۱۱

یو می ذهن دی خالی ستا له تصویر نه

بل کلام می دی عاجز ستا له تقریر نه

د تقلید په بندګی قناعت نکړم

د ریا ریاضت نه بویم تزویر نه


له آزادو اندېښنو سره اسیر یم

کیمیاګر جام کی روڼ څاڅکی د اکسیر یم

د رکود تورو تیارو سره په جنګ یم

لامبوزن د تبحر موج او بهیر یم


ډاکتر زمان ستانیزی

د سولی هیلو ته د واقعیت جامی وراغوستل

د سولی استقرار یو انسانی آرامان، یو اخلاقی امر، او د یوی ټولنی مطلق ضرورت دی. په افغانستان کی د سولی د راتګ مشکل دادی چی د جنګ اصلی علتونه یی درست تشخیص او په ګوته شوی  ندی. کله چی د جنګ علت له مینځه ولاړ شی، سوله په خپله عرض وجود کوی.

اصلی دښمن د بل په جسم او تن کی نشته، بلکه زمونږ په ذهن او وهم کی تبارز کوی. په پردی جسم کی د دښمن له مینځه وړل د تاریخ په شهادت حتی د عامو قتلونو او خونړیو جګړو له لاری هم ممکن شوی ندی. چنګېز، ستالین، هتلر، پال پات ټول له مینځه تللی خو دښمنان یی ژوندی پاته دی. هسی چی وایی مشران له مینځه ځی خو اولسونه پاته کېږی. 

د جسمانی دښمن په وژلو جنګ له مینځه نه ځی، ځکه  له وژلو وروسته زمونږ ذهن د دښمنی خصلت له یوه انسان نه بل انسان ته منتقل کوی او پرله ‌پسی دښمنان جوړوی. په دی سبب جسمانی دښمن هیڅ کله له مینځه نه ځی، ځکه چی قاتلین انسانان وژنی، خو دخپل ذهن دښمن نشی وژلی. نو که سوله غواړو، باید له خپل ځان نه یی  پییل کړو او د دښمن وهم او د وهم دښمن په خپل ذهن کی له مینځه ویسو. دا کار هم ممکن دی او هم د تدبیر له مخی نسبتاً آسان دی.

نو د سولی د راوستلو لپاره حتمی او ضروری ده چی مونږ خپل ذهنی دښمن وپېژنو. زمونږ افغانانو دښمن  اوزبیک، تاجیک، هزاره، او پښتون ندی. بلکه زمونږ دښمنان هغه څوک دی چی زمونږ په ذهن کی یی زمونږ له ورونو اولسونو نه دښمنان راته جوړکړی دی.

د نړی او منطقی مغرضو قدرتونو زمونږ ذهنیتونه د ناولیو او کرغېړنو آیدیولوژیو په لومو کی را ایسار کړی او د قومی، ژبنی، او مذهبی هویتونو د ستاینی او پالنی له لاری یی افغانی هویت تر تهدید لاندی نیولی، څو  مو د افغانی هویت له ورورګلوی سره پردی کړی، چی د پردیتوب په ګواښ کی د یو بل وینو ته تږی کښېنو. که په افغانستان کی سوله غواړئ، پردی شوی مو را خپل کړئ او د افغانیت په غیږدی کی یی ورورګلوی ته را وبولی؛ او د منطقوی سیاستونو د دسیسو په لمسون د ژبنی هویت پالنی د فرقه زُدایی ای او تفوقګرایی نقابونه د اغفال شویو له مخونو نه را وغورځوی.


ژبنی شوئونیزم او  نژادی تفوق

د فرانسوی ژبی تفوق او شوئونیزم او د ناڅی (نازی) المان نژادی برتری هغه مهلک سیاسی آفات و چی ددغه اروپایی سوغات ناوړه اثرات یی تر اوسه په ترکیه، اوسنی ایران، او افغانستان کی مشهود دی.

هتلر چی د تاریخی سبقت له مخی د آریایی نژاد د برتری ادعا کوله د اریایانو د قدامت د اثبات لپاره یی د پارس حکومت دی ته اړ کړ چی د تاریخی اریانا او باستانی ایران نومونه را ژوندی کړی. دغه کار په ۱۹۳۴ کال کی په داسی حال کی عملی شو چی د افغانستان د وخت له سیاسی تزلزل سره مخامخ حکومت دی ته اړ کړای شو چی د خپل تاریخی میراث او هویت له ادعا نه منصرف شی او د پارس حکومت پرېږدی چی اریایی او ایرانی هویت په خپله دیپلوماسی او سیاست  کی در ځان انحصار وګڼی. او له مرحوم میرغلام محمد غبار نه پرته هیچا د وقت د حکومت په دغه تاریخی انتحار باندی اعتراض یا احتجاج و نکړ او د غبار په ژبه د تاریخ د نارو او فریادونو آنګازی د حکومتی مامورینو له خوا د سکوت په تیارو کی توقیف شوی.

