د پروفیسور عبدالخالق رشید په ځواب کې

پښتانه څنګه خپله پښتو پردۍ کوي

د ډاکتر زمان ستانیزی لیکنه


ډېر کاله د مخه مې په کابل پوهنتون کې د پوهنملي رساله ولیکله چې په هغه کې مې د پښتو ژبې د نارینه او ښځینه د بیشمېره جمعې د معمولو قوانینو پر ځای یوازی پنځه د جمعې قوانین د transformational linguistics د اصولو په اساس وضعه کړل چې کار یې ډېر آسانه کړ. خو زما رساله یو (خدای بښلی) پوهاند نه منظوروله ځکه د هغو منل شویو پښتو ګرامري اصولو خلاف وه چې د عربي او پاړسي په صرف و نحو او دستور ولاړ و.


د استادانو تر مینځ جنجال پر ما دا شرط کښېښود چې د پوهنځي د ټولو ژبو (پښتو، دري، عربي، انګریزي، او روسي) د څانګو د استادانو او محصلینو په حضور کې په یو لوی کنفرانس کې خپله ادعا ثابته کړم. ما ثابته کړه چې د عربي او پاړسي ژبو په ګرامري قوانینو پورې د پښتو د جمعې د قوانینو تړل پښتو بې لزومه سخته کوي، نو ځکه باید آسانه لاری پیدا کړو. ما د خپلی رسالې دفاع وکړه او د پو هنملي رتبه مې د هغه پوهاند له أمضا نه پرته منظوره شوه. خو د دې پر ځای چې زما خلاقیت تشویق شی، د زړو ذهنیتونو له حساسیت سره مخامخ شو.


که څه هم زما اوسنی لیکنه کې هومره خلاقیت مطرح ندی، صرف له یوی نوی زاویې موضوع ته کتنه ده، خو بیا هم د متحجرو ذهنیتونو له عادتي دښمنۍ سره مخامخ ده - هغه ذهنیتونه چې د عادت د عبادت په لومو کې را ایسار دی.


د پروفیسور عبدالخالق رشید نقد مې د تاند په خپرونه کې ولوست. البته نقد نه، بلکه انتقاد دی ځکه هغومره یې په موضوع بحث ندی کړی چې زما شخصیت، علمی صلاحیت، او مسلکی اعتبار یې تر سؤال لاندی نیولی. ما له یوه پروفیسور نه دا توقع نه درلوده چې په علمي نقد کې د چا په شخصیت تعرض وشي، خو اوس چې مې د ځینو پروفیسورانو، ډاکترانو، او اکادمیسینانو لیکنی تر نظره شوی، وینم چې ځینی یې د قلم عفت، د اخلاقی اصولو رعایت، او د ادب معیار په نظر کې نه نیسی.  دغه کسان له منطقي استدلال نه تېښته کوی او پر ځای یې د مقابل لوری شخصیت ته توهین کوی څو ځان غالب وښیي. ضمناً له ځان نه هم دا توقع نلرم چې د اخلاقي اصولو د حرمت له ساتلو نه سر وغړوم او ددوی سطحی ته ځان ټیټ کړم. زه له هر څه دمخه د ادب رعایت کوم او د مقابل لوری حرمت ساتم.


د پروفیسور عبدالخالق رشید له لیکنی مې دا انتباه واخیستله چې یا یې زما مضمون په دقت ندی  لوستولی، یا یې ندی غوښتلی چې پرې پوه شی، ځکه بیا دده په نزد د انتقاد موجبات له مینځه تلل. یو پروفیسور باید یو مضمون په تېره بیا هسی مضمون چې دی نقد پرې لیکی، په ډېر دقت ولولی، څو په موضوع پوه او تحلیل یی مورد پیدا کړی.


پروفیسور رشید پر ما تور لګولی چې ګڼی ما «په یوه قام او په یوه انساني ځواک باندې د غیرمتمدن اوانساني ارزښت نه لرونکي ځواک ټاپه وهلې…»

داسی کار زما په طبیعت کې نشته نو ځکه زما د قلم په ژبه به هم هیڅ کله و نه لیکل شی. ما لیکلی: «پښتو نه علمي ژبه ده، نه تمدني، نه مذهبي او نه بین المللی…» زه د پښتو ژبی په باره کې خبری کوم، پروفیسور رشید خبره د پښتنو قوم ته کشوی.


