په تذکره کې د مور د نوم له لیکلو سره حساسیت


د دکتور زمان ستانیزی لیکنه

د کلیفورنیا د دولتی پوهنتون د سیاسی علومو استاد


د افغانستان وروسته پاته ټولنې تل له نوښتونو سره حساسیت ښودلی. د بیلا بیلو دلایلو له مخی ژبني، قومي، نژادي، او منطقوي هویتمدارانو په تذکره کې د مور د نوم له لیکلو سره خپل مخالفت څرګند کړی. یو تعلیم یافته او پوهو ځوان لیکلی چې زمونږ کیلواله ټولنه لا تر اوسه دې ته آماده نده.


آیا باید پوهان په ناپوهانو پسی ولاړی شی او که ناپوهان په پوهانو پسی؟ که په بیسوادانو پسی ځی، بیا ولی تعلیم کوی؟ او که تعلیم یې کړی وی، دا د علم او پوهې رسالت دی څو پرېنږدی چې بیسوادان یې د پښو زولنې شی.‌ معمولاً کله چې پر مخ ګام واخیستل شی شکایت دا وی چې ټولنه دغو نوښتونو ته آماده نده. بیا چې واکمنان داسی کارونو ته اقدام و نکړی، وایې ولی بیرته پاته یو. 


زمونږ له روحی اعتیادونو نه یو دادی چې بې سببه موضوع سیاسی کو او سیاسیونو او مشرانو ته بهانه پیدا کو چې ساده سلیقه وی توپیرونه په قومی او ژبنیو اختلافوتو بدل کړی. وروسته بیا شکایت کو چې که دغه د سیاست ټېکه داران او د نفاق سوداګران نه وی، مونږ افغانانو به خپله خورګلوی او ورورګلوی کوله. په داسی مواردو کې مونږ د سیاسیونو د بی کفایتی قربانی نه یو، مونږ د هغو د جرم شریکان یو، ځکه هغو ته مو بهانه ورکړی چې د تحت-ملتی هویتونو په نامه مو یو له بله جلا کړی. 


په تذکره کې د مور د نوم لیکل یو له دغومسالو نه دی چې بی دلیله سیاسی شوی. سوال دلته دی چې ولی په تذکره کې د مور د نوم له لیکنو سره حساسیت ښودل کېږی؟ په دې سبب چې مور ښځه ده. په ښځه غندونکو ټولنو کې ښځی ته حرمت نه قایلېږی.


زمونږ د ټولنیز دود «نر- محوری» ریښې هغه ذهنیتونه اوبه کوی چې د وخت په تېریدو سره «نرسالاری» روزی، بیا په هغه شدت چې په افغانستان کې حاکمه ده. د نر- محوری په مستولی ذهنیت کې ښځه توب د خدای له قهراو غضب نه کم نه ګڼل کېږی هسی چې د یوی کورنی پر سر یې خدای نازلوی. 


ښځه د کوچنیانو مور یعنی د نسل د تولید یوه وسیله ګڼل کېږی چې د زوی زېږنده یې نیکمرغی بلل کېږی او د هلک په نوم اېښدولو کې خوشحالی کوی، خو د نجلی د زېږیدنی او نوم ایښودلو نه شرمېږی. ځینی حتی نجلی د نوم لایقه هم نه بولی، هسی د کور د کالیو او کپړو په توګه یې یو عدد ګڼی، مثلاً «رابعه» یعنی څلرمه نجلی. کله هم د نجلی زېږنده خدای ته د یو اعتراضیه پیغام په توګه نوموی مثلاً «بس بی بی»، «بسو» یا «بله نسته» په دې معنا چې خدایه بس ده، نوری لوڼی نغواړو، زامن را په برخه کړه. داسی نارینه هم شته چې «لور زېږونکی» میرمنی یا پرېږدی یا یې طلاقوی. ځکه میندی خپلو لورانو او نګیندو ته دعا کوی چې «د هلک مور شی!» یا «د سلو زامنو مور شې!» حتی د اولاد له زېږندی وروسته هم د هلکانو د سرساتنی دعاګانی کوی، «خدای دې د زوی غم نه در ښکاروي!» «بوره مشې!» یعنی د زوی په مرګ غمجنه مشی! یا یوې ښځې ته ښکنځل او ښېراوی کوی چې «بوره  بورچنډه شی!» یعنی څو زامن دی ومره. په دې ټولو مواردو کې وینو چې د نجلی روغتیا، سلامتتیا او د عمر اوږوالی هیڅ مطرح ندی.


