د رحمن او د رحیم ثنا صفت کړم

استدعایی د کرم او عنایت کړم

       چې د ذهن له ابعادو نه بهر دی   

پېژندنه یې د خیال په قناعت کړم


د ډاکتر زمان ستانیزی لیکنه


عرفانی پېژندنه

جلال الدین محمد بلخی رومی


د خدای د جلال د مظهر، د توحید د روښانه لمر، او د رسول اکرم د درناوي په خاطر جلال الدین محمد نومول شوی، نو ځکه یې باید د نسب او نسبت له ارتباط نه آخوا او د بلخی یا رومی د نومولو د تصاحب له ادعا نه پرته په داسی صفاتو وپېژنو چې په تقدیر او ویاړنه یې زمونږ د زړه تنده ماته شی. 

جلال الدین محمد له کوچنیوالی نه د خاص خوی او خصلت خاوند و چې د زده کړی ‌‌‌ذکاوت، د ذهد ظرافت، او د ‌ذکر د ذوق نښې یې په څېره کې څرګندې برېښیدلې. خو جلال الدین محمد هغه وخت مولانا شو چې خپلو فلسفي افکارو او ژورو اندېښنو ته یې د شعر په ژبه د عرفان جامه ور واغوستله  او د اسلامي تمدن په افق کې د ځلانده ستوری په شان و بریښېده او نړۍ یې روښانه کړه.

مولانا د هجویري نثر، د سنایي شعر، د عطار روایت، د چلبي تفحص، او د شمس تبریزي د عرفاني انګیزو روښنایي ده. خو تر ټولو مهمه دا چې مولانا د صلاح الدین زرکوب د زرګري د څټک د ضرب په ټکهار او تواتر کې د روحانیت د مستي په وجد راغلی او په دغه مستي کې د کهکشانو په شان د لوی څښتن د وحدانیت د لمانځنی په محور څرخی او را څرخی. 

مولانا له خدای سره د حبیب او محبوب په معادله کي د تصوفي سلوک معامله کوی او ددغه ګردی مدار په تسلسل کې د حبیب د خط په کرښه د محبوب د خال د خیال طواف کوی. مولانا د وجد په حال کې د جذب په قال راځی او د حال او قال «یا هو و یا من هو» نارې یې د نیلي آسمان په قبه کې انګازې اچوی. د جلال الدین محمد د وجد نارې د هغه وجود اثبات کوی چې په کې ځمکه او آسمانونه، افلاک او کائینات ټول د خدای د یوتوب او یوازیتوب په شا او خوا را څرخی هسې چې د قران په ژبه یې تصدیق شوی وَكُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ .

له نژدې اتو پېړیو را هیسې د مولویه طریقت څرخنده درویشان د څرخنده افلاکو په تقلید د خدای محوري د وحدانیت ذکر کوی. همدغه راز د مولانا د عرفاني خیالونو قافلې د اصلي او ترجمه شوی شعر پر اوښانو بار په لری غرنو رغون کې مزل او د بیلابیلو هیوادونو په کاروان سرایونو کې منزل کوی څو ځان او جهان د جانان سرمنزل مقصود ته ورسوی. د کاغذ پر مخ ددغه معنوی مزل کرښی د نی د قلم په اوښکو لیکل شوی چې د جلال الدین محمد د معنوی مثنوی پاڼو ته یی د قران عجم حیثیت ورکړی:

زمان ستانیزی

نی نامه 

پښتو منظومه ژباړه



واوره څه د شپېلۍ نای دی په نغمو کې شکایت کا

د بیلتون په ناکردو کې د ناخوالو حکایت کا


چې شوم غوڅ له نیستان نه دې پردۍ دنیا کې پلي

نر او ښځې زما په ویر کې کړېدلي ژړېدلي


ها کوګل زما ستی شو د بیلتون اور او فراق کې

سپړوم د زړګي غوټې سوځاند درد د اشتیاق کې


هر چې لرې شی له اصله ستنېدل له خدایه غواړی

د وصلت په آرزو کې ورځې شپې په وینو ژاړی


له بدحالو او خوښ حالو سره کړم ناسته ولاړه

ما پر هر چا دی ژړلی څو چې پوه شی زما له حاله


دوی د خپل ظن او ګمان په سترګو ما ته دی کتلی

خو له مانه د خپل حال هډو چا هیڅ ندی پوښتلی


دا زما سوی نارې د سوی زړه د راز بیان کړي

چې د زړه سترګې یې نه وی حق به څه ورته عیان کړي


تن له ځانه نه پټېږی، ځان هم پټ نه دی له تنه

خو لیدلو ته د ځان به هسی څه کوی څوک تمه


دا نارې د شپېلۍ مګڼه د عشق سوځانده اور دی

په دی اور چې سوی نه وی خوار زبون دی سپک اوسپور دی


دا د عشق د اور لمبې دی چې شپېلۍ کې لونل کېږی

دا د مینی د جوش رنګ دی چی په جام کې لمبل کېږی