د سینی یو سوی آه یم، زه د ساز د سوز  آهنګ یم

نه رباب یم نه مضراب یم، اهتزاز د تار و چنګ یم

دا انګړ دی بی بنیاده اوږد مزل لنډ یی منزل دی

ویښوم کاروان د دهر، د جرس د نارو شرنګ یم


ډېری لاری می وهلی په طلب کی ستا د حسن

امید تل را سره مل دی ځکه ستا د در ملنګ یم


مات کچکول می دی نیولی دروېزه ستا د دیدن کړم

نه شاهی راسره زیب کا، نه په خیال کی د اورنګ یم


د آزاد خاطر لپاره بند و بار منلی نشم

ستا د زلفو زولنو کی بند په لړ کی د لونګ یم


نه خرقه می د سالوس شته نه زنار لرم پر غاړه

رسم و رنګ پر ما حرام دی له ریا نه په زړه تنګ یم


زه نه باغ یم نه بانډه یم نه وږمه د سپین سبا یم

د بېدیا لری افق کی زه سراب غوندی بیرنګ یم


پاس په هسک کی ځلاند ستوری اتڼونه کړی څرخېږی

دی طواف د کائیناتو کی د هیلو جوړ غورځنګ یم


کله ټال د اندېښنو یم آسمانونو ته ختلی

یا ګوډ عقل په لکړه، ناست په غاړه د ګړنګ یم


له اضدادو سره مل یم، د رنځ  رمز  په کی څېړمه

نه د دیر او دین په دود یم نه دلیل سره په جنګ یم


نه څه وایم نه څه اورم د هستی د زړه سکوت یم

په حضور کی حال او قال یم، د غیاب د غبار زنګ یم


نه زه کرښه د کتاب یم، نه کاغذ سپین له حیرته

زه په زړه کی ویښ الهام یم د قلم د ژبی رنګ یم


هسی ګوره «ستانیزیه» د عدم څه اثر نشته 

تش غبار یم د هنداری له اثبات نه ډېر په ننګ یم

۱۰۰۶۰۳ - ۱۲۰۷۱۵