آواز

قرائت  و  دِکلمهٔ  اشعار


‌‌در غبار غربت غرب


ذرهٔ غبار افلاکم 

آوارهٔ دهرم در غربتسرای غرب. 

از حاشیهٔ صفحهٔ ایام با خاک روبیده ام. 

زمانم. 

از گذشته ها آمده ام 

و از گذاشتهٔ گذشته ها می شناسندم.

حالِ حالَم نیست،

دِیر است که  از ادوار دَیر دورم

  و در ابعاد آن حضور.

.

در نهاد خدائی ام لیک هستی را بنده ام.

در سایهٔ خیالم درختی روئیده 

از شاخ و برگ  قران 

که ثمرش در من مصور نیست.

در حریم حیرا احرام سیاهی پوشیده ام

با حیرت اقرا جهیده ام.

در رویا مصاحب محمد بودم 

در قلهٔ کوهی که مرا آزمود.


خودئ  را که حلاج انکار کرد 

هنوز با من درگیر است.

با شیخ اکبر دربان در باز مکه شدم.

از پی خضر رفتم، لیک او را نیافتم. 

با شیخ شهاب اشراق 

اهتزاز آواز شهپر جبرئیل را شنیدم.

جویای حال سنائی شدم 

هجویری از پشت دیوار جوابم داد.

با مولانا جای پای شمس قدم نهادم. 

از پی هردو روی آب رفتم و غرقاب شدم.

با جامی جام بر کف گرفتم، 

زمزمهٔ مناجات انصاری به گوشم رسید.

با خیال بیدل پیچیدم تا از معنی اثری یابم.

از اثرش بی خود شدم و از خود بی اثر.

.

حافظ خدای غزلم شد 

با فریاد انقلاب فکری اقبال همصدا شدم، 

از ماشوخیل خیال دزدیدم 

و رحمن را در مریدی بابا ستودم.

با عرفان حمزه همقدم گشتم 

و با غزل رشاد همقلم.


زمانم.

با زمانه در ستیزم و از نام در گریز.  

از وقوع غایبم و در ابعاد حاضر. 

گزیده هایم منیت نمی پذیرند.

مرا چیزی نمی ماند

وین من هم منکر من است. 

هویت را آنِ هو می دانم.

غیر ازین هیچم و از هیچ کمتر 

کمم و از کم کهتر.

خوبی های مواج جوهرم، از کردار شرمنده اند

قٓطرهٔ اشک ندامتم و بس. 

اراده ام در توکل به او نهفته 

رضایم انعکاس خواست اوست.

هیچم.

۱۳۰۲۰۷ - ۱۵۰۹۰۷



د تیرو تلین

د ابو بهاند بهیر یم، لوی دریاب یم

را پرېوتی لوړو غرو نه په شتاب یم

په خورو خوړو بانډو کې پیچ و تاب یم

د بېدیا ګردجنه بڼه کې سراب یم

زه د قید او قافیې څپاند سیلاب یم

زه خورې  ورې څپې د اباسین یم

هسی یاد د زمانې د تېرو تلین یم

هم څرګند یمه له ورایه هم غیاب یم

د معنی په څېر د خپل جوهر حجاب یم

هم پو ښتنه د پټ راز یم هم ځواب یم

زه اوبه یم، تاو د تندې ته ثواب یم

ستا دحسن جام کې څاڅکی دشراب یم

په ماهیت کې لاهوتي په تن خاورین یم

هسی یاد د زمانې د تېرو تلین یم


کله خوب یم په بڼو کې ځمبېدلی

د زړه صبر یم ښېبو کې ځنډېدلی

په ژورو اندېښنو کې کښېوتلی

له حیرت سره ستا خیال کې زنګېدلی

میین زړه یم بېلتانه کې زورېدلی

لاس تر غاړی التماس، سِر د تمکین یم

هسی یاد د زمانې د تېرو تلین یم


زه یم عطر په وږمو کې لولېدلی

له نسیم سره په غرو کې الوتلی

د سکوت د زړه په راز کې یم نغښتلی

انګازو د لوړ آواز کې کړنګېدلی

یم شهباز د رباب تار ته نڅېدلی

د جانان په غاړه لړ د لونګین یم

هسی یاد د زمانې د تېرو تلین یم


هم د ساز د پردی وزن هم یی شرنګ یم

ترّ نمُ یم د نغمې، آه د آهنګ یم

د ژوندون نیولی سا د شېبې درنګ یم

هم دخیال دصحنې راز یم هم یی رنګ یم

ستا دعشق له شوقه هسی په غورځنګ یم

د صریح ژبی اقرار د زړه یقین یم

هسی یاد د زمانې د تېرو تلین یم


زه هوس یم مستقبل ته په خندا یم

کله هیله د سبا یم نا پیدا یم

د ښایست د تصور رنګ کې بسیا یم

خپل تقدیر او سرنوشت ته په سودا یم

د عشق درد یم هم ددغه درد دوا یم

نه په تمه د پاداش نه د تحسین یم

هسی یاد د زمانې د تېرو تلین یم


روښنایي یم تور افق کې څرګندېږم

د سپېدو د داغ ځلا یمه خپرېږم

زه برېښانده تجلا یمه خوځېږم

لکه یاد هره څېره کې څرګندېږم 

د ژوند رمز یم حقیقت سره غبرګېږم

لکه لمرغوندی برېښانده او وړانګین یم

هسی یاد د زمانې د تېرو تلین یم


یو بڅرکی په عالم کې د کثرت یم

د ناصح په ژبه ټکی د عبرت یم

دبڼو څوکو کې اوښکه د حسرت یم

نه په غم کی د دنیا نه د دولت یم

استغنی کې روڼ مثال د قناعت یم

حق پالنه کې امتیاز د تور او سپین یم

هسی یاد د زمانې د تېرو تلین یم


کله ډوبه اندېښنه شم هر تعبیر ته

بیا روښان روان بیان شم هر تزویر ته

کله و دانګم څپو د هر بهیر ته

هسی وسپارمه ځان د حق تدبیر ته

هاله زه دخیال پرده شم ستا تصویر ته

ستانیزی دشعر مسری د زړه تسکین یم

هسی یاد د زمانې د تېرو تلین یم

۱۰۰۹۲۸ - ۱۵۰۹۰۷


درین بخش اشعار عرفانی و   تصوفی را خوانده و شنیده 

می توانید لطفاً بالای نام شعر کلیک کنید

ملکا

ملکا ذکر تو گویم  که  خود آیی و خدایی 

ز خودئ خود گریزم بیخودی ام را سزایی



د تېرو تلین

د ابو بهاند بهیر یم لوی دریاب یم

را پرېوتی لوړو غرو نه په شتاب یم


 هوای وطن

آسوده عقل زار به ماوای تن هنوز

جان در خیال مست هوای وطن هنوز


 د پسرلی درشل

تروږمۍ کی توری لړی دی پری  ډک زړه د آسمان  دی

د غره سر کی  ګردله ده، غلغله ده، لوی  طغیان دی


اشک ابر 

برآمد تیره گون ابری ز روی نیلگون دریا

گهی با آب در بیعت گهی با باد در بلوا


دسترګو طواف

زه ستا له خیاله سره تلم بل می مسیر نه و 

لکه څپه یو سر غورځنګ وم خو بهیر نه و


عشق و عقل

دوش پرسیدم ز شب چیست آیت تقدیر ما

گفت رو خود را مبند در حلقهٔ زنجیر ما


د ذری معراج

په هغه لاره چی ته تلی زما ګذر شو

ستا د پښو د پل په دُوړو می نظر شو