نرسالاره ذهن ښځه د انسانیت له سطحی نه ټیټه تعریفوی: ښځه ناقص العقله ګڼي، خو د نر تعریف په تفکر، ستعداد او لیاقت کې کېږی، ښځه عاجزه بولی څو د هغو حقوقو له دفاع نه چې له سره یې نلری «ناتوانه» کړای شی، خو نر حق لری او د حق ساتونکی دی، او د ښځی خاوند دی- هغه کلمه چې د خدای لپاره یې هم استعمالوی، «خاونده خدایه». ښځه «کډه» بلل کېږی ځکه د کور د کالیو او کپړو په شمېر کې د نر د آسایش لپاره پېژندل شوی. په نرمحوره ذهنیت کې، ښځه د عیال تر نامه لاندی د نر جوړه ګڼل کېږی-یعنی د نر ضمیمه.  ښځه حرم ده، ناموس ده، تورسری ده، عورت ده،... په دغو تعریفاتو کې د ښځی او نر د حقوقو تساوی هیڅکه د نرسالارانو په ذهنی معادله کې ځای نلری.


ښځه تور سری ده. یعنی چې د هرڅه تور پری اړول کېږی او هرعیب او تهمت پری تاوانېدلی شی. د ښځو د سنګسار صحنی ددغه غمیزه په روښانه ډول څرګندوی. ښځه د زنا د ارتکاب په جرم سنګساره کېږی، خو د جرم شریک نر، چې ډېر احتمال لری په قضیه کې متعرض او متجاوز هم وی له مجازاتو نه پرته معاف ګڼل کېږی. ښځه هم د یو تجاوز قربانی کېږی او هم د یوې نرسالاری ټولنی د ننګ د پرځای کولو.


کله ښځه په عربی اصطلاح «عورة» («عورت» دری، «اورته/ارتینه» پښتو) بلل کېږی چې معنا یې د ښځی د بدن د شرم ځای یا تناسلی عضو ده. کله چې ښځه د بدن د شرم ځای یا تناسلی عضو وګڼل شی، بیا د هغی د کرامت او حرمت لپاره ځای نه پاته کېږی. دغه عورت - محوره ذهنیت دی چې پر ښځه باندی د اخلاقی کړو وړو احکام صادروی. کله چې یو سړی یو بل نارینه ته سپکاوی کوی، نو د مېرمنی، خور یا مور نوم یې په داسی ډول په ژبه اخلی چې له هغه نه د جنسی تجاوز استنباط  وشی. په دې توګه حتا د یو نارینه سپکاوی هم د ښځی د اهانت له لاری ممکن کېږی. څنګه چې د (مېړه او ماندینې له ارتباط نه بهر) هر جنسی عمل سپکاوی ګڼل کېږی، له دې کبله حتا په تذکره کې د ښځی د نوم له لیکلو نه د نر د سپکاوی استنباط کېدای شی.


له دې چې نرسالار ذهنیتونه ښځې ته په داسی سترګو ګوری، نو ځان مکلف ګڼی چې د خپل ننګ د ساتلو په غرض ښځه خپل عورت وګڼی او پټه یې و ساتی. خو په تحت الشعوری سطحه کې د دغی ننګ ساتنی په سبب ډېر نارینه د خپلې ماندینې، خور، او مور نومونه په ژبه نه اخلی.


ننګ، غیرت، ناموس او نور خلاقی او دیانتی ارزښتونه هغه وسیلې او واسطې دی چې نرسالاران د هغو له لاری پر ښځه باندی د نر تسلط توجیه کوی. غیرت اصلاً عرفانی اصطلاح ده چی د خدای د وحدانیت په هلکه استعمالېده چې غیر د خدای په وحدانیت کې شریک نکړی یا دا چې غیر له خدایه بل څوک و نه لمانځی. خو اوس غیرت د نرسالاری د مفاهیمو د افادی لپاره استعمالېږی. ناموس یا νομός چې د یونانی ژبی یوه عاریتی اصطلاح ده مفهوم یې د یوې ټولنی د فرهنګی قوانینو د ارزښتونو پالنه وه، خو اوس د نرسالاری د حاکمیت په خدمت کې په کار لوېدلی. اسلامی دیانتی ارزشتونه هم د نرسالاری له مخی تعبیرېږی. مثلاً هر قرانی حکم چې د ښځی او نر د حقوقو د تساوی لپاره نازل شوی، د نارینه فقهاو له خوا داسی تعبیر شوی چې تعزیرات او تحریمات یې د ښځی په برخه رسېدلی او حقوق او آزادی ګانې یې د نر په برخه رسېدلی. برسېره پر دې د نر د حقوقو انطباق یې د یوویشتمې پېړی له اقتضااتو سره جایز کړی، خو د ښځی پر آزادیو تحریمات یې د قرون وسطی په معیارونو ټاکلی دی.


