دوه افغانستانه 

په یوه جغرافیه کې نه ځایېږی

دوکتور زمان ستانیزی

د کلیفورنیا په دولتی پوهنتون کې د سیاسی علومو استاد

خلاق تفکر او نوښت خدایي رنګ لري ځکه چې له عقل سره ګډه ریښه لری او له زېژنده اندېښنی سره یو ځای په سمسورو څانګو کې سپړېږی. ژور تفکر او کره کتنه د اندېښنې تداوم زیاتوي، خو د تفکر له خلاقه قدرت نه کار نه اخیستل د نعمت کفران دی. د زړو جامو اغوستل عیب ندی، خو د زړو اندېښنو روږدېدل او اعتیاد خلاقیت وژنی. ز.س

د افغانستان پر اوضاع باندی په ناڅاپه ډول د طالبانو تسلط  پیداکول ښايي نړیوال حیران کړې وي، خو د افغانستان په معاصر تاریخ کې د دغه راز ناببره بحران پېښیدل چندان د حیرانتیا خبره نه ده، او که د پېښو د تسلسل رموز درست تعبیر شوی وی د پېښې د مخنیوی اټکل او  چاره هم کېدله. په هیواد کې د نا عاقبت اندیشو او نه پخلاکېدونکو لډرانو د نژادي، ژبني، قومي، او هویتی لوبی د دې سقوط ظاهري نښی ګڼلی شو، خو هغه څه چې زموږ سترګې یې د اضطراب او اضطرار د نوسان په وړاندې ړندې کوي، د هیواد پر بنیادی ستونزو سترګې پټول دي.

په مجموع کې د افغانستان د ټولنې اساسي ستونزه د ښاریانو او کلیوالو تر مینځ د نامتوازنی ښوونې او روزنې شتون دی چې ښاري ذهنیت د ترقی او پرمختګ خواته وربولی خو کلیوالي ذهنیت په فکری انجماد او تحجر کې لانور هم زړېږی. د ټولنی د دغو دوو ډلو تر مینځ د فکري فاصلې زیاتوالی کله کله په سیاسی دنیا کې د تشنج او تاوتریخوالی اسباب را مینخ ته کوي. په افغانستان کې د سیاسي نظام ناببره او ناڅاپه سقوط او د طالبانو له خوا د سیاسي واک ترلاسه کول د دغه مشکل علت نه دی، بلکې د دې ستونزې معلول دی، چې په شعوري یا غیر شعوري ډول د خلکو له پامه لوېدلی دی.

په تېرو سلو کلو کې هغه څه چې په افغانستان کې د پرمختګ په نامه خلکو او نړېوالو ته ورپېژندل شوی و تر ډېره ځایه نمایشي و. د افغانستان مشرانو له یوې خوا د بنیادی ټولنیز او اقتصادی پرمختګ او له بلی خوا د سطحي نمایشي غربګرایي تر مینځ توپیر نه کاوه. د امان الله خان او اشرف غني د واکمنۍ تر مینځ بې شمېره سطحي او نمایشي ورته والی شته. ډاکتر اشرف غنی د خپلې واکمنۍ دوره د امیر امان الله خان له دورې سره مقایسه کوله، خو له دې خبر نه و چې دده د واکمنی سقوط به هم په همدی قیاس وی؟

په دواړو دورو کې ځینې اصلاحاتو نمایشي بڼه دلوده. دارالامان او د تاج بیګ د غونډۍ ماڼۍ د سړکونو او عصری تعمیرونو جوړول، د هغو د عملی ضرورت نه پرته، د هیواد د اقتصادی پرمختګ د نمونو په توګه نمایشي ارزښت هم درلود. د سلما او کمال خان بندونه هم په دی ردیف کې راځی. د ملی هویت لپاره کوشش یا له هغه سره ضدیت هم نمایشي رنګ پیداکړی و. د امان الله خان په دوره کې د شَپو خولۍ او نیکټایی په اغوستلو تظاهر کېده – په تېره بیا په لویه جرګه کې. د اشرف غنی د واکمنی په دوره کې د پټکي او پرتوګ په اغوستلو تظاهر کېده – په تېره بیا په ولسی جرګه کې.