فکر نکوم چې رشید صاحب د په دې توپیر پوه نه وی: پښتانه په اسلامي تمدن کې ژوند کوی او متمدن خلک دی. له مراکش نه تر اندونیریا پوری اولسونه اسلامي تمدن لری. خو دا چې په هر هیواد ک ځانګړی قومونه او ولسونه څومره متمدن دی، د هغو خلکو په علمي سطحی او سیاسي شعور پوری اړه لری. اسلامی تمدن په یثرب کې ایجاد شو او په همدغه سبب د یثرب نوم په مدینی یعنی «د مدینت ټاټوبی» باندی تبدیل شو. زمونږ ټول اسلامی مدنیت خپل نومونه له مدینې نه اخلی. د قران مدنی آیات چې مدنی قوانین په کې وضع شوی، مدنی حقوق، مدنی آزادی، مدنی لوایح… دا ټول د مدینې له کلمې نه اشتقاق شوی. 

زه نه د پښتنو قام، نه کوم بل قام بی تمدنه ګڼم او هیڅ کله چا ته داسی سپکاوی نکوم. دا غلط تعبیر او اتهام د پروفیسور رشید د سرسری لوستلو نتیجه ده.


د مذهب په برخه کې پروفیسور رشید عین اشتباه تکراروی. ما لیکلی چې پښتو مذهبی ژبه نده، اما پښتانه ډېرمذهبی خلک دی. مونږ په پښتو ژبه کې دعا، تسبیح، مناجات، تزکیه د نفس، حج، آذان، خیرات، تقوی اخلاص، صدق، حتی خپله دین او مذهب او ایمان او اعتقاد ته کلمات نلرو، په دې سبب چې پښتو مذهبی ژبه نده. خو پښتانه د اسلام دغه ټول ارکان او اصول، او دیانتي رسوم پر ځای کوی او تر نورو مسلمانانو زیاتی هم په کې کوی.


پروفیسور رشید لیکلی: «زه پښتواوفارسی دیوه قام اویوملت ژبې بولم، دا دواړې زما ژبې دي، په دواړو کې زما ویاړونه خوندي دي، هرڅوک چې پښتواوفارسی د بیلو قوموژبې بولې هغوی په دغه توپیرسره علم په حماقت باندې خړبوي، اوخپله ناپوهي د تعصب په بڼه څرګندوي،...»


جناب پروفیسور رشید، ستاسو ادعا دوه علمی اصوله نقض کوی:

۱ـ ژبه د یو قوم مشخصه علامه کیدای شی، خو هیڅ قوم دوه ژبې نلری.

۲- ملت یو سیاسی واحد دی او قوم یو نژادی. پښتانه که د یوه ملت جز وی که د دوه یا دری ملتونو خو بیا هم پښتو خپله ژبه ګڼی، خو هسی ډېر ملتونه شته لکه کانادا، د امریکا متحده ایالتونه، آسترالیا، انګلستان، نوی زیلاند چې ژبه یې یوه ده خو ملتونه یې جلا دی.


د عینی واقعیت نه پرته چې عام خلک هم پرې پوهېږی، ژبپوهانو ثابته کړی چې پاړسي د لوېدیزو اریایي ژبو په ډله کې له فارسي میانه (پهلوي/اشکاني) او فُرس قدیم نه زېږېدلی او په اوسنیو شرایطو کې د هیڅ قوم ژبه نده. خو متفاوت له دې پښتو د ختیزو اریایی ژبو په ډله کې له زړې او بیا له نوې اوستایي ژبې نه راغلی او د پښتنو د قوم ژبه ده. تاسو چې د پروفیسور له علمی لقب نه کار اخلی، مکلف یاست د علمي اصولو رعایت وکړی. په یو علمي بحث کې احساسات ځای نلری، خلک احمق بلل سپکاوی دی. پښتو او پاړسي زما دوه سترګې هم دی، اما پښتو او پاړسي د یو قوم ژبی ندی. که ستاسی خبره رښتیا وای د افغانستان د ژبنیو هویتونو پر سر به دومر جګړې نه کیدلې.


