مستغنی یم ستا له فضل او له کرمه (۱)
ځکه نه لرم له بل چا د څه تمه
که هرڅو دی جلوه پټه ده خلقت کی
له لېمو یی را نژدی د خیال صنمه
ستا د مخ روښانه وړانګو ته په هیله
انتظار هره شېبه ده مغتنمه
دا هستی واړه نیستی ګڼم پوهېږم
په اسرارو د وجود او د عدمه
په سر ځغلم د جانان کوڅی ته ځکه
باک می نشته له داهسی پیچ و خمه
ریاضت می له خرقی لاندی خوندی دی
پټ ساتلی د اغیارو له ستمه
د زړه غم مینځم د اوښکو به خوناب کی
په بڼو کی دی ساتم د سترګو نمه
چی یی راز جف القلم لیکلی نه و
مدعی د عشق نسکور پرېوت له برمه
چی یی ستا د عشق بیان لیکلی نشو
قلم ځکه په سر وچاوده له غمه
«ستانیزی» د سوی زړه لوحه صفا کړه
پر مات سر قلم پرې وکیښ ستا رقمه
۱ د مات قلم غزله د ارواښاد محمدنورخان الم کندهاری د تلین تر عنوان لاندی ویرنی وروستی برخه ده