د نړۍ تر ټولو اسلامی هیواد څه نومېږی؟

د ډاکتر زمان ستانیزی لیکنه

په کلیفورنیا کې د پاسِفیکا د لوړو تحصیلاتو د پوهنتون د الهیاتو او عرفان استاد


د «اسلام» کلمې ته هرڅوک د خپلی پوهې او ذهنیت مطابق معنا، مفهوم، او رنګ ورکوی. چا ته شعار او چا ته هویت دی، ځینو ته دین او ځینو ته دولت، یو ته سیاست او بل ته تجارت دی، یو ته د ستم بهانه، بل ته د حاکمیت وسیله ده، یو ته د ولسواکی لاره، بل ته د استبداد څپېړه ده، او په نهایت کې ځینوته د طبیعت په ښایستونو کې ځان ورکول.  په نننې عصر او زمان کې تر هری بلی کلمې له اسلام نه هر راز وړه او ناوړه استفادې کېږی. 


په قران کې «اسلام» د خدای وحدانیت ته د تسلیمېدلو لار ګڼل سوی - وَرَضِيتُ لَكُمُ ٱلْإِسْلَـٰمَ دِينًا. خو په نن زمانه کې تنظیم سوی اعتقادی دکتورین یا مذهب ته اسلام وایی چې له انحصاری دین نه یې فرق نه کېږی.‌


قران وایی «دغه لار مې د تسلیم له لاری د خدای وحدانیت ته د رسېدلو په منظور د تاسو لپاره غوره کړه.» اسلام د خدای دین ندی، خدای ته د رسېدلو لپاره د انسانیت دین دی. خو خلک د اسلام او ایمان په توپیر سرتګی پټوی او د شهادتین دوه کلمی  یعنی «لَا إِلَٰهَ إِلَّا ٱللَّٰهُ» او «مُحَمَّدًا رَسُولُ ٱللَّٰهِ» په معنا او مفهوم کې سره غبرګی کړی چې هم مسلمان او مومن مترادف کړی او هم د خدای پېژندنه په دینی انحصار کې محدوده وساتی. خدای هومره کوچنئ ندی چې یوازی د یوه دین په رڼا کې یا د یوې فلسفی په استدلال کې وپېژندل سی.


دغه تفکیک په قران او میثاق مدینه کې رعایت سوی، خو د تاریخ په اوږدو کې عمداً یا سهواً په مترادفه او معادله توګه استعمال سوی چې یو مصطلح غلط یې ګڼلی سو.


د دغه استدلال او استناد په رڼا کې له هویت، او شعار او عباداتو آخوا اسلام په یوه کلمه کې تعریفولی سو- اخلاق. هغه اخلاق چې د محمد (ص) په رسالت کې منعکس سوی - إنما بعثت لأتمم مكارم الأخلاق. د انسان ښه کړه وړه، ښه سلوک، ښه خُلق، او ښېګڼو ته اسلام ویل کېږی.


د طالبانو د امارت په شمول د نړۍ ۵۶ هیوادونه د اسلام له نامه نه د سیاسی هویت په توګه استفاده کوی او د دغه مصطلح غلط د تعمیم ذهنیت لا نور هم پیاوړی کوی. مسلمانان په دغه دول نمایشی هویت ډېر نازېږی. بده به نه وی چی د عمل په میدان کې اسلام په داسی ترازو کې وتلو چې نه له نرخه وتلی یو او نه له بازاره. 


د قران او سنت د اخلاقی/اسلامی معیارونو په اساس د دقیقو تحقیقاتی اصولو له مخې د نړۍ هیوادونه د قضاوت په تله کې وڅېړل سول څو د نړۍ تر ټولو اسلامی هیواد و پېژندل سی او ښه اخلاق یې د نورو لپاره سرمشق سی.


