د طالبانو او امریکایانو نامقدسه ائتلاف

د ډاکتر زمان ستانیزي لیکنه

د کلیفورنیا د دولتي پوهنتون د سیاسي علومو استاد


نامقدسه ائتلاف ممکن په اول نظر یو متناقض عبارت وبرېښی، خو که مسأله د یو څه دقت او کره کتنی له مخې وڅېړو، مریي او نامریي علایم یې روښانه کېږی. کله چې دوه دښمنی ډلې د ظاهري مخالفت سره سره د عمل په ساحه کې د یو مشترک اما زیانمن هدف د لاس ته راوړلو لپاره سره متفقی سي، یو نامقدسه ائتلاف را مینځه کېږي.


له تېری نیمې پېړۍ را هیسې په افغانستان کې ټول سیاسي غورځنګونه د خلکو په نامه ایجاد شوی، د خلکو په نامه پرې سیاسي معاملې شوی، او د خلکو په نامه یې قدرت نیولی. خو وروسته له دې چې قدرت یې نیولی بیا یې خلک د اخوانی، کمونست، رافضی، ناقل، کلابی، پښتون، تاجک،... په نامه پردی کړی څو د ربړولو، ځورولو، او وژلو لپاره یې سیاسي توجیهات پیدا شی. دغه سیاسي جنایات د هغو ائتلافونو په نتیجه کې را مینځ ته شوی چې د پردیو په لمسون د خپلو پرضد جوړ شوی.


له خلقیانو بیا تر طالبانو هری ائتلافي ډلې د خپل نظر د مخالفینو سره یوازی د تورې او ټوپک په ژبه خبری کړی او د مخالفینو له مینځه وړل یې د حل یوازینۍ لاره ګڼلی. په همدې دلیل دغه ټول ائتلافونه نامقدس و ځکه په انسان وژنه کې د نفس د قداست سپکاوی کړی: وَلَا تَقْتُلُوا۟ ٱلنَّفْسَ ٱلَّتِى حَرَّمَ ٱللَّهُ إِلَّا بِٱلْحَقِّ (قران - الإسراء - ۳۳) «د هیڅ انسان نفس[ژوند] چې خدای محترم[مقدس] ګڼلی، مه آخلی، مګر د حق لپاره [قصاص/دفاع/فساد]».


د نړی متمدنې ټولنې د نظریاتو په تفاوت کې د خپلو مشکلاتو لپاره د حل لارې پیدا کوی، خو افغانان د خپل نظر د مخالفینو تحمل نشی کولی او د قراني تحریم سره سره یې غندی او وژنی یې. په دې لار کې مو هومره خپل پردي کړی چې نور خپل ځان نه پېژنو. اوس ځينې په افغانیت کې ندی پاتې، او په ځینو کې افغانیت ندی پاتې. 


په دوحه کې طالبانو له امریکایانو سره د افغانستان د جمهوریت او ولس پرضد نامقدس ائتلاف جوړکړ چې د یوې ډلې عمل او د بلې ډلې بیتفاوتی د افغانستان د سیاسي نظام د له مینځه تللو سبب شو. د جمهوریت د ړنګېدلو په مهال طالبانو له امریکایانو سره له هیواد نه د روزل شوی بشری قوا په ایستلوکې مرسته وکړه او په دې توګه یې د افغانستان د ملي شتمنیو د غلاکولو په برخه کې له غلو سره د جوال خوله نیولی وه.  سیاسي قدرت ته د رسېدلو په خاطر طالبان حاضر شول چې حتی د دوی په زعم له امریکایي «کفارو» سره د خپلو مسلمانانو ورنو پر ضد لاس یوکړی چې د دغه نامقدسه ائتلاف په نتیجه کې یې غمځپلی هیوادوال له فقر، غربت، لوږې، او قحطۍ سره مخامخ کړل. «کم عقل هغومره پر بل نه کوی، چې پر ځان یی کوی». 


په تېره نژدې نیمه پېړۍ کې د طالبانو په شمول هرې ډلې د اقتصادي یا اعتقادي افراطي آیدیولوژي د دفاع په بهانه د سیاسي قدرت د نیولو په غرض لاسونه د افغانستان د مظلوم ولس په وینو لړلي. دوی د هیواد د علمي پرمختګ، اقتصادي پراختیا، یا ټولنېزی هوسایی لپاره یا ډېر لږ کار کړی یا یې هیڅ کارندی کړی. په تېره بیا آیدیولوژي پالو مستبدینو ته نه ولس مهم و، نه د ولس حق؛ نه د نوی نسل روزنه ورته مهمه وه، نه تعلیم او تربیه. د ‌ذهنی معاملو په بازار کې د آیدیولوژیکې او دیني افراط تبلیغات د تعلیم او تربیې په نامه خرڅېدل. دا ځکه چې مطلق العنانو واکمنانو په افغانستان کې یوازی بی سوادان په کار و چې د هر ډول خلاقیت، تفکر، علمي ابتکار، پوهې او تعلیم نه پرته یې په پټو سترګو د دوی استبداد ته بشپړ بیعت ورکاوه.


