آیا د کفر عمل د اسلام په شعار کې نغاړلی شو؟

د انسان ذهنیت او دیانت د ټولنی له ارزښتونو نه رنګ اخلی. افغانستان په عمومی توګه یوه دیانت پالونکی ټولنه ده، خو د «اسلامیت» له ټولو ادعاو سره سره یوه قران محوره ټولنه نده. ځکه افغانان له آیت نه روایت ته زیات ارزښت ورکوی او اسلامی هویت یې له شرعی نه په عرف ډېر ټینګار کوی. په دی معنا چې ځینی رواجونه، تعبیرونه، روایتونه، او «عرف» یا پیژندل شوی دودونه د دیانتی اعتقاداتو په توګه منل شوی، پرته له دې چې قرانی اساس ولری.

په تیرو څلویښتو کلو کې لیدل کیږی چې د قران پر ځای پر جعلی احادیثو، مقولو، یا محض عربی عبارتونو ډېر استناد کېږی. هرڅومره چی دغه احادیث جعلی وی، له شریعی احکامو نه د ناوړه تعبیرونو زمینه لا ډېره په کې مساعده وی. د فقهی د تاریخی تحول له نظره له حنفی فقهی نه حنبلی/وهابی فقهیې ته ډېره مخه شوې ان تر دې چې د اهل قران او اهل سنت ځای اوس اهل حدیث نیولی.

د انسانی کرامت حرمت ساتل

یوازی په اسلامی ادعا او شعار څوک نه مسلمانېږی تر څو چې په عمل او کردار کې مسلمان نه وی. د اسلام معنا حق ته تسلیمېدل دی، نه د بل انسان غوښتنو ته. اسلام په خدای او د خدای په کلام ایمان درلودل دی، نه د انسان په کلام. هغه کلام چی د دوه امینانو یعنی جبریل امین او محمد امین (ص) په واسطه د کریم خدای د کریم قران له کرامت نه محمد اکرم شوی او بشریت ته کرامت ور په برخه شوی. ددغه امانت د حرمت ساتل اسلام دی.

له دې چې قران ماهیتاً د خدای د کلام په صفت د یو لوړ مقام نه را کوز (نازل) شوی نو باید له هیڅ شی او د هیچا له کلام نه کښته و نه ګڼل شی. خو متأسفانه ځینو قران هېرکړی، د سنت او حدیث په توپیر نه پوهېږی، د صحیح او جعلی احادیثو تفکیک نه کوی، او په نهایت کی په حدیث باور درلودل د ایمان شرط ګڼی. له دې غافل چې د البقره د سورې په ۲۸۵ آیت کې د ایمان مجمل په شرطونو کې د«آمَنَ بِاللّهِ وَمَلآئِکَتِهِ وَکُتُبِهِ…» تر څنګ د «وَ حَدیثِهِ» شرط ندی ذکر شوی. نو دوی په کوم استناد د خدای د کلام پر ځای د انسان کلام د ایمان شرط ګرځولی؟

یو انسان هغه وخت مسلمان ګڼلی شو چې د اعتقاد ادعا په عمل کې پیاده کړی. له هغه نه پرته د یوچا عمل کیدای شی چې غیر قرانی، غیر اسلامی، یا له ورایه کفر وی. زمونږ غرض د خلکو تکفیر کول ندی، بلکه د یو فلسفی بحث په محدوده کې د کفر او ایمان د تضاد مطرح کول دی: که د قرانی معیارونو له مخی د یو چا عمل د هغه د مسلمانی له ادعا سره مطابقت ونلری، نو بیا دده خپل عمل دده په کفر دلالت کوی.

ځینی خلک محض دا چې یو عربی عبارت یا اصطلاح واوری له هغه سره د قرانی آیت په سطحه معامله کوی او په غیر شعوری توګه د یو انسان کلام د خدای له کلام سره په معادله کې اچوی. دغه راز معادله او معامله نه یوازی خدای او قران ته سپکاوی دی، بلکه په هغو باندی عمل کول د قران د صریحو احکامو خلاف کار دی. په دی اړوند د استشهاد، انتحار، او قربانۍ درې عربی اصطلاحګانی تر څیړنی لاندی نیسو:

