لویه خدایه! 

رحیم یی، رحمن یی، 

حق یی، مطلق یی، په هر څه مسلط یی. 

الوهیت کی یی بېسارئ،  

اولویت کی بی تمثاله،

وحدانیت کی یی بی سیاله، 

احدیت کی بی مثاله. 

کمال ستا د صفت  درنګ دی، 

جلال ستا د لویښت برم دی، 

جمال ستا د ښایست رنګ دی.


لویه خدایه! که وغواړم تا په هغو اوصافو و ستایم چی ستا له ذات سره ښایی، بشری کلام یی له ویلو عاجز دی، او که ستا  ستاینه په سکوت کی کوم، په زړه کی  ستا د جمالی، جلالی، او کمالی صفاتو د غورځنګ مخه نشم نیولی.

ته د خپل عظمت په لحاظ په خپلو  صفتونو کی نه ځایېږی، او زه د خپل معصیت له مخی په خپلو ګناهونو کی.

د کثرت په تروږمی کی د وحدت د روښانه سبا په طمعه د خیال په څپو کی ستا د مینی په اور  زړه ټکوروم او ستا د نور د تجلی په وړانګو لیمه روښانوم. 

ستا د حقیقت د لاری په پلټنه کی می سترګو لاری وکړی. ځکه یوازی او یوازی ستا د هستی ابدیت دی چی ستا جلال او اکرام ور نه برېښی، (۱) او یوازی ستا د مخ  تجلی ده  چی ستا د مینی پتنګانو ته د امید لاره روښانوی.(۲)

لویه خدایه! که ستا د نور تجلی ستا د هستیو په ښایست کی پلټم، د مجازی عشق په لومو کی بندېږم، او که د هستی په عالم کی ستا د مخلوقاتو له ښایست نه سترګی پټوم، ړندېږم. ځکه په هستی کی د عدم د لیدو توان نلرم.

که تاته ستنېدل می (۳) ستا د ارادی ښکارندوی وی، نو زما د حق پالنی د هڅو مطلب څه شو، او که دا زما مطلب وی نو ستا بلنه او دعوت څه شول.

تا فرمایلی چی ستا مهربانی د ښو اعمالو خاوندانو ته نژدی ده (۴) خو په دی عالم کی هیڅ شی له تا لری ندی او هیڅ شی ستا له حضوره پرته او خالی ندی؛ نو ځکه ستا د رحمت باران پر هرچا اوری.

لویه خدایه! که ستا لوی دربار ته دوعا کوم، بېرېږم چی ستا د رضا پرته د کوم شی هیله و نکړم، او که دوعا نه کوم د لویی او تکبر له ګواښ نه بېرېږم.

که د دوعا لاس ستا دربار ته پورته کوم، بېرېږم چی زما په کوچنی ذهن کی به ستا د جود او سخا لوییښت او درنښت و نشی؛ او که لا س نه پورته کوم، د نفسی رضایت په سیلاب کی ډوبېږم. 

که ستا له درباره د لږو هیله کوم، ستا بی انتها سخاوت ته سپکاوی کېږی، او که د ډېرو هیله کوم، د حرص په منګولو کی لوېږم.

لویه خدایه! که ستا له درباره هیله کوم ، د خیر او شر له عاقبت نه یی خبر نه یم (۵) اوکه ستا هدایت د خپلو هیلو مصداق ګرزوم، زما د دوعا مطلب په کی ورکېږی.

تا ویلی چی ماته په تواضع او تمکین په پټه دوعا وکړی. (۶) که ستا د عبادت او د خپل عبودیت د پیاوړتا په خاطر ستا ستاینه په لمانځه کی کوم، د ریا بوی ورنه راځی؛ او که یی په زړه کی کوم، د ژبی د بیان تنده می نه ماتېږی.

تا ویلی چی له ما نه په بېره او طمعه کی هیله وکړی. (۷) که له تا بېره کوم د دوعا مطلب را نه هېرېږی، او که طمعه کوم، له ځانه شرمېږم؛ ځکه زما له دوعا نه پرته دی هسی بېشمېره نعمتونه را بښلی چی زه یی د کمیت او کیفیت اندازه او  ارزښت نشم ټاکلی. 