په دواړو دورو کې د نظام په لوړه سطحه کې د پښتنو او غیرپښتنو د ګډی همکاری په توګه د محمد ولی خان دروازی او امرالله صالح ټاکل د یو تحول نمونی وې.  په دواړو دورو کې خلکو د بهرنیو خدمتګارانو لکه آلمانی هارتل او جاپانی ناکامورا درناوی وکړ. دا چې د دواړو واکمنانو مېرمنې په سوریه/لبنان کې زېږیدلی وی او د ښخو د نهضت په لار کې یې آغیزمند ګامونه واخیستل هم تصادفی ورته والی ګڼلی شو.

خو ددغو دوه تاریخی دورو ډېر تباه کونکی ورته والی نامتوازنه ښوونه او روزنه وه. ځکه په دواړو دورو کې له تمدنی،  فرهنګي، سیاسي، ټولنیز، او اقتصادی نظره د کابل یعنی ښاری افغانستان  او د کلیو او بانډو د افغانستان تر مینځ څو پېړۍ واټن را مینځ ته شوی و. د کابل ښار رادیوِ، تلویزون، پوهنتون، او په نسبی توګه عصری روغتونونه درلودل، خو په کلیوال افغانستان کې ډېرو برق او بریښنا نه پېژندل. د اطراف په ښونځیو کې اکثراً د شخصی تعلیماتو ښوونکی په ملایی ذهنیت سمبال و چې ډېر تدریس یې د وهلو ټکولو له لاری وه نه د شرحی او تفصیل له لاری چې د معاصر تدریس د اصولو تقاضا ده. کله چې به «اطرافیان» کابل ته راتلل، ګڼه چې کوم پردی هیواد ته یی سفر کړی وی. همدغه راز کله چې به  ښاریان «اطراف» ته تلل نو کلي او بانډې به داسې پردۍ ور ته ښکارېدلی چې یوازی د سیاحت لپاره مناسبی ګڼل کېدې نه د مداومې  استوګنی لپاره. ځکه به د حکومت مامورینو کوشش کاوه چې په ښار کې په وظیفه مقرر شی.

د توازون دغه نشتوالی سبب شو چې په یوه جغرافیه کې دوه افغانستانه را مینځ ته شی. سیاسی قدرت د ښاری افغانستان په لاس کې و، او ښاریانو پر کلیوالو حاکمیت درلود چې په نهایت کې د کلیوالو له شدید عکس العمل سره مخامخ شو. په همدی سبب هره یاغی ډله له ښاره وتله او کلیو او غرو رغو ته یې منډې وهلی، قلم او کتاب که یې درلودل پرېښودل یی او توری توپک ته یې لاس کاوه.

د امان الله خان د حکومت پرضد د حبیب الله کلکاني را پاڅېدل د قومي، ژبني یا نژادي توپیرونو یا د پښتنو په مقابل کې د تاجیکو بغاوت نه و، بلکه د ښاری افغانستان په مقابل کې د کلیوالي افغانستان پاڅون و، د عصریت یا «مدرنیتې» په مقابل کې د سنتګرایي او کلیوالي/اطرافي عُرف بغاوت و. د مترقي اسلام په مقابل کې د وروسته پاته وسطایی اسلام بغاوت و.

نژدی سل کاله وروسته تاریخ تکرار شو. د طالبانو پاڅون د قوم، ژبی، یا نژاد په مقابل کې بغاوت نه دی، بلکه د ښاری معاصر او مترقی افغانستان په مقابل کې د کلیوالي وروسته پاته متحجر ملایی افغانستان پاڅون دی. هسې را پاڅېدل چې د خپل کلیوالی ذهنیت او د کار د تجربی د نه درلودلو له مخی نه له ښاریانو سره مناسبه رویه کوی او نه د یو ښاری او معاصر حکومت د جوړولو لپاره استعداد او تیاری لری. له رسمي شعارونو نه پرته د دوی کلیوال ذهنیت ښځی د تعلیم او زده کړی او شغل وړ نه بولی او د ښځی په کرامت سترګې پټوی.