له قرانی اصطلاحاتو سره سیاسی لوبی کول

په عمل کې استشهاد، انتحار، او قربانی درېواړه یو دی ځکه په هر یو کې د ماهیت له نظره د انسان د ژوند له مینځه تلل مطرح دی. له لغوی نظره استشهاد شهید کیدل او د شاهد او مشهود په رابطه کې د خدای په حضور کې د بنده د روح حاضرېدل دی. له اعتقادی نظره دا یو مُسَلَم امر دی ځکه په نهایت کې د هرچا روح خدای ته ورګرځی. نو په شهادت کې کوم خاص مقام، درجه، مرتبه، یا امتیاز نشته، مګر دا چې یو چا ته دغه درجه د قران د احکامو د رعایت کولو له لاری حاصله شوی وی او لوړې او متعالی درجی ته رسیدلی وی. خو که یو څوک له قرانی احکامو سره په مخالفت او تضاد کې خپل ژوند له لاسه ورکوی، آیا شهید یی ګڼلی شو؟

        د افغانستان د سیاسی بحران په قاموس کې د یو نابرابره جنګی فن په توګه انتحار ته استشهاد وایی څو دې عمل ته مشروعیت وروبخښی. دا صرف یو عوام فریبانه او په ځینو مواردو کې خودفریبانه توجیه ده ځکه که انتحار مشروع وای، لفظی توجیه ته به یی ضرورت نه و. برسیره پر دی انتحار د قران د صریح او روښانه احکامو خلاف کار دی:

۱- « او تاسی یو بل مه وژنی(مه هلاک کوی) بی له شکه چې خدای پر تاسی باندې مهربان دی.» – د النسا سورې ۲۹ آیت (۱)

۲-  «(ای محمده! دوی ته) ووایه: راشی چې هغه څه چې خدای پر تاسو حرام کړی تاسو ته تلاوت (روښانه) کړم… او د هیڅ انسان نفس (ژوند) چې خدای حرام کړی مه اخلی، پرته له دې چې د حق په لار کې وی.» – د الانعام سورې۱۵۱ آیت (۲)

۳ – «او مه وژنی نفس چې خدای حرام کړی مګر په حق سره او هرڅوک چې په دی حال کې ووژل شی چې مظلوم وی نو په تحقیق به مونږ د هغه وارث ته توان ور په برخه کړو. خو ددغه کار (قصاص) په تعمیل کې دی اسراف نه کوی.» – د الاسرا‌ء سورې ۳۳ آیت (۳)

په لمړی مورد کې له هر راز استثنا نه پرته د نفس وژل تحریم شوی. په دغه آیت کې نه استعاره، نه اشاره، او نه تشبهه په کار لوېدلی او د یو قاطع او صریح حکم په توګه نازل شوی چی هیڅ شان توجیه ته ضرورت نه لری.

    په دوهم مورد کې د نفس د وژلو تحریم د نورو تحریماتو په لړ کې نازل شوی چې په حقوقی مورد کې یی استثنا هم ذکر شوی.

  په دریم مورد کې د آیت حکم او استثنا په کټ مټ الفاظو نازل شوی او د إِلاَّ بِالحَقِّ، «مګر د حق په لار کی» استثنا چی بیا هم د ژوند د حرمت د ساتلو په مورد کې ده، په وضاحت شرح شوی څو د غیرمسؤلانه او په خپل سر تعبیرونو او استنباط ورنه و نشی.

له دی درېواړو آیتونو نه په مجموع کې داسی نتیجه اخلو چې د خپل یا بل د نفس وژنه په قاطعیت سره تحریم شوی، او یوازینی استثنا یی په مشخصه توګه د یو انسان د ژوند د حرمت ساتل دی یعنی له ژوند نه د دفاع په مورد کی چی دغه یوازینی مورد په لاندی دوه حالاتو کی تضمین شوی:

۱- په داسی یو تجاوز او تیرئ کی چی د ژوند د له مینځه تللو احتمال وی له ژوند نه د دفاع حق تضمین شوی – یعنی د احتمالی واقعی له وقوع نه دمخه.

۲- که چیری له ژوند نه د دفاع په نتیجه کې څوک ووژل شی، د وژل شوی مدافع  د ورثی د قصاص حق تضمین شوی – یعنی د واقعی له وقوع نه وروسته.