که د نورو نعمتونو هیله کوم ستا د اعطا شویو نعمتونو شکرانه می لا نده ادا کړی؛ او که هیله یی نه کوم ستا د نعمتونو د ورکړی او جود کفران کېږی.

لویه خدایه! ستا رضا ددی لپاره نه غواړم چی ځان ستا د نعمتونو سزاوار ګڼم، بلکه ددی لپاره یی غواړم چی ستا د نور په تجلی می سترګی روښانه شی. 

که خپله رضا نه غواړم، د اماره نفس لاس می ګریوان ته لوېږی؛ او که ستا رضا نه غواړم، له لوامه نفس سره لا س او ګریوان یم.

زه ستا دربار ته هیڅ شی نشم بښلی ځکه زما هرڅه ستا دی او پرته له نفسه زما ټوله هستی نیستی ده چی ستا د هستی پر بی انتها کمیت او کیفیت  هیڅ اثر نلری. له دی سره سره که ستا د رضا په خاطر خپل نفس وژنم، دا ډېره کوچنی قربانی ستا د لوییښت وړ نده، او که یی نه وژنم ، د انانیت د ښامار له هیبته بېرېږم. 

په دی ایمان لرم چی ته می لارښود یی (۸) ځکه ستا لارښوونه او زما هستی سره تړلی. (۹) نو ځکه ستا د لارښوونی په رڼاکی او ستا د دعوت پر بنا (۱۰) ستا دربار ته د شکر شکرانه ادا کوم چی ستا د حضور احساس می د زړه  په کعبه کی  په نصیب شی.

تا فرمایلی چی ته د خپل بنده دعا مستجابوی (۱۱) ستا د مرحمت دغه رمز د جبر او اختیار په پرتله د امر بین الامرین له حکم لاندی په ما خوف او رجا تحمیلوی او زما د خدای لمانځنی او خدای پالنی له اندېښنو سره د قضا او قدر لوبی کوی.

که په خپلو اعمالو کی اختیار د ځان ګڼم، د نفس له ګواښه بېرېږم، او که د جبر د حکم له مخی اختیار ستا ګڼم، ستا د ثواب سزاوار نه یم.

په دی جبر او اختیار کی ځان ستا د اختیار جبر ته تسلیموم او ستا د جبر اختیار می مجبوروی چی ځان تقدیر ته وسپارم.

لویه خدایه! که ستا په لمانځنه کی ځان ته ګورم، نه غواړم ته می هېر شی؛ او که تاته ګورم، ځان می هېر شی.

چی ځان ته ګورم، د خپل معصیت له امله ستا د لویی درناوی ځانته عیب ګڼم؛ او که دا هیله نکوم، ستا د رحمت د باران له چاپېریال نه نشم وتلای.

که ځان ته د عمر د اوږدوالی دوعا کوم، ستا د وصال موده اوږدېږی، او که د لنډ عمر هیله کوم، د عقبا لپاره ستا د قرب د امتیاز د ګټلو توښه نلرم.

لویه خدایه! که ستا د مخلوق په توګه تا غواړم، نو زما لمانځنه او عبادات څه شول؛ او که دی نه غواړم، ستا د هستی په پراخه دنیا کی د ځانګړیتوب توان نلرم.

که ځان تا سره یو ګڼم، ستا د یووالی او یوازیتوب (۱۲) د حقیقت انکار په کی راځی؛ او که ځان له تا نه بیل ګڼم، د وحدت الوجود له اصولو نه تېرې کېږی.

که تا په ځان کی وینم، د معصومیت هسی احساس راته پیداکېږی چی سزاوار یی نه  یم؛ او که تا په ځان کی نه وینم، خپل معصیت می سترګو ته درېږی.

که ځان په تا کی وینم بېرېږم چی ستا د تجلی روښانه هنداره به زما په عصیان ګردجنه شی؛ او که ځان په تا کی نه وینم، مطمئینه  نفس می قرار نه لری.

که ستا له هستی نه پرته ځان نه وینم، نو باید فنایم؛ خو که دا فنا وی زه یی ولی د وجود د واقعیت  احساس نشم کولای.