زمونږ تاریخی میراث ته په درنه سترګه کتل او د غبار د پیغام تازه ساتل ایجاب کوی چی مونږ د پارس دولت د سیاسی ضرورت له مخی د ایران په نامه نه، بلکه د اوسنی ایران په نامه و پېژنو او د اوسنی ایران په نامه یی یاد کړو.


اریایی، ایرانی، خراسانی، یا افغانی

مونږ په تحریف شوی معنا اریایی یا ایرانی نه یوو. د اریایی او ایرانی کلماتو اصلی معنا چی بزرګر او کروندګر و د نازیانو په لمسون د هغوی د آیدیولوژیکی مرام مطابق د نجیب، برتر نژاد، او متفوق په معنا تعریف او و پېژندل شول. که څه هم دغه راز نژادی تفوقګرایی په اروپا کی د نازیانو له ماتی وروسته ضعیفه شوه، خو په پارس یا اوسنی ایران کی لا تر اوسه ستایل کېږی او لمانځل کېږی. په وروستیو وختو کی دغه ناولی ذهنیت افغانستان ته هم سرایت کړی چی د اروپایی نژادی تبعیض د «دویچی اوبر الیس» شعار د منطقوی نژادی تفوقګرایی د «تاجیک فوق همه» په بڼه کی تبارز کړی چی د بشر د حقوقو د تساوی او په افغانستان کی د سولی او امن په خاطر باید ژر تر ژره د «برادری و برابری» په شعار تبدیل کړای شی.

سیاسی سرحدونه ابدیت نه لری او یوازی د خپلی زمانی واقعیتونه منعکس کوی. مونږ به په کلیت کی له تاریخی نظره اریایان یا باستانی ایرانیان یو، خو په انفرادی توګه ټول افغانان اریایی نژاده نه دی، البته اریایی د نجیب او برتر په معنا نه، بلکه د بزرګر یا کروندګر په مفهوم. همدغه راز له جغرافیایی او سیاسی نظره د تاریخ په مختلفو دورو کی اوسنی افغانستان ، قسماً - د هندوکش شمال بیا لوېدیز ته تر فاریابه پوری - په ماورا النهر او منځنی آسیا پوری تړلی و، یو جز یی - له فاریاب نه تر فرا پوری - د خراسان په جغرافیای خطهٔ کی پېژاندل کېده، خو قاطع اکثریت برخه یی په جغرافیای او ثقافتی لحاظ د هند په نیم قاری پوری تړلی و چی سرحد یی د هندوکش غرونه و. دغه لوړ غرونو هغه سرحد و چی جنوب ته یی هندو کُش نه، بلکه هندو کیش یعنی هندو مذهبه خلکو ژوند کاوه او شمال ته یی زردشتی دین مروج و. د هندوکیش د غرونو په لوړو کی د هندویی او بودایی دوری ابدات، معابد، او نور باستانی آثار په دغه جغرافیایی، تاریخی، او ثقافتی تعلقاتو شهادت ورکوی. 

بناً له سیاسی جر او بحث نه پرته تاریخ د معاصر افغانستان ټول قلمرو ته د خراسان د کلمی له اطلاق نه انکار کوی. یوازینی استثنا د درّی عروضی شعر په سبک کی ده چی خراسانی سبک د جغرافیای خراسان له ساحی نه په پراخه سطحه په کار لوېږی. خو که د عروضی شعر د قلمرو نومونه په سیاسی واقعیتونو باندی تحمیل شی، نو په ټوله لوېدیزه آسیا کی باید یوازی دری هیواده موجود وی: هندی، خراسانی، او عراقی. چی داسی نده.

مګر نه تاریخی اریانا او نه خراسانی یا هندی جغرافیای تعلقات د معاصر افغانستان په مقایسه د افغانانو له اولسی رنګ، جغرافیایی تمامیت، نژادی تنوع، اعتقادی ذهنیت، او ثقافتی ممیزاتو سره مطابقت لری او نه مو افغانی هویت په بهتره توګه توجیه کولای شی.