د پورتنیو دلایلو له مخی د «إِلاَّ بِالْحَقِّ» د استثنا حکم یوازی او یوازی د ژوند د دفاع په مورد کی چی دواړه د «قبل او بعد» مرتبط احتمالات د ژوند د حرمت ساتلو په مورد کې دی نازل شوی او بل هیڅ ډول استنباط باید پری تحمیل نشی، ځکه د قران دغه موضعګیری قاطعانه ده: «هرهغه څوک چې داسی یو څوک ووژنی چې هغه بل څوک نه وی وژلی یا یې پر ځمکه فساد نه وی کړی، وژل یې داسی دی لکه چې ټول بشریت یې وژلی وی او هغه څوک چې (محض) د یو انسان ژوند وساتی، داسې دی لکه د ټول بشریت ژوند چې یې ساتلی وی.» (د المائدې سورې ۳۲ آیت) (۴)

دلته قران په پوره قاطعیت او صراحت سره قتل النفس مطلق تحریموی چې د «واجب القتل» مزخرف عرف کاملاً باطل کوی. خو ځینی فقها د قران پر صراحت سترګی پټوی او د «واجب القتل» مزخرفات بیا د «مفسدین فی الارض» په استثنا کې توجیه کوی. په دی توګه په نامه اسلامی ټولنو کې په ډېرو مواردو کې له یو صریح قرانی حکم سره د قانون د استثنا چالچلند کیږی او له یوی استثنا سره د یو قانونی حکم چالچلند کیږی او یو خرافی عرف د خدای پر کلام مسلط کوی. نو ځکه انتحار، یا په سیاسی تعریف سره استشهاد، حرام دی.

منسوخ آیات؟

مشکل یوازی دا ندی چې الهی امر د انسانی تعبیر تر سیوری لاندی راځی، بلکه دا چې دغه تعبیرونه د قران له نورو آیتونو سره په تناقض کې واقع کیږی. په دغه استثنا کې دمثال په توګه د «مرتد عن الإسلام» شاملول له یو شمیر آیاتو سره تناقض پیدا کوی، د «زانی المحصن» مورد له نورو آیاتو سره. بله ډله بیا د ټولو کافرانو وژل په دې استثنا کې شاملوی او وایی چې مسلمانان مکلف دی د دنیا ټول له شپږ ملیارده زیات غیر مسلمانان چی دوی یی مفسدین ګڼی د توری په زور مسلمانان کړی، ان د ځینی نورو افراطیانو په زعم حتی د نورو فقهی مذاهبو پیروان هم باید ددوی مشخص مذهب، او دینی اعتقاد ته ور واوړی، که نه نو «واجب القتل» ګڼل کیږی. په دې توګه هغه مسلمانان چې نیکونو یی څو پیړۍ د مخه د علم، تحقیق، فنونو، اختراعاتو، او اکتشافاتو له لاری نړی ته اسلامی تمدن ور وپیژاند، اوس په دی بوخت دی چی څنګه د خدای پر مخلوقاتو د «واجب القتل» حکم صادر کړی او د عامو قتلونو، دهشتونو، او ترهګړیو له لاری دنیا په وینو ولړی.

       زما موضعګیری له فقهاو سره یو توپیر لری، هغه دا چې زه قرانی آیات یو د بل مُکمِل ګنم، نو ځکه زما تعبیر او تفسیر د قران بل هیڅ آیت نه نقض کوی. خو فقیهان دومره استثناأت زیاد کړی چې د دوی تعابیر اصلی حکم تر سیوری لاندی نیسی. کله چی ددوی فتواګانی د خدای له کلام سره په تناقض کی واقع شی، بیا د خپلو ناقصو او متناقضو تعبیرونو د رفعی لپاره هغه آیات چې د دوی نظر ورسره په تضاد کې واقع کیږی «منسوخ» ګڼی. یعنی د خپل نظر د اعتبار په خاطر د خدای کلام منسوخ او بی اعتباره اعلانوی.

        واقعیت دا دی چی قران د وروستنی وحیانی کتاب په توګه منسوخ کیدای نشی، ځکه که قران خپل آیات منسوخ کړی نو د خدای علم قدیم او علم غیب صفات تر سؤال لاندی راځی. یعنی نعوذ باالله ګنی خدای په آینده علم نه درلود، نو ځکه یې یو ځلی یو حکم نازل کړی او بیا یې وروسته متفاوت احکام نازل کړل چې د مخکینو احکامو ځای ونیسی.

د نَسخی په مورد کې په قران کې دوه آیتونه پرله پسې نازل شوی چې باید جوخت سره ولوستل شی. ځکه یو یې قرینه معرفی کوی او بل یې حکم بیانوی. دغه دوه آیتونه د بقری سورې ۱۰۵ او ۱۰۶ آیتونه دی:

«(ای محمده) د اهل الکتاب له جملې نه هغه کسان چې کافران شوی یا مشرکان شوی په دی ندی خوشحاله چې خدای پر تا باندی خیر نازل کړی….» (۱۰۵ آیت)

«هر هغه (آیات) چې منسوخ کوو یا یې د مومنانو (له حافظی نه) هیروو، نو له هغو نه بهتر یا ورته آیات را لیږو….» (۱۰۶ آیت) (۵)

