پر پونډکو څاڅکی اوښکی د شبنم ښکم (۱)

په بڼو کی تم خوناب د سترګو نم ښکم


د پښتو د ادب باغ شو بی مالیاره

د بلبلو د ویرساندو زیر و بم ښکم


شاعران یی کړی ستاینه په سندرو

زه د بحر او د سیلاب هر پیچ و خم ښکم


تور ناتار کی کښېوتلی پښتونخوا ده

د فلک د ناخوالی رنځ او ستم ښکم


ستر پوهاند مو تورو خاورو لاندی پټ شو

ددی پټی خزانی د غبار غم ښکم


خاورین تن که یی خلود کی خلوت نه کا

هسک فردوس ته یی رحلت په دا رقم ښکم


د معنی په ابدیت می یقین ټینګ دی

ځکه راز یی د اثبات او د عدم ښکم


د کاغذ رنګ سپین الوتی له حیرته

چی تور لیک پری د «رشاد» د تلین ماتم ښکم


د «رشاد» مریدّی ویاړ وه د نیکبختو

«ستانیزی» د خپل مراد د قلم برم ښکم

۱ د علامه پوهاند عبدالشکور رشاد رحمة اللّه علیه ویرنه دده د «څه ښکم؟» نومی شعر په اقتفا چی پییل یی داسی دی: دلېمو اوښکی په ژبه د قلم ښکم د کاغذ پر مخ د زړه درد و الم ښکم