د خوشال خټک دېوان هم جعلي شو

د دکتور زمان ستانیزي لیکنه

(د کلیفورنیا د پاسفیکا د لوړو تحصیلاتو د پوهنتون استاد)


سریزه

دا چې د خوشال خان خټک دېوان جعلي شوی هسې یو تریخ حقیقت دی چې باید په داسی اوښکو ولیکل شي چې د زړه له وینو یې رنګ اخیستلی وي.


له څو کلو را هیسې پښتنو پوهانو او لیکوالو ځمکه او آسمان یو کړی و چې د پښتو ژبې پر حریم باندی مغرضو متعصبینو یرغل کړی او د پښتو ژبې په یو تاریخې اثر یعنې پټې خزانې یې د «جعل» تور لګولی. وروسته بیا رحمن بابا د حافظ له اشعارو نه په غلا متهم شو. ما ددغو دواړو اتهامونه رد د ادبی نقدونو په توګه د تاریخي استناد او منطقي استدلال له مخې په مفصلو مضامینو کې خپاره کړل چې د شینکي آسمان په ویبپاڼه کې یې د Stanizai.com په پته لوستلای شی.


اوس چې د پښتو ژبې پر یو بل لوی اثر یعنې د خوشحال خان خټک د دېوان پر حریم یرغل شوی او ټول کلیات یې جعلي شوی، څوک د اعتراض آواز نه پورته کوی. آیا دا سکوت په دې دلالت کوی چې پښتانه له دې جعل نه په جهل کې پاته دی، یا دا چې په جهل کې د جعل په معنا نه پوهېږی. آیا ددغه تصرف او تېرئ په مقابل کې په دې سبب پټه خوله پاته دی، چې ددغه جرم مرتکبین خپله پښتانه دی، یا دا چې پښتنو ته خپل تاریخی آثار او شخصیتونه مهم ندی. آیا دغه راز سکوت د یوی متمدنی ټولنی خوی او خصلت ګڼلی شو؟ د ډېرې خواشینۍ او تعجب ځای دی چې زما ددغو غندنو سره سره چا تر اوسه ددغه لوی تقلب په مقابل کې قاطعانه دریځ ندی نیولی. 



لمړۍ برخه - د جعل تعریف

په لغوی لحاظ جعل تقلب، درواغو، له ځانه د یو شي جوړولو، یا په بل شکل تبدیلولو او اړولو، یا د یوی خبری یا ادعا جوړولو او هغه په درواغو بل چاته منسوبولو ته وایي. کله چې یو سند یا بله رسمي لیکنه د حقیقت خلاف تقلب شی او په درواغو د اصلي سند په ډول جوړه شي جعل بلل کېږی.


په ادبی اثارو کې تصرف (حذف او تزاید) لاس وهنه د هغو په تحریف او جعل دلالت کوی او انګېزه یې معمولاً تعصب وی یا جهالت یا دواړه. د نړۍ ډېر معتبر آثار هم له دغه ډول تعرض نه خوندی ندی پاته شوی. 


د بلخی مولانا مثنوي معنوي د صفوي دورې د افراطي شیعه ګانو په لاس جعلي شوه. ددې دپاره چې په مثنوي کې د حضرت عمر توصیف غښتلی و نه برېښی، افراطی شیعه ګانو به د هغو تر څنګ د حضراتو علی، حسن، حسین او نورو امامانو د ستاینې بیتونه اضافه کول چې په نتیجه کې مثنوي معنوي جعلي شوه. انګریزي مشهور مستشرق، رینلد نیکلسن کلونه کلونه زیار و ایست چې دغه جعلي بیتونه پیدا کړې، او له قدیمي نسخو سره په مقابله کې یې له مثنوي نه حذف کړی څو دغه شهکار بیرته خپل عرفاني مقام تر لاسه کړی.


اوس د صفوي پارس د افراطي شعیه ګانو تعصب او نفرت د افراطي پښتنو په برخه رسېدلی. دغو متعصبو پښتنو لیکوالو له پاړسي او عربي نه په مخالفت کې ځان د هندي ژبو لمنې ته غورځولی. دوی د واضح او روښانه پاړسي/عربي اصطلاحاتو او نومونو پر ځان هندي، اردو، یا له سانسکریټ نه اخیستل شوی مترادف کلمات په پښتو کې استعمالوي، څو له پاړسي نه متفاوت ښکاره شي. دوی د پښتو ژبې د کلماتو اریایي اصلیت په اوستایي ژبه یا له قراني عربي کې د همرنګۍ او ترادف له مخې نه پلټی، بلکه له پاړسي/عربي سره په مخالفت کې یې تعریفوی. مثلاً د «فیل» د عربي کلمې پر ځای چې په پښتو او پاړسي کې پېژندل شوی، د هندي ژبو د «هاتي» کلمه کاروی څو داسې ښکاره شي چې ددغه حیوان لپاره پښتو ژبه له پاړسي نه یوه متفاوته او ځانګړې کلمه لری. خو دلته له فیل نه هم خبره لویه ده.


دوهمه برخه - د لرغونی تاریخ میراثونه

د دغه شان له تعصب نه ډکو کوششونو په ترځ کې ځینې د خوشحال خان خټک نوم په غلطه املاً «خوشال» لیکی. مخ کې له دې چې د دغه کار لزوم او ضرورت و څېړو او د هغی ډلی استدلال ته منطقی ځوابونه وړاندې کړو، د نورو ولسونو د لرغونی تاریخی میراث ته به وګورو چې له خپل فرهنګي او ادبي میراث سره څه رنګه معامله کوی - ګڼی یو څه رنګ ورنه واخلو:


د قدیم هند د سانسکریټ د ګرامر لیکونکی پانیني چې د ګرامر پلار بلل شوی، نوم یې په دا تېرو دوه نیم زره کلونو کې په همهغه املا لیکل کېږی لکه نن چې لیکل کېږی - पाणिनि.


