د محترم طاهر ثابت د نقد په ځواب کې


 اسلامي حکومت د امریکایي اسلام له نظره


د دکتور زمان ستانیزی لیکنه

په کلیفورنیا کې د پسِفیکا د لوړو مطالعاتو د پوهنتون د الهیاتو او عرفان استاد


ښاغلی طاهر ثابت د «آیا په اسلام کی اسلامی حکومت شته؟» په مضمون د انتقاد په ترځ کې په مضمون کې مطرح نظریات «امریکایي اسلام» ته ورته بللی. دغه توضیحات د هغوی د نقد په ځواب کې وړاندې کېږی.


هغه علمی تحقیقات چې په ۲۰۱۰ کال کې د جورجټوون د معتبر پوهنتون د دوه مسلمانو استادانو، حسین عسکری او شهرزاد رحمن له خوا د قراني احکامو، نبوي سننو، او د شریعت د لوړو اخلاقي او انساني معیارونو پر بنا د نړۍ په ۲۰۸ هیوادونو کې تر تطبیقی څېړنې لاندی ونیول شول ثابته یې کړه چې د اسلام د شریعت د انسانی او اخلاقی اصولو له مخې د نړۍ د اسلامی هیوادونو درجه بندی د جوامعو د شعار، ادعا، او اعتقادی هویت سره مطابقت نلری.


په دغه درجه بندی کې د امریکا متحده ایالاتو ۲۵ مقام تر لاسه کړ او افغانستان ۱۶۹. په داسی حال کې چې د عامه ذهنیت له مخی افغانستان رسماً اسلامی جمهوریت دی، او امریکا د ځینو په نزد «د کفر ملک» ګڼل کېږی. په نړیواله سطحه د اسلام په باره کې د لوړو تحقیقاتو د رسالو شمېر په امریکایې پوهنتونونو کې د دنیا تر بل هر هیواده لوړ دی. له دې نظره امریکایي اسلام د توهین مایه نده، بلکه د افتخار نښانه ده.


محترم طاهرثابت لیکلی: «اسلامی حکومت د قران او سنت په اصولو ولاړ سیاسی نظام ته وایی. اسلامی حکومت د نبی اکرم د مدینی د نظام او بیا د خلافت او ملکیت نظامونو ته ویل کیږی چه د قران او سنت په فرمانونو ولاړ وو.» ثابت صاحب چې مدعی دی په عربی ژبه ښه تسلط لری، د خپلی پورتنی ادعا د اثبات په خاطر په قرانی آیتونو استناد کوی او لیکی: «يَٰدَاوُۥدُ إِنَّا جَعَلْنَٰكَ خَلِيفَةً فِى ٱلْأَرْضِ فَٱحْكُم بَيْنَ ٱلنَّاسِ بِٱلْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعِ ٱلْهَوَىٰ فَيُضِلَّكَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ» او د دغه آیت د استنتاج له مخی انسان په «حکم او یا حکومت کولو مکلف بولی».


د ثابت صاحب استنباط دغه لاندی مشکلات را مینځ ته کوی: 

۱- که د دغه آیت حذف شوی برخه هم ولوستل شی، په صراحت سره ښیی چې د «فَٱحْكُم بَيْنَ ٱلنَّاسِ» عبارت د قضاوت په مورد کې دی، نه د حکومت کولو په مورد کې: «يَا دَاوُودُ إِنَّا جَعَلْنَاكَ خَلِيفَةً فِي الْأَرْضِ فَاحْكُم بَيْنَ النَّاسِ بِالْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعِ الْهَوَى فَيُضِلَّكَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ إِنَّ الَّذِينَ يَضِلُّونَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا نَسُوا يَوْمَ الْحِسَابِ» (ص ۳۸:۲۶) «ای داوده، مونږ ته د ځمکی پر مخ خلیفه وګرځولی، نو د خلکو تر مینځ په حق قضاوت وکړه او د خپل هوس په خاطر په غلطه لاره مځه. په تحقیق سره هر هغه څوک چې د خدای له لاری اوړی د حساب په ورځ به سخت عذاب ورته منتظر وی.»