له بده مرغه د دغو سیاسي بحرانونو د تغیر په هره مرحله کې چې پېژندل شویو او نه پېژندل شویو ترهګړو ډلو سیاسي قدرت تر لاسه کړی د هیواد باتعلیمه او با استعداده منوره طبقه یې د غربګرایي، جاسوسي، ارتجاعي، طاغوتي، او په نهایت کې د کفر په اتهام یا وژلی یا یې له هیواد نه هجرت ته مجبورکړی چې اکثریت یې  غرب ته تللی. هغو استعدادونو او مهارتونو چې باید افغانستان آباد کړی وی، اوس اروپا او امریکا آبادوی چې په نتیجه کې یې د امریکا د علم او د افغانستان د بی علمي ترمینځ واټن لا نور هم زیاتېږی. ټولنپوهان دغی پروسې ته brain drain یا «دمغزو تېښته» وایی. دا چې ځینی طالبان همدغه مهاجر «تښتېدلی» بولی، په تحت الشعوری او ضمنی توګه د «مغزو د تېښتی» په پروسه کې پر خپله جرم اعتراف کوی. 


د نسبي سولې په وخت کې که په افغانستان کې هرڅومره د سواد، تعلیم، او تحصیل فیصدي لوړېدله، دغه فیصدي د مغزو د تېښتې په نتیجه کې بیرته را کښته کېدله او په افغانستان کې یو بي تفاوته بي سواده اکثریت له ناچاری نه د آیدیولوژیکي او دیانتي استبداد د بیعت په منګولو کې ایسار پاته کېده. بی دلیله نده چې طالبان د دغه شان اکثریت د ساتلو په مقصد له ښونې، روزنې، تعلیم، او تحصیل سره دښمنې کوی او د ښونځیو دروازې د ماشومانو پر مخ تړی. 


د دې برعکس امریکا د نورو هیوادونو د سیاسي بحران، ناامني او سیاسي استبداد په وخت کې د خپلو پوهنتونونو او تعلیمي موسسو دروازې د نورو هیوادنو د پوهانو او متخصصینو پر مخ  پرانیزی. بی دلیله نده چې امریکا د علم او پوهې له مخې د اختراعاتو، اکتشافاتو، او علمي تحقیقاتو په برخه کې خپلې علمي شتمنۍ زیاتی کړی او د نړۍ تر بل هرهیواد نه یې زیات پرمختګ کړی. ځینو دغو پناه وړونکو پوهانو د امریکا لپاره د «نوبل» په شان معتبری علمي جایزې هم ګټلی.


نور هیوادونه زیار باسی چې د تشویق او امتیازاتو له لاری د خپلو پوهانو او بشري قوا د ساتنې په مقصد د مغزو د تېښتی مخنیوئ وکړی، خو د جهل طالبانو د افغانستان په زرګونه پوهان، علمي استعدادونه او مهارتونه، او په زحمتونو روزل شوی ملي بشري پانګه له جمهوري نظام سره د همکارۍ یا غربګرایي په اتهام تهدید او له خپل هیواد نه یې شړلی.


په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې ښوونه او روزنه ډېره پیاوړی شوی وه. د پوهنتونونو، ښونځیو او علمي موسسو په شمېر کې د تېرو کلو په پرتله د پام وړ زیاتوالی را مینخ ته شوی و. امریکایانو د طالبانو په مرسته ددغی بشري پانګې ډېره برخه له ځان سره وېوړه. 


د اقتصادي پراختیا په برخه کې هم افغانستان ددغه نامقدسه ائتلاف قرباني شو. له یوی خوا د افغانستان جمهوریت د ښونځیو، روغتونونو، بندونو، ویالو، پلونو، سړکونو، او لویو لارو په جوړولو هیواد آباداوه، له بلی خوا طالبانو د وطن د راتلونکی نسل د روزنې ښونځی او د هیواد د بی وزله ولس د هوسایۍ لپاره جوړ شوی روغتونونه، پلونه، سړکونه، او... سوځول او ورانول. د طالبانو د ناامني په شرایطو کې امریکایانو د افغانستان طبیعي منابع لکه نادره او کمیابه معدنیات غلا کول. په دې توګه د یو نامقدسه ائتلاف په ترځ کې امریکایانو او طالبانو د خپل توان په اندازه د افغانستان اقتصاد ته تاوان رساوه.


