د پښتنو او کوردانو ورته سرنوشت د تاریخ په اوږدو کی

ډ‌اکتر زمان ستانیزی 

کوردانو د خپل څو زره کلن تاریخ په اوږدو کی له یوی خوا د صلاح‌الدین ایوبی په شان زړور نومیالیان اسلامی تمدن ته وړاندی کړی، له بلی خوا یی سترو تصوفی طریقو په سبب د معرفت لاره روښانه کړی چی د هغو له مخی کوردی ثقافت او فرهنګ د اسلامی تمدن په وده کی د پام وړ ونډه اخیستی. له بلی خوا د کوردانو هویت همیشه د پارسی، ترکی، او عربی مجاورو اولسونو له تاثیر، تبعیض، تهدید او حتی تحقیر او سپکاوی لاندی لاس او پښی وهلی.

د کوردانو تاریخ د غم د قلم په رنګ لیکل شوی. څه ناڅه په تېرو څو پېړیو کی کوردان د دوه رقیبو ترکی نژاده دولتونو تر مینځ څو څو ځلی ځپل شوی او ربړول شوی دی. د مشترکی سنی په ۱۵۳۴ او ۱۵۳۵ کلونو کی چی صفوی شاه تهماسپ له عثمانیانو نه د جګړی په ډګر کی ماته وخوړه، نو د کوردانو په کلیو او بانډو یی اوربل کړ او په زرګونه کوردان یی په عامو قتلونو کی له تیغه وایستل. له ۱۵ زره تر ۴۰ زره بی کوره شوی کوردان یی له خپل غرنی ټاتوبی نه سلګونه کیلومتره لری آزربایجان ته ولېږدول چی وروسته بیا د هغو یو زیات شمیر د صفوی شاه عباس په امر د مشهد په شمال کی دایمی استونګی ته مجبور شول.

په ۱۶۰۹ او ۱۶۱۰ کلونو کی اورمیه جهیل ته څېرمه امیرخان لیپزرین د دیم دیم غره پر سر مستحکمه کلا جوړه کړه خو لمړی شاه عباس د حاتم بیګ په مشری لښکر ور واستاوه او له نهو میاشتو جګړو وروسته یی بلاخره کلا ونړوله او په حصار او شاوخوا ښارګوټو کی یی د کوردانو لوی عام قتل پیل کړ چی د کوردی اسکندر بیګ منشی په ستاینو او په عالم آرای عباسی کی یی بیشمیره غملړلی حکایتونه بیان شوی.

داسی برېښی چی د ترکیی د اوسنی رژیم هدف هم دغو تاریخی ترخو واقعیتونو ته ورته وی چی غواړی د سوریی د شمال کوردان د ترکیی له سرحد نه لری جنوب ته ولېږدوی او ځمکی او کورونه یی هغو سوریایی عربو ته ورکړی چی اوس په ترکیه کی کډوال دی. ترکیه غواړی په دی ډول د ترکیی او سوریی د کوردانو تر مینځ فاصله ایجاد کړی.

په معاصر منځنی ختیځ کی کوردان په پنځو مختلفو هیوادونو یعنی ترکیی، اوسنی ایران، عراق، سوریی او آزربایجان کی د نژادی او ژبنی اقلیت په توګه تیت او پرک ژوند کوی او له ۳۵ تر ۴۰ میلیونه نفوس سره سره په مینځنی ختیز کی یوازینی اولس دی چی د یو ځانګړی هیواد له تشکیلېدو نه محروم ساتل شوی.

د اروپایی لمړی نړیوالی جګړی په پای کی کله چی استعماری قوتونو وغوښتل د عثمانی امپراتوری مستملکات د نژادی هویتونو پر بنا د مصنوعی جغرافیایی پولو په محدوده کی د مستقلو هیوادونو په نامه په خپلو مینځو کی سره وویشی، نو د خپل مینځی رقابت په خاطر یی د خپل نظارت په ساحو کی د کوردستان په نامه دری دولتونه جوړ کړل.

۱- د ۱۹۲۰ کال د سیورز Treaty of Sevres د معاهدی له مخی د ترکیی د نوی جمهوریت په جنوب ختیز کی یو نیمه مستقل کوردستان وپېژندل شو، خو په ۱۹۲۳ کال کی د لوزان Treaty of Lausanne دمعاهدی له مخی د ترکیی حکومت له خپل پخوانی تعهد نه سر وغړاوه او ددغه کوردستان پولی یی ړنګی کړی.

