.

لوی می کړی لوئی را مکړی لویه خدایه

کبریا د کایناتو ئی له ورایه

د زری وجود لا هم را باندی دروند دی

ځکه تل یم لالهانده پر هر ځایه


با آبم یاب  یا رب اندر دریاب

تا دُر یابم  نایاب در ورطهٔ  آب

چون آب روانم در دریای روان

از آب  روانم بخش بس خیر و ثواب


د ګناهو پنډ می دروند دی بی حسابه

یم په خوف او په رجاکی مظطرابه

خو چی قدر ستا د فضل و کرم ګورم

یقین دا چی می دوعا ده مستجابه


ای خدای من لایق هستی ام کن

بی مال و منال و رنج نیستی ام کن

افروز تو این مجمر داغ سینه ام

زان روشن و سرزنده به مستی ام کن

۰۹۰۶۲۲



که نصیب می کړی بېشمېره نعمتونه

هم فردوس په شان زما کړی جنتونه

په دا واړو به می تنده ماته نشی

څو می تا سره و نشی دیدنونه


ده بندگی ام چنان که باید مرا

بنمایم خدایئ که شاید ترا

جویمت در آن غبار آئینهٔ ذهن

بنمایم لقائ که ستاید ترا

۰۹۰۷۰۵ - ۱۲۰۷۱۶


د خپل رمز له اندېښنو سره می یار کړه

مستغنی می په وصلت د خپل دیدار کړه

ستا په لټه هسی ورک یمه له ځانه

زما د خیال له پردی لری دا غبار کړه


پیمان الستم، بستم، زان رستم

هر آنچه به دستم بستم زان مستم

آندم که گره زلف تو بگسستم

در چلهٔ شبهای دراز بنشستم


ما د ځان کړه له هرڅه نه می پردی کړه

خپله مینه کی می روغ او لیونی کړه

که وجود د ناموجود دی دا د جود دی

زما وجود خپلی هستی ته سپیلنی کړه


این کرهٔ خاکی که همی رقصان است

از زمرهٔ زایران این ایوان است

هر آنچه غبار خاطرت بنماید

خود طالب حق سالک سرگردان است

۰۹۰۶۲۲ - ۰۹۰۷۱۰