ما د ژبی په طبیعی بدلون باندی بحث کړی او تعصبي نیولوجیزم مې جلا څېړلی او واضح مې لیکی: «د ټولنیز قرارداد په توګه د ژبی د طبیعي بدلون له مخی د نویو کلماتو او اصطلاحاتو جوړول او معیاري کول یو مسلم امر دی. دغه راز نوښتونه د یوی ژبی په لغوی پانګه او ادبیاتو مثبته اغیزه کوی. کله کله د محلي لهجو ځینی کلمی د ادبي استعمال سطحی ته لوړېږی. کله بیا ځینې عربي یا پاړسي اصطلاحات په پښتو ترجمه کېږی او د پښتنو له دود او دستور نه رنګ اخلی. دغه ډول ادبي خلاقیت چې د پښتو ژبې د کلماتو ذخیره پیاوړی کوی، د ټولنی د ذوق او د زمانی له ضرورت سره د برابرو نوښتونو په توګه مناسب، مانوس، او پرځای ښکاری.»


پروفیسور رشید، ګڼی چې دغه پورتنی متن یې هیڅ لوستلی نه وی، زما خپل عبارتونه او جلمی تقریباً کټ مټ لیکی او په ډېره بی غوری پرما تور لګوی: «که تاسې پښتوشته لغتونه چې په دغه ژبه کې شته دي، او اکثریت پښتانه هغه په کلیو او بانډو کې وایي او په ورځنۍ ژبه کې یې کاروي اوهغه بیا د عربی او فارسي لغتونوپرځای کارول ګناه بولئ، داخوعلمی خبره نه ده،…»


ښاغلیه پروفیسور صاحب، دقت، توجه، او پاملرنه وکړی ستاسی او زما لیکنی مترادفی دی نه مغاییری. ما کله دغه ادعا کړی. زه د ژبې طبیعي بدلون هسې چې مې لیکلی یو مسلم امر ګڼم. زما لیکنه هم د محلي لهجو د استعمال پلوي کوی او د یوې ژبی د طبیعي بدلون حمایت کوی. په همدی سبب د تعصبي، تحمیلي، وارداتي، پردي، نیولوجیزم له لاری د مصنوعي اختراعاتو مخالف یم. داسی ښکاری چې تاسو یوځل بیا د موضوع دوه مختلف اړخونه عمداً او قصداً سره ګډ کړی.


پروفیسور رشید تاسو زما په دغه لیکنه انتقاد کوی «پښتو د تعصبي نیولوجیزم لپاره ظرفیت نلری. نو که دغه راز نیولوجیزم په پښتو ژبه باندی تحمیلېږی، له نورو نیمګړتیاو سره سره چې اشاره ورته وشوه، نه یوازی یې د کلماتو ذخیره محدوده کېږی، بلکه هغه کلمات چې «اختراع» کېږی دعوض شویو کلماتو د معنا د مختلفو ابعادو ظرافتونه او لطافتونه نشی افاده کولای ….»

دا هم ستاسو اعتراض: «ګرانو لوستونکو، زه دښاغلي ډاکتر همدغه لیکنه په ساده پښتو درته لیکم، تاسې په دغه برخه کې خپل قضاوت دخدای له پاره وکړئ نه زما اوپښتو ژبې له پاره ؟ زه دده لیکنه په عادي پښتوکې داسې لیکم :« نه یوازې یې د وییونویالغتونوزیرمه تنګیږي، بلکي هغه ویي  یالغتونه چې نوي رامنځ ته کیږي د اړول شویو لغتونودمعنی  دبیلابیلواړخونو نازکۍ اونرمۍ نه شي څرګندولای … » دا چې دډاکترصاحب عبارت اصلآ دپښتوژبې په جوړښت برابرنه دئ لیکل شوی هغه زما ګناه نه ده… »

ستاسو د ساده پښتو مثال د مطلب درسته افاده نکوی، ځکه زما د متن کلمات مو یوازی په خپل زعم په داسی کلماتو ترجمه کړی چې معناوی یې محدودی دی. وګوری زما کلمې پخپله ګویا دی، او ستاسی انتخاب شوی کلمې باید حتماً په یوه خاصله توګه تعبیر شی څو زما د جملو مطلب ادا کړای شی:

محدود = تنګیږی - آیا تنګېدل واقعاً د محدودیت معنا ورکوی؟

عوض شوی = اړول - مګر اړول ستاسی په نوی نیولوجیزم کې ترجمه معنا نه ورکوی؟ عوض او معاوضه یعنی یو شی د یوبل شی پر ځای کارول یا تبدیلول. دغه معنا د اړولی په کلمه کې نشته.