۲- یهودان حضرت داود پاچا ګڼی، خو قران یې پیغمبر ګڼی. نو ځکه د حضرت داود په مورد کې قرانی آیات د یوحکومت جوړولو حکم نلری، بلکه د هغه د رسالت په مورد کې دی چې د حق په قضاوت مکلف شوی. 

۳- که د دغی موضوع مرتبط آیات په تورات کې وګورو چې قران اشاره ورته کړی د «حکم» د قضاوت معنا نوره هم روښانه کېږی. د تورات د سامیول د دوهم کتاب په یوولسمه برخه کې دې موضوع ته اشاره شوی. حضرت داود د اوریا د میرمنی، بیث شیبا، سره د رابطی په خاطر د هغی د مېړه د وژلو دسیسه جوړوی او په جنګ کې یې د خپلو لښکریانو په واسطه وژنی او د اوریا میرمن چې پخوا هم ورسره پرېوتلی و د ځان کوی. خدای دغه عمل غندی او قران په همدی مورد کې د «فَٱحْكُم بَيْنَ ٱلنَّاسِ» د حکم په اساس د حضرت داود د حق او قضاوت را بللو ته اشاره کوی.


ثابت صاحب د اسلامی حکومت د لزوم د اثبات په غرض د نسا د سوری پر ۱۰۵ آیت استناد کوی: «إِنَّا أَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِتَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ بِمَا أَرَاكَ اللّهُ وَلاَ تَكُن لِّلْخَآئِنِينَ خَصِيمًا» (نسا ۱۰۵) ثابت صاحب په کوم دلیل دغه آیت نه ترجمه کوی، خو زما ترجمه دا ده: «(ای محمده) په تحقیق سره چې مونږ تا ته دغه لیکل شوی (آیات) د حق دپاره نازل کړی څو د خلکو تر مینځ هسی حکم (حکمیت قضاوت) وکړی چې تا ته ښوول شوی. او د خائینانو دفاع مکوه.» په دغه آیت کې په صراحت سره د حق، قضاوت، او دفاع موضوعات مطرح دی یعنی «حکم» د حکمیت په معنا راغلی.  


وروسته بیا د مائدی سوری ۴۴ آیت ته رجوع کوی، خو بیا هم ددغه اوږده مبارک آیت یوه ډېره کوچنۍ برخه نقل کوی، خو هغه برخه چې په صراحت سره د حق او باطل په ارتباط لوی خدای یهودان عدل ته را بولی حذف کوی: «وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ». د محترم ثابت صاحب  د دغې لنډې برخی ترجمه هم لږ څه غور غواړی: «البته کفر هلته دی چه څوک عقیدیی د خدای حکم په بل بدل کړی». زما ترجمه: «او هر هغه څوک چې د خدای د نازل شویو احکامو مطابق قضاوت نکوی کافران دی.»


ثابت صاحب اضافه کوی: «داسی نور ډیر ایتونه شته چه نبی او مسلمانان د خدای د نازلو ارشاداتو سره مطابق د حکم او یا حکومت کولو مکلف بولی.» دا چې محترم طاهر ثابت پرله پسی د «حکم» کلمه په حاکمیت تعبیروی یو مشکل دی، خو دا چې د خپل نظر د تائید لپاره یا د قران آیات په کامله توګه نه لیکی، یا ټول نه ترجمه کوی، یا خپل نظر پری تحمیلوی هم د تحقیق له اصولو سرغړونه ده او هم خپل نظر د تائید په سبب له قران نه سو استفاده ده. په تېره بیا چې دی اد عا کوی چې په عربی ښه پوهېږی.