یوازی د وېښتانو د پټولو په برخه کې تحریمات چې پر ښځه وضعه شوی لکه برقع، نقاب، حجاب، شایله، المیره، خمار، وشاح، ټیکری، پوړنی،... د نر لپاره هیڅ معادل نلری. لکه دا چې د نژدی ۴۰۰۰ کاله د مخه د بابل د پاچا هامورابی تحریمات د ښځو په برخه کې لا هغسی پرځای پاته وی. همدا نن مې په یوه جمعی رسنۍ کې ولوستل «چهل توصیه برای خانم ها جهت استحکام روابط زن و شوهری». په دغو توصییو کې ښځه په اطاعت، مسولیت او د نارینه په خدمت مکلفه ګڼل کېږی څو د نر د خوشحالی او رضایت اسباب مهیا کړی، خو په مقابل کې له نر څخه د هیڅ بالمثله عمل توقع نه ده شوی. 


اکثر نارینه چې ددغو حقوقی آزادیو د تحریماتو د معادلی په خالی پله کې ندی واقع شوی، دغه محرومیتونه  نشی احساسولی او غیر ضروری یې بولی. په همدی سبب په تذکره کې د مور د نوم لیکل هسی ارزښتمن نه ورته ښکاری، بی له دې چې دغی مسالی ته سیاسی اړخ ورکړی او هغه خپلو اعتقادی ارزښتونو ته تهدید وګڼی. خو اما... او بیا هم


  • آیا د هغی ښځی د مشقت درد یی لیدلی چې مېړه یې په جنګ کې مړ شوی او هغه ماشوم چې له خپلو وینو او شېدو نه یې روزلی ورنه اخلی ځکه چې د زېږندی په کارت کې د کوچنی نوم یوازی د پلار او نیکه له نومونو سره لیکل شوی او د مور نوم یې هیڅ په کې نشته؟
  • یا هغه د طب محصله چې یو کانادایی پوهنتون تحصیلی بورس ورکړی، خو خپل ماشوم له ځان سره نشی بیولی، ځکه چې سفارت د ماشوم د پلار موافقت غواړی چې په تذکره کې لیکلی دی. خو پلار یې مړ دی او مور یې خپل مورتوب نشی ثابتولی؟
  • یا هغه ښځه چې د مهاجرت غوښتنه یې د سویډن د حکومت له خوا منل شوی، خو خپل دوه ماشومان له ځان سره نشی بیولی ځکه د هغو په تذکره کې یوازې د پلار نوم لیکلی چې په جګړو کې تری تم شوی؟
  • یا هغه کورنۍ چې غواړی خپله کونډه ناوی د مهر له حق نه محرومه کړی، او خپل لمسی هم د حضانت د ادعا په اساس له هغی نه واخلی. کورنی ددغه ماشوم د تذکری په استناد چې د پلار نوم یې په کې درج دی اخلی، خو ښځه هیڅ سند نه لری چې خپل مورتوب محکمی ته ثابت کړی.


دا یوازی یوه سطحی کتنه ده. ددغو قضایاو فروعات ډېری حقوقی جړتیاوی لری چې د دغې لنډې لیکنې له حوصلې نه بهر دی. د پام وړ خبره دا ده چې په افغانستان کې د کورنۍ نوم هسی رسمیت نلری چې د پلار او مور کورنی هویت په کې و پېژندل شی، نو ځکه په تذکره کې د مور د نوم لیکل ډېرې قانوني نیمګړتیاوې پوره کولی شی.


که څوک د کورنۍ د نوم پر ځای د پلار نوم لیکي، نو تر هغه لا دمخه دې د مور نوم ولیکی او سل ځله دې په سترګو ومږی او مچ دې کړی. دا د ښځی کرامت ته درناوی دی، نه د ښځی جنسیت ته سپکاوی - مګر دا چې د چا ذهن په ناوړو او ناولو خرافاتو کې نغښتلی وی. مونږ چې د نازو انا، زرغونې انا، او ملالی، او د ملکه گوهرشاد، رابعهٔ بلخی، بی بی رادوجانی، او ملکه ثریا  نومونه اخلو د مورتوب حق ته یې سر ټیتوو او په ښکلو نومونو یې ویاړو چې باید وویاړو.

د تاند له نشریې نه اقتباس
د سپتمبر ۸، ۲۰۲۰