De Stergo Tawaaf.mp3

د سترګو طواف


زه ستا دخیال د لاری مل وم، زما مسیر نه و 

لکه څپه یو سر غورځنګ وم خو بهیر نه و

قدم می ستا په لاری هسی بی پروا کېښوده

په کی مجال د هیڅ تردید او د تأخیر نه و


شوم د رندانو میخانی ته ناببره ور پېښ

مریدان ناست و شا و خوا په کی یو پیر نه و


شوی می تر غوږ ستا د نامه د ترنم انګازی

په زړه می لیک شوی خو په ژبه می تقریر نه و


ستا بیلتانه سره می شپه سوه د خلوت پر پالنګ

سکوت کی نغښتی اندیښنی وی درد او ویر نه و

د خوب څپو کی ستا لقا لږ را څرګنده شوله 

عقل می بایلود نور سنجش او هیڅ تدبیر نه و


ویشتلئ زړه به می لا هسی ستا په غم کی و پروت

که دی د ناز کتل بڼو لاندی په ځیر نه و


ومی نیوله ستا لمن د تمنا په لاسو

په التماس کی می هډو ریا و تزویر نه و


خوښ زنګېدم ستا د مشکینو زلفو ټال کی هسی

د لونګین په څېر دی بل عطر او عبیر نه و


چی زما په غاړه ستا د زلفو سلسلی شوی جوړی 

ماته دا ستا له حلقی پرته بل زنځیر نه و


چی د سرکو شونډو پیاله دی راته وړاندی کړله

زما بی درمانه رنځ ته بل دارو اکسیر نه و


د سترګو رپ کی را اوچت شوم ستا د خیال له خوبه

خو د رویا د رنګ او راز می څه تعبیر نه و


ویښ په حسرت کی می ژر پټی کړلی سترګی خو حیف

د رجعت هڅو  کی می پاته کوم تأثیر نه و


سترګو می ستا دمخ قبلی ته ډېر په هیله کتل

ځکه غیبت کی دی جادو او کوم تسحیر نه و


له تصور نه می څېره ستا د سپین مخ و غوښته

خو ورسره ستا د ښایست ښکلی تصویر نه و


د زړه کعبه کی می تور داغ ستا د هجران ښکلاوه

چی په طواف کی یی اسباب نور د تکفیر نه و


په سجود پرېوتلم زه ستا د ابرو پر محراب

د مخ لمانځل دی شو ثواب په کی تقصیر نه و


که سمدلاسه دی وژلی وای د وروځو په تیغ

نور به حاجت زما د وژنی د تفسیر نه و


د ستانیزی قلم شو ځکه ددی راز ویندوی

د عشق داستان ته یی بل کاتب د تقدیر نه و 

۰۹۰۶۰۲ - ۲۳۰۹۱۴