د دغو آیاتو کلیدی او محوری کلمه «حکم» دی چې د «حَکَمَ» له مصدر نه اخیستل شوی چې هوښیاری او ژوری پوهې ته ویل کېږی. عام اشتقاقونه یې حکمت یعنی فلسفه، حکیم - یو لوی پوه یا پوهاند یعنی فیلسوف او طبیب لکه حکیم سنایي، یا حکیم عمر خیام، حکمیت یعنی قضاوت، محکمه د قضاوت او عدل ځای، زراعتی محکمه (په پاکستانی کې) د اوبو د ویش ځای، محاکمه - یو څوک د عدالت د اعادی په خاطر قضای نظام ته راوستل، حَکَم یا حاکم دواړه په مروجه عربی کې د قاضی معنا ورکوی.  هسی چې وینو د دغی کلمی ټول مشتقات له قضا، عدل، حق، او انصاف سره تړلی دی.


په عربی هیوادونو کې حاکم د قاضی په صفت پېژنی، خو په افغانستان او د منطقې په ځینی قضایی نظامونو کې د شرعي او عرفي یا مدني قوانینو متوازي موجودیت باعث شوی چې قضایې مسؤلیتونه یو قاضی ته ورکوی او اداری مسؤلیتونه حاکم ته. نو په عامه ذهنیت کې حاکم د حکمیت په خاطر د حَکم یا قاضی په صفت نه پېژنی او یوازی یې د اداری حاکمیت د صلاحیت لرونکی په توګه پېژنی.


ثابت صاحب د دغه مستولی ذهنیت عامیانه تعریف په قرانی آیاتو تحمیلوی او په قران کې چې هرځای د «حکم» کلمه وینی داسی استنباط ورنه کوی چې ګڼی خدای د حاکمیت یعنی حکومت په جوړولو حکم کړی. حال دا چې څه نا څه په دغو څو آیاتونو کې چې دوی استناد پری کړی د «حکم» کلمه په حکمیت دلالت کوی نه په حاکمیت. په قران کې د «حکم» کلمه یوازی په حاکمیت تعبیرول د علم بدیع له اصولو نه تېری دی او پر هغه باندی په انحصاری توګه د «حکومت کولو» د مفهوم تحمیلول په قران کې پر تحریف او تصرف دلالت کوی.


ثابت صاحب یو بل قرانی اصل یعنی شوری هم د خپلی ادعا د اثبات لپاره استخداموی: «اول ایت ایت د کارونو د څرنکوالی معنی لری یعنی د حکومت چلول په شوری وی.»


قران شوری د یو اصل په صفت په عمومی توګه تجویز کوی نه د حکومت جوړولو لپاره په اختصاصی او ځانګړی توګه. یعنی په هر مورد کې چې شوری مناسبت پیدا کړی، استفاده ورنه کیدای شی: په خپلو مینځو کې سلا مشوره، د خپلی کورنی له غړو سره، په تجارت، په تعلیم، تحصیل او تحقیق کی مشوره، او دسیاست په شمول په بل هر مورد کې سلا مشوره ښه کار دی. خو دا چې د شوری امر دی خاص د حکومت د جوړولو په مقصد نازل شوی یو شخصی استنتاج او استنباط دی، او تاریخی شواهد هم نلرو ځکه اکثرو پخوانیو حکومتونو شوراګانی نه درلودلی. دغه ډول د استنباط انحصار د تحقیق له اصولو سره مغایر دی.


ثابت صاحب د عرفان له تعریف سره هم څه مشکل لری. دی عرفان له واهیاتو سره معادل ګڼې او توصیه کوی چی زه (زمان ستانیزی) باید «په خپلو عرفانی واهیاتو کی بیرته و اوسیږی (م)».


عرفان د حجرات د سوری د دیارلسم آیت د « لِتَعَارَفُوا » د امر او د حضرت رسول اکرم (ص) د 

«سبحانَک ما عَرَفناکَ» له دعا نه د الهام په اخیستولو سره د حق تعالی پېژندلو ته وایی چې د الهیاتو، حکمت، علم، او معرفت پر بنا ولاړ وی. عرفان د ځان پېژندی او د خدای پېژندی رمز دی.

د تاند له نشریې نه اقتباس
د سپتمبر ۲۰، ۲۰۲۰