د یونان د تاریخ پلار هیرودت Ἡρόδοτος نوم په دوه زره څلور سوه کاله کې چا په بله املا په  غلطه توګه ندی لیکلی. 

د روم د لوی امپراتور Gaius Julius Caesar نوم، د مختلفو مشتقاتو لکه کایز، څار، قیصر سره سره، تر نن پوری په همهغه املا لیکل کېږی چې دوه زره کاله دمخه په مسکوکاتو کې حک شوی:



د انګریزي ژبې د نامتو لیکوال نوم ته په تېرو پنځه سوه کلونو کې چا یو ټکی هم تغیر ندی ورکړی او تر او سه په همهغه پنځه سوه کلنه املا William Shakespeare لیکل کېږی.


د نړۍ نور ولسونه د خپلو لرغونو ادبي میراثونو درناوی کوي، د خپلو نومیالیو شخصیتو د نومونو او آثارو د ساتنی له لاری د خپل ثقافتي میراث او فرهنګي تاریخ قدامت اثباتوی، د خپلو شاعرانو او ادیبانو درناوی کوي او آثار یې له تصرف نه خوندی ساتي، خو زمونږ نیمه پوهه او ناپوهه پښتانه د خوشحال خان خټک غوندی د تورې او قلم د اتل نوم دده له مړینې یوازې دری نیم سوه کاله وروسته تغیروي او د خپل تعصب قربانی کوي یې.


په داسی حال کې چې د خوشحال خان خټک په لاس د ده د دېوان لیکلې نسخې هم موجودې دي کومې چې د تاریخی اسنادو حیثیت لری او، د تاریخی اسنادو جعل کول نبښونکې ګناه ده.


که خبره د خوشحال خان د یو خاص چاپ شوی دېوان  وای، ډېر مشکل نه وه، خو په جهل کې دغه نفرت داسی لمن خپره کړې چې هرځای ګوری جعل د اصل ځای نیولی. د انترنت په عمده خپرونو لکه ګوګل او ویکیپیدیا کې د خوشحال خان خټک نوم غلط لیکل شوی، دبي بي سي له ویبپاڼې نه که د خوشحال خان نوم په درسته املا ولیکی، نتیجه نه ورکوی او وایې په دی نامه څوک نشته. خو که د بیسوادانو په غلطه املا یې ولیکی په غلطه املا بیشمیره «خوشالان» له عکسو سره را څرګندېږی. 




دریمه برخه - «خوشحال» په سانسکریټ او اوستا کې

ددغه کار انګېزه په غیر شعوری توګه د «خود منکر بیګانه پرست» په عقده کې د تعصب او تقلید پر بنا ولاړ دی. خو د تعصب ادعاګانی هم توجیهات لری. یو له د غو توجیهاتو نه په ټولنیزو رسنیو کې داسی مطرح شوی و «خوشحال که خوشال ولیکو؟» چې په لاندې ډول یې (په اختصار) استدلال کړی:


«ځيني څېړونکي فکر کوي چي ګواکي دا نوم د پارسي ژبي له (خوش) او عربي ژبي له (حال) څخه جوړ سوی دئ، خو دا کلمه نه ترکيبي او نه له پارسي او عربي څخه جوړه سوې ده، بلکي سنسکريټ ريښه لري چي لومړۍ بڼه يې (کوشاله) ده، وروستی حرکت يې غورځېدلی او (کوشال) پاته سوی چي د خوښ، نېکمرغه، روغ، ښه، سم، ماهر او ځيرک مانا لري. 

په ځينو هنداروپايي ژبو کي د (خ) اواز په (ک) اوړي،...

که څوک وايي چي خوشال بابا ولي خپل نوم (خوشحال) ليکلی دئ؟ زه وايم هغه وخت پارسي د دربار او عربي د ديني نصاب ژبه وه، دا دواړي ژبي په هند کي علمي او حاکمي ژبي بلل کېدې، په دې وخت کي سنسکريټ ژبه مړه سوې وه، که څه هم ليکلي اثار يې پاته وه،…. 

نو د خوشال بابا پلار به نه ملامتوو چي ولي يې پر خپل زوی د سنسکریټ ژبي نوم ايښی دئ، هغه وخت له دې نوم څخه خلکو همدا تصوردرلود، که ريښه يې سنسکريټ يا پارسي يا عربي وي مانا يې ښه ده او په نوم کي اصل جوهر مانا وي.

که رښتيا دا نوم د پارسي له (خوش) او عربي له (حال) څخه جوړ سوی وای، نو بايد د پارسي ژبي په لويه حوزه کي ډېر مروج وای،…»


دا یو منل شوی حقیقت دی چې هندي ژبې لکه سانسکریټ له اریایی ژبو یعنی اوستایئ او فُرس قدیم سره څلور-پنځه زره کاله پخوا د هندو اریایې ژبو په ډله کې سره تړلی وی. د وخت له تېرېدو سره د هغو مړو شویو ژبو ځای معاصرو ژبو په ترتیب سره لکه هندي، پښتو او پاړسي نیولی. ځینی قدیمی کلمات په ورته آوازونو په اوسنیو ژبو کې ځای لري او ځینې نور یې یا د طبیعی صوتی ابدال له مخی یا له نورو ژبو سره د مجاورت او فرهنګي/دینی ارتباطاتو له مخی متأثر شوی. په دغه دوهم صورت کې کله کله د کلماتو د آوازونو ورته والی صرف تصادفی وی نه ریښه وی. د سانسکریټ د کوشال او د معاصری پاړسي/عربي خوشحال د دوه کلمو ورته والی صرف تصادفی دی، نه ریښه وی، په لاندې دلایلو:


په سانسکریټ کې د خوشحالي لپاره معموله کلمه سوکاsukha  सुख ده. د کوشال کلمه د ویدی سرودونو د کوشالا कुशल (kuśala له کلمی نه اخیستل شوې چې معنا یې هوښیار ده یعنی «ځان د استعداد خاوند کول.» د کوشال कुशल kuśal د کلمې عمده معناګانی دا دی:

۱- د  कुशल-प्रश्न استعداد، مهارت، او تخصص خاوند

۲- روغ او कुशल-मंगल صحتمند

۳- कुशलपूर्वक خوښ، او यह थी कि بډای

۴- कुशल-मंगल है جوړ او تکړه

۵- हुआ بختور او طالعمند، خوندی ساتلی او مرفه خوشحال، نیکمرغه، متمول، او कुशल-समाचार سوکالی. 


په پورتني تعریف کې وینو چې «کوشال» په مجموع کې هسی خوشحالي ته ویل کېږی چې له اقتصادی مرفه ژوند نه حاصله شوی وی یعنی سوکالی او آرامی ته ویل کېږی. حال دا چې د «خوشحال» ترکیبی کلمه د روحاني خوشحالي معنا ورکوي. که چیرې په سانسکریټ کې د روحانی خوشحالی په دقیقتره معادله کلمه پسې وګرځو هغه به د ناندی nandi  नन्दि کلمه وی چې د روحانی حال له حاصلېدو نه د انسان نصیب کېږی چې همهغه عرفاني خوښی یعنېس خوشحالی (خوش + حال) معنا ورکوي.


که د پښتو او سانسکریټ تر مینځ د معنا په ورته والی ټینګار وکړو د ناندی کلمه د خوشحال معادله کلمه ده. خو ناندی له خوشحال سره صوتی ورته والی نلری، که د صوتی تطابق په خاطر د کوشال کلمه د خوشحال معادله و ګڼو، د معنا ورته والی په کې کمېږی او یو اصولی تناقض را مینځ ته کېږی.


اوس به دغه د معنا او آواز ورته والی په اریایي ژبو کې و څېړو. په اوستا کې د خوشحال مترادفه کلمات «خشنوتره»، «خُشنومن»، او «خُشنومند» دي. په منځنی پاړسي یا پهلوی کې یې مترادف کلمات «خوَش» «خوَاشي» او «خوشنود»دی. 


که د کلماتو ریښه وي او اصلي برخو یعنې د سانسکریټ «کوش-» او د اوستایي او پهلوي «خوش-» ته توجه وکړو، وینو چې هندي کلمه یوازې د ابدال له مخې له پښتو/پاړسي سره ورته والی لري، حال دا چې د اریایي ژبو کلمات له ابدال نه پرته پښتو/پاړسي ته ورته دی. که وغواړ د خوشحال کلمه د سانسکریټ له مترادفو کلماتو سره مرتبطه کړو، هم باید د «ک -> خ» ابدال ورباندی عملي کړو او هم د «کوشال» او «ناندی» د معناګانو د تفاوت مشکل حل کړو.


دا احتمال ډېر قوي دی چې د خوش کلمه دې له پاړسي نه پښتو ته راغلې وي، نظر دې ته چې له سانسکریټ نه پښتو ته راغلی وی، ځکه پښتو او پاړسي له تاریخي او جغرافیایي نظره نژدې اریایي ژبی دی، خو له  سانسکریټ سره هیڅ معاصر او مستقیم ارتباط نلری، مګر دا چې درې زره کاله د مخه ولاړ شو او د سانسکریټ ارتباط له فُرس قدیم او زړې اوستا سره وڅېړو او بیا له زړې اوستا نه نوې اوستا ته او وروسته بیا پښتو ته راشو. دا کار تعامل ندی ځکه د زیادترین ورته والی پر احتمال چې جغرافیایي مجاورت او د تاریخ متوازی معاصریت یې تائیدوی سترګی پټېږی  او پر ځای یې د یو نسبتاً ضعیف ارتباط د ثابتولو په غرض بی لزومه تاریخي او جغرافیایي پړاونه ووهل کېږی. د ژبپوهنې د اصولو تعامل دا دی چې د دوه کلمو تر مینځ د تاریخي ارتباط د موجودیت د اثبات لپاره باید تر ټولو زیات صوتي شباهت باندی اتکا وشی.


د آواز پېژندنی یا فونولوژی د علم له اصولو برسېره د بشرشناسی او جامعه شناسی علوم هم دغه نظر تائیدوی، ځکه پښتو له اوسنۍ پاړسي سره سکنۍ ده، نه له هندی سره. دا چې ادعا کېږی چې مونږ اریایی قوم یو، بیا د خپل اصلیت لپاره د اریایی ژبو په ځای پر هندی ژ‌بو استناد کېږي داسی ده لکه څوک چې وغواړی د خپلې مور پر ځای د میریې پر شباهت د ځان د هویت اثبات کړی.