لویه خدایه! هری شرحی ته ایجاز یی، تنهای ته می دمساز یی، هر عجز ته می نیاز یی، د زړه  هر سوز ته می ساز یی، ، هر انجام  ته می  آغاز یی. 

لویه خدایه! ځان هومره را وښییه چی زه یی د لیدلو توان ولرم او ځان هسی را وښییه چی تا هسی و لمانځم چی ستا له خدایی سره ښایی، نه هسی چی زما بنده ګی یی سزاواره ده.

پاکه خدایه! ته مو هسی ونه پېژندلی چی ستا له پېژندګلوی سره ښایی.(۱۳)

د آغاز او انجام  تداوم او تسلسل یوازی ستا پر ابدیت شهادت ورکوی. (۱۴) ستا ابدیت ته د عبودیت سر ټیټوم ځکه ته وی او هیڅ نه وه، ته یی او هرڅه شته، ته به یی او هیڅ به نه وی.(۱۵)

د حضور له غیابه دی ځورېږم 

د غیاب له حضوره دی شرمېږم 

قرب او وصلت ته دی هووسېږم 

د خیال په هستی کی د زنګېږم 


مستجابه می دوعاکړی 

دژوند لاره می رڼا کړی

د زړه لوحه می صفا کړی

په سکوت کی می بسیا کړی

په هستی کی می بینا کړی

په نیستی که می فنا کړی

وَحدَهُ لا اِلهَ اِلا هوٌ .


 ١ وَيَبْقَى وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ  ـ  یوازی د جلال نه ډک او په کرامت سمبال شوی د خدای مخ به تل تر تله پاته وی. ۲۷ - ۵۵ الرحمن

٢ اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ - خدای د آسمانونو او ځمکی روښنایی ده. ۳۵ - ۲۴ النور

٣ وَ اِلیَ اللهِ تُرْ جَعُ الاُمُورْ - هرڅه خدای ته ستنېدونکی دی. ۱۰۹ - ۳ العمران

٤ إِنَّ رَحْمَتَ اللّهِ قَرِيبٌ مِّنَ الْمُحْسِنِينَ - په رښتیا سره چی د خدای مهربانی د ښو اعمالو خاوندانو ته نژدی ده. ۵۶ - ۷ الاعراف

٥ وَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئاً وَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ وَعَسَى أَن تُحِبُّواْ شَيْئاً وَهُوَ شَرٌّ لَّكُمْ - دا ممکنه ده چی تاسی یو شی غوره و نه ګڼی خو ستاسی په ګټه وی؛ او ممکنه ده چی یوشی ښه و ګڼی خو ستاسی په تاوان وی. ۲۱۶ - ۲ البقره

٦ ادْعُواْ رَبَّكُمْ تَضَرُّعاً وَخُفْيَةً - خدای ته په تضرع او په پټه دوعا وکړی. ۵۵ - ۷ الاعراف

٧ وَادْعُوهُ خَوْفاً وَطَمَعاً - له خدای نه په بېره او طمعه کی هیله وکړی. ۵۶ - ۷ الاعراف

٨ فَإِنَّهُ سَيَهْدِينِ - په رښتیا سره به می دی (خدای) لارښود وی. ۲۷ - ۴۳ الزخرف

٩ الَّذِي خَلَقَنِي فَهُوَ يَهْدِينِ - هغه چا چی هست کړی یم هغه می لارښود دی. ۷۸ - ۲۶ الشعرا

١٠ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ - زه د هر بنده هیله دده د دعا په وخت کی اورم. ۱۸۶ - ۲ البقره

١١ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ - له مانه هیله وکړی زه به ستاسی دوعا مستجابه کړم. ۶۰ - ۴۰ المؤمن

١٢ وَحْدَهُ لا شَرْیکَ لَهُ  -  خدای یو دی او هیڅ ساری (شریک) نلری.

١٣ سُبحانَکَ ما عَرَفناکَ - د حضرت محمد (ص) دوعا 

١٤ كُلُّ شَيْءٍ هَالِكٌ إِلَّا وَجْهَهُ  ـ  د خدای له مخ نه پرته به هره هستی نیسته شی. ۸۸ - ۲۸ القصص

١٥ د ابن عربی وینا