دا چې کلکانی ته انګریزانو وسلې ورکولې او طالبان پاکستانیانو سیاسي قدرت ته رسولی مطرح ندی. مهم دا دی چې دواړو یاغي ډلو د کلیوال افغانستان په دیانتي او وروسته پاته ذهنیت اتکا وکړه. ځینی د خپلو سیاسي غوښتنو له مخی د اوسنۍ متشنجې، مکدرې او له تعصباتو نه ډکې فضا سیاسي هویتونه پرهغو تحمیلوي. واقعیت دادی چې هم کلکاني او هم طالبانو پر خپل «اسلامي» هویت اصرار کاوه، او هیڅ یو د «تاجیکستان» یا «پښتونستان» بیرغونه نه و پورته کړی. برعکس دواړو ډلو د کلیو او بانډو د ولسونو له مذهبی احساساتو څخه ناوړه ګټه واخیستله او د کلیوالي ذهنیت مطابق یو ځان «خادم دین رسول الله» وباله او بل «امارت اسلامئ افغانستان» اعلان کړ څو د امان الله خان او اشرف غنی د تکفیر توجیهه پیدا کړی او د کلیوالي افغانستان په زعم د پرمختګ او ترقي هره نښه نښانه د کفر او الحاد معادل وګڼی. د همدې دلایلو له مخې حبیب الله کلکاني ته د تاجیک هویت ورکول هومره اشتباه ده چې طالبانو ته د پښتنو هویت ورکړل شی.

د ښاري او کلیوالي ذهنیت ترمینځ توپیر یوه استثنایی پدیده نه ده. ښاري ټولنې اکثراً دودونو ته د عصري نظره ګوري ترڅو له تیرو څخه داسی پند زده کړي چې په راتلونکي ژوند کې یې بدلون راولي – حَتَّى يُغَيِرُوا مَا بِأَنفُسِهِمْ. د دې ډول نوښتونو په پایله کې، ښاریان “ښارونه” یا “مدنیت” جوړوي او کلیوال په بدویت کې پاتې کیږي. تر ټولو بده دا چې د دوی تر مینځ شخړه او دښمنی هسی پاتې کیږی. د سیاست په نړۍ کې ښاریان عموماً پر کلیوالو واکمنی کوي، خو کله کله کلیوال ښارونه نیسي، پر ښاریانو واکمني کوي او د تمدن نښې نښانې له مینځه وړي. د افغانستان په څیر په بدوی ټولنو کې دا ډول ویجاړتیاوی په په کراتو او مراتو لیدل شوی.

خو دا پدیده نه په افغانستان کې ځانګړې ده او نه په نننۍ زمانه کې محدوده ده. د اسلام پیغمبر په همدې فهم او درایت  د مدینې مدنیت جوړ کړ څو د عربو له زړو اعتقادونو سره مبارزه وکړی. د هغه وخت عربان لکه د نورو بدوي ټولنو په څیر د نوښت او خلاقیت سره په جنګ کې وو، او په زړو اندیښنو کې ایسار پاته وو. هغوی له پرمختګ نه پرشاتګ ته ډېر متمایل وو. د وخت په تیریدو سره، د دوی عقیدې په اعتیاد اوښتلې او د دینی خرافاتو یا خرافی دیانتونو یو معجون ګرځېده. بدوي عربان هسې له مدينې او مدنیت نه تښتېدل چې اوسنی کليوال له ښار او ښاری ذهنیت نه تښتي، په دې تفاوت چې عربو له اسلام نه د جاهليت دوری ته ترجيح ورکوله، خو د نننی افغانستان کليوال د اسلام تر شعار او نامه لاندې د معاصر جاهلیت د دوهمې دورې پر لور روان دي. دلته اعتقادی او ایمانی اصول مقصد نه دي، بلکې هغه طرزدید او دیانتی ذهنیت منظور دي چې خلک بی پوښتنی او پوهنی په عبادت کې انحصاروي.