ابعاد - اړخونه - اړخ جنبه یا صورت معنا ورکوی، معمولاً د دوه له عدد سره تړلی وی لکه یو اړخ بل اړخ، خو بُعد درې یا څلور جهته احتوا کوي. له لغوی نظره اړخ کیدای شی له بل اړخ سره د متضاد په ډول استعمال شی، خو د مترادف، متعادل، او مکمِل په معنا یې نشو استعمالوی. زما په جمله کې ابعاد د بیشمیره معناګانو مطلب افاده کوی نه یوازی دوه معناوی.

ظرافت = نازکۍ - ظرافت له ظرف نه اخیستل شوی یعنی دا چې یو کلمه د څومره معنا د درلودلو توان یا ظرفیت لری او دغه ظرفیت د یوی سلیقې له مخې تخمین کېږی چې بیا د سلیقې او ښایست معنا هم ورکوی. نازکی یې یوازی یوه معنا ده، نو ځکه د ظرافت نوری معناوی نشی افاده کولای.

لطافت = نرمۍ - نرمي د لطافت یوازی یوه معنا ده، خو هغه نرمی چې له لطف، مهرباني، توجه، او پاملرنی سره وی. بیا هم نرمي دغه نوری معناوی نشی انتقالولی.

کلمات = ویی یا لغتونه - دغه وروستی مثال مو دیوې اوږې شرحې ایجاب کوی. 


زه د کلمې په باره کې خبری کوم او تاسو د لغت. که څه هم ما دې تفاوت ته اشاره کړی، خو داسی ښکاری چې تاسی د کلمې او لغت په تفاوت نه خپله پوهېږی او نه مو زما توضیحاتو ته پام کړی. ما لیکلی: د «ویی» مصنوعي کلمه چې احتمالاً د عربستیزانو د «واژه» کلمې معادل ده او معلومه نده چې «ویی» د کومی عربي کلمې مترادف وګڼو: کلمه، لغت، لفظ، اصطلاح، معجم (lexicon)، الالقا‌ٰٔء (diction)، یا قاموس؟ دغه عربي مترادف کلمات دقیقې، مشخصې، او متناسباً متفاوتی معناوی لری چې «ویی» هغه ټولی نشی افاده کولای.»


ستاسو د مصنوعي «ویی» معنا لغت ندی، کلمه ده. که «ویی» له ویلو نه اخیستل شوی وی، نو معنا یې کلمه ده ځکه چې کلمه هم د ویلو په شان له کلام او تکلم نه اشتقاق شوی چې دواړه ویل معنا ورکوی. کلمه د کلام په علم کې مطالعه کېږی چې ریښوی ارتباط یی په لویدیزه ژبپوهنه کې etymology بلل کېږی. لغت د علم الغه یا لغویات په علم کې مطالعه کېږی چی په لویدیزه ژبپوهنه کې lexicology بلل کېږی.


اوس راځو منطقی استدلال ته: 

لمړی احتمال: که تاسو په دغه تفاوت پوهېدلی، نو زما خبره مو ثابته کړه چی د «ویی» مصنوعی کلمه هغه تفاوت نشی ښودلی چې تاسو یې غواړی، ځکه تاسو هم مجبور شوی یاست چې څو ځله د «ویی» تر څنګ د عربی د «لغت» کلمه استعمال کړی ځکه په بله توګه مو مطلب نشو افاده کولی.

دوهم احتمال: که تاسو یی په تفاوت نه پوهېدلی، نو خپل ځان مو غلط ثابت کړی، ځکه د هغه شی ادعا کوی چې پخپله یې په معنا او تفاوت نه پوهېږی.

دریم احتمال: که تاسو زما لیکنه په دقت لوستلی وای، نو دغه مشکل نه مطرح کیده، ځکه ما دمخه همدغه تفاوتونه توضیح کړی و.

منطقي استنتاج: تاسو په دغه تفاوت نه پوهېدلی، ځکه چې په خپله بله افواهی ادعا یا ستاسو په زعم «علمی ژمنتوب» کې مو په تکرار لیکلی:


«په دغه اړه په علمي ژمنتوب سره ویلای شم چې ( ویی یا لغت ) له ننه زرګونه کاله دمخه  له (لیکل ، لیکنها ) سره یوخای اسپه زي،پانینی له خپلې مورنۍ ژبې پښتو څخه سانسکریت ته ورکړی چې تراوسه په ټولوهندي ژبو کې (ویي کرڼا – ګرامر) په همدغه پښتوبڼه ویل کیږي،…»

یعنی زرګونه کاله؟؟؟ (د تعجب سوالیې) دمخه پښتو د پانینی مورنۍ ژبه وه؟؟؟ د ژبو تاریخی دوران ته توجه وکړی:

دا چې د هندو اریایی ژبو تر میځ ریښوی اړیکی شته یو منل شوی واقعیت دی، اما دغه په اصطلاح «سلسله مراتب» چې تاسو یې ادعا کوی نه د سبقت په لحاظ له تاریخی تسلسل سره مطابقت لری، نه د ژبو له تحولي مراحلو سره سازش لری، او نه د جز او کل له نظره په منطقي استدلال ولاړه ده.

