آیا په اسلام کې اسلامي حکومت شته؟

د دکتور زمان ستانیزی لیکنه

په کلیفورنیا کې د پسِفیکا د لوړو مطالعاتو د پوهنتون د الهیاتو او عرفان استاد


په نړۍ کې د سیاسي اسلام او دنیایي دیانت پلویان د شعار له مخې د اسلامي حکومتونو او اسلامي دولتونو د تشکیلولو ادعا کوی. زمونږ بحث نه سیاسي دی او نه په شعارونو اتکا کوی. دلته غواړو یوازی له علمي نظره موضوع و څېړو او عنوان شوی پوښتنې ته ځواب وکړو.


اسلامي حکومت یعنې څه؟

په قران کې د اسلامي حکومت د تشکیلولو لپاره صریح حکم نشته. حضرت رسول اکرم (ص) نه اسلامي دولت جوړ کړی، او نه یې د اسلامي حکومت د جوړولو توصیه کړی. تاریخ ټول هغه حکومتونه چې دین او دولت یې سره یوکړی دهغو د اعمالو د عواقبو او اسلامي ټولنې ته د جبران نه کېدونکو تاوانو د نتیجو له مخی محکوموی. اسلامي تمدن له اسلامي حکومت نه پرته اوج ته ورسېد، خو په نامه اسلامي حکومتونو د فتنې، فسق، او فساد په سبب سیاسي اسلام ته بد نوم و ګاټه.‌


قران

قران د یو وحیانی رسالت په توګه ټول بشریت ته پیغام په یوه جغرافیایي، سیاسي، یا نژادي... چاپېریال کې نه محدودوی. برسېره پر دې قران له معنوي ارزښتونو سره سروکار لری، خو سیاست دنیایي قدرت او عظمت غواړی، دغه دوه متضاد قدرتونه د دین او دولت په ادغام کې نه ځایېږی.


سنت

حضرت رسول اکرم (ص) د اسلامي تمدن بنسټ کېښود، نه د اسلامي حکومت. داسی تمدن څو په هغه کې د مختلفوعقایدو پیروان د یو مدني قانون په اساس د یو مدني نظام تر سیوری لاندی هوسا ژوند وکړی.

نو ځکه یې د داسی یو سیاسي نظام تهداب د میثاق مدینه په اساس کېښود، نه د قران، تورات، یا انجیل په اساس. د حضرت رسول (ص) په دغه کار کې د خدای اراده او رضاه د مدني آیاتو په متن کې موندلی شو چې د ټولنې د هوسایي په منظور نازل شوی. د دغی روښانه سیاسي اندېښنې د پلی کولو په سبب یثرب، مدینه منوره و نومول شوه. د مدنی قوانینو د تطبیق له مخې مدینې د یو جمهوریت حیثیت پیدا کړ چې د مدنی قوانینو تر څنګه بېلو مذهبي ډلو د خپلو دیانتي قوانینو پیروي کوله. هسې جمهوریت چې افلاطون یې آرزومندي په خپل جمهوریت نومی کتاب کې کړی وه او فارابي یې فضیلت وروسته په مدینه فاضله کې تشریح کړ.


تاریخ

د اسلام په تاریخ کې تر ټولو لویې فتنې او فاجعې د دین او دولت د نژدیوالی یا یووالی په نتیجه کې را مینځ شوی. په ډېره خلصه توګه د مصر د فاطمیونو افراطي اسلامي حکومت د صلیبی جګړو اسباب را مینځ ته کړل، د اسپانیې د موحیدینو د اسلامي حکومت د افراط په سبب مسیحیانو بلوا وکړه او مسلمانان یې له اسپانیې وایستل، د مغل اورنګزیب د افراط په نتیجه کې هندوانو د انګریزانو په ملاتړ مسلمانان له قدرته و غورځول، د صفویانو د حکومت د افراط په نتیجه کې د شیعه او سني تر میځ داسی اور بل شو چې تر اوسه یې مسلمانان په لمبو کې سوځی. د اوسنی ایران د جمهوري اسلامي سیاست په منطقه کې د مذهبی تشنج اور ته لمن وهی، د طالبانو د «سوټه مسلماني» افراط او سیاسي اختناق د کمونستانو او د «مجاهدینو» د انارشي تورې ورځی د خلکو له یاده و ایستلی.


نو دا څنګه «سوچه» اسلامي حکومت دی چې نه یې قران حکم کړی، نه یې رسول توصیه کړی، نه یې تاریخ مصلحت ګڼی، او نه د افغانستان ولس شهادت پری ورکوی؟ که هسې د شعار خبره وی، نو بیا «د افغانستان د اسلامي جمهوریت» او «د طالبانو د اسلامي امارت» په شمول ډېرو د اسلام دین ته سپکاوی کړی چې د هر فاسد او ناولی سیاسي تشکیل د نامه سره جوخت د اسلام کلمه ضمیمه کوی، خو د اسلامي اخلاقو یو ټکی لاهم په کښې نه وی.‌