په ۲۰۱۰ کال کې د امریکا د جورج واشنګټن پوهنتون دوه ساینس پوهانو شهرزاد رحمن او حسین عسکري د یوی علمي څېړنې له مخې د بیلابیلو هیوادونو د اسلامیت سطحه معلومه کړی. دوی غوښتل چې د ادعا او شعار له مخی نه، بلکه د عمل په ساحه کې د دغو ټولنو د اسلامی اخلاقو د رعایت سطحه پیدا او درجه بندی کړی. د دې کار لپاره یې هسی پوښتنپاڼې جوړې کړلې چې په هغو کې د قرانی احکامو او محمدی سننو له مخې اسلامي اقتصاد، ولسواکی، په دولت کې د اتباعو ونډه، په حکومتداری کې د قانون حاکمیت، د خلکو د مدني او بشري حقونو پالنه، سوله، امنیت او د نورو منل شویو ارزښتونو رعایت کول تخمین کړی. څو وګوری چې آیا خلک یوازی د شعار له مخی ځان ته مسلمانان وایی، او که په عمل کې د ښو اعمالو د عُرف (معروف) پیروی کوی او د ناوړه کارونو(منکراتو) نه ځان لری ساتی - وَأْمُرْ بِٱلْمَعْرُوفِ وَٱنْهَ عَنِ ٱلْمُنكَرِ.


دغو ساينس پوهانو پرته له دې چې د خپلو پوښتنو د قران او سنت منبع څرګنده کړي، خپلی پوښتنپاڼې یې د قرآني احکامو او ارشاداتو او محمدی سننو او لارښوونو په اساس جوړی کړې او د نړۍ زرګونو خلکو ته یې د "اسلامي" ارزښتونه د اندازه کولو په غرض ورواستولی. 


د څېړنې په پای کې د نړۍ د ۲۰۸ هېوادونو په مینځ کې نوی زیلاند لومړی مقام تر لاسه کړ چې د خلکو ورځنی کاراو کړه یې له قرانی احکامو او محمدی سننو سره تر بلی هری ټولنی ډېر مطابقت درلود. ورپسې په ترتیب سره لوګزامبورګ، ایرلنډ، ایسلنډ، فنلنډ او ډنمارک د لوړو اسلامی ارزښتنو د درلودلو مقامونه تر لاسه کړل. مالیزیا د اسلامي هویت درلودونکی لمړنی هیواد و چې اته دېرشم مقام یې حاصل کړ او زموږ د سیمې په نامه «اسلامي» هیوادونه د اخلاقی فساد او ناوړه ټولنیز سلوک له مخې د ډېرو هیوادونو په نسبت غیراسلامي کړه وړه درلودل.  د پاکستان اسلامی جمهوریت د ۲۰۸ هیوادو په مینځ کې ۱۴۷م مقام، د اوسنئ ایران اسلامی جمهوریت ۱۶۳م مقام، او زمونږ ګران هیواد د افغانستان اسلامی جمهوریت ۱۶۹م مقام تر لاسه کړ. 


وینو چې د سیاسی اسلام د هویت مدعی نظامونه تر نورو ډېرو هیوادنو غیراسلامی اعمال لری. که زمونږ د «مسلمانې» ټولنی نور خصلتونه لکه د «هلکانو» ساتل، ښځې په کور کې بندی ساتل او د هغو له تعلیم، تحصیل، او کار نه منع کول، له نابالغه کوچنیانو سره واده کول، په بې رحمی د حیواناتو او مرغانو جنګول...  په دغو پوښتنپاڼو کې شامل وی، د طالبانو اسلامی امارت به هرومرو د لست په آخر کې واقع سوی و.


د نوي زیلاند ولس د یو لوړ تمدن په توګه د خپل هېواد ټول خلک په خلاصه ټنده منلی او د ناقلینو مهاجرو او بومی خلکو تر مینځ چې ماوری بلل کېږی د یو سوله ایز ګډ، هوسا، او سوکاله ژوند لاره غوره کړی.


مهاجرین او بومی خلک یو د بل ژبه زده کوی، د هیواد په تعلیم، مطبوعاتو، تجارت، او ورځنی ژوند کې د ماوریانو ژبه د اروپایانو د ژبی ترڅنګ تدریس او تشویق کېږی. همدغه راز د کلتور، هنر، ادب، تاریخ... په برخه کې کوشش کېږی چې خپرونې، نشرات، او لیکنی د دواړو ولسونو له رسم او رواج نه رنګ واخلی. 


د نوی زیلاند د ټولنیز امن و آرامی او د جرایمو د ټیتې سطحې په سبب دغه هیواد په نړۍ کې لومړي مقام ګټلی. خلک د سیاسی شعارونو پر ځای د یو پرمخ تللی اقتصاد په لار کې هڅه کوي او ډېر بریالي هم دي. د جورج واشنګټن پوهنتون د څېړنو د پایلو له مخې نوی زیلاند د اعمالو له مخې د نړۍ تر ټولو مسلمان هېواد ګڼل سوی دی.