  

څلرمه برخه - «خوشحال» د نوم په توګه:

نوم د یو شخص د ژبني، فرهنګي، او دیني/مذهبي هویت څرګندونه کوی. د مسلمانانو قاطع اکثریت د خپل اسلامي هویت په خاطر پر خپلو اولادنو اسلامي- عربي یا قسماً عربي ترکیبي نوم ږدی. که څوک په لوړ سن خپل دین اړوی، ضرورتاً خپل نوم د هغه نوی دین په دیانتي ژبه اړوی. خوشحال خان خټک په یوه مسلمانه کورنۍ کې زېږیدلی و او د اسلامي هویت له مخې یې اسلامي نوم درلود. 


دا چې د خوشحال کلمه د نوم په توګه د پارسي ژبې په لويه حوزه کې ډېره مروجه نده، درسته ادعا نده. د نوم انتخاب د ذوق او سلیقی مسأله ده او د ژبی له حوزی نه پرته د زمان او مکان له لحاظه منطقوی رنګ اخلی.


په اسلامي نړۍ کې د عربي نومونو د انتخاب رواج د تاریخ په اوږدو کې د زمانې د ذهنیت رنګ اخیستی. په دوهمه اسلامي پېړۍ کې حتا غیرعربي خلکو په عربي نومونو افتخار کاوه اوعربي نومونه یې انتخابول لکه حنظله بادغیسي او عمرو لیث صفاري. بیا د «ابو-» پیشوند عام شو لکه ابو نصر فارابي، ابو ریحان بیروني، ابوحامد ساماني، ابولمجد سنایي، ابو مسلم خراساني، او ابوالقاسم فردوسي. وروسته بیا «ابن -» پیشوند رواج شو: ابن سینا، ابن خلدون، ابن بطوطه.  دوه قرنه وروسته اکثره نومونو د «-دین» پسوند پیدا کړ لکه شمس الدین تبریزي، جلال الدین بلخي، شهاب الدین غوري، علاء الدین خلجي. 


همدغه راز د منطقی په لحاظ هم خلک حتا په یوه ژبه کې د مختلفو ترکیبونو نومونه غوره کوی. د معاصر افغانستان په ترکیبي نومونو کې د «عبد-، غلام-، یا محمد-، -محمد، -الله» وندونه مروج دی. په اوسني ایران کې اکثریت نومونه د شیعه امامانو دی لکه حسین، علی، عباس، رضا. په عربستان کی معمولاً نومونه ترکیبی نه وی، لکه فهد، فیصل، حمزه، بلال، سلمان. د هند په نیمه وچه کې نومونه همیشه ترکیبي وی ضیا الحق، مجیب الرحمن، انور الحق، ارشاد حسین… په دې ډول د نومونو انتخاب د منطقوي ذوق او سلیقې له مخې په فرهنګي/جغرافیایې ساحې او د زمانې په ذهنیت پورې اړه لری، نه د ژبې په حوزه پورې. 


د خوشحال خان معاصرینو هم ترکیبي نومونه درلودل لکه عبدالرحمن بابا، عبدالقادر خټک، او هم غیر ترکیبي نومونه لکه بایزید روښان، حمید ماشوخیل. د خوشحال خان خټک د کورنۍ د غړو په نومونو کې هم دغه دود رعایت شوی و او نومونه عربي یا عربي/ پاړسي ترکیبي یا غیر ترکیبي و لکه پلار یې شاه باز خان، ورونه یې جمال خان، جمیل بیګ، فقیر صاحب،‌ لور یې حلیمه، زامن یې بهرام، ګوهر، نصرت، سعادت، یحیی، نظام، معظم، طاهر، اشرف، او لمسی یې لکه افضل خان. د خوشحال خان پلار، د یوې مسلمانې ټولنې د بل هر پلار په توګه د زمانی د رواج مطابق په خپلو زامنو پاړسي /عربی نومونه ایښی و، نه سانسکریټ.


دا چې د خوشحال کلمه په پاړسي کې عامه نده هم درسته ادعا نده. د «خوشحال» د «خوش + حال» ترکیب د پاړسي په ادبیاتو کې ډېر معمول دی. د مولانا د منثوي معنوي او دېوان شمس څو مصراع د نمونې په توګه راوړو:


من به هر جمعیتی نالان شدم

جفت بدحالان  و خوشحالان شدم

عشق است قدح وز قدحش خوشحالم

او راست عروسی و منش طبالم

مرغان ز قفس قفس ز مرغان خالی

تو مرغ کجائی که چنین خوشحالی


پنځمه برخه - خوشحال د خپل نوم دفاع کوی

خوشحال خان خټک د ژوری اندېښنی او تبحر شاعر او د لوړ همت او پراخی جهانبینی خاوند و چې پښتو یې د قلم په قدرت کې آزاد تفکر ته را وبلله او پښتنو ته یې د توری په زور د سیاسی آزادی درس وکړ. داسی خارق العاده د توری او قلم تسلط په یوه شخص کې په نړۍ کې بیساری دی. د تأسف ځای دا دی چې حتا خپله پښتانه هم دده له ځینې رزمی اشعارو نه پرته دده له عرفانی ملغلرو، ژورو اندېښنو، عمیق تفکر، او اخلاقي نصایحو سره یې ډېره اشنایي نلري.


مطمئین یم هغه چا چې د خوشحال خان خټک د ښکلی نوم د بدلولو اقدام کړی، که دده اشعار یې په دقت لوستلی وای، ورته څرګنده شوی به وه چې په دغه کار د خوشحال خټک څومره ښکلي شاعرانه خیالونه، ظرافتونه، او لطافتونه له مینځه ځی.