که ۱۰۶ آیت په تنهایی سره ولوستل شی، نو په غلط تعبیر د نَسخی حکم قرانی آیتونو ته راجع کیږی. خو که دغه دواړه آیتونه جوخت او پرله پسی ولوستل شی په صحیح توګه د نَسخی حکم د تورات او انجیل آیتونو ته راجع کیږی. د استنباط له مخې د جامعې د تکامل په نتیجه کې، خدای تعالی رسول اکرم (ص) ته وایی چې د اهل الکتاب، یعنی د تورات او انجیل (ځینی) آیتونه منسوخ دی او د هغو پر ځای بهتر (قرانی) آیات نازل شوی. اکثر فقها له قرینی نه پرته یوازی د وروستنی آیت په حکم استناد کوی او په عمدی یا سهوی ډول د خپلو متناقضه فتواګانو د تحقق لپاره قرانی آیات منسوخ ګڼی.

      سیاسی شعار په اسلامی جامه کې نغاړل

په افغانستان کې د حکومت مخالفی ډلی د ځان د دفاع په سبب ځان ته د بهرنیو متجاوزینو د وژنی حق ورکوی او د قواو د نابرابری په خاطر په «استشهادی» عملیاتو لاس پوری کوی. دا د توجیه وړ ده. خو کله چې معلوم شی چې د متجاوزینو په تناسب په متداومه او مکرره توګه د تلفاتو قاطع اکثریت بی وزلی ولسی خلک وی، دا د توجیه وړ نده. ځکه د یو مجرم پر ځای بیشمیره بیګناه خلک وژل کیږی. یعنی د متجاوزینو او د بی وزلو ولسی خلکو د نامتناسبو وژنو تناسب نور هم له مینځه وړی.

       د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر نه تر اوسه پوری په افغانستان کی تقریباً ۲۴۰۰ تنه امریکایی عسکر وژل شوی، خو په مقابل کې له مالی تاوان نه پرته، د افغانستان د دولت د مقاومتونو او بی وزلو ملکی خلکو د مرګ ژوبلی شمیر سلګونو زرو ته رسیژی. دلته حتی استشهادی عملیات د مسلمانانو د مړیو تعداد ډېروی چی دا کار په هیڅ صورت د توجیه وړ ندی.

      له بلی خوا دغه استشهای عملیات عمداً د مسلمانانو وژنی ته مختص شوی. یعنی بهرنیو متجاوزینو ته چې په خپلو پوځی هډو کې مصؤن ناست دی د «سولی د قرارداد» له مخی معافیت ورکړ شوی، خو انتحاری بریدونه په روغتونونو، د نجونو او هلکانو په ښونځیو، د بازارونو په ګڼه ګوڼه کی، په ودونو او میلمستیاو کې، په مسجدونو، حتی د جنازی په مراسمو باندی کیږی. دا په هیڅ صورت سره د توجیه وړ ندی ځکه ددغو بی موجبه قتل عامونو مرتکبین د المائدی سورې د ۳۲ آیت له مخی د «مفسدین فی الارض» تر حکم لاندی راځی.

       دا هم د غور وړ ده هغه څوک چې انتحار ته مامور کیږی، آیا دغه کار د یو صالح، بالغ، او عاقل انسان په صفت کوی او که د فقر، بیوزلی، روانی فریب، یا سیاسی فشار او تهدید په نتیجه کې دغه کار ته مجبورېږی؟ آیا دغه انسان د استشهاد او انتحار په فرق پوهیږی؟ آیا دی د خپل او د نورو د جهالت قربانی ندی؟

پایله

له پورتنیو مطالبو نه داسی استنتاج او استنباط کیږی چې د افغانستان په روان کړکیچن حالت کې اکثراً هغه عملیات چې د استشهاد، انتحار، یا قربانی په نامه تر سره کیږی، نه یوازی له قرانی احکامو سره متناقض دی، بلکه له محمدی سننو سره هم مغیرت لری. په دغه مورد کې توجیهات په تیره بیا هغه وخت بی لزومه ښکاری کله چې له بهرنیو متجاوزینو سره سوله کیږی، خو بی ګناه او بی دفاع ولسی خلک لا هسی د انتحاری بریدونو هدف ګرځی.

