افغان ملت د شریعت او مشروعیت تر مینځه
۱۱
د ډاکتر زمان ستانیزی لیکنه
په کلیفورنیا کې د پسِفیکا د عالی تحصیلاتو د پوهنتون د الهیاتواوعرفان استاد
د طالبانو تحریک شپاړس میاشتی دمخه د «ا فغانستان اسلامي امارت» په نامه د مرموزو نظامي عملیاتو په نتیجه کې سیاسي قدرت تر لاسه کړ. نړیوال دیپلوماتیک تعامل دا دی چې هر نوی رامینځ ته شوی حکومت د شورا، جرګې، انتخاباتو، یا کوم بل منل شوی تعامل له لاری د خپل ملت مشروعیت تر لاسه کړی څو په رسمیت وپېژندل شی. طالبانو د دغه شان مشروعیت د لاس ته راوړلو په لار کې هیڅ اقدام ندی کړی او په نړۍ کې تر اوسه هیڅ هیواد د دوی امارت په رسمیت ندی پېژندلی.
طالبان د افغانستان ملت ته د رأی د حق له ورکولو پرته تابعیت غواړی او له نړیوالی ټولنې نه د مشروعیت د ترلاسه کولو نه پرته د رسمیت پېژندلو هیله لری. طالبان استدلال کوی دا چې دوی پر اوضاع حاکم دی او په مقابل کې یې څوک مقاومت او پاڅون نکوی، نړیوال باید د دوی امارت د افغانستان د مشروع حکومت په توګه وپېژنی. حاکمیت د اِعمال، اِحمال، او اِحمار له لاری پر خلکو تحمیلېږی، خو حکومت د شوری، انتخاباتو، رأی، او بیعت له لاری مشروعیت پیدا کوی. هسی ښکاری چې طالبان نه د حاکمیت او حکومت په توپیر پوهېږی او نه د شریعت او مشروعیت په تفاوت. د دغی سهوي یا عمدي ناپوهۍ په نتیجه کې د افغانستان ملت او د طالبانو امارت د شریعت او مشروعیت ترمینځ بې سرنوشته پاته دی.
شریعت هغه منل شوی دود او دستور ته ویل کېږی چې د قران له ارشاداتو او محمدی سننو سره مطابقت ولری، یا څه نا څه متناقض واقع نشی. دینګرایی هغه سیاست ته وایی چې دین د خدای او بنده له مستقیمی رابطی نه وباسی او د سیاسی کړنلار په توګه یې د حکومت او ملت پر روابطو حاکم او تحمیل کړی. د اسلامی ټولنو په تاریخ کې واکمنانو تل د دین پالنه او ساتنه کړی، خو فقیهان او ملایان مستقیماً پر یو ملت نه و حاکمان شوی.
هسې چې په قران کې د سیاسي حاکمیت جواز نشته چې د دین او دولت ادغام په کې توجیه شی، او هسی چې د میثاق مدینه محمدي سنت د پیروي له مخې دین او دولت سره جلا ول، د اسلامي ټولنود تاریخ په اوږدو کې، له څلورو استثنایي مواردو پرته، دین او دولت سره جلا ول. په دی سبب اسلامي تمدن پر ټوله نړی مسلط شو، خو برعکس د وروستۍ پېړۍ په اوږدو کې د دین او دولت د ادغام په نتیجه کې په نامه اسلامي ټولنې د زرکاله دمخه اروپایي مسیحیت د دیانتګرای په شان ظلمت کې لاس او پښې وهی.
اسلامي حکیمانو او فقیهانو د انفرادي مسؤلیت پر بنا په سیاست کې د انسان اراده حاکمه ګڼله او د سیاسيونو د دین او دولت د یوځای کولو د کوشش په مقابل کې یې مقاومت وکړ. امام ابوحنیفه د عباسي خلیفه منصور زندان او شکنجې و منلې، خو د خلیفه هغه غوښتنه چې یوازی حنفي فقهه دې د عباسی خلافت په ټول قلمرو کې رسمي ومنل شی، رد کړه. نورو پېژندل شویو پوهانوهم په دغه تفکیک ټینګار وکړ او د دینګرایی او د مذهب په نامه د استبداد مخه ونیول شوه. په دې ډول د مدني آزادۍ په درلودلو سره خلک د حکومت له مداخلې پرته پرعباداتو او خدای لمانځنه بوخت و.