خوشحال خټک نه په تعصب کې زیږېدلی و او نه په تعصب کې روزل شوی و. په همدې سبب یې په خپلو پښتو اشعارو کې له پاړسي کلماتو په پراخه پیمانه استفاده کوله او دواړو ژبو ته یې اشاره کوله: 


زه خوشحال پښتون چې په پښتو په پارسي طاق یم

لا مې په پښتو ژبه کې ژبه درغلېږي


چی خوشحال خټک یې وایي په پښتو ژبه خبرې

په پارسي ژبه به نه وي که پوهېږې سخن هسې


خوشحال خان خټک نه یوازی د پښتو د ادب پلار دی، بلکه د پاړسي ژبې شاعر هم دی او په لسګونو غزلی، رباعیات او شیر وشکر شعرونه یې په ډېر ژور تخیل او د ډېر لوړ شعري صنعت په قالب کې په پاړسي ژبه ویلی. یوه کوچنی نمونه یی دا ده:


باش تا امروز را فردا کند

عیب پیری عمر ما پیدا کند

مرگ می پوشد خدا خیرش دهد

ورنه پیری شخص را رسوا کند

بر سر ما هرچه رانَد گو بران

عقل کامل کار را بی جا کند

من همان مرغم که از شاخی به شاخ

برنشیند، برپرد، هوا کند

در میان خرقه پوشانیم ما

چون شهی کز خود لباسی وا کند

بر فراز نه فلک پرواز اوست

باش تا شهباز ما پر وا کند

آمدم خوشحال و خوشحالم هنوز

بخت باکس مرحبا اهلا کند


خوشحال خان خټک د پورتني شعر په مقطع کې په ډېر صراحت د خپل نوم په اصل او معنا شهادت ورکوی او د یو الهام په توګه له خاورو لاندی سر را پورته کوی او او دده په اشعارو کې د تصرف، تقلب، تحریف او دده په هویت باندی لوبې کولو ته په زغرده رد ځواب ورکوي.


ددغه تقلب له ډېرو ناوړه آغیزو نه یو هم دادی چې هغه اشعار چې د ځینې شاعرانو له خوا په عربي رسم الخط په نورو ژبو ویل شوی خپله مرجع له لاسه ورکوی. د مثال په توګه لاهوري علامه اقبال د «خوشحال خاں کی وصیّت» تر عنوان لاندې په اردو ژبه د بال جبریل په برخه کې د خوشحال خان خټک هسې ستاینه کړی چې د پښتو د لوی شاعر وروستنئ ارمان په کې منعکس شوی: 


«خوشحال خاں کی وصیّت»

مغل سے کسی طرح کمتر نہیں  

قهستاں کا یہ بچّۂ ارجمند

کہوں تجھ سے اے ہم نشیں دل کی بات

وه مدفن ہے خوشحال خاں کو پسند

اُڑا کرنه لا ئے جہاں بادِ کوه

مُغل شہسواروں کی گردِ سمند!


ترجمه: دا د غرونو بچی هیڅ کله تر مغلو کم ندی

ای ملګریه، یو د زړه راز به درته ووایم:

د خوشحال خان هسې قبر خوښېږی چې 

د مغلو د سپرو د آسونو ګرد ورباندې پرې نوزی.


دغه شعر چې د خوشحال خان په ښایسته نوم مزیّن شوی، نور هغه خوشال ته نه منسوب کېږی چې افراطي متعصبینو یې د نوم ریښه سانسکریټ ژبې ته زغلولی. او ددغه جعل په نتیجه کې د اقبال دغه ستاینه د پښتو د ادبی آثارو او د فرهنګي افتخاراتو له ردیف نه بهر پاته کېږی.


شپږمه برخه - د خوشحال د دېوان ژبه


د خوشحال خان خټک د دېوان تصرف او جعلي ادعا عمدتاً په یوه کلمه را څرخی. د دغې محوري کلمې په تحریف او تغیرولو هم د خوشحال خان خټک هویت تر سؤال لاندی راځی او هم یې ټول دېوان او کلیات جعلي ګڼل کېږی. دا کلمه د خوشحال خټک نوم دی.


د خوشحال ښکلی نوم په معنا کې تقدس ته تقرب کوی او د پاړسي/عربي دا ښکلی ترکیب «خوش + حال»  هغه روحاني حال دی چې یوازی د عارفانو نصیب کېږی. د خیال په دنیا کې هم یوازی د خوشحال غوندی د یو شاعر لپاره مناسبترین اسم با مسمی دی. خوشحال خان خټک د خپل نوم په اصل او عرفانی معنا تر هرچا ښه پوهېده، ځکه یې د نورو شاعرانو په ډول له شعری لقب یا کنیه نوم نه کار نه اخیست، بلکه ځان یې هسی یوازی خوشحال باله، ځکه دا نوم په خپله لفظي او معنایي ښایست لری. په همدی سبب خوشحال د خوشحال له کلمې سره په بدیعی صنعتونو کې ادبي لوبې کړی.


که د «خوشحال» د کلمې بیلابیل نحوي او بدیعي استعمال په نظر کې و نیسو، هرځل چې د خوشحال مانوسه ترکیبي کلمه په یوه غلطه املا د «خوشال» په ډول لیکل کېږی، له لغوي معنا او تعبیر نه پرته د خوشحال خان خټک د شعري لطافت، د تخیل رمز، او د ادب ظرافت ټول متأثر کېږی. په شعر کې دغه شان لاس وهنه د شاعر شعري استعداد ته ډېر تاوان رسوی. په همدی سبب په صراحت ویلای شو چې د خوشحال خان خټک په اشعارو کې دده د نوم د املا تغیرول د پیغام مفهوم مبهم کوي او د تعبیر وجهه محدودي.


