(۱)بلبلان هسی شکوه د ګل له خار کا
عاشقان فخر د پېغلو په رخسار کا
د ګل پاڼی چی یی حسن ته په ځیر شی
له حسرته یی خپل رنګ د ګل عزار کا
سرو پونډکو خولی سپړلی په خندا دی
رڼی پرخی لړ په لړ د غاړی هار کا
بیا وږمی ور باندی ولولی عطرونه
قافلی د خوشبویی پر مشکو بار کا
یو لاښونه د غټول په پاڼو رنګ دی
بل رغونه رنګینه سمسور بهار کا
چی الهام د نوی ژوند یی وی راوړی
کویله ځکه پالنه د ګلزار کا
چی له نازه پری کږی شی د ګل څانګی
په خلوت کی د خلود خیال را ایسار کا
په نفس د مسیحا ګڼی ژوندی شی
د مجنون ونه خپری زلفی زنار کا
چی صبوح یی د شبنم د اوښکو جام وی
په لیدو یی شاهدان مست او خمار کا
چی په نیم نظر دوه ځلی را ته ګوری
رشک د سترګو یی سیالی د ګلِ نار (۲) کا
لا یی شونډو د زړه راز ویلی نه وی
مړاوی سترګی یی بیان د عشق اسرار کا
ښایستونه د تقدیس مقام ته لوړ شی
چی مظهر یی د خلقت بڼه سینګار کا
زایران به ولی نه ورځی په تمه
چی یی شمع تجلی زما پر مزار کا
چی سمبال یی غر او سمه په ښایست کړل
ستانیزئ» په دا ستاینه د مالیار کا»
۱
دغه شعر د رحمن بابا د لاندی غزلی په اقتفا ویل شوی
که په ګنج د شاهی فخر شهریار کا عاشقان یی د دلبرو په رخسار کا
۲
ګلِ نار = ګلنار
۱۰۰۶۱۵ -۱۲۰۷۱۵