د په نامه اسلامی ټولنو په ورځنې ژوند کې خلک د اسلام په هویت اعتراف کوی، خو په ماهیت یې سترګې پټوی. د ظالم ظلم ته پر رڼو سترګو ګوری او په بی تفاوتی کی په خپله مسلمانی شکر باسی. پر بل باندی تېری او تادا وینی بیا وایی «خدایه! ته رحم پری وکړی.» مګر د ظالم تېری او تادا او د مظلوم بی وسی او بی کسی په انتها کې د یو مطلق خدای له قدرت او ارادی نه سرچینه نه اخلی؟ 


آیا دغه مسلمانان د دوعا په معنا پوهېږی؟ دوعا خدای ته د یو کار د کولو فرمایش ندی. دوعا هغه ته وایی چې څوک د یو ښه کار کولو ته اقدام وکړی او خدای خپلې مرستې ته دعوت کړی. یعنی کله چې انسان حرکت وکړی او له خدای نه د برکت تمه وکړی. خدای انسانانو ته عقل، پوهه، درایت، لاس او پښې ورکړی څو حق او باطل تفکیک کړی او د خپل عقلانی او جسمانی توان له مخې د ښه کار د کولو په نیت کې د خدای د برکت تمه وکړی، او د نعمتونو شکرانه یې ادا کړی.


په نامه اسلامی ولسونه له پېړیو را هیسی د غفلت په خوب ویده پاته دی او له ریایی او نمایشی عباداتو نه پرته یی بل هیڅ کار ندی کړی. اوس چې د نړۍ د تمدن له کاروان نه پړاونه وروسته پاته دی، هک پک پاته دی چې د لوېدیزی نړۍ له عصری علم او تکنالوژی د تکفیر له لاری مقابله وکړی او که د لمونځونو او دوعاګانو له لاری.


دی ته یې عقل نه رسېږی چې د اسلامی تمدن له علومو لکه حکمت، فلسفی، کلام، عرفان، نجوم، طب، ریاضی، الجبر، کیمیا، هندسی… له برکته نور ولسونه آسمانو ته وختل، خو دوی لګیا دی دینی مدرسې پرانیزی څو ځوانان له شیخ الحدیثانو نه د اودس کولو احادیث زده کړی. آیا څورلس سوه کاله د اوداسه د زده کولو لپاره کافی نه و؟


دغه تش په نامه مسلمانان د تفکر، تفحص، تحقیق، تدبُر لپاره د کشف، اختراع، او ابتکار پر مخ دروازی تړی کوشش کوی چې کوچنیان په مدرسو کې د نقلانی زده کړو لپاره د سر ښورول زده کړی، خو د عقلانی زده کړو لپاره د ماغزو د تحرک فرصت ونلری.


دغه نمایشی مسلمانانو منافقت په دې کې څرګند دی چې آذان په چینایی رادیو کې اوری، مسجد ته په جاپانی موټر کې ځی، قبله په امریکایی تیلفون پیدا کوی، حج ته په اروپایی طیاره کې الوزی… خو خپله مسلمانی په عاطله او باطله ناسته کې تعریفوی.


نړیواله ټولنه د ترقی او پرمختګ پر لور مخ ته روانه ده، خو د دغو مسلمانانو سترګې په څټ کې دی او د اساطیرالاولین او جاهلیت په لور شا ته روان دی. 

له پرون سره پخلا او سبا سره په جنګ دی. له ځانه بیخبر د خدای پېژندنی ادعا کوی. انسانیت په بیګانه توب کې پالی او ایمان د عادت په تکرار کی.


دلته د دینګرایی په غضبناکه نمایشمامه کې خدای پر نارینه مهربان دی پر ښځینه په قهر. ښځه شرعاً کنیزه ده او عُرفاً متاع ده. سنګسار ښځې ته حلال دی، خو نارینه ته حرام دی. تعلیم نارینه ته حلال دی، ښخی ته حرام دی. ساز، خوشحالی، سندی، تماشه او فرحت ټولو ته حرام دی. دلته هویت د تظاهر په اوبو کې لمبوی، لمانځه ته د ریا غسل کوی، ذهن د زهد په زهرو مینځی، او د اعتیاد پر مصلا په لمانځه ولاړ وی. دلته په غمونو کې د زبېښل سوی ژوند کړاونه په تدبیر نه سنجول کېږی، په دوعا یې حل کوی. لاسونه پورته کړی او آمین ووایاست.