په لاندی پنځو برخوکې خوشحال خان خټک خپل نوم هم د کلام د مختلفو اقسامو په توګهله خپل نوم «خوشحال» سره په کلماتو لوبې کړی او هم یې د بدیعي اسلوب، شعري صنعت، او ادبي فنونو په لحاظ خپل شعر ته ځانګړی څېره وړکړی چې په هغو کې یې څه نه څه دغه لاندی شعری صنعتونه کارولی: مراعات النظیر، تجنیس، مطابقه، تضاد،، تشبه، کنایه، حسن تعلیل، ایهام، استفهام، تجاهل العارف، تکریر، خطاب النفس، او تجرید.


۱- له نحوي نظره «خوشحال» هم اسم دی، هم صفت دی او هم فعل او خوشحال خان خټک خپل نوم په اشعارو کې په درېواړه شکله استعمال کړی. نو که املایي شکل یې تغیر خوری، حتماً اصلي معنا هم یا تغیر خوردی یا له مینځه ځی.


که د «خوشحال، خوشحالي، خوشحالېدل» ترکیبی کلمات چې په نحوي لحاظ د اسم، صفت، او فعل په ټوګه په یوه مصراع کې استعمالېږی، نو یوه کلمه و بلې ته د معنا په تائید، تصریح، یا تاکید کی ضریب ورکوی او معنا د ترادفی ارتباط له نظره غښتلی او روښانه کوی. که د جعلی دېوان په متن کې دغه مصراع په غلطه داسی ولیکل شي «زه خوشال په لېونتوب کې خوشالي کړم»، اصلي معنا یې ځکه له مینځه ځي چې په پښتو کې د«خوشالي کولو» فعل نشته، مګر دا چې د پاړسي/عربي عاریتی کلمه وی چې هغه د درستی املا ایجاب کوی.


له خوږو شونډو یې سرې شکرې اوري

که طوطي د شکر بار یمه په ځای یم

زه خوشحال په لېونتوب کې خوشحالي کړم

لېونی د پریوار یمه په ځای یم


په وعده یې زړه خوشحال مه کړه خوشحاله!

د وفا طمع څوک نه کا له حبابه


که زر خونونه کاندي، زړه یې نه شي لاندې باندې

لا نور ورپسې غواړي خوشحالېږی څو چې مرینه


چې په دا جهان پر نوم دما خوشحال کړ

همیشه په خوشحالیه کې اختر کړم


که همه خلک یې سر شي په غندنه

بېچاره خوشحال په خپل هنر خوشحال دی


که باغونه که راغونه که څه نور څه

چې دې زړه په کې خوشحال شو هغه ځای دی


له دوه سترګو خبر واخله چې مې وژنی

نور به څه پوښتې زما د زړه له حاله

که شیرین آشنا وفا در سره نه کا

په جفایې هم خوشحال اوسه خوشحاله!


زه خوشحال چې اشنا ووینم خوشحال شم

لکه ګل چې تازه شوی په اوبه وي


اوس خوشحال او سه خوشحاله!

د فلک کوې څه شمارې


زه خوشحال خټک د عشق په کار هومره خوشحال یم

څو سلطان غره په خپله پادشاهۍ او سلطانۍ


تل مو زړه په دا خوشحال دی

چې خپل زړه سره پیوست یو 


۲- د خوشحال معادل او مترادف کلمات

په لاندی مثالونو کې د خوشحال کلمه د پاړسي له نورو مترادفو کلماتو سره د تاکید او اصرار په مقصد استعمال شوی او ثابتوي‌ چې د خوشحال مقصد خوشحال یعنی خورسند، خرم، او خوش + حال دی، نه خوشال:


اوس په هر توکي خوشحال خورسند خرم یم

په خپل قدر، په قیمت و پوهېدلم


د خوشحال خټک دې ستا په سر سوګند وي

که یې بې له تا په نور څه زړه خورسند دی


قام مې جوړ و ږغ ته ناست دی

خوښ، خوشحال په دا سامان دي


په هغو یې د جهان ښادي پېرزو ده

چې په غم کې د خوشحال سره په خروش دي



۳- «خوشحالي» او «غم» په مقابله او تضاد کې

عارفان د اضدادو په واقعیت کې د حق پالنه کوي او عارف مشربه شاعران دغه اضداد په شعري ظرافت کې ترسیموي. په لاندی اشعارو کې خوشحال خپل نوم د صفت په توګه د بدیع په مقابله او تضاد کې له «غم» سره په شاعرانه نازک خیالۍ کې استعمالوي. خوشحال دغه کار یو یا دوه ځله ندی کړی چې تصادف یې وګڼو، بلکه له لسهاو مثالو نه څو نمونې راوړو څو ثابت کړو چې د خوشحال په نوم کې د حال له وجود نه انکار نشو کولای او  له دغه ترکیبی حال نه پرته «کوشال/خوشال» نه د خوشحال په نوم کې ځای لری او نه د خوشحال په شعر کې:


که ژوندون تر هرڅه خوږ دی په جهان کې

اوس بې یاره په ما تریخ شو زه یې څه کړم

هغه یار چې چېرته دی خوشحال دې اوسي

دی دې خپله خوشحالي کا، غم به زه کړم


خوشحال تل په غم کې ښه دی

غم دې نه ځي له غمجنه


غر به هم لکه ویښته هسې نری کا

که غمونه د خوشحال کښېږدې په کوه


د یار غم دې د خوشحال له دله نه ځي

د فاني دنیا خوښي کله لاړه، لاړه


خوښ اوسه خوشحاله! د خپل یار په درد و غم کې

درد د یار د مینې لا بهتر دی تر درمان


د عشق غم له خلقه پټ لره خوشحاله

څه یې پټ کړم چې جهان ځنې خبر دی

 

په ښادۍ سره شریک دي اولسونه

غم یوازې د خوشحال خټک د ځان دی


غم مې هیڅ نشته خوشحال یم

که خپل بخت راسره سم دی


عالم عالم غمونه چې خوشحال ویني له خپلو

غم خور یې که پیدا شي خپل، پردي ته به شمارېږي


که یې ستا د وروځو خال په نظر کښېووت

د خوشحال شي نور له غمه وېزاري 


بی د باده بل څوک نشته

د خوشحال سره غمخوري


ته چې ډېرې اشناییې کړې خوشحاله!