د نولسمې پېړۍ په نیمایي کې سیدجمال الدین افغاني، سیداحمدخان سرهندي، محمد عبدالوهاب، او نورو آزادي غوښتنونکو اسلام د «پان اسلاميزم» په شان د یو منسجم ضد استعماري غورځنګ په توګه د سیاست میدان ته را وویست. دغه ضد استعماري پاڅون وروسته په غیرشعوري تقلید کې د اروپایانو د قرون وسطی د دیانتی ذهنیت بڼه غوره کړه.
د اروپایی استعمارپه پای کې ځینې متفکرینو ضد استعماری غورځنګونو ته دینی صبغه ورکړه چې په نتیجه کې یې اوسني افراطي اسلامګرایي را مینځ ته شوه. اسلامګرایانو ددې پر ځای چې د یو سیاسي ګوند د کړنلار پر بنا د انتخاباتی مبارزو له لاری یو حکومت جوړ کړی، د کمونیستی او فاشیستی افراطيانو په شان د ټول دولتی نظام د ړنګولو په هڅه کې «له ویشې په تالا رضا و.» دغه کار په اسلامي ټولنو کې د استقرار د نشتوالی او سیاسي نظم د له مینځه تللو سبب شو.
ځینې حکومتونو د عوامفریبۍ له مخې شرعی حاکمیت مطرح کړ او په دې بهانه یې د اسلام کلمه له خپلو رسمي نومونو سره ضمیمه کړله چې په نتیجه کې یې ځینې فاسدترین حکومتونه «اسلامي» ونومول شول او په تعمیم کې اسلامګرایی د ریا رنګ او د سیاست زنګ شو: اسلامي جمعیت، اسلامي حزب، اسلامي اتحاد، اسلامي حکومت، اسلامي دولت، اسلامي جمهوریت، اسلامي امارت… او داسی نور.
د اسلام یو معاصرعالم شیخ احمد دیدات وایی، «د اسلام تر ټولو زورور او لوی دښمن جاهل مسلمان دی، ځکه د خپل جهل په خاطر تعصب کوی، په خپلو کړو وړو حقیقي اسلام بدناموی، او خلکو ته داسی ښیی چې ګڼې اسلام همدا دی.» دغه شان جاهل مسلمانان چې هرڅومره ډېر قدرت ولری، هغومره اسلام ته ډېر تاوان رسوی. بی دلیله نده چې د نړۍ تر ټولو زیات شمېر مسلمانان د دغو اسلامي جمهوریتونو او اسلامي امارتونو له مذهبی استبداد نه تېښتې او هجرت ته مجبور شوی.
د دوی په سیاسی قاموس کې مدینه شته، خو مدنیت نشته. دوی مدنی او بشری حقوقو ته درناوی د غرب رسم ګڼي، نه د قران امر: «وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِىٓ ءَادَمَ… وَفَضَّلْنَـٰهُمْ عَلَىٰ كَثِيرٍ مِِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا» (سورة اسرا، ۷۰ آیت). دوی په مذهبي استبداد کې مذهب وینی، خو خلک په مذهبي استبداد کې استبداد تجربه کوی.
طالبان دا دېرش کاله نارې وهی چې دوی ښځوته د شریعت مطابق حق ورکوی.
پوښتنه دا ده چې طالبانو ته دغه حق چا ورکړی چې دوی یی بیا ښځو ته ورکوی؟
خدای یوازی نارینه ته حق ندی ورکړی، ځکه قران د«يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ ٱعْبُدُوا۟ رَبَّكُمُ… قَدْ أَفْلَحَ ٱلْمُؤْمِنُونَ… وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَىٰ لِلْمُسْلِمِينَ…» په شان په لسهاو آیاتونو کې د جنسیت له هرډول امتیاز نه پرته د ښځی او نارینه مساوي حق ته اشاره کوی او د دغه مساوي حق په مقابل کې د «وَلاَ تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى» آیت د مکرر نزول په اساس نارینه او ښځینه په مساوي او منفردانه ډول مسؤل او مکلف ګرځول کېږی. په قراني شریعت کې حق، مسؤلیت، او مکلفیت شخصي او انفرادی دی، نه انتقالي یا نیابتي چې یو انسان یی بل انسان ته ورکړی.
د حق په تفویض کې، د دغه شان نیابت یا صلاحیت امتیاز خدای حتی خپل نازولی آستازی ته هم نه و ورکړی: «وَمَآ أَرْسَلْنَـٰكَ إِلَّا كَآفَّةً لِِّلنَّاسِ بَشِيرًا وَنَذِيرًا» چې «یوازی د بشارت او ښه زېری د ورکولو په خاطر را استول شوی و»، نه د حاکمیت یا امارت لپاره.
