مستغنی  یم ستا له فضل او له کرمه (۱)

ځکه نه لرم له بل چا د څه تمه


که هرڅو دی جلوه پټه ده خلقت کی

له لېمو یی را نژدی د خیال صنمه 


ستا د مخ روښانه وړانګو ته په هیله

انتظار هره شېبه ده مغتنمه


دا هستی واړه نیستی ګڼم پوهېږم

په اسرارو د وجود او د عدمه 


په سر ځغلم د جانان کوڅی ته ځکه

باک می نشته له داهسی پیچ و خمه


ریاضت می له خرقی لاندی خوندی دی

پټ ساتلی د اغیارو له ستمه 


د زړه غم مینځم د اوښکو به خوناب کی

په بڼو کی دی ساتم د سترګو نمه


چی یی راز  جف القلم لیکلی نه و 

مدعی د عشق نسکور پرېوت له برمه


چی یی ستا د عشق بیان لیکلی نشو 

قلم ځکه په سر وچاوده له غمه


«ستانیزی» د سوی زړه لوحه صفا کړه 

پر مات سر قلم پرې وکیښ ستا رقمه

۱ د مات قلم غزله د ارواښاد محمدنورخان الم کندهاری د تلین تر عنوان لاندی ویرنی وروستی برخه ده