په هر لوري دې د غم اجارې وکړې


چې دې سر تر پایه درست په غم کې لېوکړم

راته وایې اوس خوشحال اوسه څه غم کړې


مګر لږ دي د خوشحال د زړه غمونه

باندې نور ټندډوروې، خود به پو هېږې


نور څوک هم شته دي ای غمه!

که یوازې د خوشحال شوې


په خوشحال دې غم نازل کړ

چې اغیار سره کنار یې


همیشه په زړه خوشحال اوسه غم مه کړه

په اخلاص چې و دانا وته تسلیم یې


زړه یې هسې د هجران غمونو موړ کړ

د خوشحال تر ستوني نه درومي نمړۍ


۴- «خاطر» د «خوشحال» له «حال» سره په ترادف کې

په عرفان کې حال او خاطر په زماني تسلسل کې سره پېیل شوي، نو ځکه په شاعرانه تخیل کې حال او خاطر مترادف ګڼل کېږی. خوشحال خټک کله چې غواړي خپل کلام د حال په مفهوم رنګین کړي خو د شعر د ښایست په سبب یې کلمه تکرار نکړی، نو د حال پر ځای د خاطر کلمه له خوشحال سره جوخته کاروي. دغه نازک خیالي یوازی ددغه متبحر شاعر په نوم کې تجلي پیدا کوی. دا هم د هغو شعرونو نمونې چې د استعارو په لطافت کې خاطر د حال تجانس سینګاروي او شاعر خپل خوشحالتوب ثابتوي:


چې په ځای یې ناقابل زویه خاني کا

د خوشحال خاطر په دا پاره، پاره دی


د خوشحال خاطر په مثل کاروان سرای دی

اندېښنې پرې کاروانونه ملي، لېږدی


راشه! ګوره د خوشحال د خاطر وینې

په بیاض باندې چې هر حرف د کلام ږدي 


د خوشحال خاطر یې هسې ځنې یوړو تورو سترګو

لکه صید د شاهینو تر مښوکو، تر منګول شي 


په تلوار، په اضطراب چې صبر نه کا

د خوشحال خاطر سیماب شو سره ښوري


د خوشحال خاطر سوخته دی، ستا په جور آموخته دی

درد و غم یې اندوخته دی، هم دا درد یې بې درمان شي


نه په باغ وي نه په راغ نه په بل لوري

د خوشحال خاطر چې یار هورې هورې وي


د خوشحال خاطر په مثل سجنجل شو

واړه ته د خپل جمال نښې پکې ږدې


ویړیا دې د خوشحال خټک خاطر په لاسو کښېوت

په قدر یې خبر شه چېرې نه په لږ یې پلورې


۵- د «خوشحال» حال د معنا په لحاظ

په لاندی اشعارو کې خوشحال خان خټک د خپل نوم له معنا او ترکیب نه استفاده کوی او د «خوشحال» تر څنګ د «حال» کلمه په تجنیس او ترادف کې کاروی چې په عین زمان کې یې تکرار احسن هم ګنلای شو. که په دغو شعرونو کې دده نوم خوشال ولیکل شی پر معنا برسېره یې هم حال له مینځه ځي او هم حال.


خبردار ورباندې روغ، لېونی نه دی

په خوشحال کې چې پراته دي دا حالونه


که خبر له حاله نه وای څه به ښه و

و خوشحال ته غم دا خپله آګاهي شوه


زه خوشحال به چاته څه وایم له حاله

د زړه حال د مخ په رنګ پورې پیدا دی


په خوشحال به یې بد نه وی

که یې څوک په حال آګاه وای


د خوشحال خټک د حال پوښتنه څه کړې

د وښو (اوښکو) په اور یې ننه زړه کباب دی


مګر هیڅ یې د زړه حال ورښکاره نه دی

چې لیده یې د خوشحال سره ډېر ډېر وي


په خوشحال به عیب نه کا

چې په حال یې خبردار دي


د خوشحال د خوشحالیې وخت همدا دی

چې رباب، سرینده جوړ سره غږېږي


د خوشحال خټک له حاله خبردار شوای

چې په زړه به یې د عشق داغونه څو وي


ستا په ډېر ماڼې به حال د خوشحال څه شی؟

چې په لږ مانې یې ډېر په اندېښنو کړې


آلوده لړلی درغی در ګاه ته

هیڅ مې نه زده چې به حال د خوشحال څه کړې


خوشحال وته دې ووی چې بې ما به ژوندی پایې

په څو به ژوندی پایم ته مې خود په حال خبر یې


ما خوشحال څخه به ذات دورنګي نشته

دزړه حال مې در معلوم دی ویوې مې


نور به څه وایې خوشحاله! له دې حاله له احواله

هم دا هومره ویل بس دي که پوهېږې نکته دان یې


د خوشحال په حال به چېرې ترحم کړې

مستې ته چې زړه سنګین هسې لرې


دغه اشعار په کامله توګه د خوشحال د نوم د سانسکریټ د اصلیت ادعا ردوي، ځکه مونږ په پښتو کې له سانسکریټ کلماتو کار نه اخلو، خو له پاړسي کلماتو نه په تېره بیا په شعر کې ډېر کار اخلو. برسېره پر دې، دغه پاړسي/عربي کلمات اکثراً عرفاني اصطلاحات دی چې شاعران یې په لوړه پیمانه استعمالوی. د خوشحال خان خټک عرفاني اشعارو ته لږ توجه شوی، خو ژور عرفانی افکار یې په اشعارو کې سته.


