روڼکی جام یم د شرابو د بادی په رنګ رنګېږم

له صفا نه یی صافېږم، له هستی نه یی هستېږم

دا د زړه شیشه می ګوره روښنایی نه هسی برېښی

د هستی په آیینی کی ښه له ورایه څرګندېږم


چی له طینه را پیدا زما طینت شو په سکوت کی

د نفخی (۱) په شور ژوندی شوم په حیرت کی پری نازېږم


زما جام (۲) یی خالی ولید چی رقیب را نه منکر شو

یو د خاورو کنډولی یم ستا شرابو ته کړنګېږم


کله نغښتی د یوسف د افسون پټه محموله کی

کله سپین لاس د موسی (۳) یم له ټټره یی راخېږم


د سبحی په شان روښان زړه می د ذکر توان وموند

د پییلی تار په ټال کی له دلدار سره ګړېږم


سور غټول نیولی جام یم د راڼه څاڅکی په تمه

بیا د تالندی نغمی ته له وږمی سره نڅېږم

د فلک د څرخی ګرد کی په سر مست په زړه خراب شوم

لویه پیره را رسېږه لاس می نیسه چی ورکېږم


د خپل زړه پر لوحه وینم ستا د مخ جلوه روښانه 

په حضور کی دی فنا یم هسی خیال کی د ډوبېږم

ستانیزیه» هډو نشته هیڅ بقا خاورین خاطر کی» 

زه د لنډ ژوند په لمحو کی ابدیت ته حیرانېږم

 ۱

اشاره شوی ونَفَخَ فیهِ مِن روُحِه  الخ -  د السجده (۳۲) د سورئی ۹ آیت

۲

اشاره شوی د خلقت داستان ته چی ابلیس د آدم ځان یوازی خاوری وینی او په کی د خدای د روح له شتوالی نه منکرېږی  چی مولوی د مثنوی معنوی په دریم دفتر کی (۳۴ - ۱۸۸) داسی اشاره ورته کوی:

آنکه آدم را بدن دید او رمید وآنکه نور مؤ تمن دید او خمید

۳

اشاره شوی  و نَزَعَ یَده فاِِذَاهِیَ بَیضأُ لِلنَظرین   د الشعرأ (۲۶) د سورئی ۳۳ آیت

۱۰۰۶۰۳ - ۱۲۰۷۲۷

روڼکی جام