هسی ښکاری چې د حاکمیت او امارت له لاری د دین او دولت په ادغام کې طالبان نه یوازی ځانونه د خدای تر پیغمبره لوړ ګڼې، بلکه د مذهبي افراط په نتیجه کې د «أُمَّةً وَسَطًا» قراني ارشاد هم نقض کوی. طالبان د ښځو په برخه کې کلیوالي عُرف د شریعت په نامه پر ښاري، مدني او «مدینه وي» رسومو باندی تحمیلوی. هغه مدنی حقوق چې مهربان خدای ښځو ته ورکړی، د طالبانو د کلیوالی ذهنیت په حکم غصب کېږی.
که طالبان د «بِمَا فَضَّلَ ٱللَّهُ بَعْضَهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ» قراني ارشاد رعایت وکړی چې د هغه پر بنا نارینه د ښځو د خیال په ساتنه مکلف شوی، نو ښه به دا وی چې له ښځو نه هغه حقوق وا نخلی چې خدای وړکړی: د خدای د پېژندلو په مقصد د علم او پوهنې حق، د ژوند د سمبالولو لپاره د تعلیم او تحصیل حق، د «نظافت جز د ایمان» د اصل پر بنا د غسل او طهارت لپاره عمومی حمام ته د تاللو حق، د طبیعت په ښایست کې د خدای د تجلیاتو د ستاینی او شکرانې د اداکولو لپاره په باغونو او پارکونو کې د ګرځېدلو حق، د کورنۍ د یوازینی سرپرستی په توګه د کوچنیانو د حلال رزق د پیدا کولو په مقصد د کار حق، د بیکسی په ژوند کې د سودا د رانیولو په مقصد له محرم نه پرته له کور نه د وتلو حق، د قران د «وَأَمَرُوا۟ بِٱلْمَعْرُوفِ» د عُرف سره د حق پالنې او د «وَنَهَوْا۟ عَنِ ٱلْمُنكَرِ» له منکراتو نه د ډډه کولو په مقصد د حکومت د ناغېړیو په مقابل کې د تظاهر او اعتراض کولو حق....
طالبان حتی د صریحو قراني ارشاداتو په برخه کې له جنسیتی تعصب نه کار اخلی. قران په ورته عباراتو لمړی نارینه او بیا وروسته ښځینه د سترګو د حیا ستر ته رابللی: «قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا۟ مِنْ أَبْصَـٰرِهِمْ وَيَحْفَظُوا۟ فُرُوجَهُمْ…» (د نور سورة، ۳۰ آیت) «(نارینه) مؤمنانو ته وواياست چې (د حیا له مخی) خپلې سترګې ټيټې کړي او خپل عفت وساتي.» «وَقُل لِّلْمُؤْمِنَـٰتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَـٰرِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ…» (د نور سورة، ۳۱ آیت) «او (ښځینه) مؤمنانو ته وواياست چې (د حیا له مخی) خپلې سترګې ټيټې کړي او خپل عفت دې وساتي.»
دغه آیتونه مطلق احکام ندی چې سرغړونه یې مجازات ولری، بلکه د اخلاقی ارزښتنو مستحبات دی چې رغبت او تشویق یې د دواړو آیتونو په آخر کې ذکر شوی: «ذَٰلِكَ أَزْكَىٰ لَهُمْ» یعنی «دغه کار د دوی (نارینه) لپاره ډېر پاکیزه دی» یا «لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ» یعنی «دغه کار به ستاسو (ښځو) د خوشحالی/رستګاری سبب شی.»
د طالبانو په امارت کې له ۳۱ آیت نه د ښځی سرغړونه جرم ګڼل کېږی خو له ۳۰ آیت نه د نارینه سرغړونه د چا په یاد نده. د ۳۱ آیت په مورد کې پر ښځو باندی په یوه کال کې دیرش تحریمی فرمانونه صادر شوی، خو د ۳۰ آیت په مورد کې پر نارینه باندی په تېرو دیرشو کلو کې حتی یو فرمان هم ندی صادر شوی.