۲- د آذربایجان په لوېدیز کی د نګورنو قرباغ او ارمنستان تر مینځ ساحه کی د روسانو تر نظارت لاندی په ۱۹۲۳ کال کی دوهم کوردستان یا «سور کوردستان» جوړ شو چی د نګورنو قرباغ د سیاسی کړکیچ په سبب په ۱۹۲۹ کال کی له آزربایجان سره منحل شو.

۳- له جګړی وروسته د انګریزانو د نظارت په ساحه کی د عراق شمال ته دریم کوردستان جوړ شو. خو کله چی په ۱۹۲۷ کی د کوردستان د کیرکوک په منطقه کی نفت کشف شول، انګریزانو غوښتل دغه نفت خیزه دریم کوردستان د پارس خلیج سره متصل په خپله استعماری قبضه کی وساتی څو د نفتو په صادرولو کی د یو په وچه محاط کوردستان قلمرو جنجال ورته پېښ نکړی. نو ځکه یی دغه دریم کوردستان په عراق ورګډ کړ.

په دی توګه د کوردستان په نامه مستقل دولتونه یو په بل پسی له مینځه ویوړل شول او د کوردانو سیاسی هویت، نژاد، ژبه، او فرهنګ هسی له متداوم تهدید لاندی پاته شول.

د اتاترک په نوی عُرفی (سکولار) ترکی جمهوریت کی د کوردانو پر اریایی نژاد باندی د «غرنیو ترکانو» کاذب هویت تحمیل شو. په اوسنی ایران کی د کوردانو ژبنی هویت او اولسی دود او دستور د فارسی ژبی له فرهنګی استعمار لاندی ځپل کېږی. په عراق کی د کوردانو «غیرعربی توب» د صدام حسین په ژبه «انفال» یا غنیمت وبلل شول چی د کوردانو شتمنی د چور وړ وګرځېدی. اوس داعشیان د همدغه انفال یا غنیمت په نامه د مسلمانو او یزیدی کردانو په شتمنیو او انسانی کرامت تېری کوی. د سوریی په فرقه ای تضادونو کی د کوردانو توهین هیڅ په معادله کی نه راځی او په آزربایجان او مشهد کی کوردان بیخی ورک دی.

د کوردانو دغه حالت د پښتنو د دری سوه کاله پخوا تاریخ سره ډېر ورته والی لری. پښتانه هم د مغلی هند، صفوی پارس، او شیبانی اوزبیکو تر مینځ داسی را ایسار شوی و چه هر یو د خپل سیاسی رقیب پرضد استعمالول. پښتانه هم د کوردانو په څېر په غرنیو منطقو کی میشته و چی د خپلواکی ترلاسه کول ورته مشکل برېښېدل. پښتانه هم د خپلی آزادی غوښتنی د مشروع حق په ګناه د صفوی، مغلی، او شیبانی حکمرانانو او د هغو د پلویانو له خوا د ژبی، نژاد، قومیت، او مذهب په سبب د کوردانو په شان تحقیر او تمسخر کېدل. له دغو ورته والی سره سره دغه لاندی علتونه شته چی پښتانه یی د یو دولت په جوړولو کی بریالی کړل او متأسفانه کوردان لا تر اوسه په کی هلی ځلی کوی:

۱- د کوردستان د بشپړی خپلواکی د ترلاسه کولو په لار کی لوی خنډ دادی چی دوی باید اقلاً د څلورو ګاونډیو هیوادونو له غښتیلو پوځی قوتونو سره و جنګېږی. د کوردستان غرنی ټاټوبی دوی ته د ګوریلای جګړو لپاره دفاعی پشتوانه کېدای شی، خو له هغو نه تعرضی  ګټه نشی اخیستی ځکه چی ګوریلای جګړی تخریبی خاصیت لری، نه تعمیری او تشکیلی. له بلی خوا د کوردانو ګوریلای ډلی چی یوازی سپکی د لاس وسلی لری د خپلو سیاسی رقیبانو له درنو وسلو، ټانکونو، جنګی الوتکو، چورلکو، او زهری کیمیاوی وسلو سره په ډېره نابرابری کی لاس او ګریوان دی.

خو د پښتنو د آزادی د غورځنګونو په وخت کی جنګی وسایل توره او ټوپک و چی د متخاصمو ډلو تر مینځ یی چندان توپیر نه را مینځ ته کاوه. په جګړو کی د لښکرو شمېر موثر او مهم و او پښتو په آسانی سره داسی لښکری تیارولی شوای چی مقابل لوری ته د تدبیر او زور له مخی ماته ورکړی.