د افغانستان د نوم د تبدیلولو لپاره له ډېرو تاریخی دورو یا د جغرافیایی خطو له نومونو نه استفاده کېدای شی، خو دلته د تاریخ استناد مهم ندی، بلکه ددغه شان یوی اجندا د انګېزی پېژندنه مهمه ده. البته په ډېرو مواردو کی ددغه راز مغرضانه ادعاګانو منطقی تناقضات ددوی اصلی انګېزی او هویت را برسېره کوی او په اصطلاح «چلوصاف یی له اوبو راوزی»، مثلاً:

د «تاجیک فوق همه» د نژادی تفوقګرایی تر شعار لاندی د افغانستان د نژادی اقلیتونو مساوات غواړی.

یا د هندو کش یا هندوکیش یعنی هندو مذهب تاریخی افتخاراتو را ژوندی کولو تر څنګ یی د خراسان بیرغ پورته کړی وی.

  دا چی کوم یو نوم خراسان، هند او سند، یا ماورا النهر په افغانستان کېښودل شی مربوط په دی ده چی د کوم ګاونډی هیواد د توسعه طلبی اجندا د افغانستان د تجزیی پلان پر خپل محور را څرخوی. دا د ټولو افغانانو اخلاقی او ملی و جیبه ده چی نژادی تبعیض او افراطی تفوقګرایی د تاریخی، جغرافیایی، او سیاسی واقعیتونو په رڼا کی له اغفال شویو ذهنونو نه پرېمینځی او د بشر د حقوقو د تساوی مدعیان او علم برداران دغه منافقت ته متوجه کړی.

مونږ خراسان د یوی جغرافیایی خطئی په توګه پېژنو، د قدیمی اریانا او باستانی ایران له تاریخی ثقافتی هویت سره آشنا یو، او په خپل افغانی سیاسی هویت ویاړوو. له یوه نه انکار د بل د اثبات علت ندی. هریو ځانګړی معنا او مطلب افاده کوی. زمونږ په افغانی سیاسی هویت کی اسلامیت، باستانی ایرانیت، اریایی خصلت، ټول شامل دی. نو ځکه د افغانستان د بیلګونو اولسونو د امن، سولی او سوکالی لپاره د ټولو قومونو او پرګنو یو لاس کېدل یو حتمی او ضروری امر بولو، او ددغه امر د تعمیل لپاره باید زمونږ ټولی غوښتنی د افغانیت پر محور را وڅرخېږی.


افغانی هویت د کل او جز په معادله کی

له افغانیت نه د بل هر هویت په محدوده کی ځان تعریفول د تجزیی مطلب افاده کوی. افغانستان کل دی او هزاره، اوزبیک، تاجیک، پښتون، پشه یی، او نور ټول قومونه جز دی. په جز اصرار کول د کل په نفی دلالت کوی. دکل نفی د تجزیی اور ته لمن وهل دی. هسی اور چی د میلینونو بیوزلو او بیګناهو هډ او هډوکی د زمانی د سیاست د مداریانو د تجزیه وی خونړیو جګرو او بی رحمانه عامو قتلونو په لمبو کی خاوری ایری شوی؛ لکه د هند او پاکستان د تجزیی اور، د پاکستان او بنګله دیش، کاسوو او سربیا، کرویشیا او بوسنیا، بیافرا او نایجیریا، کانګو او کینشاسا، د روندا د هوتو او توتسی...او داسی نور، او نور، او نور.  

په دی هکله د جنوبی افریقا په څېر «د صلحی او مصالحی» د کمیسیون جوړل لازم دی، څو د افغانستان د قومونو او پرګنو تر مینځ د آیدیولوژیکی، مذهبی، او ژبنی تعصباتو لړی پای ته ورسوی، او افغانان د نفاق او تفرقی د مهلکو امراضو په مقابل کی وقایه کړی. 


خپل مینځی سوله

په دوهم پړاو کی د پښتنو د خپل مینځی سولی په چوکاټ کی لازمه ده چی پښتانه پښتونولی ته کره کتنه وکړی. مېړانی، نارینتوب، ننواتی، میلمه پالنی او داسی نورو اصولو ته په درنه سترګه و ګوری او مقام یی وویاړی، خو ځینی هغه محلی دودونه او خرافات لکه غچ، بدل، ولور، په بدو کی ودونه تحمیلول، او داسی نور د جهالت تباه کونکی خصلتونه چی د تمدن په لار کی د پښتنی ټولنی د پښو زولنی شوی، باید د روښانیه پیر د تنویر په شان د یوی ټینګی سیاسی مبارزی له لاری له مینځه ویوړل شی.