د نارینه د سترګو د حیا د رعایت نکولو په خاطر او د نارینه ضعیف ایمان ته د ضرر د نه رسېدلو په خاطر باید ښځی هسې حجاب پر سر کړی چې د حضرت رسول اکرم (ص) په وخت کې یې د دروازی د پردې مفهوم افاده کاوه. ښځی باید هغه نقاب پر مخ واغوندی چې د ساسانی اشرافیت رسم و. ښځی باید هسې چادری یا برقع واغوندی چې د بیزانتین د دربار د راهبه ښځو جامه وه. پر ښځو د هرتمدن او ثقافت رسم تحمیلږی، خو د نارینه په مورد کې حتی د قران اخلاقی اصل ته هم پام نکېږی.
طالبان حتی د نورو ادیانو زاړه احکام پر مسلمانو ښځو تحمیلوی. په تورات کې د سنګسار حکم شته، خو یهودانو له پېړیو راهیسی د کراهت په سبب سنګسار منع کړی. خو دغه کرِه وحشت چې نه په قران کې شته، نه د رسول اکرم (ص) په سنت کې، د طالبانو په شریعت کې ځای لری. په داسی حال کې چې د سورة نسا له ۲۷ آیت «وَٱللَّهُ يُرِيدُ أَن يَتُوبَ عَلَيْكُمْ» او د سورة احزاب له ۳۰ آیت
«وَكَانَ ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ يَسِيرًا» نه په صراحت سره د سنګسار د تحریم استنباط کیدلای شی. برسېره پر دی د قران په ژبه «مَا نَنسَخْ مِنْ ءَايَةٍ أَوْ نُنسِهَا نَأْتِ» د بقری سورة، د ۱۰۶ آیت له مخې باطل شوی. خو دغه توراتی حکم پر مسلمانه ښځه باندی د زنا د اتهام په مورد کې په پوره بیرحمی او وحشت جاری کېږی، خو متهم نارینه معاف ګڼل کېږی. حال دا چې د عمل په برخه کې د نارینه د جرم د ارتکاب احتمال تر ښځی ډېر دی، ځکه نارینه تجاوز کوی، نه ښځینه.
د افغانستان په پوهنتونونو کې نارینه محصلین د خپلی خوښی د تحصیل څانګې انتخابولی شی، خو ښځینه محصلانی ځینې مسلکی شغلونه لکه ژورنالیزم، انجنیری، اقتصاد او نور نشی انتخابولی. هغه خو لا پرېږه چی اوس یې د ښځو لپاره په کلی توګه د علم زده کړه تحریم کړه. ځکه د طالبانو په نزد یا ښځې د هغو د اکتساب استعداد او کافی تعقل نلری یا په هغو څانګو کې د ښځو لپاره کار تحریم شوی. د هرات د مهری لیسی د روباټ مخترع نجونې او د انګلستان د پوهنتون افغانه محققه په ترتیب سره د کرونا او سرطان د ناروغی د علاج په برخه کې بین المللی جایزی ګټی، خو د افغانستان په میلیونها نجونی د طالبانو د جنسیتي تعصب له امله له خپلو کورو نه نشی راوتلی. د اسلامي تمدن د أبوعلي سینا او أبوعلي بن الهيثم د طبابت زر کلن میراث د بی تدبیره طالباني جنسیتي تعصب قرباني کېږی.
طالبان له یوی خوا د نجونو پرمخ ښونځی او پوهنتونونه تړی، له بلی خوا نارینه طبیبان نه پرېږدی چې له محرم پرته ښځینه ناروغانی معاینه کړی. د WHO نړیوال روغتیایي سازمان په افغانستان کې د ښځینه ډاکترانو لږوالی او نشتوالی د ډېر تشویش وړ بللی. طالبانو برسېره پر دې چې د افغانستان شل میلیونه ښځې یې د شریعت او مشروعیت تر مینځ یرغمل نیول شوی، په واقعیت کې د افغانستان ټول ملت هیڅ ارزښت نه ورته لری. طالبان نه د افغانستان د ملت په اندېښنه کې دی، نه د نړیوالی اسلامی ټولنی خاطر ساتی، نه د اته بیلیونه بشری ټولنی پروا لری. دغه شان مذهبی استبداد زیږتوب او لجاجت د طالبانو د «لوړو تحصیلاتو» د وزیر په خبرو کې منعکس شوی:
« له هیچا څخه نه متأثره یو، نه د چا په کیسه کې یو، نه د چا څه بیرېږو. ښه په زغرده، په ډاګه، په اعلامیه باندی د الله تعالی دین په دې مځکه کې نافذولی سو... هرچاته ځواب په نره ورکولی سو. ځکه میدان مو په نره ګټلی دی.» د «په نره ګټلی» اصطلاح له یوې خوا له ورایه د طالبانو د جنستی تبعیض مطلق العنانی څرګندوی یعنی هرڅه چې یې زړه غواړی هغه د اسلام په نامه «پر ښځو» تحمیلوی، له بلی خوا د دوی د ذهن تحت الشعوری ریاکاری ثابتوی چې افغانستان د طالبانو لپاره یوه سیاسی لوبه وه چې دوی «په نره ګټلی» او جهاد هسی یوه بهانه وه - «فی سبیل الله» په واقعیت کی «فی سبیل قدرت» و.