اومه برخه - پایله

ما د «پښتانه څنګه خپله پښتو پردۍ کوي» مضمون کې په مفصله توګه لیکلي چې د خوشحال نوم د کتاب په متن او دده په مثنویانو، غزلو، بوللو، او قصیدو کې په قصدي او عمدي توګه په غلطه املا «نا سم» لیکل شوی. دا کار نه یوازی د یو لوی شاعر په اشعارو کې تحریف او بی ځایه تصرف دی، بلکه د پښتو د ادب پلار ته د سپکو سپورو سپکاوی دی. 


ددغه تصرف زیان داسی خلاصه شو چې د «خوشال» په غلطه املا د «خوشحال» د نوم لیکنه یوه لویه اشتباه ده چې د دغه لوی ادبي اثر په جعل دلالت کوي او به ادبي او تاریخي لحاظ دغه لاندی خنډونه را مینځ ته کوي: 

۱-  په ټولو زړو تاریخي نسخو کې د پښتو د ادب د پلار نوم خوشحال خان خټک لیکل شوی. که دغه نوم په غلطه املا «خوشال» ولیکل شي، دده اشعار او دېوان بل چا ته منسوب کېږی.‌ 

۲- هغو لیکوالو او شاعرانو چې په نورو ژبو کې د عربی په رسم الخط د خوشحال توصیف کړی، د هغو د ستاینو ریښتنی مرجع له مینځه ځی.

۳- د هغو بدیعي صنعتونو او شعري ظرافتونو له مخې چې د «خوشحال» پاړسي/عربي ترکیب د اسم، صفت، یا فعل په ډول د خوشحال خان د اشعارو په متن یا مقطع کې استعمالېږی، د املا تغیر ورکول نه یوازی د شعر معنا له مینځه وړی، بلکه د شاعر استعداد، خلاقیت، تخیل، او ځانګړیتوب هم په کې متأثر کېږی او شعر خپل کیفیت له لاسه ورکوی.


دغو خساراتو ته کتنه دا سؤال را مینځ ته کوي چې څنګه څوک جرأت کوي چې په پوره سپین سترګتوب د خوشحال نوم «تصحیح» کړی؟؟؟ ګڼی خوشحال خان خټک داسی بیسواد و چې نه یې خپل نوم درست لیکلی شو او نه د خپل نوم په اصل او معنا پوهېده؟ تر ټولو لویه ګناه داده چې د خوشحال خان خټک د خپل لاس لیکلې نسخه هم موجوده ده او بیا هم دوی په حقیقت کې له هغه سره په مقابله کې په خپله بیسوادي تظاهر کوي.


خوشحال خټک دغه راز بې مسؤلیته لیکوالو ته چې عمداً یې د پښتو ژبې دغه ادبي شهکار ته سپکاوی کړی، خپله ځواب ورکړی:


په نادان باندې هم رحم شته خوشحاله!

معذرت د نادانانو، ناداني ده


په دې لیکنه کې د مخالف جهت توجیهات له علمي، تاریخي، او ژبني استناد له مخی رد شول او په علمي لحاظ د ژبې د ادب او فرهنګ له مخې دلایل ارایه شول چې د خوشحال له نوم سره باید لوبې و نه شی. بلاخره د بدیع علم په اساس د خوشحال خان خټک د اشعارو له مخې د دغه تصرف او تحریف زیانمن عواقب څرګند شول. د خوشحال خان خټک د شعر په خپله ژبه دلایل نه یوازې دده د شهادت حیثیت پیدا کوی، بلکه دده د مهر او أمضا ارزښت هم لري:


د خوشحال په ویل غوږ او فکر بویه

چې موندنه د خبریې په أمضا ده



له پښتنو ادبپالو، پوهانو، او لیکوالو نه هیله ده چې خپل تاریخي رسالت پر ځای کړی او ددغه راز په خپل سر لاس وهنو د زیان او تاوان مخه ونیسی. که نه، نو ددغه دېوان د جعلي کېدلو په نتیجه کې به یو یا دوه نسله ورورسته پښتانه د اصلي او جعلي آثارو په ګدودي کې ریښتیانی خوشحال خان و نه پېژنی؟ په تېره بیا که ددغو لاس وهنو لړۍ د پټې خزانې او د رحمن بابا د دېوان د مغرضانه یرغلونو خواته لار پیدا کړي. 


خوشحال خان خټک د مغلو په مقابل کې په خپل قوم فخر کاوه او ویل به یې «چې خان یم په یاران یم» خو دده قوم نه یوازی دده د ژوند په آخر کې جفا ورسره وکړه، بلکه تر مرګه وروسته هم ځینی پښتنو دده سپکاوي ته بډې وهلی. هسې قوم چې دده پر هویت او ادبي میراث کې بیشرمانه تصرف او لاس وهنه کوي. خوشحال خټک له قبر نه په پښتنو غږ کوی: آیا د پښتنو مینځ کې داسی څوک شته چې ځانونه زما خوشحال «یاران» وبولی او زما شعر، هویت، نوم، او آرمان له تصرف او لاس وهنې نه وژغوري؟