مګر حضرت محمد (ص) په مدینه کې د بی ګناه مسلمانانو، یهودانو، نصاراو، منافقینو، او حتی د اسلام د دښمنانو د ژوند د خوندی ساتلو او مصؤنیت په خاطر له ښاره د بَدر او اُحُد د غرو لمنی ته د جهاد لپاره و نه وت؟ نو اوس څنګه د محمد (ص) د دین تش په نامه پیروان د رسول اکرم د دستور العمل خلاف په عمدی توګه له غرونو او دښتو نه ښارونو ته استول کیږی څو بی وزله او بی دفاع غیر نظامی ولسی مسلمانان د خپلو سیاسی غوښتنو په خاطر قربانی کړی؟  په داسی مواردو کې په هیڅ صورت د انتحاریانو لپاره د ځان د دفاع توجیه قرانی مصلحت نه ښکاری، ځکه د بی دفاع ولس په مقابل کې انتحاریان پخپله د ځمکی پر مخ د فساد د جرم مرتکبین ګڼل کیدای شی.

له دی تعابیرو او توضیحاتو سره سره دا سؤال مینځ ته راځی چې یو انسان او معتقد مسلمان څنګه جرأت کوی چې هغه نفس (ژوند) چې لوی خدای یې په حرمت قسم کړی له مینځه یوسی او د قتل سبب یې شی:

او د انسان په نفس قسم او په هغه بڼه چې را مینځ ته شوی.

او د ناوړه اعمالو او تقوا توان ورښودل شوی.

په رښتیا چې هر هغه څوک چې ځان (نفس) یې له (نفسانی) عیبونو نه پاک ساتلی، مراد ته رسیږی.

او هر هغه څوک چې نفس یې (د ګناه) په تورو خاورو کې نغښتلی، په رښتیا چې زیانمن کیږی. (د الشمس سورې ۷ – ۱۰ آیتونه)

وَنَفْسٍ وَمَا سَوَّاهَا

فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَاهَا

قَدْ أَفْلَحَ مَن زَکَّاهَا

وَقَدْ خَابَ مَن دَسَّاهَا

 *دکتور زمان ستانیزی په کلیفورنیا کې د پاسِفیکا د لوړو مطالعاتو په پوهنتون کې د اسلامی زده کړو استاد دی.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

یادوونه او قرانی استناد

۱) وَلاَ تَقْتُلُواْ أَنفُسَکُمْ إِنَّ اللّهَ کَانَ بِکُمْ رَحِیمًا

۲) قُلْ تَعَالَوْاْ أَتْلُ مَا حَرَّمَ رَبُّکُمْ عَلَیْکُمْ أَلاَّ تُشْرِکُواْ بِهِ شَیْئًا وَبِالْوَالِدَیْنِ إِحْسَانًا وَلاَ تَقْتُلُواْ أَوْلاَدَکُم مِّنْ إمْلاَقٍ نَّحْنُ نَرْزُقُکُمْ وَإِیَّاهُمْ وَلاَ تَقْرَبُواْ الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ وَلاَ تَقْتُلُواْ النَّفْسَ الَّتِی حَرَّمَ اللّهُ إِلاَّ بِالْحَقِّ ذَلِکُمْ وَصَّاکُمْ بِهِ لَعَلَّکُمْ تَعْقِلُونَ

۳) وَلاَ تَقْتُلُواْ النَّفْسَ الَّتِی حَرَّمَ اللّهُ إِلاَّ بِالحَقِّ وَمَن قُتِلَ مَظْلُومًا فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِیِّهِ سُلْطَانًا فَلاَ یُسْرِف فِّی الْقَتْلِ إِنَّهُ کَانَ مَنْصُورًا

۴) أَنَّهُ مَن قَتَلَ نَفْسًا بِغَیْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِی الأَرْضِ فَکَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِیعًا وَمَنْ أَحْیَاهَا فَکَأَنَّمَا أَحْیَا النَّاسَ جَمِیعًا

۵) مَّا یَوَدُّ الَّذِینَ کَفَرُواْ مِنْ أَهْلِ الْکِتَابِ وَلاَ الْمُشْرِکِینَ أَن یُنَزَّلَ عَلَیْکُم مِّنْ خَیْرٍ مِّن رَّبِّکُمْ وَاللّهُ یَخْتَصُّ بِرَحْمَتِهِ مَن یَشَاء وَاللّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِیمِ. مَا نَنسَخْ مِنْ آیَهٍ أَوْ نُنسِهَا نَأْتِ بِخَیْرٍ مِّنْهَا أَوْ مِثْلِهَا أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللّهَ عَلَىَ کُلِّ شَیْءٍ قَدِیرٌ.

د کابل چاپ در راه مدنیت د روځپماڼی نه اقتباس
۹ سرطان ۱۳۹۹
3,709 بازدید
دکتور زمان ستانیزی