پر دې برسېره د «مُهَيْمِنً» په صفت کې حاکمیت د خدای حق دی، بنده یوازی د استخلاف حق لری او بس. د «فَاحْکُمْ» کلمه په قران کې څه نا څه شپږ ځلی راغلی ده چې په ټولو مواردو کې په حکمیت یا قضاوت دلالت کوی، نه په حاکمیت. ځکه د اسلامی تمدن په ۱۳ پېړیو کې دین او دولت جلا سره ساتل شوی و یوازی په تېرو څو لسیزو کې چې په نامه اسلامی ټولنی په خپل قهقرایی انحطاط کی واقع سوی، د دین او دولت ادغام ته یې ملا تړلی. په همدې سبب دغه حکومتونه په اصولو کې د قران له صریحو احکامو سره په ټکر او تناقض کې واقع شوی لکه د طالبانو واکمنی. که د طالبانو مطلب دیوبندی شریعت وی، جلا خبره ده؛ خو که معیار قرانی شریعت وی د طالبانو امارت اسلامی نشو ګڼلی، ځکه:
- • تر هغه وخته چې طالبان د قرانی جواز نه پرته د سیاسی حاکمیت ادعا کوی او د «فَذَكِّرْ إِنَّمَا أَنْتَ مُذَكِّرٌ o لَسْتَ عَلَيْهِمْ بِمُصَيْطِرٍ (الغاشية، ۲۱-۲۲ آیت) «(ای محمده) ته یوازی خلکو ته ذکر(ارشاد) و کړه چې ارشاد کونی یې. ته پر هغو (خلکو) سلطه نلری» د صریح امر خلاف عمل کوی د طالبانو امارت اسلامی نشو ګڼلی.
- • تر هغه وخته چې طالبان په خپلو افراطی کړو وړو کې د «أُمَّةً وَسَطًا» قراني ارشاد نقض کوی، ددوی شریعت له قران نه سرغړونه ده.
- • د «وَأْمُرْ بِٱلْمَعْرُوفِ وَٱنْهَ عَنِ ٱلْمُنكَرِ» امور انسانان د منل شوی اخلاقی عرف د رعایت یا تخلف د تائید یا اعتراض حق ورکوی. هر حاکمیت چې خلک له دغه حق نه محروموی او هغه د خپل اداری استبداد لپاره استعمالوی له قرانی ارشاداتو نه ناوړه سیاسی استقاده ده په تېره بیا دا چې د هغو تحمیل په دینی امورو کې د اکراه سبب کېږی چې قران منع کړی. په دې مورد کې د طالبانو حاکمیت قرانی امورو نقض کوی.
- • تر هغه وخته چې د افغانستان نیمایی ملت یعنی ښځې بیکاره، بی تعلیمه، او بی سرنوشته له تحریماتو لاندی په خپلو کورونو کې زندانی شوی وی، د افغانستان نیمایی ملت محکوم ګڼل کېږی.
- • تر هغه وخته چې طالبانو ته په مجموع کې د افغانستان ملت مطرح نه وی، د دوی واکمنی ته حکومت نشو ویلی، ځکه د سیاسی انډول له مخې د حکومت په مقابل کې ملت وی چې د طالبانو په حاکمیت کې په دغه معادله کې ځای نلری.
- • تر هغه وخته چې د طالبانو اداره له خلکو سره په ورځنی ژوند کې د دُرّی، برچې، او ټوپک په ژبه خبری کوی، په داسی امارت کې قانونیت نشته.
په لنډه توګه ویلی شو چې په افغانستان کې د ملت د نظر او رأی د حق د نشتوالی په سبب مشروعیت نشته او د سیاسی حاکمیت په اړوند له قرانی حکم نه د سرغړونې په سبب شریعت نشته. د طالبانو واکمنی او حاکمیت د اسلام تر نامه لاندی مذهبی استبداد دی او د افغانستان ملت د طالبانی شریعت او مشروعیت تر مینځ یرغمل نیول شوی.