زړه اوستایي ژبه له دری زره تر څلو زره کاله دمخه د سانسکریټ معاصره ژبه وه. نوی اوستایي ژبه چې د پښتو ژبی مور ده  له دوه زره تر درې زره کاله د مخه ژوندی ژبه وه. پښتو ژبې له یونیم تر دوه زره کاله دمخه شکل نیولی. 

داکشیپوترا پانینی د سانسکریت ژبې ګرامر څه دپاسه دوه نیم زره کاله دمخه یعنی د پښتو ژبی له مینځ ته راتلو نه اوه پېړۍ دمخه لیکلی. په بل عبارت د پانینی په وخت کې پښتو ژبه لا نه وه زیږیدلی. ستاسو د زرګونو کلو د قدامت ادعا، پښتو له اوستایي ژبې نه هم زړه ښیی؟؟؟ دا چې بیا پښتو ژبه د یو هندی مورنۍ ژبه وی لا نوره هم عجیبه برېښی.

تاسو په دې هم اکتفا نکوی او لیکی چې «پانینی له خپلې مورنۍ ژبې پښتو څخه سانسکریت ته ورکړی چې تراوسه په ټولوهندي ژبو کې (ویي کرڼا – ګرامر) په همدغه پښتوبڼه ویل کیږي،…»

په ژبو کې د تاریخ له سیر سره برابر کلمات له زړو ژبونه نویو ژبو ته انتقال کوی، نه برعکس. نو که د «لیک» کلمه د سانسکریټ او پښتو تر مینځ ورته والی لری، غالب ګمان په دې کېږی چې دغه کلمه به له سانسکرټ نه د اوستایي ژبو له لاری د وخت په تېریدو سره پښتو ته راغلی وی. ځکه سانسکریټ له پښتو ژبی زړه ده.

تاسو محترم په دی مواردو کې  په هیڅ تاریخي لیکنه استناد نشی کولای مګر په داسی تاریخ چې خپله مو لیکلی وی. ددغه استدلال له مخې مو ګرم نه بولم چې زما د مضمون تعریف مو هم په دغو عباراتو کړی: «له بده مرغه چې نه ژب ښوونه وه ، نه ژب پوهنه وه او نه هم ژب څیړنه وه،…» په دې منطق هم پوه نشوم چې د دوه جلاوطنه پردېسو په صفت تاسی په دهلی کې ځان ته د نظر ورکولو حق ورکوی، خو زما شتون په امریکا کې په تمسخر نیسی. تاسو چی حتا د خپل پوهنتون نوم درست ندی لیکلی زما پر تحصیل او علمي صلاحیت انتقاد کوی او لیکلی چې «دیوه ژبپوه ډاکتر( که رښتیا یاست،…»

پروفیسور عبدالخالق رشید، که تاسو ته دغه سؤال جداً پیدا شوی وی، نو د ځان ستاینه به نکوم خو ستاسی خیال او خاطر به راحت کړم: ما د عمر۳۶ کاله د افغانستان او امریکا په بهترینو پوهنتونو کې په تعلیم او تحصیل تیر کړی. د کابل پوهنتون په شمول په نهو پوهنتنونو کې مې درس ورکړی. د جنوبی کلیفورنیا د پوهنتنون په تاریخ کې لمړی استاد وم چې مورنۍ ژبه مې انګریزي نه وه او د انګیزي ژبی د تدریس لپاره استخدام شوم. په نورو امریکایي پوهنتونو کې مې څه دپاسه څلویښت کاله د الهیاتو، تصوف، عرفان، اسطوره شناسي، تاریخ، سیاسي علومو، انګریزي ژبې، او ژبپوهنې تدریس کړی.

د تاند له نشریې نه اقتباس
 جولای ۲۹، ۲۰۲۰