د دغه آرمان د تر سره کېدو او عملی کېدو په لار کی د یوی کاری جرګګی تر څنګه د خدایی خدمتګارو د سولی د نهضت له سره احیا کول ضرور دی، داسی چی پښتانه ځوانان په کی خپل اولس ته داوطلبانه او خدایی خدمت وکړی، خپلی شخصی غوښتنی د اولس د پرمختګ قربانی کړی، د تعلیم او تربیی، ښوونی او روزنی، او صحی مرستو له لاری د بیوزلو لاس نیوی وکړی، او د هیوادوالو محرومیتونه له مینځه ویسی یا لا اقل په هغو کی څه کمښت راولی. کله چی یوه ټولنه په پوهنه او روزنه سمبال او روښانه شی، پخپله ځان له خاورو پورته کوی. دغه کار هم ثواب دی، هم د یوی ولسی وجیبی اداکول دی، او هم ددی امکان را مینځ ته کوی چی د لسو یا پنځلسو کلونو په موده کی ټول پښتانه باعلمه یا څه نا څه باسواده  شی.

دغه لار ځوان نسل ته د اخلاقی نمونی په توګه ښیی چی د پښتنو مشرتوب یوازی د انتخاباتو او انتصاباتو له لاری نه، بلکه د خدمت له لاری هم میسر دی. خان عبدالغفارخان خان ځان د پښتنو خادم و ګرځاوه، د خدایی خدمتګارو د تنظیمولو له لاری یی د باوقاره سوله ایز سیاست په چوکاټ کی د پښتنو د آزادی مبارزی پییل کړی، څو د اولس د خدمت له لاری د قوم بی تاج او تخته بادشاه شو او باچا خان و بلل شو. شهرت یی هغه ځای ته ورسېده چی دده د سوله غوښتنی ژوری مفکوری د یو جهانشموله غورځنګ په توګه د نړی د سوله غوښتونکو نهضتونو لپاره دعبرت درس او د عمل سرمشق شو. د باچاخان په لاری تللی سوله غوښتونکی مشران لکه مهاتما ګاندی، مارټن لوتر کینګ، او فتح الله ګولن د نړیوالی سولی د نهضت د سیاست محور ګرځېدلی، خو باچاخان د تاریخ په تېرو کی هېر دی او پښتانه په غفلت کی  له خپلو افتخاراتو محروم او د نړیوال دهشت او تروریزم په اتهام ځپل کېږی او وژل کېږی. د خوشحال خان خټک اندېښنی له تورو خاورو لاندی د واقعیت دغه ذکر تکراروی: «چی خان یم په یاران یم».

ژوری اندېښنی او خلاقی مفکوری نښایی د تاریخ په ګردجنو پاڼو کی تېری او هېری شی. همدغه راز مبتکر خیالونه باید د ټولنی د سیاسی سمبالښت په غرض په تسلسل او تحول  کی د عمل په لور وخوځول شی. ځکه یوازی په تحرک کی ژوری اندېښنی د بنیادی بدلون سبب ګرځی او د انقلاب رنګ اخلی هسی چی د بینوا د آرمان انګازی له سره په کی را ژوندی کېږی: 

غلی شان ته انقلاب دی بدلوی د زمانی رنګ.

اوس ددی وخت را رسېدلی دی چی د هیوادوالو د ځپلیو هیلو تور سکاره د بېوزلو د آه په نفخه په سرو سکروټو تبدیل شی. ګوندی د انقلاب لمبی یی د پښتنو د تور تم ټاټوبی په روښانیه تنویر روښانه او ځلانده کړی. حتمی نده چی انقلاب له جنګ، جګړی او وینی تویولو سره مترادف وپېژندل شی، دا به په خپل ذات کی یو لوی ابتکار وی چی پښتانه د خدایی خدمتکارو د غورځنک د احیا له لاری خپل پښتنی انقلاب ته یو ځل بیا د سولی جامی ور واغوندی.  