د امریکا او افغانستان تفاوت د «کفر» او «اسلام» توپیر ندی، بلکه په دې کې دی چې په امریکا کې د علم درناوئ کېږی او په افغانستان کې د علم سپکاوئ. پرعلم باندی د جهل د دغې غلبې په نتیجه کې اوس افغانستان د علم، پوهې، استعدادونو او مهارتونو له  لږوالی او نشتوالی سره مخامخ دی.


دی مسألی ته به د فرضیې په توګه له متقابل جهت نه وګورو. که طالبان د افغانستان د څه د پاسه ۱۲۰ زره علمي، تخنیکي، او نظامي کدرونو، د جمهوریت ساتونکو، او د بی وزلو مسلمانانو شهادت یوازی د ۲ زره امریکایي اشغالګرو د وژلو په خاطر «جهاد» بولی، په ریښتیا چې د شهادت او جهاد اصطلاحاتو ته سپکاوئ کېږی. که طالبانو د هیواد بشري او اقتصادي شتمنۍ نه وی له مینځه وړې، او د «کفارو» امریکایانو پرځای یې له «مسلمانانو» جمهوریت پالو سره روغه جوړه کړی وی او په سوله کې یې د جمهوریت د اداري او اخلاقي فساد د له مینځه وړلو په غرض ائتلاف کړی وی، اوس به نه یوازی نژدې یو میلیون علمي او تخنیکي استعدادونه په افغانستان کې پاته و، بلکه دغه سیاسي لانجه به هم کلونه دمخه حل شوی وه او امریکایانو ته به د هیواد د نادره معدنیاتو د غلاکولو بهانه پاتی نه وه او په خپله مخه به تللی و. 


که طالبانو د سولې لاره نیولی وی په هغه صورت کې به د افغانستان د ولس په سترګو کې د سولې علمبرداران پېژندل شوی ول، نه د ترهګړۍ داړه ماران چې په خوب کې یې کوچنیان د نامه په اورېدلو ویښېږی او په  ویښتوب کې یې لویان له نامه نه کرکه کوی. د قران او د قدرت لارې بېلې دی. وَإِن جَنَحُوا۟ لِلسَّلْمِ فَٱجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى ٱللَّهِ (قران - الانفال - ۶۱) «او که [متخاصمی] خوا سوله وغوښتله، سوله ومنی او په خدای توکل وکړی». 

هسی ښکاری چې د طالبانو په قران کې دغه یو آیت نشته چې د هغه «وَأَمَرُوا۟ بِٱلْمَعْرُوفِ» ته یې توجه کړی وی او په «تَوَكَّلْ عَلَى ٱلله» یی ایمان او اتکا کړی وی. 


په حق سترګو پټولو ته «کفر» وایی. ځینې حق نه وینی، ځینې نور نه غواړی چې حق او ریښتیا ووینی. د افغانستان د ټولنې لوی مشکل پر خپل عیب سترګې پټول دی. د چا سترګې چې د حق په نور روښانه نه وی، د جهل او ظلمت په تیارو کې لالهانده وی.


طالبانو ته خپلې حزبي ګټې د افغانستان تر منافعو مهمې وی نو ځکه یې د جهاد په نامه سیاسي قدرت غوښته، چې له امریکا سره د نامقدسه ائتلاف په نتیجه کې یې ترلاسه کړ. دا چې افغانستان وران او برباد شو، طالبانو ته مهم نه و. دا چې خلک بی علمه پاته کېږی، د دوی خیال ندی. طالبان هومره بیغیرته هم ندی چې خپلې لورانې به ښونځیو ته استوی او په علم به یې منورې کوی. دا چې په زره هاو پوهان او د استعداد او مهارت خاوندان د هیواد د یوی لویې بشري سرمایې په توګه له هیواد نه و ایستل شول، مهم ندی ځکه هغو هسې طالبانو ته بیعت نه کاوه.  دا چې خلک له لوږی مري، خدای روزي ورباندی درولی، دا خو د امارت مسؤلیت ندی. ملایانو ته خدای پخوا د مسجد په حجره کې روزي رسوله، اوس یې د ارګ په تالارنو کې ور رسوی. په دې تفاوت چې «جمهوریت والا» شپاړس ډوله غوښی په کاچغواو پنجو خوړلی، او «امارت والا» یوازی اته ډوله غوښې په لاسونو نوش جان کوی. د آخرت سؤال ته به په آخرت کې ځواب ورکړل سی. اوس د ارګ پر نعمتونو سترګې پټول «کفران نعمت» او لویه ګناه ده.