۲- د کوردانو په سیاسی سرنوشت کی نه یوازی ګاونډی هیوادونه لاس لری، بلکه لوېدیز استعماری هیوادونه هم د خپلو استعماری اهدافو په خاطر د کوردانو په سیاسی لوبو کی مداخله کوی او ددوی له ناعلاجی او پاکو احساساتو نه ناوړه استفاده کوی او هغوی د منطقی د نورو قوتونو په مقابل کی استعمالوی.

په دی پرتله د پښتنی غورځنګونو په وخت کی د لوېدیز استعمار لمنه په منطقه کی دومره نه وه خپره شوی. نو ځکه پښتنو وکولای شول چی له بهرنی مداخلی نه پرته خپله آزادی د سیاست د قلم او د جنګ د توری په زور لاس ته راوړی.

۳- په دغسی نامطلوبه شرایطو کی کوردان ریښتیانی ملګری نلری او هرڅوک یی د یو مقصد په خاطر په یو محدود وخت کی معمولاً نورو ته د لمسون په مقصد ملګری کېږی، خو په نهایت کی همهغه د کوردانو متل صدق پیداکوی چی وایی: کوردان پرته له غرونو نور ملګری نلری.

د پښتنو د غورځنګ د بری مهم علت ممکن دا وی چی پښتنو ددغو غورځنګونو مشرتوب په غاړه درلود خو اقلاً په هرات او کندهار کی یی د نورو قومونو په همکاری خپلی مبارزی تنظیم کړی آن تر دی حده چی د اصفهان په فتحه کی نه یوازی دا چی پنځه زره هزاره او څلور زره بلوڅان د پښتنو په څنګ کی ودرېدل، بلکه د کرمان مشرانو هم د پښتنو د مرستی په خاطر د صفوی حکومت ملاتړ و نکړ.

۴- د تېری پېړی په سر کی د کوردستان په نامه د دری ګونو هیوادونه جوړېدل قسماً د بهرنیو رقیبو هیوادونو د اهدافو او اغراضو له مخی و. له همدی کبله کله چی هغوی خپلو اهدافو ته ورسېدل، نور نو د کوردستان په غم کی نه و.

خو د پښتنو د خود ارادیت ځانګړی غورځنګونه د کوم بل بهرنی قدرت له لاس وهنی نه پرته د پښتونو په خپل ابتکار را مینځ ته شوی و. د پیر روشان روشانیه غورځنګ چی د تصوف د طریقت له لاری یی د مغلی هند په مقابل کی خپل مشروعیت وساته، د اکوړی حکومت چی د خوشحال خان خټک د ادبی او پوځی تدبیر نه الهام او قوت اخیست، د هرات د ابدالیو حکومت چی د شیبانیانو او صفویانو پر ضد د خپل سیاسی استقلال په خاطر را پاڅېدل، او د کندهار هوتکو چی د ګورګین او صفویانو د ظلم و تادا د له مینځه وړلو په نیت یی تاړه وکړه. دغه پښتی غورځنګونه بلاخره هسی بریالی شول چی نه یوازی یی رقیبی امپراتوریانی را و پرځولی، بلکه د هغو پر ځای یی د نورو قومونو په مرسته د لوی افغانستان دُرانی امپراتوری جوړه کړی.

کوردان له داسی یو لوی چلنج سره مخامخ دی چی له یوی خوا نړیوال سیاست پر یو اروپاـمرکزی محور راڅرخی چی د منځنی ختیز هیوادونه او اولسونه په حاشیه کی واقع شوی، له بلی خوا د منطقی د سیاست په پرتله کوردان په نیابتی جګړو کی محض د تلی د پانګی حیثیت پیدا کوی او بس. په داسی حالت کی مسلط نړیوال ذهنیت ممکن له کوردانو سره په ترحم او زړه سواندی کی سر وخوځوی، خو کله چی سیاسی او اقتصادی ګټی مطرح وی یوازی ترحم ځای نه نیسی. نو ځکه روان نړیوال سیاست خپلی ګټی له ترکیی، اوسنی ایران، عراق، او سوریی سره وینی، نه له کوردانو سره. د یو ځانګړی او خپلواک کوردستان جوړېدل باید یوه نړیوال بنیادی ذهنی بدلون ته انتظار وباسی.

*زمان ستانیزی د کلیفورنیا په دولتی پوهنتون کی د سیاسی علومو استاد دی

د کابل چاپ د مدنیت له ورځپاڼی نه اقتباس شوی
۲۸ میزان ۱۳۹۸
5,501 بازدید