د ټولنې د بهبود، هوساینې، سولې او رفا لپاره باید لمړی مشکل وپېژندل شی، نه دا چې مصنوعي ستونزې جوړې کړی او د ذوق اختلافات په تنازع او شخړو بدل کړی. قومي او ژبني توپیرونه که د منلو وړ ندي، د زغملو وړ دي. مګر د ښاري او کلیوالي ذهنیت توپیر کمېدلی شي – له دې پرته هیڅ چاره نشته: دوه سرونه په یوه ټټر کې نه ځایېږي، دوه پاچاهان په یوه اقلیم کې نه ځایېږي، او دوه افغانستانه په یوه جغرافیه کې نه ځایېږی.

که دموکراسی یوازی د احصائی او ارقامو له مخی په کمیت کې تعریف شی، کلیلوال اعتقادي اکثریت د طالبانو حکومت منی، خو که دموکراسی په کیفیت کې تعریف شی باید له پرشا تګ نه پرمختګ ته ترجیح ورکړو ځکه ترقی په مدنیت کې ده نه په بدویت او بربریت کې. مونږ نشو کولای د نورو معاصرو ټولنو د ډېرو عصری آلاتو، وسایلو، او تخنیک نه ګټه واخلو، خو بیا خپله د قرون وسطی د عقبګرایی لاری ته مخه کړو.  دا نه محمدي سنت دی، نه د زمانې غوښتنه ده، او نه د سالم عقل حکم دی.

دموکراسی له اسلام سره په تضاد کې نشی واقع کېدلای، مګر دا چې دواړه غلط  تعریف شی. که د فارابي، الماوردي، ابن رشد، ابن خلدون او بیشمېره نورو حکماو آثار ولولو، وینو چې هومره چې دموکراسی د اسلامی تمدن میراث دی د «لوېدیزی» نړی میراث ندی. په همدی توګه  قران چې وروستنۍ وحیه ګڼل کېږی  یوازی د اومی پېړی لپاره ندی نازل شوی چی هرومرو یې د عقبګرایي په ذهنیت کې و پېژنو.

په راتلونکي افغانستان کې اسلامي دموکراسي او د سولی او هوساینی د تضمین دموکراسی دا ایجاب کوی چې د ښارونو او کلیو تر مینځ د تعلیم او تربیې سطحه (تر هغه ځایه چې امکان لري) باید متوازنه شي، ترڅو کلیوال د خپلو پلرونو او نیکونوخبری له قران نه معتبری و نه ګڼي. ترڅو عبادت د جبر او دیانت د اکراه له لاری تحمیل نشی،  ترڅو چې ښاري نظامونه د کلیوالو له خوا ړنګ نه شي، ترڅو په هیواد کې د بیسوادانو شمېر او تناسب زیات نه شي، تر څو د افراطي کلیوالو واکمنی ته د رسیدو په نتیجه کې، په تعلیم او تحصیل سمبال، متمدن او پوه ښاري ځوانان له هېواد نه ونه تښتي، څو زموږ منطقه محوره او قوم پرسته هیوادوال طبيعي توپيرونو ته د تورو عینکو له شا نه د نژادي، ژبني او مذهبي تعصبونو په توګه ونه ګوري، تر څو نژادپاله خلک ملی هویت د قومي هويت تر سيوري لاندې را نه ولي، ترڅو د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ توپیر د دوی د سلیقی له توپیر نه زیات و نه ګڼل شي، تر څو دین او دولت سره ګډ نه کړی او هغه د یوې ځانګړې فرقې په انحصار کې تعریف نه کړی، ترڅو نارینه او ښځینه یوازې په جنسیت کې تعریف نشی، ترڅو ښځی پرله پسی تحریم او نارینه پرله پسی تکفیر نشی، ترڅو د قرآن د حکم مطابق د ښځی او نارینه انساني کرامت ته سر ټیټ شی تر څو د ښځو تر قدمونو لاندې د جنت لاره ولټول شی او بری او رستګاری ومومی، ترڅو… ترڅوچې له تاریخ نه عبرت واخلی، او له قران نه د انسانیت او ژوند درسونه زده کړی.

د تاند له خپرونې نه اقتباس
د نوامبر ۴، ۲۰۲۱