  شرنګ دی

یا د تندر د شیپور د هیبتو ګواښ او غورځنګ دی

شپی کړه توره لمن ټوله ستورو مخ پټ کړ سهار سو

د باران د اوښکو څاڅکی د آسمان د غاړی هار سو


بازان الوزی له برمه هسکو څوکو  لوړو غرو کی

توتکۍ او شنه توتیان  لټوی ځالی کنارو کی

چرچری دی د چوغکو  چتکي ناست دی  چنارو کی

د غنچی د خولی خندا ته بلبل ساندی په آرزو کی

زرکی سری اوګۍ په غاړه  مستی ګرځی په باغو کی

د شپیلی له انګازو سره ملګری چنګ و تار سو

بیا پاڅون  د پسرلی ته د سپېدو د سترګو څار سو 


په مستی د پسرلی کی بیا دغرو لمنی سری سوی

په لاښو باندی را ماتی د اوبو ډکی ویالی سوی

په بیدیا کی د غاټولو خولی د مییو  پیمانی سوی

په غوټیو ډکی څانګی  په نڅا او ناز کږی سوی

شنه زرغون سمسور چمن کی د رنګونو ننداری سوی

سنبل ولولل رازونه معطر پری ټول ګلزار سو

د رامبیل چامبیل راتګ ته نرګس بیا سترګی په لار سو


شنه څپه د اووښتون ده  پر رغونو سپړل کېږی

د روښانه مستقبل نخښی له ورایه څرګندېږی

دا لکړه د موسی ده چی سحرونه پری ماتېږی

یا قدم دی خضرانی چی چمنونه پری شنه کېږی

که نفس د مسیحا دی شنی مَرغی  پری ژوندی کېږی

زیری راوړ «ستانیزی» ته سباوون چی بیا بهار سو

غلی غلی وږمه راغله وایی را ‌پاڅه چی سهار سو

۰۷۰۲۲۴ - ۱۰۰۳۱۴ 

De Psralee Darshal.mp3

د پسرلی درشل په واقعیت د پسرلی د راتګ زیری دی چی طبیعت په کی غرونه او رغونه سینګاروی څو پسرلی ته هرکلی ووایی. په دغه پسرلنی شعر کی د خدای ستاینه او د طبیعت کارنامی یوازی د ګل د ښایست په ستاینه کی ندی محدودی سوی. ریښتیا دا چی حتی د ګل نوم هیڅ په کی اخیستل سوی ندی.  په دغه شعر کی د لیدلو او اورېدلو حس ته  درنه برخه ورکړل سوی څو لوستونکی یی له اورېدو خوند واخلی او اورېدونوکی یی په لوستلو کی دی ته متوجه سی چی بلبل دی هرڅه وایی، خو شاعر ته هر موسم پسرلی دی. څنګه چی په یوه ګل نه پسرلی کېږی، هسی د پسرلی ستاینه هم په یوه ګل نه کېږی.