«سوچه» اسلامي حکومت

هر څوک چې د یوې ډبرې له شا نه سر راپورته کړی (زما په شمول)، ځان ته د اسلام یو تعریف لری. مشکل هلته را مینځ ته کېږی چې یوڅوک وغواړی د خپل تعریف اسلام معیار وګرځوی او پر نورو یې تحمیلوی. یعنی له دیارلسو پېړیو وروسته مسلمانان له سره مسلمانوی. دغه راز د دوهم ځل مسلمانول خونړی تاریخ لری. د مصر فاطمیونو سني مذهبه خلک «سوچه» مسلمانان نه ګڼل. صفویانو د پارس خلک په زور له شافعي مذهب نه جعفري مذهب ته واړول چې ځینې یې اوس هم سنی مذهبه خلک مسلمان نه ګڼی. طالبانو حنفي مذهبه خلک وهابیت ته را بلل او جعفري مذهبه یې د رافضي په نامه واجب القتل ګڼل.‌ دغو «سوچه» مسلمانانو هغومره خلک په خپل عمل نه مسلمان کول چې په خپله تعصبي فتوا یې کافران کول.


په دغه دوهم ځل مسلمانولو کې له قران نه د تورات پر احکامو زیات اصرار کېده. مثلاً په قران کې د سنګسار حکم نشته، خو په تورات او د طالبانو په کتاب کې شته. په قران کې علم په نر او ښځه فرض دی، خو په تورات او د طالبانو په کتاب کې ښځی د نورو حقوقو په شمول د علم او سواد له حق نه هم محرومی دی....


برسره پر دې، طالبانو د قران وحیانی اصطلاحات د سیاسی حاکمیت په خدمت کې تعریفول. مثلاً د «امر» اصطلاح په قران کې د ترغیب، هدایت، او تشویق معنا لری، خو طالبانو دغی کلمې ته د عامیانه ذهنیت له مخی د حکم معنا ورکوله.

د «وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ» (شوری ۳۸)او «وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ» (لقمان ۴۱) متوازی معناوی د طالبانو په نزد متضادی وی. ځکه په لمړنی «وَأَمْرُ» یې هیڅ عمل نه کاوه، خو دوهم «وَأَمْرُ» یې هیڅ له یاده نه وته، ځکه چې د لمړی آیت«وَأَمْرُ» د استخلاف له مخې خلکو ته د رأی حق ورکاوه، خو د دوهم آیت «وَأَمْرُ» د دوی د تعبیر له مخې د انسان اختیار او آزادی تحریمول. او حق همیشه تحریم او تکفیر ته تسلیم و.


مدینه فاضله؟

په مدینه فاضله کې د دین او دولت قلمرو او صلاحیت جلا وی:

 

  • د قران د صریح حکم له مخی لاَ إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ (بقره۲۵۶) په دینی چارو کې اکراه او جبر جایز نه دی. 
  • په اعتقادی امورو کې د قران د «وَلاَ تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى» (انعام ۱۶۴) آیت د مکرر نزول په اساس مسؤلیت شخصي دی، نه انتقالي یا نیابتي. عبادات د یو انسان او د خدای تر مینځ دی او په حکومت هیڅ اړه نلری. 
  • په مدني چارو کې یو شخص تر هغه ځایه د آزادی حد لری چې د بل پر حق تعرض ته نژدی شی.
  • په مدینه فاضله کې حاکمیت مشروط په استخلاف دی. حاکمیت د حکومت وظیفې تعیینوی او استخلاف د خلکو مدني حقوق تضمینوی.
  • استخلاف (د حضرت آدم په شان پر ځمکه باندی خلیفه توب) دی چې هر انسان د اختیار خاوند دی او دغه اختیار د آزادی مستلزم دی. د استخلاف حق په قران کې څو ځایه ذکر شوی ( ۷:۵۴، ۱۲:۴۰،۲۴:۵۵، ۴:۱۰۵...)
  • خللک د انتخاباتو یا شوری له لاری  د رأی په ذریعه حکومت ته مشروعیت ورکوی.
  • حکومت ددغو رایو د اخیستلو په مقابل کې د استخلاف په اساس د خلکو مدني حقوق تضمینوی.
  • په مدینه فاضله کې خلک حق لری او حکومت وظیفه، نه برعکس لکه د طالبانو په وخت کې چې دغه معادله معکوسه شوی وه او حکومت ټول حقوق انحصار کړی و او خلک یې جبری تابعیت ته مکلف شوی و.
  • د طالبانو د فرمان تابعیت حتی په عبادت کې د خدای د فرمان له تابعیت نه مقدم و، ځکه د طالب د بېرې او د خدای د فضل تر مینځ واټن د انسان د درنښت، حیثیت، حرمت، او کرامت په بیعه تمامېده.


اوس چې د اسلامي حکومت لپاره د قران، سنت، او تاریخ استناد نشته، آیا په افغانستان کې داسې څوک شته چې د مدینه فاضله د سنت د ادا کولو آواز پورته کړی؟

https://www.cambridge.org/engage/coe/article-details/5ed4885a91e0460019d88adc

د تاند له نشریې نه اقتباس
د سپتمبر ۱۵، ۲۰۲۰