دغه سوله هم تاریخی جبر دی او هم عقلانی اختیار؛ ځکه په تعمیل کی یی نه له حکومتونو سره د مقابلی توان لرو، او نه له ذیدخله اولسونه سره د دشمنی حق. نو ځکه باید دغه سوله د افغانستان او منطقی له دود او دستور سره په عیارو عباراتو کی تعریف او معنا شی. د معاصرو روانی څېړنو له مخی خلک جنګ ته د احساس په زور ورځغلی، خو سولی ته د عقل پر محور را څرخی او د منطق په لار را ګرځی. ددغه اصل پر بنا د سولی دغه نهضت باید په منطقی استدلال ولاړ وی چی دغه لاندنی تجویزونه یی د عملی کېدو په کړنلار کی شامل دی:

۱- سوله نباید یوازی د شعار په سطحه کی پاته شی، بلکه په عمل کی د پیاده کولو اړخونه یی د یوی کاری مسلکی جرګګی په چوکاټ کی مطرح شی، نه د لویو کنفراسونو له لاری.

۲- د دغی پښتنی سولی نهضت نباید له حکومتونو سره د مقابلی په غرض را مینځ ته شی، بلکه کېداشی د ځانګړیو حکومتی کړنلارو او پلانونو تر څنګ مکمله او متوازی لاره ووهی.

۳- د منطقی د حکومتونو مخاصمت او سیاسی دښمنی باید د منطقی ولسونو ته منتقل نشی؛ ځکه په نهایت کی د اولسونو ګټی مشترکی وی، خو د حکومتونو دریځونه او چالچلند اکثراً مغایر او متضاد وی.

۴- د افغانستان د وروڼو اولسونو په جمعی ذهنیت کی دی  سوله ایز نهضت وروزل شی.

۵- ددغه نهضت بنیادی جوړښت، وده، او پالنه باید د مصلحت، اصلاح، مصالحی، او صلحی د څلورګونو صواتونو په معنا کی تعریف شی:

مصلحت یعنی یوبل سره مشوره او سلا کول او یو شی د مصلحت پر بنا جایز ګڼل؛

اصلاح یعنی ښه کول، جوړول، سمبالول، او د یو څېز ښېګڼی را مینځ ته کول؛

مصالحه یعنی دوه دښمن سره پخلاکول، او د جګړی پر ځای د سولی ذهنیت پلی کول؛

صلح (سوله) یعنی له جنګ او جګړی نه مخ اړول، او د سوکالی خواته خوځېدل.


ددغی سولی د نهضت طرحه تاسو درنو هیوادوالو ته په دی هیله وړاندی کېږی چی ګوندی د خدای رضا ستاسی له ارادی سره مل شی څو یوه ورځ د منځنی آسیا په دغه ګوټ کی سیاسی شعور، عقلانی تدبیر، د ورورګلوی ذهنیت، او د صلحی او مصالحی کړنلار دی حد ته ورسېږی چی له مختلفو سیاسی هویتونو سره سره افغان اوزبیک، او آ‌ذ‌‌ری؛ ایرانی، تورانی، تاجیک، ترکمن؛ ترک او تتار، پارسی، پاکستانی، پنجابی او پښتون  په خپلو مینځو کی د ورورګلوی داسی مزی سره ټینګ کړی چی د ډیورند او مکمهان استعماری پولی د اجتماعی مراودو د عمل په میدان کی له مینځه ولاړی شی، ټول اولسونه د اسلامی ورورګلوی او بشری برابری په فضا کی د امن، سولی، او سوکالی ګډ ژوند سره وکړی، او په خپلو مینځو کی د نفاق دیوالونو و نړوی او پر ځای یی د سولی پلونه و غزوی.

تر هغه مهاله به زمونږ دعا دا وی چی: 

خدایه ټول مو کړی او سره جوړ مو کړی.

إِنَّ اللّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ. 

د المان د کولن د ښار د افغانی سولی د کنفرانس برخه اخیستونکو ته سلامونه وړاند کوم او له لری نه یی احترام او درناوی کوم. د تدریسی مکلفیت له مخی می و نشو کړای د سوله پالو هیواد والو په دیدن سترګی مړی کړم. نو ځکه خپل د سولی پیغام د قلم په ژبه او د برېښنا په څپه په کولن کی د راټول شویو هیواد والو د زیات کولو په هیله دراستوم. او خپل د زړه له کومی احترامات د غونډی غړیو او مشرانو ته، په تېره بیا غښتلی او پیاوړی استاد روستا ترکی ته، او د کنفرانس تنظیمونکو، خاصتاً ګرانو وروڼو عبد الغفور معروف او اسد الله هلالی ته چی ماته یی د ګډون بلنه راکړی وه، وړاندی کوم. د غونډی د سوله پالنی د روحیی پر بنا او د افغانستان له بیوزلو جنګ ځپلو ورونو اولسونو سره د ملګرتیا په رسم او عظم، ټولو ته د بری هیله او دعا کوم.   -- زمان ستانیزی